تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / قرآن کریم ، د نجات او ژغورنې لارښود

قرآن کریم ، د نجات او ژغورنې لارښود

قال الله عزوجل: (شهر رمضان الذی انزل فیه القران هدی للناس وبینت من الهدی والفرقان…) د بقره سورت «۱۸۵» ایت یعني رمضان هغه میاشت ده چې قرآن کریم په کې نازل شوي هغه د خلکو لپاره لارښوونه ده د حق او باطل تر منځ د توپير لامل دي.
      قرآن له قَرَأ یا قَرَنَ نه اخیستل شوی چې د لوستل شوي او جمع شوي په معنی دی، په اصطلاح کې هغه کتاب دی چې د الله جل جلاله له خوا د جبرائیل علیه السلام په واسطه په محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) باندې لږ لږ، ټوټه ټوټه، ایت ایت او سورت سورت د اړتیا سره سم په درویشتو کلو کې نازل شوی، په (الحمد الله) شروع او په (والناس) باندې ختم شوی په لوستلو سره یې انسان ته ثواب میلاویږي، معجز دی څوک د هغه په څیر کتاب نشي جوړولی. په پاڼو کې لیکل شوي او په سینو کې محفوظ quranدی.
      قرآن هغه کتاب دی چې بنده ګان د بنده ګانو له بنده ګۍ د واحد الله جل جلاله عبادت ته رابولي، د شرک، ظلم، جهل او هر ډول نارواو له تورتمه یې د رڼا لور ته راوباسي. 
په قرآن مجید کې د ژوند د هر ډګر له پاره هر څه شته.
      هر څه شته دي په قرآن کې               خو کمی به وي په پوه د انسان کې
      لومړني ایاتونه: د قرآن کریم لومړني نازل شوي ایاتونه د علق سورت اولني پنځه ایاتونه دي.
    د قرآن کریم وروستني ایاتونه: د بقره سورت «۱۸۱» ایت ( واتقوا یوما ترجعون فیه الی الله…) دي او له دې وروسته څه نه دې نازل شوي.  
    قرآن کریم له اړتیا سره سم نازل شوی ټول په یو وار نه دی نازل شوی؛ ځکه بیا یې حفظ او د احکامو عملي کول ګرانیدل. 
    قرآن معجز دی:  څوک د دې غوندې یو ایت هم نشي جوړولی، او چا چې کوښښ وکړ هغوی هم ونه توانیدل په خپلو کړو شرمنده او پښیمانه شول چې بیا ډیری توبه ګار شوي.
      په لوستلو سره یې لوستونکی ته ثواب ورکول کیږي: نبي کریم ـ صلی الله علیه وسلم ـ  وایي:(د قرآن په هر توري لس نیکۍ ورکول کیږي، لس بدۍ ختمیږی او لس درجې یې اوچتیږي زه دا نه وایم چې «الم» یو حرف دی؛ بلکې الف یو توری، لام بل حرف اومیم ځانته توری دی) نو یوازی په «الم» سره ډېر ثوابونه میلایویږی.
                                       د قرآن او سنی ترتیب: رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحې کاتبان درلودل؛ چې قرآن کریم نازلېده هغه یې د ده د مشورې او سپارښت سره سم لیکه او هغه سورتونه یا ایاتونه چې لومړی نازل شوي، هغه زمونږ په مصاحفو کې وروسته لیکل شوي او چې وروسته نازل شوي هغه په سر کې لیکل شوي قرآن کریم د نزول په ډول نه دې ترتیب شوي بلکې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) کاتبانو ته هدایت کړي او هغوی هماغسې لیکلی؛ چې وروسته راشدو خلیفه ګانو ابوبکر صدیق( رضي الله عنه) او عثمان ذی النورین د هغه مطابق راجمع کړی.
       مکي او مدني ایتونه: هغه ایاتونه چې مدینې ته له هجرته وړاندې نازل شوي هغه مکي بولي او هغه چې له هجرته وروسته نازل شوي هغه مدني نومیږي که څه په مکه کې هم نازل شوي وي.
                          نور بیا…
    لیکنه:  عبدالرؤف خپلواک

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*