تازه خبرونه
Home / اقتصادي خبرونه / د اسلام اقتصادي نظام

د اسلام اقتصادي نظام

   د اسلام اقتصادي نظام یو ښکلی شامل او بشپړ نظام دی؛ ځکه چې په الهي اصولو ولاړ نظام دی، اساسات او اصول یې له قران او حدیثو نه سرچینه اخلي، اسلام د حلال مال ګټلو امر، وصیت او سپارښتنه کوي.
   د ۱۹۹۰م په لسیزه کې په پېښور کې په یو عربي دارالمعلمین کې د الحدید په نوم د یوې افغاني ډلې کسانو د اسلام په اقتصادي نظام باندې اعتراضات او انتقادات پیل کړل ویل یې چې: د اسلام اقتصادي نظام نیمګړتیاوې او نواقص لري، سره له دې چې دغه کسان د اسلام نورو بناګانو ته ژمن وو، د دوشنبې او پنجشنبې د ورځو روژې به یې په ډېره پابندي سره نیولې، پنځه وخته لمونځونه به یې په جمع سره ادا کول، ډېر نوافل یې یو ښه عادت و، بس یوازې د اسلام اقتصادي اصولو ته یې ګوته نیوله ویل یې چې زکات ورکول یې په صحیح اساساتو نه دي بناء؛ د دارالمعلمین ادارې یو هیئت ورته وټاکه ترڅو د زکات په اړه د دوی شکوک او شبهات لرې کړي، خو له بده مرغه چې نوموړي محصلین په خپلوغلطو او فاسدو نظریاتو ټینګ پاتې شول چې په پای کې دری واړه محصلین له (۴ـ ۳ـ ۲) سمستره اخراج شول.
    د اسلام اقتصادي نظام یو په زړه پورې نظام دی؛ د یو سړي او ښځې ترمنځ چې د نکاح عقد کيږي نو سړی به د مهر په نوم ښځې ته روپۍ ( پیسې)  ورکوې ځکه په حنفي مذهب کې له لس شرعي روپیو په کم مهر نکاح نه صحیح کیږي. همدارنګه چې د کور له غړیو څخه یو تن ومري  او مال ترې پاتې شي؛ نو پاتې ژوندي کسان په ډېری حالاتو کې نارینه او ښځینه د علم المیراث د اصولو مطابق خپله خپله اندازه میراث ورڅخه وړي؛ چې د جهالت د زمانې د خلکو په شان ښځینه او کم توانه نارینه له da islam iqtesadiمیراثه نه محروموي.
   د اسلام خوږ دین مسلمانان صدقو او خیراتونو ورکولو ته هڅوي ترڅو شتمن او بډای انسانان له غریبو او بیوزلو سره مرسته وکړي. الله عزوجل وایي:
   ( یایها الذین امنو انفقوا من طیبت ما کسبتم ومما اخرجنا لکم من الارض…) د بقره سورت   «۲۶۷» ایت یعنې اې مؤمنانو!د الله عزوجل په لار کې له خپلې پاکې حلالې ګټې نه او د هغو حلالو څیزونو نه چې مونږ د تاسو له پاره له زمکې نه راویستلې تاسو یې  صدقه کړئ!
د قران کریم په ډیرو زیاتو ایاتو کې د انفاق في سبیل الله هڅونه دنیوي او اخروي ګټې، ثوابونه او اجرونه په کراتو مراتو راغلي او مسلمانان یې ورته هڅولي. او په یو حدیث شریف کې خو د هغه چا له پاره چې په پټه صدقه ورکوي( دومره پټه صدقه چې ښي لاس په دې پوهي نه شي چې څه یې ورکړه) نو دقیامت په ورځ به په هغه سخت وخت کې  د عرش دسوري لاندې ناست وي.
همدارنګه د اسلام دین د خپلو ښو اقتصادي پروګرامونو په لرلو سره د زکات ورکول هم فرض کړي، چې څوک د نصاب خاوند وي او په مال یې کال تیرشوی وي، نو د زکات د اصولو ورکولو مطابق به د خپلو شتمنیو او مالونو نه د ټاکل شوې برخې مال د زکات مستحقینو ته ورکوي. ( لکه څرنګه چې د فقهې کتابونو په باب الزکاة کې تعین شوي).
   اسلام د خوښۍ او خوشحالۍ راوستونکی دین دی، تل انسانانو ته خوښي او خوشحالي وربښي خپلو پیروانو ته د خوښۍ او خوشحالۍ جایزې او ګټورې مواقع برابروي. چې روژه تیره شي نو د هغې د تیریدو د خوښۍ له پاره یې صدقة الفطر (سرسایه) ټاکلې، هر هغه مسلمان چې د زکات د نصاب په اندازه څه ولري او له ضروریاتو نه یې زیات وي، نو بیا د صدقه الفطر د اصولو مطابق به دا مسلمان غریبو مسلمانانو ته د کوچني اختر له لمانځه وړاندې هغه ټاکلې سرسایه ورکوي تر څو بیوزله مسلمانان هم د کوچني اختر په خوشحالیو او خوښیو کې ګډون وکړي.
   له دې پورته یادو مواردو پرته په نورو ځایونو کې هم مسلمانان د اقتصاد او ګټې ډېر ځایونه لري لکه: د غنیمت او فئ مال خو اسلام یو مجاهد د مال ترلاسه کولو له پاره له جګړې منع کوي؛ یوازې د جهاد له پاره یې هڅوي او مال به په ضمني ډول ورته میلاویږي. اسلام انسانان حلال مال ګټلو ته تشویقوي او له حرام مال ګټلو نه یې ایساروي. 
   اسلام په هر ځای کې انسانان د حلال مال ګټلو ته رابولي، او اقتصادي نظام یې په الهي اصولو ولاړ دی؛ ځکه چې هغه په پخو اساساتو بنا دی خو افسوس چې د پردیو قوانینو تر اغیز لاندې راغلي مسلمان ماډله مسلمانان د اسلام اقتصادي نظام د ستونزو علاج نه بولي او په پردیو نظامونو کې خلاصون او نجات ویني. چې دا سراسر ظلم او زیاتی دی.
  لیکنه: عبدالروف خپلواک

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*