تازه خبرونه
Home / اقتصادي خبرونه / په تجارتي معاملو کې د کفارو د پرمختګ لامل

په تجارتي معاملو کې د کفارو د پرمختګ لامل

پخوا به مسلمانانو په عامه توګه تجارت او نورو معاملو کې ټګي برګي او غداري نه کوله ، معاملې به يې ډېرې پاکې او صفا وې ، ځکه په هغو مسلمانانو کې امانت او دينداري وه ، دوکه ، چل ول ، ټګي او تېروېستنه پکې نه وه . اوس مسلمانان دا ډول معاملې نه کوي بلکې خيانت ، غلطي او تېروېستنه اوس د مسلمانانو کار ګرځېدلی. اوس انګريزانو ، امريکايانو او نورو لويديځو ولسونو دغه کړه وړه خپل کړي دي ځکه نو اوس د هغوی تجارت پرمختګ کوي او په ټوله نړۍ يې ولکه ټينګه کړې . الله tojaratتعالی په خپل کتاب قرآن کريم کې فرمايلي : (انّ الباطل کان زهوقا) يعنې بېشکه باطل له منځه تلونکی دی . 
هر کله چې تاسې وليدل باطل پرمختګ کوي ، نو پوه شئ چې حق ورسره ګډ کړل شوی او د حق له وجهې پر مخ ځي . په باطله لار تلونکي خلک په الله تعالی ، رسول او اخرت ايمان نه لري نو دوی هيڅکله پرمختګ نه شي کولای اوس چې دوی پرمختګ کړی لامل يې دا دی چې په هغو لارښوونو چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم موږ ته کړې ، د دې پر ځای چې موږ مسلمانان پرې عمل وکړو ، کفارو دا لارښوونې په نظر کې نيولې دي . هر کله چې کفار دا لارښوونې خپلې کړې نو په دې پوه شئ چې له باطل سره حق ګډ شو او باطل پر مخ تلونکی دی . اوس موږ په خپلو معاملو کې هر قسمه غلطي کوو خو دې ته مو پام نه دی چې په دې تېروستنې او دوکې سره مو خپل تجارتونه تباه کړي دي . 
اوس د ټولو خلکو زړه دې ته کيږي چې د مسلمانانو پر ځای کفارو سره معاملې وکړي ځکه نن سبا خو د مسلمانانو يو کار هم پاک نه دی ، اوس مسلمان له هر قسمه غلطۍ ډک دي . سره له دې چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم نړۍ ته داسې ژوند ، لارښوونې او د صحابه وو په څېر داسې خلک تيار او نمونې ته واړندې کړي چې هغوی په تجارتونو کې زيات تاوانونه پر غاړه اخيستل خو دوکې او چل ته يې هيڅکله غاړه نه اېښودله او د دې پايله دا شوه چې الله تعالی د دوی تجارت او سياست وځلولو ، لوړ مقام يې ورکړ او هغوی يې په نړی کې د خپل قدرت او طاقت ډالونه وګرځول ، اوس زموږ حال دا دی چې زموږ دينداره او پنځه وخته په جمعه لمونځ کوونکي خلک هم په تجارتي معاملو کې ټول اسلامي حکمونه هېروي او تر څو يې چې وس وي هغومره غلطي کوي . 
خو موږ په پوره يقين سره ويلای شو چې که مسلمانانو د خپل پېغمبر او صحابه کرامو په لارښوونو عمل وکړ نو بېشکه چې کاميابي مسلمانانو لره ده ځکه الله تعالی له مسلمانانو سره مل دی . 
ليکنه : سليمان غلجی

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*