تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د جولای اوه ویشتمه ــ د میوند سوبه

د جولای اوه ویشتمه ــ د میوند سوبه

(( خال به د یار له وینو کېږدم 
                            چې  شینـکي باغ کې ګل ګــلاب وشرموینه
   که په میوند کې شهید نشوې
                            خدایـــږو لاليـــه بې ننـــګۍ ته دې ســاتینه  ))
     یو وار بیا د خپل ویاړلي تاریخ یوه ویاړلې او سوبمنه ورځ رایادوو، د غازیانو د سوبې ورځ، د غازي سردار محمدایوب خان د مېړانې او اتلې پېغلې ملالې د ملکوتي نارو «ټپو» ورځ!! له نن څخه ۱۳۵ کاله مخکې؛ د ۱۸۸۰م د جولايي ۲۷مه؛ د ميوند سوبه!!!
    دا د بارکزیو (محمدزیو) ورڼو د اوږدې واکمنۍ منځني وختونه او د افغان – انګلیس دوهمې جګړې پیل و، که څه هم انګریزانو او نورو جابرو یرغلګرو ته له دې مخکې هم مېړني ولس، زړه ورو غازیانو او زمریو مجاهدینو څو څو وارې سختې او خونړۍ ماتې او عبرت ناک او تاریخي درس ورکړی. 
    سره له دې ټول تاریخي شالیده او یوې داسې خاورې چې د یرغلګرو هدیره بلل کیږي؛ انګریزان خپل شیطاني هوس، استعمارچي سیاست، د تل په څېر سرټمبګۍ او نه منلو دې ته اړ کړل چې د افغانستان په لور د دوهم وار له پاره زړه ښه کړي.
    د هیواد فضا تیاره خرابه، اړی ګړی جوړ و، هر څه په ټپه ولاړ، او واک لاسته راوړنې او کورنیو شخړو هیواد له هر ډول رکود سره مخ کړی و، د لېوني او غیر متوازن امیر محمدیعقوب خان له لوری انګرېزانو سره د ګندمک شرموونکې او د هېواد تاریخ کې تر ټولو کرغېړنه او جنجالي معاهده لاسلیکول، د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا له پوښتنې لاندې راوستل او د قرارداد له مخې انګرېز استازي ته کابل کې د استوګنې او څارنې اجازه لا سرباری و.
    لږ څه وخت کې وروسته انګرېز فوځ له دریو لارو ګران ټاټوبي ته راننوت او عملي یرغل یې وکړ. دا هر څه قطعاً مېړنیو افغانانو ته د منلو وړ نه و، یعقوب خان څه موده د دوی تر سیوري لاندې کابل کې اوسیده او بیا برتانوي هند ته وتښتید، نوموړی هيڅکله هم د ټول افغانستان د واکمن په توګه و نه پېژندل شو.
    هېوادوالو او اتلو مجاهدینو ټولي منظم او جهت سم کړ، هیواد کې ملي غورځنګ پیل شو، د پرنګیانو پر وژنه او مردارونه لاس پورې شو، د غازیانو لومړی هدف د کابل بالاحصار و چې يو څه بهرنیان پکې مېشت شوي و، په دې ترڅ کې د بالاحصار دننه افغانی فوځ هم له غازیانو سره مل شو او انګریز استازی یې سره له خپلو مشاورینو او مرستیالانو له تېغه تېر کړ.
    ستر ملي مجاهدین او پتمن ولس د انګرېز د سمبال فوځ چې شمېر یې «۵۰ زره» ته رسېده په وړاندې ټینګ او په مېړانه ودرېدل. د مجاهدینو نامتو مشرانو؛ لکه: غازي محمدجان خان وردګ، ملامشک عالم، صاحب جان تره کي، مېړني سردار محمدایوب خان او نورو د ولس په ملتیا د هېواد په ګوټ ګوټ کې له انګرېزانو سره سترې جګړې او قوي مبارزې وکړې، له دغو ټاکونکو جګړو څخه یوه هم چې انګرېزان یې ډېر وځپل، آن تر دې چې د انګلستان په حکومتي نظام کې یې بدلون ka pa maiwand kiراووست، د میوند جګړه وه.
     سردار محمد ایوب خان له هرات او فراه نه ګرشک ته رسېدلی و، انګرېز فوځ د جنرال بروس په مشرتابه د میوند په ډګر ورسره مخامخ شو او جګړه ونښته. افغان زلمي په تش لاس خو د وطن ساتنې په پاکې مینې، جذبې او نېت د ۱۲۹۷ق د برات په اولسمې د میوند ډګر ته د سرښندنې له پاره حاضر شوی و. 
۱۲۰۰۰ خورا مجهز او سمبال انګرېزی فوځ  د زلمیو پر وړاندې و، جګړه روانه وه، غرمه مهال و، غازیان بې اندازې تږي ـ وږي او ستړي ستومانه وو، بیرغچي هم ټپي شوی و چې بیرغ یې له لاسه ولوید، نږدې وه چې غازیان د غلیم له لوري یوې زورورې حملې او تاړاک سره مخ شي او ماتې وخوري؛ په همدې آن (وخت) یوه اتله او زړه وره پېغله راغله، ملي بیرغ يې په سرو منګولو له خړو خاورو پورته کړ او ناره يې کړه:
خال به د یار له وینو کېږدم 
                            چې  شینـکي باغ کې ګل ګـلاب وشرموینه
   که په میوند کې شهید نشوې 
                            خدایـــږو لاليـــه بې ننـــګۍ ته دې ســاتینه  
    د دې پېغلې دا غږ یو اسماني غږ و، د زلمیو وینې یې په ځوښ راوستې او د الله اکبر په کفر ځپونکې ناره یې پر غلیم کلکه او ملا ماتوونکې حمله وکړه. دښمنان یې تار په تار او خپله سپېڅلې خاوره یې د هغوی له پلیتو پلونو خلاصه کړه. دا پېغله د (کشک نخود) د یو شپانه لور ملاله وه. په دغه جګړه کې له ۱۲۰۰۰ انګرېز فوځ، عسکرو او صاحب منصبانو څخه د جګړې له ډګره یوازې ۲۵ تنه په تېښته بریالي شول، جګړه د جولایي د اوه ویشتمې تر مازیګري پورې د غازیانو په بري او د پرنګیانو په ماته پای ته ورسېدله.
    کله چې د زیاتې مرګ  ژوبلې په پایله کې میوند فتح او افغاني غازیانو سوبه وکړه نو له دې وروسته د شهیدانو د ښخولو په تکل کې وو چې غازي سردار وپوښتل: دغه نجلۍ څوک وه چې په ملکوتي نارو یې افغان لښکر د ننګ او جنګ په معرکه کې په غورځنګ راووست؟ ورته وویل شو دا د کشک نخود یوه پېغله ملاله وه. له کوم لوري غږ وشو چې دا ډېره زړه وره وه، باید د غازیانو تر څنګ ښخه شي! محمد ایوب خان وویل: ښه وایئ! مجاهدینو د بښنې دعا ورته وکړه او هم هلته یې خاور ته وسپارله.
   ملالې په خپلې ویاړلې کارنامې سره د هېواد په تاریخ کې تلپاتې زرین نوم پرېښود، تر څو چې افغانان او افغانستان وي په ښو به یادیږي، نوم او اتلواله به یې تل ژوندۍ او یاده وي. مزار یې په میوند کې دی تر اوسه ډیری خلک زیارت ته ورځي.
   غازي سردار چې د هېواد له پاره یې ډېرې منډې ترړې ووهلې، سوبې یې وکړې او اتلولۍ یې وښودې خو آفسوس بیا آفسوس چې وفا ورسره ونشوه او د نورو سردارانو د دسیسو او تربګنۍ ښکار شو؛ یو وخت په ایران کې د انګریزانو لاس ته ورغی او بیا د ژوند تر اخره په راولپنډۍ او لاهور کې استوګن شو.
    د میړني سردار په اړه وايي: د څه مودې له پاره په راولپنډۍ کې نظر بند و، وخت و تېرېدی، یوه ورځ د آس ځغلولو سیالۍ وه، په دې کې غازې سردار هم له شان او دبدبې سره نېغ په آس سپور راننوت او آس ته یې پونده ورکړه، د یو ناینجاړکي انګرېز کرنیل له لوري یې مخ ونيول شوه، له بل لوري سمدستي د یو لوړ رتبه جرنیل پرې پام شو، سیده یې همدغه ځای ته ځان راورساو او له سرداره یې په عاجزۍ بښنه وغوښتله چې صاحب! کرنېل تاسو و نه پېژندلئ، کرنېل ته يې تندی تروش کړ او په خبرو خبرو کې درې واړه یوې لوې خېمې ته ننوتل لومړی یې په ډېر درنښت د میوند فاتح ِغازي سردار ته ځای ورکړ ورپسې دی او بیا کریېل کېناستل، د سردار يې ډیر درناوی وکړ او خپل ټيټ سري او پښېمانه کرنېل ته یې مخ راواړوه، باید یو وار بیا کلکه بښنه وغواړې ورته  کړه یې چې تا نه د یو داسې کس په وړاندې ګستاخي شوې چې هغه یو اتل دی، سردار ته یې مېلمستېا ورکړه او د میوند زمري په ویلو یې رخصت کړ. 
هوکې! مېړني او باتوران د پردیو او دښمنان په وړاندې هم منلي او ښاغلي وي.
غازي سردار د شلمې پېړۍ تر اوایلو پورې ژوندی و، بالاخره له کابله ډېر لرې په جلا وطنۍ کې وفات او له وصیت سره سم په پښتنه خاوره ( د پېښور په سیدحبیب مړستون) کې خاورو ته وسپارل شو.
    د ټولو میوندي اتلانو دې ارواوې ښادې او یادونه تل وي!!!
 لیکنه: عبدالروف خپلواک.

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*