تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / حدیث / د آخرت فکر

د آخرت فکر

بسم الله الرحمن الرحیم
د پیغمبرعلیه السلام زوی او د زړه ټوټه ابراهیم ، چې د شپاړسو میاشتو و ، د خپلې مور ماریې رضی الله عنها په غېږ کې ، په داسې حالت کې چې مرګي ورباندې له پاسه خپلې وزرې خوځولې ویده شو ، پیغمبرعلیه السلام یې خواته ناست ، ورته ګوري او وایي : أی ابراهیمه زه تا له الله پاک نه نشم خلاصولی ….!
ابراهیم رضی الله عنه چې د پیغمبرعلیه السلام وروستنی اولاد و وفات شو ، خپل پلار محمد صلی الله علیه وسلم پر خپلو مبارکو لاسونو کې را واخیست ، په قبر کې یې کېښود او ورته وایي : أی ابراهیمه ! چې کله پرښتې درته راشي او پوښتنه درنه وکړي ؟ نو ورته و وایه چې : « الله ربي .. و رسول الله صلی الله علیه وسلم أبي … و الاسلام دیني » الله پاک مې رب دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم مې پلار دی او اسلام مې دین دی ، هغه خپل زوی ته دا تلقین کوي ، چې زګیروي او ژړا یې تر غوږ شوه ، ګوري چې شاته یې عمر رضی الله عنه له ژړا نه خوټیږي ! پیغمبرعلیه السلام پوښتنه ترې وکړه ، څه شی و ژړولې أی عمره ؟! هغه ځواب ورکړ : یا رسول الله ستا زوی خو لا بلوغ ته نه دی رسېدلی ، په ګرځېدلو یې قدم او په لیکلو ورپسې قلم نه دی خوځېدلی او نه هم تلقین ته څه اړتیا لري ، د خطاب زوی چې هم بلوغ ته رسېدلی او هم ورپسې په لیکلو قلم چلېدلی او نه ستا په څېر خواخوږی د تلقین څوک لري ، دهغه به څه حال وي یا رسول الله ؟!! .
نو د عمر رضی الله عنه د دې پوښتنې ځواب الله پاک له اسمان نه را نازل کړ : « یثبت الله الذین ءامنوا بالقول الثابت فی الحیاة الدنیا و فی الآخرة ، و یضل الله الظلمین ، و یفعل الله ما یشاء » سورت ابراهیم آیت ۲۷ ؛ الله پاک مؤمنانوته په دنیا او اخرت دواړو کې په حق خبره باندې کلکوالی او ثبات وربښي ، ظالمان ګمراه او بې لارې کوي 1420461250او څه یې چې خوښه شي هغه کوي .
او بله داچې کله پیغمبرعلیه السلام سدرة المنتهی ته ورسېده او الله پاک ته په سجده پرېوت ، الله پاک ورته وفرمایل چې أی رسوله سر راپورته کړه ، چې څه غواړې هغه به درکړل شي ، پیغمبرعلیه السلام سر راپورته ، الله پاک ته په زاري شو او ورته وایي چې : « یا رب : انک عذبت قوما بالخسف و قوما بالمسخ ، فماذا فاعل بامتي ؟ قال الله تعالی عز وجل : ( أنزل علیهم رحمتي و أبدل سیئاتهم حسنات ومن دعاني أجبته ، ومن سألني أعطیته و من توکل علیَّ کفیته ، و استر علی العصاة منهم فی الدنیا ، و اشفِّعک فیهم فی الآخرة ، و لولا أن الحبیب یحب معاتبة حبیبه لما حاسبتهم ، یا محمد اذا کنت أنا الرحیم و أنت الشفیع ..؟ فکیف تضیع أمتک بین الرحیم و الشفیع ؟) أی پروردګاره تا ځینې قومونه په ځمکه ژوندي منډلي و او د ځینو نورو دې شکلونه بدل کړي و ، زما امت ته به څرنګه عذابونه ورکوي ؟ الله پاک ورته وفرمایل چې : خپل رحمتونه به پرې نازلوم ، ګناهونه به یې په نیکیو وربدلوم ، څوک چې له ما نه دعا غواړي ، قبولوم یې ، څوک چې رانه څه غواړي ورکوم یې ، څوک چې پر ما توکل کوي ، زه ور لره کافی (بس) یم ، په دنیا کې د ګناه ګارو پرده پوښ یم ، په آخرت کې یې ستا سپارښتنه منم او که دوست د دوست  ملامتی بده ګڼي ، نو هیڅ حساب ورسره نه کوم ، أی محمده ! چې زه رحیم یم او ته سپارښتونکی یې ، نو د رحیم او سپارښتونکي تر منځ به ستا امت څرنګه ضایع شي ؟!!!.
مسلمان باید همیشه الله پاک ته متوجه او د شیطان له دسیسو نه ځان وساتي ځکه چې شیطان د مؤمنانو ازلي او ابدي دښمن دی ، او د وینې په څېر زمونږ په رګونو کې خوځښت لري او الله پاک ته یې ګوت څنډنه کړېده ، چې د دې انسان په وجه دې زه له نعتونو بې برخې کړم ، نو زه به هم دوی په دوزخ کې د ځان ملګري جوړ وم ، شیطان الله پاک ته وایي : « وعزتک و جلالک ! لأغوینهم ما دامت أرواحهم في أجسادهم » زما دې ستا په جلال او لویي څوګند وي چې تر څو پورې روحونه د دوی په بدنونو کې وي ، نو زه به دوی بې لارې کوم ! ، الله پاک ورته ځواب ورکړ چې : « و عزتی و جلآلي لأغفرنَّ لهم مآ داموا یستغفرونني … ! » زما دې هم په خپل جلال او لویوالي څوګند وي ، دوی چې تر څو له مانه بښنه غواړي ، نو زه به ورته بښنه کوم ؛ نو چې کله هم یو مسلمان نه څه ګناه او خطا وشوه نو سمدستي دې توبه وباسي ، لکه څرنګه چې په حدیث شریف کې راځي چې : « کل أمتي خطأ و خیرالخطائون التوابون » زما ټول امت له ګناه او خطا سره دی ، خو ښه خطاکاران هغه دي چې توبه ویستونکي وي .
وایي چې کله جنتیان جنت ته ننوځي او خپل ملګري پکې ونه ګوري ، نو الله پاک نه پوښتنه کوي چې زمونږ ملګري دوستان و چې له مونږ سره یوځای به یې لمونځونه کول او روزې به یې نیولې ، هغوی چېرې دي ؟ الله پاک به ورته و وایي چې دوزخ ته ورشئ ، چې د چا په زړه کې یوه ذره ایمان هم وي ، هغوی له دوزخ څخه جنت ته راولئ .
نو ځکه حسن بصري رحمة الله علیه فرمایي چې : مسلمان ملګري مو ډېر کړئ ځکه چې هغوي په قیامت کې د الله پر وړاندې له سپارښتنې او شفاعت نه برخمن دي او وفادار ملګري هغه وي ، چې سړی له دوزخ نه جنت ته بوځي ، امام جوزي رحمة الله علیه فرمایي : که زه مو په جنت کې و نه لېدلم ، نو زما پوښتنه وکړئ ، چې أی پرودګاره ستا بنده چې مونږ ته به یې ستا ذکر کاوه او له تانه به یې وېرولو ، هغه چېرې دی ؟ او بیا یې ډېر وژړل !!! .
نو که زه مو هم په جنت کې و نه لېدلم زما په اړه هم له الله پاک نه پوښتنه وکړئ ، الله دې زمونږ ستاسو او ټولو مسلمانو جنت ، د الله پاک دعرش سیوری او حوض کوثر اوبه نصیب کړي ، آمین یارب العالمین

لیکنه : سیف الدین صابر

 

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*