تازه خبرونه
Home / پیغامونه / د مرحوم ملا محمد عمرمجاهد د ځای ناستی په ارتباط دهغه د کورنۍ موقف

د مرحوم ملا محمد عمرمجاهد د ځای ناستی په ارتباط دهغه د کورنۍ موقف

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی فی کتابه العزیز: واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا
mula omerد عالیقدر امیر المؤمنین د ځای ناستی په ارتباط د عالیقدر امیر المؤمنین رحمه الله د کورنی موقف
لکه څرنګه چی د امیر المؤمنین رحمه الله همیشه د اتحاد او تفاق آرزو وه او په هفه آرزو کی تر ډیره حده کامیاب هم وو نو د هغه د آرزو د پوره کولو لپاره زموږ موقف دا دی چی د افغانستان د اسلامی امارت د مشرتابه یا زعیم په ټاکلو کی باید د هفو علماء کرامو او د هغو مجاهدینو او د هیواد د مخورو اشخاصو چی د افغانستان اسلامی امارت په بنسټ او ټینګښت کی یی پوره رول ادا کړی وو، نظر ته احترام وسی او د هغو د اثر او رسوخ څخه کار واخستل سی، نو به د عالیقدر امیر المؤمنین هغه آرزو پوره سی چی هر وخت یی د اتحاد او اتفاق په ارتباط درلوده، د دغی آرزو د پوره کیدو په صورت کی زموږ کورنی خدمت کولو ته اماده ده او د اختلاف په صورت کی د هیڅ فریق د ګټی یا تاوان حمایت نکوو هغه که د ملا اختر محمد منصور په ارتباط وی او که د نورو فریقو په ارتباط وی.
والسلام
د عالیقدر امیر المؤمنین رحمه الله کورنۍ

comments

2 comments

  1. ديري په زره پوري ويناوي يي كري زمونژ تري هم همدا توقع وه كاميابي يي غوارم

  2. مجيب منصور

    الله تعالي دي محترم اوقدرمنه طالب مشر اوافغان ملي او بين المللي شخصيت مولوي اغا جان معتصم(عصمه الله تعالي)  ته دمرحوم او مغفورامير المؤمنين دوفات په هکله په دي  ثابت او صحيح موقف دخپله ولو اوادا کولو اجر عظيم ور په برخه کړي مو نګه ټول افغانان ترينه په دي مشکور او ممنون يو

    او جناب اغا صاحب  پشان درانه او عزتمند شخصيت سخه هم داسي اميد او توقع درلودل پکار وه

خپله تبصره ولیکې

. *

*