تازه خبرونه
Home / پیغامونه / د نوي امیر د ټاکلو په اړه د طالبانو د اسلامي تحریک د عالي شوری اعلاميه

د نوي امیر د ټاکلو په اړه د طالبانو د اسلامي تحریک د عالي شوری اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العلمین والصلوة والسلام علی خیر خلقه محمد واله اصحابه اجمعین و بعد.
درنو مسلمانانو وروڼو!
لکه څنګه چې خبر یاست د افغانستان د اسلامي امارت د بنیادګزار او زعیم مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (تقبله الله) د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې دنیا څخه یې د تل لپاره سترګې پټې کړې.
د نوموړي له وفات څخه وروسته ځینو محدودو اشخاصو په خودسرانه ډول دده ځای ناستی په داسې توګه وټاکه چې نه یې د اسلامي امارت له عالي شوری سره خبره شریکه کړه او نه یې علماء کرام په راز کې واخیستل بلکې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره یې د ګوتو په شمیر خلکو په وړاندې د ملا اختر محمد منصور د زعامت اعلان وکړ او په اسلامي امارت یې دده رهبري وتپله چې دا ټاکنه نه د اسلامي  اصولو او مقرراتو سره سمون خوري او نه د نړۍ په نهضتونو کې داسې ډول imagesssssکومه ټاکنه ترسترګو شوې ده.
د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شوری او د مرحوم امیر المؤمنین کورنۍ په نظر کې لري چې د مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین د فاتحې له مراسمو وروسته د عالي شوری غړو، د اهل حل و عقد علماؤ، پوهانو او ملي اشخاصو یوه غوڼده جوړه کړي ترڅو په ترڅ کې یې د افغانستان د اسلامي امارت لپاره د نوي زعیم په ټاکنه ژور بحث او غور وکړي ترڅو د اسلامي امارت لپاره داسې یو زعیم او رهبر وټاکل شي چې له هر اړخه د رهبري وړتیا او ځانګړنې ولري.
له تاسو ټولو څخه هیله کیږي چې د یادې غونډې تر جوړیدو او فیصلې پورې له زغم او صبر نه کار واخلی او ويښ و اوسی ترڅو مو دښمنان وونه غولوي او زیار وباسی ترڅو د فاتحې په مراسمو کې د بیعت خبره مطرح نه شي ترڅو خدای مه کړه چې د مسلمانانو او مجاهدینو تر منځ کومه پیښه رامنځته نشي.

د افغانستان د اسلامي امارت  عالي شوری
۱۴۳۶ هـ ق ،کال د شوال المکرم ۱۶مه

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*