تازه خبرونه
Home / پیغامونه / ملاعبدالمنان : د امیرالمومنین کورنۍ له هیچا سره بیعت نه دي کړی.

ملاعبدالمنان : د امیرالمومنین کورنۍ له هیچا سره بیعت نه دي کړی.

د مرحوم ملامحمدعمرمجاهد کورنۍ وایي چې دوي تر اوسه د امیرالمومنین د ځای ناستي په توګه له چا سره بیعت نه دي کړي.
 د امیرالمومین مرحوم ملامحمدعمر مجاهد ورور ملاعبدالمنان آخند په یوه غږیږ پیغام کې ویلي چې دوئ په دغه چاره کې د امیرالمومنین د ارزو مطابق اتحاد او اتفاق ته ترجیح ورکوي او غواړي چې د طالبانو د اسلامي تحریک د زعیم په توګه هغه کس وټاکل شي چې د ټولو
11825628_10153631227799893_3190531734797158152_nعلماء کرامو، مجاهدینواو مخورو اشخاصو ورباندې اتفاق وي.
ملاعبدالمنان آخند وایې باید د نوي زعیم په ټاکلو کې د هغو علماء کرامو او مجاهدینو د نظراو پریکړې درناوی وشي چې د طالبانو د تحریک په بنسټ اېښودلو کې یې اساسي رول ترسره کړی وي.
ملاعبدالمنان آخند د پورته ذکر شوو کسانو و نظر ته درناوی او احترام د عالیقدر امیرالمومنین د ارزو او ارمان درناوی بللی دي او وایې چې د امیرالمومنین رح تر ټولو ستر ارمان اتفاق او یووالی وو چې تر ډېرو په دغه کار کې بریالی شوی هم وو.
ملاعبدالمنان وایې ، د امیرالمومنین د ارزو پوره کولو په خاطر د دوی کورنۍ هر ډول خدمت کولو ته اماده ده خو وایې چې تر اوسه مو نه له چاسره بیعت کړی دي اونه هم د اختلاف د رامنځ ته کېدلو په صورت کې له چاسره بیعت کولو ته اماده یو.
ملاعبدالمنان آخند له علماء کرامو څخه خصوصي غوښتنه کړې چې ددي پرځای چې له کوم لوري سره بیعت کړي او یاهم د کوم چا په څنګ کې ودریږي باید د اختلافاتو په لیري کولو کې کوښښونه وکړي.
د ملا عبدالمنان آخند دغه خبرې د نوموړي په خپل غږ کې دلته اوریدلای شي. 

 

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*