تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / د فتنو پر مهال ـ حق او اهل الحق څرنګه پېژندلای شو؟!

د فتنو پر مهال ـ حق او اهل الحق څرنګه پېژندلای شو؟!

بسم الله الرحمن الرحیم
ان الحمد لله نحمده ونستعینه و نستغفره و نعوذ بالله من شرور انفسنا ومن سیئات اعمالنا ، من یهده الله فلا مضل له و من یضلله فلن تجد له ولیاً مرشدا ، و نشهد أن سیدنا ومولانا محمداً صلی الله علیه وسلم و علی آله و صحبه وسلم تسلیماً کثیراً کثیراً ، أما بعد :
له امام شافعي رحمة الله علیه نه چا پوښتنه وکړه ، چې د فتنو پرمهال به حق او اهل الحق څرنګه پېژنو ؟ امام صاحب ورته داسې یو معقول ، شامل او کامل ځواب ورکړ ، چې هېڅ غموض او پټوالی پکې نه ښکارېده او هغه دا ؤ ، چې د دښمن غشي ، ( بمونه او میزایل ) تعقیبوه ، چې د چا په لور ورځي او لګیږي هغوی اهل الحق دي .
ښه نو اوس د مسلمانانو دښمنان څوک دي ؟ ! د دې پوښتنې ځواب خو په خپله هغه چا په پوره وضاحت سره بیان کړی ، چا چې مسلمانان او دهغوی دښمنان پیدا او له نیست نه هست کړيدي ، هغه (الله پاک) فرمایي :« یا أیها الذین آمنوا لا تتخذوا الیهود والنصاری أولیاء ، بعضهم أولیاء بعض ، ومن یتولهم منکم فانه منهم ، ان الله لایهدي القوم الظالمین » سورة المائده ، آیت نمبر۵۱ ؛ أی ایمان والاو ! یهود او نصاری په دوستۍ سره مه نیسئ ، هغوی په خپلو کې یو د بل دوستان دي او چا چې دوستي ورسره وکړه ، هغه هم د هغوی له جملې نه دي ، بېشکه الله پاک ظالمانو ته سیي او سیده لاره نه ښیي ؛ بل ځای کې فرمایي : « ولن ترضی عنک الیهود ولا النصاری حتی تتبع ملتهم قل ان هدی الله هو الهدی و لئن اتبعت أهواءهم بعد الذی جاءک من العلم ما لک من الله من ولی ولانصیر» سورت بقره ایت ۱۲۰ ، أی د الله رسوله ! یهود او نصاری به تر هغه پورې له تا نه رضا نشي ، تر څو دې چې د هغوی دین نه وي منلئ ، ورته و وایه چې د الله نیغه او سمه لاره هغه اسلام دی او تا ته د علم له راتګ نه وروسته ، که د هغوی په لاره روان شوې ، نو د الله پاک له طرفه به  ستا نه څوک دوست او نه کومک کونکی وي ؛ بل ځای د یهودو په اړه فرمایي : « لتجدن أشد الناس عداوة للذین آمنوا الیهود والذین أشرکوا …» له مسلمانانو سره په دښمني کې به تر ټولو زیات او سخت سری دښمنان ، یهودیان او مشرکان و وینې .quran
اوس چې د مسلمانانو دښمنان داسې یو چا را په ګوته کړل ، چې هماغه راته پیدا کړيدي ، اوس به راشو او وبه ګورو په دا څو کاله کې د دغو دښمنانو غشي ، میزایل او بمونه د چا په لور توغول کیږي ، د هغوی په جیلونو کې د چا بندیان بې اسرې پراته دي ، څوک د هغوی له دوستۍ نه منکر دي ! راشئ لږ په خپلو ګریوانونو کې سرونه ښکته او سوچ وکړئ ، نه به تل دا غولونکې دنیاګۍ وي او نه به تل دغه عقل خمارونکي خړ ډالر ، اوس خو مو په خپله د سر په سترګو هم ولیدل ، چې کله یې په واده بمونه راغورځولي وي ، کله په جنازه او کله هم په داسې پوسته لکه د لوګر برکي چلتن پوسته ، چې انسان خو پرېږده ، چې حیوان یې هم پېژني چې دا د هغې ملي اردو پوسته وه ، چې د دوی د کاروان تر څټ او مخ به روان و ، چې که د مخې او یا هم  د څټ له خوا پرې څوک ډز کوي چې لومړی  پر دوی بیچارګانو ولګیږي ، نو چې هغوی یې پرې نښودل تاسو ولې ترې نه د خیر تمه لرئ او که تاسو له الله پاک نه ښه پوهېږئ ! چې هغه ورته د مسلمانانو دښمنان وایي او تاسو یې خپل دوستان بولئ ! .
اوس هم لا سر وخت دی خپله مفکوره مو پاکه او صفا کړئ ، په مسلمانانو بې ځایه تورونه مه پورې کوئ ، څوک چې د کفر دوستان دي ، هغوی ته د الله پاک او خپل دښمنان و وایئ او که بیا مو هم سر نه پرې خلاصیږي ، نو دغه دعا و وایئ : « اللهم ارنا الحق حقاً و ارزقنا اتباعه ، و ارنا الباطل باطلاً و ارزقنا اجتنابه » پرودګاره حق را وپېژنه او په حق پسې مو روان کړه ! او باطل هم راته وښایه او له تابعدارۍ نه یې مونږه وساته ! آمین یا رب العالمین 

لیکنه : سیف الدین صابر

 

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*