تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د شاه شهید د فاجعې په وړاندې د افغانانو مسؤلیت!

د شاه شهید د فاجعې په وړاندې د افغانانو مسؤلیت!

د تیرې جمعې په شپه د کابل ښار د شاه شهید په سیمه کې یوې درنې چاودنې د کابل ښارته ټکان ورکړ.
په یادې چاودنې کې تر ۲۰ زیات ولسي وګړي شهیدان او تر ۴۰۰ ډیر سخت ټبیان شول چې ممکن د شهیدانو شمیره یې نوره هم لوړه شي.
پر بشري زیان علاوه یې زښت زیات مالي تاوان هم خلګوته واړاوه چې په سلګونو دُکانونه او رهایشي کورونه یې تر ډیرې لیري مسافي پوري تخریب کړل. 
دا چاودنه د شپې په یوه بجه په داسې حال کې رامنځته شوه چې کابل ښاریان په خواږه خوب بیده ول او دا د دې لامل شوه چې چاودنه  د خپل دروند والي په نسبت ډیربشري تاوان ونه لري .
اوس چې د دې فاجعې له رامنځته کیدو څخه څلور ورځې تیریږي کابل ښاریان يي په اړه بیلابیل نظرونه لري .
څوک یې پړه  پرخارجي قواوو باندې وراچوي ، څوک یې د د دولت د مخالفینو کار بولي او ځیني یې هم د سیمه ییزو استخباراتي شبکو د سیالي یو تخریبي عمل ګڼي چې په افغانستان کې د افغانانو د وژلو او دهغوي ترمنځ د بي اعتمادي د رامنځته کولو په نیت تر سره کوي .
که پیښه د هرچا لخوا او په هرغرض تر سره شوې وي خو موخه یې د افغانانو وژل، او د هغوی د شتمنیو او تجارتي مارکیټونو تخریبول دي.
اوس اصلي خبره داده چې  د  داډول وحشت زیږوونکو فاجعو په اړه  د افغانانو مسؤلیت او مکلفیت څه دی؟
ایا هغوی باید همداسي چوپ پاتې شي تر څویې په سبا د کابل په بله سیمه کې  او بله ورځ یې په بله کې نورې همداسې چاودنې رامنځته شي؟
دولت خو په داسې حال کې چې په کابل سربیره دهیواد په لراوبر کې د جګړې اورونه بلیږي بیاهم د سولې نغاره ډنګوي او وايي چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی.
داڅنګه پرمختګ دی چې کابل ښاریان د یوې چاودنې د مړیو له خښولو او ټپیانو له درملنې څخه نه وي خلاص شوې چې د ښار په بله سیمه کې د بلې چاودنې له کبله په لسګونو نورکسان مړه او ژوبل شي.shah shahed
په کابل ښار او دهیواد په نورو سیمو کې د هیچا ژوند خوندي نه دی، یواځي دولتي لوړ پوړي کسان د کلکو امنیتي تدابیرو، ضد مرمۍ موټرو او استنادي دیوالونو په مټ نسبي آرامتیا لري ، نورخو په کابل کې نه دولتي مرکزونه خوندي دي ، نه ولسي کورنه او نه هم د دفاع وزارت جزوتامونه .
د دغه ډول ویرجن وضعیت د بدلولو لپاره یوې افغاني ملي ارادې ته ضرورت دی .
یواځې د ولس ملي او افغاني اراده  کولای شي د افغانانو دې غمیزې ته د پای ټکی کیږدي.
اوس چې په ظاهره د سولې خبرې او دسولې په نوم کانفرانسونه جوړیږي هغه هرڅه په حقیقت کې زمونږ په لانجه کې د نورو لانجو را پیداکولو لامل ګرځي ، نه داچې د روانې لانجې د حل په اړه په هغو کې حل لاره ولټول شي. 
که واقعا افغانان په خپل هیواد کې د جګړې مخنیوی او سولې ټینګښت غواړي نو هغوی دي د خپلې لانجې د هواري لپاره په خپل ابتکار سره راټول شي نه د سیمه ییزو استخباراتي کړیو د فشار په نتیجه کې.
که ریښتیا افغانان خپل ملي غرور ته درناوی لري نو هغوی ولي د خارجي حلقاتو په دستور په بهرنیو هیوادونو کې د سولې په نوم غونډې کوي ؟
ولي دوی په خپله  د دې فضا نه رامنځته کوي چې د ټولو خارجي لورویو له فشار او نظارت  پرته  په خپل هیواد کې سره راټول او د خپل برخلیک په اړه خبرې وکړي؟
که چیري افغانان ( د افغان لانجي  ښکیل لوري ) په خالصه افغاني اراده په خپل هیواد کې په خپل ابتکار سره راټول شي واقعا چې د شاه شهید د فاجعي په شمول د هیواد ټولو فاجعو او په مجموع کې زمونږ ۳۶ کلنې غمیزې ته د حل لاره پیدا کولای شي .
او که خدای مکړه نورهم افغانان د خپلې لانجې په حل کې د اجنبي جهتونو پریکړو ته ګوري  او یا له هغوی څخه د حل اوسولې هیله لري نوبیا به مونږ نورهم دشاه شهید د خونړي فاجعې په څیر د ډیرو نوروخونړیو فاجعو شاهدان یو .

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*