تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د خپلواکۍ د ۹۶ یمې کلیزې په ویاړ

د خپلواکۍ د ۹۶ یمې کلیزې په ویاړ

نن له انګریزي ښکیلاک څخه زموږ د ویاړلي هیواد د خپلواکي د بیرته اخیستلو ۹۶ یمه  کلیزه ده.
په همدې ورځ  افغانستان له انګریزي ښکیلاک څخه  رسما خپل استقلال تر لاسه کړی.
د خپلواکي دا بیرته  اخیستنه  د افغان مسلمان ملت په بیساریو قربانیو سر ښندنو او مجاهدتونو باندې تر سره شوې؛ ځکه هغه مهال  انګریز د نړۍ  داسې سترځواک  و چې د  امپراتورۍ په پراخه ساحه کې یې لمر نه ډوبیده.
افغانستان ته رالیږلي عسکر یې له  پوځي اړخه  د وخت په تر ټولو پرمختللیو وسائلو مجهز وه ، خو افغان غیور ولس یواځې د ایمان په قوت  په خالي لاسونو د ښکیلاک ګرو انګریزانو په مقابل کې مقاومت اعلان کړ. که څه هم چې باطل په مادي لحاظ ځواکمن او په ظاهره برلاسی ښکاري ، خو حق چې پلویان یې د مادیاتو پرځای په معنویاتو باور لري تل کامیابه او بریالی وي.
د شلمې میلادي پیړۍ په دوهمې لسیزې کې د یرغلګرو انګریز انو پر خلاف د  افغان میړني ولس جهاد او مبارزه  هم د حق او باطل  ترمنځ هغه تاریخي مقابله وه چې په وروستۍ مرحله کې د افغانانو په ګټه پایته ورسیده .
تیري کوونکو انګریزانو د تش لاسو افغانانو په مقابل کې داسې ماتې وخوړه چې لویه امپراتوري یې له هرې خوا را وسکښتل او لنډه شوه او ټول هغه هیوادونه چې د افغانستان د اشغال څخه مخکې یې لاندې کړي وه یو په بل پسې آزاد شول.  د تیري کوونکو انګریزانو په مقابل کې د افغانانو برحقه مبارزه نه یواځې داچې د افغانستان د استقلال لامل شوه بلکې د هغه ترڅنګ د ټولو هغو هیوادونو چې انګریزي ښکیلاک تر ستوني تیر کړې او د خپلې پراخې امپراتوري برخه يي ګرځولي وه  هم د افغاني مبارزې له امله خپلواک کړای شول.
د افغاني مبارزې له برکته د نړۍ په نقشه کې تغیر راغی، په  دغه تغیر کې د انګریز  تر استعمار لاندې محکومو ولسونو بیرته خپل موقعیتونو ترلاسه  او د پرمختګ په لور یې د خپل ژوند بهیر پیل کړ.
خو افغان ولس چې د انګریزي استعمار د شکست او د محکومو ولسونو د آزادي علمبردار و  له بده مرغه چې له دغه تاریخي ویاړ څخه یې د خپل راتلونکي په ګټه هیڅ فایده ترلاسه نه کړه .
sarmaqala
له انګریزي استعمار څخه د استقلال تر ګټلو وروسته یې خپل منځي اختلافات او لانجې پیل کړي چې د هغو له امله  له انګریزانو څخه د وینو په قیمت آزاد شوی افغانستان بیرته په تدریجي توګه  د شوروی استعمار  تر اغیزو لاندې راغی او د وخت په تیریدو سره عملا شورویانو د انګریزانو په څیر پر افغانستان یرغل وکړ او غوښتل یې چې زموږ هیواد هم د منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو په څیر د خپل قلمرو یوه برخه وګرځوي .
افغان مسلمان ولس سره له دې چې له انګریزي استعمار څخه د آزادي په خوند پوره نه و پوه شوی  او نه يي له هغه استقلال څخه په استفادې سره د ځان په ګټه کوم کار کړی و د شورويانو تر اشغال لاندې شو، داځل یې له هغوي سره بیا له خپل هیواد او ولس څخه د دفاع  لپاره یې د شوروي اتجاد په مقابل کې جهاد پیل کړ ، بیايي هماغسي په تشو لاسونو د وخت یوې بلې مغرورې امپراتوري ته داسې ماتې ورکړه  لکه د همدې پیړۍ په پیل کې چې یې  انګریزانوته ورکړې وه.
هماغه وه چې  د جهاد او سرښندنو په برکت یې داځل د شوروي اتحاد سره امپرتوري هم راونړوله  او د منځنۍ آسیا د محکومو هیوادونو په څیر یې په ختیځه اوروپاکې هم ډیر هیوادونو د شورویانو له تسلطه خلاص کړل.
دا په یوه پیړۍ کې د افغانانو په لاس دوهمه  لویه امپراتوري وه چې راچپه او له امله يي بیا د نړۍ نقشه هم بدله شوه . خو له  ډیره بده مرغه چې بیا هم د دې په ځای چې افغانانو له دغه تاریخي ویاړ څخه د ځان او هیواد په ګټه مطلوبه استفاده کړې وای  له شورویانو څخه تر آزادي وروسته يي بیا خپل منځي جګړې پیل کړي چې هغه جګړې  او اختلافات   د دریم ځل لپاره بیا دامریکايي اشغال لامل وګرځیدل.
۱۵ کاله  یې بیا په هماغه زخمي او ځوریدلي وضعیت کې  له امریکايي اشغالګرو سره  اسلامي جهاد او مقابله وکړه چې داځل یې یواځې امریکا ته نه بلکې د هغې تر مشرۍ لاندې ټول ناټو اتحاد ته  شکست ورکړ ، چې په اوسنیو وختونو کې مو ولیدل  ، هماغه  د امریکایانو تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونه یو په بل پسي له افغانستانه پښې سپکې کړې او افغانستان به بیرته افغانانو ته پاتې شو.
اوس له انګریزي ،بیا شوروي اوبیا امریکايي اشغال   څخه  تر خپلواکي  اخیستلو وروسته   هغه څه چې افغانانو ته په کار دي هغه له تیرو ترخو تجربو څخه عبرت اخیستل دي .
که په اوسنۍ مرحله کې  یو ځل بیا  د وطن تر آزادي وروسته  افغانان اختلافات کوي او خپل منځي جګړو ته ادامه ورکوي بیابه  یې حتما د تیر په څیر هیواد د یوه بل اشغالګر ځواک  تر اشغال لاندې راځي  او بیا به د هغوی د شړلو لپاره ویني توییږي او د افغانانو ټاټوبی به تباه کیږي.
که داځل افغانان غواړي چې له امریکايي اشغال څخه د خپل هیواد دخپلواکي په خوند ځان پوه کړي او له هغه څخه خوند واخلي باید تر هرڅه وړاندې خپل منځي اتحاد او تفاهم ولري  داسې تفاهم او اتحاد چې وکړای شي د هغه په رڼاکې خپل  راتلونکی ښه او روښانه وټاکی او نور خپل هیواد او ولس د اشغالګرانو له اشغاله محفوظ وساتي .
له انګریزي استعمار څخه  د خپلواکي  د بیرته اخیستلو ۹۶ یمه کلیزه دې  ټول افغان  ولس ته بختوره او نیکمرغه وي.
والسلام علیکم ورحمت الله…………………

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*