تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / امربالمعروف او نهې عن المنکر

امربالمعروف او نهې عن المنکر

   تعریف یې: «المعروف» هغه شی چې شریعت حکم ورباندې کوي معروف یې بولي او«المنکر» هغه څیز چې شریعت منع ورڅخه کوي منکر ورته وایي؛ نوپه نیکیو، ښو خبرو او ښوکارونو امرکول اوله بدیو، بدوخبرواوبدوکړووړوڅخه منع کول؛ امربالمعروف او نهې عن المنکردی.
  الله جل جلالله وايي:(ولتکن منکم امة یدعون الی الخیرویأمرون بالمعروف وینهون عن المنکر) د ال عمران سورت «۱۰۴» ایت. او خامخا دې وي په تاسوکې یوه ډله چې خیرته بلنه کوي اوپه نېکۍ امر او له بدۍ منع کوي.
   همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: (لتامرن بالمعروف ولتنهون عن المنکر،ولتأخذن علی یدالظالم، ولتأطرنه علی الحق أطرا) ابوداود،ابن ماجه او ترمذي. 
   خامخا به تاسو په نیکي امر کوئ له بدي به منعه کوئ، هرومرو به د ظالم لاس نیسئ او د حق منلو ته به یې اړ باسئ. 
   امربالمعروف او نهې عن المنکر باید د شرعي اصولو سره سم وي چې هغه شرطونه په لاندې ډول دي:
   لومړی شرط: د کوم شي چې امر ورته کوي او یایې ترې منع کوي باید دعوتګر (داعي) په دې هکله د شریعت له احکامو خبر وي دعوت او بلنه یې د خپل ذوق او عادت پر بنسټ نه وي؛ ځکه الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: (فاحکم بینهم بما انزل الله ولاتتبع اهواءهم عماجاءک من الحق). د مائد سورت (۴۸)ایت.
   نو ته فیصله کوه د دوی په منځ په هغه څه چې الله جل جلاله رالېږلی، او د دوی د هوسونو پیروي مه کوه، له هغه څه نه چې راغلی تا ته حق. 
بل ځای الله عزوجل وايي: (ولا تقف ما لیس لک به علم) د اسراء سورت (۳۶) ایت. او ته مه ځه په هغه څه پسې چې ستا علم ورباندې نه وي.
AMAR BELMAROOF   همدا شان الله تعالی بل ځای وایي: 
   (ولاتقولوالماتصف السنتکم الکذب هذا حلال وهذا حرام لتفتروا علی الله الکذب) د نحل سورت(۱۱۶) ایت.
   او تاسو مه وایئ هغه شي ته چې ستاسو ژبې یې بیانوي دروغ، چې دا حلال دي او دا حرام دي چې له ځانه په الله جل جلاله درواغ تړئ.
   که یو سړی داسې کار کوي چې هغه په اصل کې حلال وي باید داعي يې ترهغه ورڅخه منع نه کړي چې تر څو یې د حرمت دلیل ورته څرګند نه شي. او که یو کس یو کار نه کوي او بل شخص دې کار ته د عبادت په سترګه ګوري باید ترهغه چا ته حکم او امر پرې ونه کړي ترڅو یې د مشروعیت یقیني دلیل ورته معلوم نه شي.
   دوهم شرط: دعوتګر چې چا ته بلنه ورکوي باید د هغه په حالت باندې پوه وي ؛چې دا شخص د امر او نهې وړ دی که نه؟ او دا مکلف دی او که څنګه؟ که چیرې هغه کس (مدعو) تندخویه یا شرخوښی وي چې امر یا نهې ورته کیږي  له هغه نه لوی فساد جوړیږي باید داعي له چوپتیا نه کار واخلي. همدارنګه د لیوني او ماشوم په اړه هم سکوت په کار دی.
   دریم شرط: په نیکیو امرکونکی او له بدیو منع کونکی باید په دې پوه وي چې دې (مدعو) دا کار کړی او که نه؟ نو تر هغه به امر یا نهې نه کوي چې له هغه یې پوښتنه نه وي کړې؛ لکه یو سړی جومات ته راغی کیناست ستا شک شو چې تحیة المسجد یې وکړل که نه؟ نو تر هغه به امر نه کوې تر څو دې پوښتنه نه وي کړې؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ د جمعې خطبه ویله یو صحابي مبارک راغی او کیناست نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ورځینې وکړه (ایا تا لمونځ کړئ؟) هغه وویل: نه. ورته ویې ویل: (پاڅه دوه رکعته مختصر لمونځ وکړه) بخاري او مسلم . 
څلورم شرط: په نیکیو امر کونکی او له بدیو منع کونکی به په دې قادروي چې ضرر به ورته نه رسیږي او که چیرته زیان او ضرر ورته پیښیږي بیا ورباندې واجب نه دي خو که په ضرر باندې صبر وکړي او امربالمعروف او نهې عن المنکر ترسره کړي بیا دا غوره او بهتردي، ځکه ټول واجبات د الله جل جلاله په قدرت پورې تړلي دی،وایي: (فاتقواالله مااستطعتم) د تغابن سورت(۱۶) ایت.
یعنې له الله جل جلاله وویرېږئ څومره مو چې په وس کې وي
   بل ځای حکیم الله تعالی وایي:(لایکلف الله نفسا الا وسعها…) د بقره سورت (۲۸۶) ایت. یعنې الله جل جلاله هر نفس د خپل وس مطابق مکلف کوي.
   که یو سړی د امر بالمعروف او نهې عن المنکر په وخت د مرګ احساس کوي نو بیا دا ورباندې لازم نه دي، بلکې دا ورته حرام دی.
   خو ځینې علماء کرام وايي:چې امر بالمعروف او نهې عن المنکر واجب دی په دې اړه به په ټولو ستونزو او مشکلاتو صبرکوي. 
   خو لومړی قول غوره دی؛ ځکه که یو داعي د امربالمعروف او نهې عن المنکر په نتیجه کې په بند محکوم شي نو کېدای شي نور خلک هم دغه وظیفه ترک کړي چې هسې نه چې زه بندي نه شم، آن تر دې چې هغه ځای به یې هم نه کوي چې هلته د دې ضرر ویره نه وي.
   پنځم شرط: باید د امربالمعروف او نهې عن المنکر په نتیجه کې له نه کولو څخه لوی فساد او ناروا منځ ته رانشي.
   علماء وایي: د یو منکر څخه د انکار په پایله کې له څلورو حالاتو یو احتمال لري چې منځ ته راشي:
   لومړی حالت:چې منکر له منځه لاړ شي په دې صورت کې انکار د منکر واجب دی.
   دوهم حالت: چې منکر له بېخه ختم نه شي خو لږ راکم شي په دې صورت کې هم انکار د دې منکر واجب دی.
   دریم حالت: چې د دې منکر په مقابل کې دغه راز بل منکر منځ ته راشي، په دې صورت کې د علماو اختلاف دی.
څلورم حالت: چې د دې منکر څخه بل لوی منکر منځ ته راځي نو په د ې صورت کې بیا د دې منکر نه انکار ناروا دی، لکه چا ته په احسان کولو امر کوې خو د دې په نتیجه کې بیا دا شخص لمونځ نه کوي نو اوس به دغه شخص ته په احسان حکم نه کوي. 
   همدارنګه د منکر څخه د انکار په صورت کې چې د بل لوی منکر ویره وي نو بیا به هم انکار نه کوي الله جل جلاله وایی: (ولاتسبوا الذین یدعون من دون الله فیسبوا الله عدوا بغیر علم) د انعام سورت (۱۰۸) ایت. 
   یعنې تاسو کنځل مه کوی هغو کسانو ته چې هغوی رابولي پرته له الله جل جلاله نه نو هغوی به ستاسو رب (الله جل جلاله) ته کنځل وکړي په داسې حال کې چې تېری وکړي د ناپوهۍ له امله. د مشرکانو جعلي خدایان په ریښتیا د مذمت او غندنې وړ دي خو په پایله کې یې زموږ رب ته کنځلې کیږي بیا د هغوی خدایانو ته کنځا نه دي په کار ځکه دلته لوی فساد منځ ته راځي.
   یو کس شراب څښي او ته یې ترې منع کوې، خو د دې ویره وي چې دا انسان ځي یا غلا کوي یا د خلکو په عزتونو تیری کوي، بیا یې له شرابو منع کول نه دي لازم. ولې چې اوس دلته لوی فساد منځ ته راځي.
   شپږم شرط:دعوتګر او بلونکی چې په څه شي امر کوي یا منع ورڅخه کوي باید په خپله هغه ته ژمن وي. یعنې داسې نه وي د یو کار امر کوي او په خپله یې نه کوي، بل کس له یوه ناوړه کاره منع کوي خو خپله یې تر سره کوي. الله جل جلاله وایي: (اتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم وانتم تتلون الکتاب أفلا تعقلون) د بقره سورت (۴۴)ایت. یعنې آیا تاسو امر کوئ خلکو ته په نیکۍ سره او ځانونه مو هېروئ او حال دا چې تاسو کتاب لولئ ایا تاسو نه پوهيږئ.
   که یو سړی خپله لمونځ نه کوي بل ته د لمانځه کولو امر نشي کولی، که دی شراب څښي بل نشي ورڅخه منع کولی. شاعر وايي:
              لاتنه عن خلق وتأتي مثله            عار علیک اذافعلت عظیم
   ته خلک له هغو اخلاقو مه ایساروه چې ته په خپله هماغسې کوې، دا ډیره د شرم خبره ده چې نور ترې منع کوې او په خپله یې کوې. الله جل جلاله دې مونږ ته د پورته شرطونو سره د امربالمعروف او نهې عن المنکر توفیق راکړي.
   لیکنه: عبدالرؤف «خپلواک»

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*