تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / جبرالټر (جبل طارق) د اسلامي تاریخ او برم ځلاند منار

جبرالټر (جبل طارق) د اسلامي تاریخ او برم ځلاند منار

بسم الله الرحمن الرحیم
زه یو ځل بیا د طارق بن زیاد ښار ته ور ننوتلم ، جبرالټر مې بالکل سترګو ته مخامخ و ، تر لرې لرې د سمندر شنې اوبه تر سترګو کېدې ، د شنو اوبو په منځ کې د وچې ځمکې یوه وړه ټوټه ښکارېدله ، پر دغه وړه ټوټه ځمکه باندې یو څه غرونه او غونډۍ ، لیدل کېدې چې د موسی بن نصیر د دغه غلام بچي د پښو نښې او پلونه پرې معلومیدل ، چې ډېرو خلکو یې د ده په ژوند ، مړینې او د تاریخ په هدیره کې تر دفن کیدلو نه وروسته هم ، د ورانېدو کوښښ او هلې ځلې کړې وې ، خو چا ته چې الله پاک عزت ورکړی وي ، که ټول نړیوال د بې عزتۍ تبرونه په لاس را ولګېږي ، بیا هم د هغه له لوړ ، ځلېدونکي او عزمتند نامه نه یوه سپېته هم نشي غورځولای ، چې طارق بن زیاد د داډول رښتینو هستیو ، یوه غوره او ژوندۍ نمونه وه ، ده او وي به ، که تاسو چېرې هسپنایې هېواد ته سفر وکړ او د اندلس هغه عظیم الشان سلطنت او پاچایي ته ور ننوتلئ ، چې مسلمانانو یې په ۷۱۰ م کال کې د بنسټ ډبره ایښې وه ، د قرطبې ، غرناطې ، اشبیلې او طلیطې رنګه ښارونه یې پکې جوړ او اباد کړي وه ، چې له هغه ځایه یې نیمه فرانسه نیولې وه .
نو که د نړۍ له مخ نه تري تم اندلس کې د مراکش په لوري روان ، له غرناطې نه لږ ور تېر شولې او لالینا ته ورسېدې ، په لالینا کې به سپین ختم او د سمندر شنې اوبه و وینې او د شنو اوبو په منځ کې به د وچې ځمکې یوه ګرده غونډۍ په نظر درشي او دا هغه ځمکه ده چې عربو طارق بن زیاد ته منسوب کړې او جبل طارق یې بولي ، په اروپا کې د مسلمانانو سلطنت او پاچایي اووسوه کاله (۷۰۰) پورې وغځېده ، چې د اندلس تر ټولو وروستنی مسلمان هم له هغه ځایه را و وت او پر جبل طارق باندې هم د عیسائیانو بیرغ او جنډه ودرول شوه ، له دې نه وروسته هسپانویانو ، په جبل طارق باندې ، جبر الټرا نوم کېښوده ، اګر که دوی یې نوم په انګریزي بدل کړی ، چې جبل یې جبر او طارق یې په الټر اړولی دی ، خو تاریخ یې ، اوس هم د جبل طارق په نامه پېژني او تر څو پورې چې دا نړۍ ودانه وي ، نو په همدې نوم به یادیږي ، ځکه چې دغه د بربر بچي (طارق بن زیاد) ته الله پاک دغه عزت او لوړوالی وربښلی دی ، لکه څرنګه چې الله پاک فرمایي :« یرفع الله الذین آمنوا منکم ، والذین اوتوا العلم درجات » لوړوي الله پاک له انسانانو نه د کلک ایمان او علم والا ؛ او د الله جل جلاله ورکړی عزت د ختمېدو تاریخ یا اکسپایر ډېټ نلري .
ښه نو دا نومیالی زمری ( طارق بن زیاد ) څوک و ؟ چې دا مونږ ته د مکتب استادانو لا په دریم ټولګي کې راښودلي ؤ ، چې نوموړی له چېرې ، د څه لپاره او ولې یې خپلې کښتۍ وسوځولې ؟ په کومه مېړانه وجنګېده ؟ او کوم بریالیتوبونه او لاسته راوړنې یې وګټلې ؟! ، چې دغه کیسې لا په وړوکتوب کې ، زمونږ په مغزو کې را اچول شوېدي ، مونږ د قرطبې قاضی او د غرناطې وروستنی ، مسلمان چارواکی أبو عبدالله محمد او قرطبې د جامع جومات په کیسو لوستلو لوستلو را لوی شوي یو او د هغو کیسو نیمګړتیاوې مو ، د مستنصر حسین تارړ سفرونو او دورو را پوره کړېدي ، مستنصر صیب یوازې د کیسو او افسانو لیکوال نه و ، بلکه دی د پاکستان د دریو نسلونو او پېړیو ، یو خیرخواه ، محسن او غمخور هم و ، نوموړي د دغه هېواد په وګړو کې ، د تاریخي سفرونو، دورو او نړۍ لېدلو شوقونه را وپارول ، نو ما هم د مستنصر صیب ، په پله پل ایښی او دریم ځل اندلس ته را ورسېدم ، زما ړومبۍ دوه دورې فالتو او بې فایدې وې ، ما په هغو دورو کې ، قرطبه او غرناطه دواړه ولیدلې او دشپې په وروستۍ برخه کې ، د قرطبې په کوڅو کې ښه ډېر و ګرځېدلم او د الحمراء زمریو والا فوارې سره مې ، تصویرونه هم و ایستل ، خو دوه ارمانونه مې په زړه پاتې شول ، لومړی : الحمراء ته مخامخ یو زوړ هوټل دی ، چې له کړکیو نه یې الحمراء ډېره سیي ښکاریږي ، ما غوښتل چې د نوموړي هوټل له کومي کړکۍ نه ، د الحمراء د ماښامي سیل وکړم ، خو له بده مرغه چې دواړه ځله راته ، په دغه هوټل کې د اوسېدو کوټه و نه رسېده ، او دا ځل مې یې لا په پاکستان کې غم خوړلی و او تر لاسه مې کړه او بل دا چې زه باید په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل د طارق بن زیاد ښار جبر الټر وګورم ، لاس پرې و وهم او خپل رب ته پرې سجده ولږوم ، لکه څرنګه چې طارق بن زیاد په ړومبی ځل ور ننوتو سره ، پرې دمازدیګر لمونځ وکړ ، له الله پاک نه یې د نصرت ، فتحې او بریالیتوب دعا وغوښته او خپلو کښتیو ته یې اور ورته کړ او بیا په خړو خاورو لوغړن لښکر ته ګویا شو ، چې ستاسو مخې ته دښمن او شاته مو شین سمندر دی ، اوس نو خوښه ستاسو ، چې له دښمن سره په مېړانه مقابله کوئ ، ژوندي پاتې کېږئ او که په سمندر کې په ډوبیدلو ځانونه وژنئ ؟! ټول لښکر په یوه خوله او یوه آواز ځواب ورکړ ، مونږ د مرګ او ژوند پروا نلرو ، خو له دښمن سره به په ښه مېړانه مقابله کوو ، چې په دې ډول په ړومبي ځل ، په اروپا جبرالټر کې یوه اسلامی هېواد نشأت پیدا jabali tareqاو سترګې وغړولې ، نو زه د جبرالټر د لیدو په هوس ، د جمعې په ورځ غرمه جبرالټر ته ورسېدم ، ټول ښار ، بلکه ټول هېواد مې پرانستی مخې ته پروت و .
هغه د بنو أمیه ؤ د خلافت دور ، ولید بن عبدالملک د مسلمانانو خلیفه او دمشق د اسلامي خلافت دارالخلافت او پلازمېنه وه ، موسی بن نصیر د افریقې والي ، ابراهیم بن یوسف د موسی خدمتګار و ، ابراهیم له خپل بادار سره د ژوند په داسې سختو شیبو کې ، چې هلته ډېر وفادار ملګري هم نشي ټینګیدلای ، کلک ولاړ و ، تر دې پورې چې دوه ځلې یې نوموړی له مرګه ژغورلی و ، د دې وفا او ښېګڼې په بدل کې موسی هغه ته د ورور لقب ورکړ او د خپل مرستیال په صفت یې وټاکه ، څه موده وروسته ابراهیم په یوه جنګ کې شهید شو ، د ابراهیم مېرمنې خپل وړوکی زوی طارق له لاسه ونیوه او د موسی کور او استوګنځي ته یې له ځانه سره بوته ، موسی بن نصیر د طارق پر سر لاس کېښود ، او په دې توګه طارق بن زیاد د موسی بن نصیر ، د تربیې او سرپرستی لاندې راغی ، هغه لا له موره پیدا یو جنرال او جنګي سپه سالار ؤ ، جهاد او مبارزه یې په وینه کې ګډه وه ، له جنګي وسایلو لکه توره ، ډال او نورو سره به یې ، داسې لوبې کولې لکه مرغه چې له هوا سره لوبې کوي ، طارق ډېر ذهین ، ایماندار او زړور انسان ؤ ، کله چې زلمی شو نو موسی بن نصیر ، د طنجې ګورنر او والي وټاکه ، چې دغه ښار اوس مهال د مراکش یوه برخه ده ، چې د سمندر اوبو له سپین (هسپانیې ) نه بېله کړېده ، د دواړو هېوادونو تر منځ یواځې څوارلس کیلومتره واټن دی ، خو د ننۍ نړۍ جوړښت ، ډېر سره لرې کړیدي ، مراکش په افریقا او سپین په اروپا کې پروت دی .
طارق بن زیاد د طنجې ښار ، چارې په ډېره ښه توګه سمبالې کړې ، دغه مهال په سپین باندې ، راډرک چې د ګات قبیلې پاچا ؤ حکومت کاوه ، چې یو ډېر ظالم ، بې لارې او لالچې انسان ؤ ، دغه مهال به د مختلفو ښارونو والیانو او حکومتي چارواکو ، خپل اولادونه د پاچایي آدابو او اخلاقو د زدکړې لپاره ، دپاچیانو دربارونو ته استول ، کاونټ جولین چې د راډرک یو والي ؤ ، هغه هم خپله لور « فلورنډا » چې ډېره ښایسته او حسینه وه ، د نوموړي دربار ته لېږلې وه ، خو خپل ښایست ور پورې اور شو ، چې کله پاچا ولیدله نو د زړه ارادې یې کګې شولې ، خپل استوګنځي ته یې را وغوښته ، زنا یې ورسره وکړه او د بې چارګۍ عزت یې لوټ کړ ، فلورنډا له دغې پېښې نه خپل پلار خبر کړ ، پلار یې د واپس بیولو لپاره دربار ته تشریف راوړ ، کله چې د پاچا ملاقات ته وړاندې شو ، ځان یې داسې واچاوه ، چې ګیني په خپله لور په تېر شوي قیامت ناخبره دی ، د رخصتي تېرولو په بهانه یې ، خپله لور له شاهي دربار نه را و ایسته او کور ته روان شو ، څه موده وروسته ، چې کله جولین د پاچا وروستني ملاقات ته ورغی ، پاچا ورته و ویل : چې جولین ! داځلې دې زما لپاره کوم سوغات له ځانه سره ندی را وړی ، جولین په ډېر ادب او احترام سره ځواب ورکړ ، « چې صیب بل ځل چې راځم داسې سوغات به درته راوړم ، چې په پېړیو ، پېړیو به یې خلک یادوي » ؛ جولین له دغه ملاقات نه وروسته ، سیده موسی بن نصیر ته ورغی او په سپین یې د برید کولو ، غوښتنه ترې وکړه ، اګر چې موسی بن نصیر له اروپایانو سره لانجه نه خوښوله ، خو د جولین ډېر اسرار او دردونکې کیسې ، دې ته وهڅاوه ، چې دوه جنګي جنرالان ، طارق بن زیاد او طریف بن مالک ، هر یو له اووه زره کسیز لښکر سره ، له جولین سره هسپانیې ته ولیږي ، موسی بن نصیر نوموړې لښکرې ، یوازې د جولین د کسات اخیستنې لپاره استولې وې ، خو هغوی چې کله د هسپانیې په خاوره پل کېښوده ، په زړونو کې یې د جهاد داسې لېونۍ جذبه را وپارېدله ، چې د هسپانیې ټول غټ ښارونه یې ونیول ، طریف بن مالک چې د سمندر په کوم ساحل ، هسپانیې ته ورننوت ، هلته د ده په نوم یو ښار جوړ شویدی ، چې اوس مهال هم د طریفا په نامه یادیږي ، دا یو نوی ښار دی چې خلک یې طریفا بولي او طریفا یې لیکي ، دا چې دغه ښار چا ، څرنګه او د څه لپاره آباد کړیدی ؟ ډېری خلک لاتراوسه پرې نه پوهيږي ! .
او طارق بن زیاد په پنځم اپریل (۷۱۰ م ) کال په جبرالټر باندې ، را کېووت ، خپلو کښتیو ته یې اور واچاوه او ویې سوځولې ، له ده سره ټول ایله اوو زره پوځیان ؤ ، چې ډېری یې د نوموړي ، د خپلې قبیلې (بربر) سره تعلق درلود ملګري و ، راډرک له څلوېښت زره کسیز لښکر سره ، د طارق بن زیاد مقابلې ته ور و وت ، تر ډېرې سختې جګړې نه وروسته ، راډرک ماتې وخوړه او د جنګ له ډګره یې تېښته وکړه ، .
طارق بن زیاد د جبرالټر له نیولو نه وروسته ، هسپانیې ته ور ننوت ، په ۱۹ جولائي ۷۱۱ م کال یې د لکا په دره کې ډېره سخته جګړه وکړه ، راډرک په دغه جګړه کې هم ماتې وخوړه او په دې توګه مسلمانانو ټول اندلس تر خپل ګورت لاندې راوست ، له دې نه وروسته مسلمانانو طلیطه ونیوله ، چې اوس مهال دغه ښار د ټولیدو په نامه یادیږي ، چې کله د طارق بن زیاد د بریالیتوبونو خبر افریقې ته ورسېده ، نو د موسی بن نصیر په زړه کې ، د هغه د ضایع کېدو اندیښنه پیدا شوه ، له نورو فتوحاتو او جنګونو نه یې منع کړ ، د ولایت مقام یې خپل زوی عبدالله ته وسپاره او له اتلس زره کسیز لښکر سره ، دی هم هسپانیې ته ولاړ او په کومه لاره چې هسپانیې ته ورننوت ، هغه ځای تر ډېره وخته پورې په جبل موسی یادېده ، خو د جبرالټر غوندې مشهور نشو ، موسی اسلامی لښکرې تر قرطبې پورې ورسولې ، دغه مهال ولید بن عبدالملک چې یو ځان خوښی او غاوره انسان و ، د مسلمانانو خلیفه ؤ ، له ځان نه پرته یې ښه نوم او عزت په چا نه لورېده .
کله چې نوموړی د طارق بن زیاد او موسی بن نصیر ، په بریالیتوبونو او لاس ته راوړنو خبر شو ، نو دواړه جهادي جنرالان یې دمشق (سوریې) ته را وغوښتل ، موسی د قرطبې ښار چارې خپل زوی عبدالله ته وسپارلې او طارق بن زیاد یې له ځان سره دمشق ته راوست ، خلیفه دواړه له خپلو دندو ګوښه او د دوی احتساب یې پیل کړ ، له دغه ځایه د دغو سترو اسلامي جنرالانو زوال پیل او دواړه یې د ګم نامۍ تورو تیارو ته ور دیکه کړل ، طارق بن زیاد په ۷۲۰م کال چې عمر یې ایله ۳۹ کاله وه وفات شو ، دا چې هغه څرنګه ومړ ، څومره خلکو یې په جنازه کې ګډون وکړ او چېرې دفن شو ؟ د دغو پوښتنو ځواب له تاریخ سره نشته ، خو تاریخ ته په کتو سره مونږ ته دومره اندازه لګېږي ، تر ننه پورې چې مسلمانو ته مسلمانانو څومره تاوان اړولی ، بل هیچا دومره تاوان ندی ور رسولی ، چې د موسی بن نصیر او طارق بن زیاد پېښه د دې ښکاره بیلګه ده .
د طارق بن زیاد او موسی بن نصیر تاریخ اوس په تري تمو دښتو کې تری تم دی ، خو هسپانیه اوس هم ژوندۍ ، تر او تازه ده ، ژوند په جبرالټر کې هم ژوندی دی او تر څو پورې چې جبرالټر او هسپانیه دواړه ، د ځمکې پر مخ موجود وي ، نو د نړۍ هیڅ یو طاقت او پاور له طارق بن زیاد او موسی بن نصیر نه ، د هغوی عزت ، لوړ نوم او کارنامې نشي اخیستلی ، د طارق او موسی له زوال سره سم ، د اندلس سلطنت او پاچایي شړپ وخوړ ، فتوحات پر ځای ودرېدل ، د موسی بن نصیر زوی په قرطبه کې و وژل شو ، که څه هم دغه ګډوډي عارضی او د لږ وخت لپاره وه ، ځکه چې په ۷۸۸ م کال کې اموي شهزاده او د خلیفه زوی لومړي عبدالله ، په قرطبه کې د لومړني اسلامي هېواد ، د بنسټ ډبره کېښوده او مسلمانانو د هسپانیې شمال لوري استوریاس او د فرانس تر منځ ، تورز پورې وړاندې تګ وکړ .
او په دې ډول د اسلام دغه سلطنت او پاچایي ، تر ۱۴۶۰ م کال پورې دوام وکړ ، چې وروسته په ۱۰۷۲ م کال کې ، د ټولې اروپا عیسویان سره راټول او په اندلس یې بریدونه پیل کړل ، په سر (۱۲۱۲م) کې یې طلوسه له مسلمانانو نه ونیوله ، په ۱۲۳۶ م کال یې قرطبه ، ۱۲۵۰ م کال یې ټولیدو او اشبیلیه او ۱۴۹۲ م کال د جنوری په میاشت کې د غرناطې کونجیانې هم ، د فرډینینډ او ازابیلا لاس ته ولویدې ، عیسویانو په اندلس کې دری ملیونه مسلمانان په شهادت ورسول ، ژوندي یې وسوځول او ځینې نور یې بېرته ، عیسویان کړل ، خو اوس دا ټولې زړې او پخوانی کیسې جوړې شویدي ، زه نن هم په جبل طارق کې یم ، چې نن سبا یې خلک جبرالټر بولي ، چې له نن نه دیارلس سوه کاله مخکې ، یوه بربري ځوان پر دغه ځمکه پل ایښی وه ، اذان یې کړی ؤ او دغه ځمکه او د دې ځای وګړي یې مسلمان کړي ؤ ، دا دی اوس جبرالټر زما مخې ته د غوړېدلي کتاب په څېر پروت دی .
ژباره : وحیدالله احمدزی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*