تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / غرناطه ، د خپلمنځي شخړو د دردونکې پایلې ژوندی ګواه

غرناطه ، د خپلمنځي شخړو د دردونکې پایلې ژوندی ګواه

بسم الله الرحمن الرحیم
۱۴۹۲م کال د جنوري میاشت او دویم تاریخ و ، د لس کلنې جګړې وروستنۍ ورځ را رسېدلې وه ، د آراګون پاچا فرډینینډ له خپلې مېرمنې ، ازابیلیې سره د الحمراء ماڼۍ تر دروازې پورې را ورسېده .
تر دې مهاله هسپانیه پر پنځو ایالتونو یا ریاستونو مشتمله وه ، آراګون ، کاسټیل ، پرتګال ، نوار او غرناطه ، اوسنۍ هسپانیه او د ۱۴۹۲ م کال پرتګال پر همدغو پنځو ایالتونو ولاړ و ، د مسلمانانو واکمني ، له جبرالټر نه واخله تر ماډريډه پورې او له قرطبې نه واخله د فرانسې تر لیون ایالت پورې غځېدلې وه ، عیسایي پاچایانو د مسلمانانو د قوت او شوکت ماتولو پخاطر ، د اراګون د شهزاده فرډینینډ واده ، د کاسټیل له شهزادګۍ ازابیلیه سره وکړ ، شهزاده فرډینینډ په ۱۴۷۵م کال د پاچایي په ګدۍ کېناست او ازابیلیه ملکه جوړه شوه ، د دواړو هېوادونو پوځیان د مسلمانانو پر ضد سره یو موټی شول او مسلمانان دغه مهال د سختو خپلمنځي اختلافونو ( ملوک الطوایفي ) ښکار او gharnata1په ډېره بده ورځ ککړ و ، تر دې پورې چې یو مسلمان به د بل مسلمان غاړې پرېکولو ته تیار ناست و .
د هسپانیې عیسوي پاچایانو له دغې موقعې نه ګټه پورته کړه ، کله یو ځای له مسلمانانو نه نیولی او کله بل ځای ، غرناطه د دوی وروستنۍ سوبه او هدف وه ، عیسوي ګډو پوځیانو په ۱۴۸۲م کال پر غرناطه برید وکړ ، جنګونه پیل شول او تر لسو کلنو پورې یې دوام پیدا کړ ، مسلمانان ورو ورو ماتې خوړلو ته مجبوره شول ، تر دې پورې چې په ۱۴۹۱م کال د مسلمانانو ، د وروستي واکمن أبوعبدالله محمد ، واکمني یواځې تر غرناطې او د هغې جادویي ماڼۍ پورې محدوده شوه ، شاهي کورنۍ په ماڼۍ کې کلابنده شوه ، غرناطه د غره پر لمنه کې ځای پرځای او د الحمراء له ماڼۍ نه یوه نه ماتېدونکې کلا را تاو شوېده ، د کلا نه خواو شا ته د غره په لمن کې یو سیند بهېده ، چې دغه سیند اوس هم شته ، خو د مسلمانانو د جدایي په غم کې اوس یوه وړه ویاله ترېنه جوړه شوېده .
عیسوي پوځیانو کلا محاصره کړه ، محاصره تر ډېره وخته پورې و غځېده ، د دواړو غاړو تر منځ خبرې اترې پیل شوې ، د مسلمانانو وروستي واکمن ، د غرناطې حکومت او د الحمراء شاهي ماڼۍ ، د ور سپارلو لپاره دوه شرطونه و ټاکل ، لومړی دا چې : ما ته به له غرناطې نه په خوندي توګه زما د کورنۍ او زما د خزانې خپل هېواد ته د لېږدولو اجازت را کوئ ، دویم د غرناطې له نیولو نه وروسته به ، د ټولو مسلمانانو د سر ، مال او ایمان د خوندي توب ضمانت او ګارنټي راکوئ ، عیسایي پاچا او ملکې فورا دغه دواړه شرطونه ورسره ومنل ، ابوعبدالله محمد د خپلو پلرونو او نیکونو قبرونه را وسپړل ، د هغوی هډوکي او خپله خزانه یې په بکسونو کې بنده ، له ځان سره یې را واخیسته ، له خپلې کورنۍ او د ماڼۍ له کونجیانو سره ، د الحمراء ماڼۍ دروازې ته راو وت ، عیسوي پاچا فرډینینډ او ملکه ازابیلیه هم د ماڼۍ دروازې ته را ورسېدل ، دا gharnata2وخت ۱۴۹۲ م کال د جنورۍ میاشت او دویم تاریخ و .
تاریخ په بل مخ وا وښت ، یوه داسې دردونکې غمیزه یې وزېږوله ، چې اوس یعنې (۵۲۳) کاله وروسته یې هم په یادېدلو د هر مسلمان سترګې لمدیږي ، دوه واکمن او پاچایان یو بل ته مخامخ شول ، یو هغه واکمن و ، چې نیکونو یې په ۷۱۰م کال دغه ځمکه او ټاټوبی مسلمانانو ته بایللی و او بل هغه واکمن او پاچا و ، د چا نیکونو چې ۷۸۰ کاله پر دغه خاوره داسې واکمني او حکومت کړی ؤ ، چې ساینسپوهانو یې د اروپایانو لپاره ، د غاړې ټایي ، د ځان او جامو مینځلو صابون ، کرسټل شیشه ، پراشوټ تکه ، نور کاري توکي ، عدل او انصاف غوندې سوغاتونه اروپایانو ته په میراث پرېښودل او د چا مشرانو چې د جنت په څېر الحمراء شاهي ماڼۍ ودانه کړې وه ، چې له هغه نه مخکې هیچا نه جوړه کړې وه او نه به یې څوک جوړه کړای شي ، چې د کافرانو پر ځمکه د الله پاک د قدرت یو ښکارندویه مثال و ، دواړه پاچایان د خپلو تاریخي مېړانو او بې غیرتیو پنډونه ، پر اوږو بار یو بل ته مخامخ ولاړ ؤ .
فاتح او بریالی پاچا یو څه پر لوړ ځای ، بایلونکی او ناکام شوی پاچا یو څه په ښکته ځای کې ولاړ و ، ملکه ازابیلیه ډېره په غرور کې ، دخپل خاوند ترڅنګ ولاړه وه ، بریالي او ګټونکي پاچا د الحمراء شاهي ماڼۍ ، د کونجیانو اخیستلو لپاره لاس ور وړاندې کړ ، ابوعبدالله محمد چې کله د کونجیانو ورسپارلو ، لپاره خپل لاس ور اوږد کړ، د ۷۸۰ کلونو د ذمه وارۍ درانده پیټي د نوموړي لاس په لړزه راوست او کونجیانې ترې د فرډینینډ او ازابیلیې د پښو مخې ته پرېوتلې ، ابوعبدالله محمد په ډېره بیړه هڅه وکړه ، چې ور ټيټ شي او کونجیانې له ځمکې نه را پورته کړي ، له ټيټېدلو نه مخکې یې فرډینینډ پر اوږه لاس ور کیښود ، منع یې کړ او ورته ویې ویل ، چې نه پاچا صیب نه ! الحمراء داسې دولت او دارایي ده ، چې د هغې پخاطر مونږ ستا پښو ته د ټیټېدلولپاره تیار یو ! او هغوی دواړه د ابوعبدالله محمد پښو ته ټیټ شو او د الحمراء ماڼۍ کونجیانې یې له ځمکې نه را پورته کړې ، د غرناطې ځایي واکمنو د دغه حالت مجسمه ئي انځور جوړ او د ښار د زړې ابادۍ د پیل کېدو په سر کې یې ایښی دی ، چې دا د اوبو یوه gharna3فواره ده .
او د فرډینینډ او ابو عبدالله محمد مجسمې یې پرې لګولې دي ، د فوارې په خوا کې د مسلمانانو، د ماتې اوشکست هغه ټاپه شوی پروتوکول ، چې ابوعبدالله محمد پکې د خپل ۷۸۰ کلن اسلامي سلطنت او پاچایي د خاتمې اعلان کړیدی ، ځوړند دی ، ابوعبدالله محمد د الحمراء ماڼۍ ، د کونجیانو له ورسپارلو نه وروسته له خپلې کورنۍ سره روان شو ، دی د غرناطې له درې نه ووت او د سمندر په لوري رهي شو ، که تاسو چېرې غرناطې ته ولاړئ ، نو وبه ګورئ چې دا ښار په یوه دره کې پروت دی ، دا یوه داسې دره ده چې څلورو خواوو ته یې غرونه راتاو شوي او نوموړی ښار یې په منځ کې واقع دی ، نوموړی چې کله له غرناطې نه ووت ، د دمې لپاره پر یوه وړوکي غره لږ ایسار شو ، غرناطه ښار یې مخې ته غوړېدلی پروت و ، د الحمراء ماڼۍ میناراو چوکیانې ورته له ورایه ښکارېدلې .
نوموړي په وروستي ځل خپل ښار ته وکتل ، زړه نری او ستونی یې را ډک شو له سترګو نه یې اوښکې تویې شولې ، ځورېدلې او کړېدلې مور یې تر خوا ولاړه وه ، په ډېر قهر او غصه یې مخ ور واړاوه او دغه تاریخي خبره یې ورته وکړه : بچیه له دغه ستر اسلامي سلطنت او پاچایي دې ، چې د نرانو په څېر دفاع ونکړای شوه ، نو اوس د ښځو په څېر پرې اوښکې مه تویوه ! ؛ چې دغه د افسوس ځای او دغه مقوله اوس د تاریخ یوه نه هېرېدونکې برخه ګرځېدلې ده ، زه په ۲۲ اګست د شنبې په ورځ ، دغه ځای ته ورغلم ، چې پر هغه ځای باندې اوس ، یو وړوکی کلی چې ( سسپیرو ډل مورو) نومیږي اباد دی ، سسپیرو په هسپانوي ژبه کې اوږدې سا ته چې آه ورسره شامل وي ویل کېږي او مورو هغو مسلمانانو ته ویل کیږي ، چې له مراکش نه ورغلي و او پر هسپانیه یې قبضه کړې وه ، چې د دغه نسبت په وجه یې مونږ په خپله ژبه کې ، د مسلمانانو د آه او افسوس کلی نومولی شو ، چې نوموړی کلي د ابوعبدالله محمد د آه په وجه اوس سسپیرو ډل مورو باندې مشهور شویدی ، د غم پر دغه ځای باندې اوس یو رسټورانټ جوړ شوی دی ، رسټورانټ خو بند و ، خو د لمبلو حوض ( ډنډ ) د خلکو پر مخ خلاص و ، چې ښځې او ماشومان پکې لمبېدل او ډېر په قهقهه او زوره زوره یې خندل ، چې په رښتیا هم له دې ځای نه غرناطه ډېره سمه معلومېدله ، خو د الحمراء ماڼۍ او آه کلي ترمنځه دوه لوړ پوړیزې ودانۍ جوړې شوې وې ، چې د الحمراء شاهي ماڼۍ یې پټه کړې وه .
د الحمراء مناره مې و نه لیدله ، خو له دې سره سره مې د زړه سرو دېوالونو ، د آه یوه دردونکې چیغه را جوړه ، چې هر څومره مې بندوله خو بیا مې هم له خولې څخه را ووتله ، مرۍ مې مالګینه او باڼه مې درانده و ، د نړۍ ټولو مسلمانو واکمنو ته په کار ده ، چې پر خپلو ناشکرته وګړو باندې ، دغې غونډۍ ته یو وار تګ لازمي وګرځوي ، چې له دغه ځای نه غرناطه وګوري او له دې نه وروسته دغه خونړی حقیقت درک کړي ، چې په چیغو چیغو د نړۍ هر وګړي ته نارې وهي ، چې کله خلک او قومونه کمزوري او بې وسه شي ، له هغوی سره د ښځو په څېر له اوښکو بهولو او په میدان کې د ماتو شویو سړیو له سړو اسوېلیو او آهونو نه پرته بل هېڅ شی نه وي ورپاتې .
غرناطه او الحمراء څه شی دی ؟ د ټولې نړۍ یو وګړی یې هم په تورو او ټکو نشي بیانولی ، تاسو به د زړه او مغزو پر اخري او وروستني دیوال پورې ، سریښ خیالات او خوشبویي په تورکیو او ټکو باندې بیان کړای شئ ، په برش او رنګ به یې د کاغذ پر مخ انځور وایستلی شئ او د هوا په تارونو به د هغو سُر هم برابر کړې ، خو الحمراء څه شی دی ؟ غرناطه څه شی دی ؟ تاسو به یې نه د دغو پوښتنو په ذریعه تشریح کړای شئ ، نه به یې په برش او رنګ انځور و ایستلی شئ او نه به یې هم په ټکو ، لفظونو او تورکیو بیان کړای شئ ، دا یو داسې سحر ، کوډې او جادو دی ، چې یواځې په سترګو یې لیدلای او محسوسولای شئ او په خپلو سترګو کې یې ساتلای شئ ، دایوه داسې qasrol homraهنداره ده ، چې د کتو لپاره یوې بلې هندارې ته ضرورت او اړتیا لري .
دا د عاشق او مین هغه درد دی ، چې یواځې عاشق پرې پوهیږي ، دا د مصور هغه احساس او درک دی ، چې یواځې مصور یې درک کولای شي او دا د هجران او بیلتون په شپو کې هغه د غم کیسه او کښل شوی داستان دی ، چې یواځې هغه خلک پرې پوهېدلای شي ، د چا په عمل نامه کې ، چې د بېلتانه ۵۲۳ اړخ اړونې ( په خوب کې په لټ اوښتل) درج شوی وي .
تاسو چې تر څو د ښایست اووم اسمان په لاس نه وي لمس کړئ ، تاسو چې ترڅو د غم ، اندېښنې او آهونو وروستي پړاو ته ونه رسېږئ او تاسو چې ترڅو د مزې وروستي پړاو ته ، هلته چې له مزې نه یوه خوشبویي جوړه شي ونه رسېږئ ، تر هغو پورې تاسو غرناطه او الحمراء نشئ پېژندلای ، دا ښار یو داسې سُر دی ، چې په ګوتو نه بلکه په سترګو غږیږي ، دا یوه داسې منظره او تابلو ده ، چې په رنګونو او برش نه بلکه د اوښکو په سیاهي او د بڼو پر برش باندې د لوحې پر مخ کېوتلای شي او دا یوه داسې سندره او نغمه ده ، چې د اوازونو محتاجه نده بلکه خوشبویي او لمس پکې وي .
تاسو دغه ښار او د دغه ښار ماڼۍ په لفظونو او تورکیو بیخي نشئ تشریح کولای .
لیکنه : جاوید احمد

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*