تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د نړۍ تر ټولو ستر حقیقت

د نړۍ تر ټولو ستر حقیقت

الحمراء شاهي ماڼۍ تقریبا په شپاړس هکتاره ځمکه ، چې د یوې وړې غونډۍ په سر باندې موقعیت لري ، جوړه شوې ده او پر دریو مهمو برخو وېشل کیږي ، لومړۍ برخه یې پوځي او نظامي تأسیسات ، چې د کلا دفاعي برجونه دي تشکیلوي ، دویمه برخه یې حکومتي ودانۍ او دریمه برخه یې د شاهي کورنۍ د استوګنې ځایونه دي ، د الحمراء ماڼۍ د آبیاري یا اوبه خور چارې ، له نږدې سیند نه د شپږو کلومترو په مسافه راغلې ویالې په وسیله تر سره کیږي ، چې ځای پر ځای پکې د اوبو سرعت کمولو ډنډونه جوړ شويدي ، د homr5اوبو د تازه ساتلو لپاره ، د ماڼۍ په ودانیو او باغیچو کې ځای پر ځای فوارې جوړې شوېدي ، چې د اندلس د علمي پوهې او پرمختګ ښکاره نښې نښانې ګڼل کیږي .
د شاهي ماڼۍ یا دربار پیلامه ( شروع ) ، له نور دربار نه یو څه د باندې را وتلی ، چت یا بام یې د لرګي نه د کښتۍ په څېر جوړ او پر لوړو دیوالونو ځای پرځای شویدی ، ځایي لارښوونکي یا خادم راته ویل ، پاچا به چې کله دربار ته ننوت ، نو پاس چت ته به یې کتل او له ځان سره به یې په ګوڼیدو ویل ، خبردار تاسو کښتیو ته اړ او محتاج وئ ، که کښتۍ مو نه درلودلای ، نو تر دغه پردي هېواده پورې نشوای را رسېدلای ؛ یوڅه دباندې را وتلي ځای پسې ، د دربار یا ماڼۍ دهلیز یا هال راځي ، دربار ډېر عظیم الشان و ، دېوالونه
یې لوړ او څلورو غاړو ته یې ورسۍ او کړکیانې وې ، چت یې اووه طبقه یا اووه پلې و ، چې د اوو اسمانونو مثال یې جوړ کړی و ، د چت په منځ باندې د لرګي یوه څلور کونجه ټوټه لګېدلې وه ، چې دوی ورته د الله پاک نسبت کاوه ، د څلور کونجي لرګي ، هر کونج یې د الله پاک د عرش د څلورو پایو مثال ورکاوه ، د پاچا تخت او ګدۍ د دوی په اند د الله پاک تر عرش نه بالکل لاندې ځای پرځای شوې وه او پاچا به تر هرې پرېکړې نه وړاندې ، پاس په چت باندې لګېدلي د الله پاک سمبول ته کتل ، د پاچا ګدۍ ته مخامخ د دربار صحن یا حویلي وه ، له ګدۍ نه د اوبو حوض (ډنډ) د سرونو ډېرۍ او د کابینې هال یا تالار دروازه تر سترګو کېده ، دغه تالار او حوېلي د الحمراء شاهي ماڼۍ دویمه ښکلې ودانۍ homra2ده .
لومړۍ ښکلې او ښایسته ودانۍ د پاچا حرم دی ، چې د زمریو محکمه یې بولي ، پر دغه نوم د یادېدلو وجه یې ، د ودانۍ په منځ کې د دولسو زمریانو ، د اوبو سپینه مرمرینه فواره ده ، چې د فوارې تشت یا لګن د دغو زمریانو پر ډډه باندې ځای پرځای شویدی ، چې هریو زمری یې له بل نه توپیر لري ، دغه دولس زمریان د کال دولسو میاشتو ښکارندویي کوي او پر دې اړه دغه کیسه هم مشهوره ده چې دغه فواره پاچا ته کوم یهودي په سوغات یا تحفه کې جوړه کړې وه ، چې دولس زمریان د بني اسرائیلو د دولسو قبیلو ښکارندویه دي ، د میداني څلورو غاړو ته څلور ستر ستر سالونونه دي ، چې په هر یوه سالون کې یوه یوه فواره ده ، چې له هرې یوې فوارې نه ، دغه اوبه په یوه وړه ویاله کې د زمریو فوارې ته راځي ، د زمریو فوارې اوبه د هریوه زمري له خولې نه بهیږي ، له دې نه دا معلومیږي ، چې د دوی په اند دغه دولس میاشتې ، خپل توان او طاقت له پاچا نه حاصلوي او له دې خبرې نه دا ښکاره معلومیږي ، ځکه چې د دې ودانۍ لومړنۍ کوټه یا سالون د پاچا د خوب کوټه ده او د نوموړې کوټې فواره ترټولو نه مخکې د زمریو فوارې ته اوبه ور رسوي ، خو په دې اړه تر ټولو سیي خبره دا ده چې دا دماڼۍ لپاره د وخت معلومولو آله یا ساعت و ، چې د دولسو ساعتونو هومره وخت کې به زمریانو دغه اوبه له خولې نه را ویستلې ، د پاچا کوټه د جوړښت له پلوه ، د ښایست یوه نمونه او مثال ده ، د خوب کوټې خاص په منځ کې د اوبو فواره ده ، د فوارې دواړو غاړو ته د دېرش فټه مسافې په اندازه دوه چوکیانې یا چپرکټونه ځای پرځای شویدي ، چې پاچا به پرې ویده کېده ، خو په کوم یوه کټ پاندې څملي دا پرېکړه به نوموړي ، کوټې ته له ننوتلو نه وروسته کوله ، د دې کوټې چت په کمال کې هم د کمال نښه ده ، نرم لوړ او د چونې له ګچ نه پرې جوړې شوې ، ګردې دائرې او لیندۍ ، چې غږ ته لوړ والی وربښي او په انګازو یې بدلوي ، په کوټه کې د فوارې د اوبو شڼاری خوت ، ما د فوارې ترخوا د لاس دوو ګوتو ته ټک ورکړ ، د ټک غږ د اوبو له شڼار سره یوځای ، دواړه آوزونه له چت سره تر لګېدلو وروسته ، راغبرګ له دېوالونو او غولي سره وجنګېدل ، په انګازه بدل ، یوه ښکلې سندره او نغمه ترې جوړه شوه ، د الحمراء ماڼۍ دغه جادوګر انداز ، بدرنګي آوازونه هم په ښکلي او homr3خواږه اواز بدلوي .
د زمریو په محکمه کې ، د پاچا د خوب کوټې ته مخامخ د ملکې د خوب کوټه ده ، چې دا هم د انساني جوړښت یوه ښکلې نمونه ده ، کړکیانې یې د باغچې په لوري ور پرې دي ، په خوا کې یې د مینځو د استوګنې کوټې ، پخلنځی او عصري تشناب یا غسل خانه وه ، هر لوري ته د اوبو رنګارنګ فوارې ، د صحن یا میداني دواړو غاړو ته ، د مینځو د ویده کېدلو کوټې دي ، په ودانۍ کې یوسل او شپږویشت ستنې ، چې هره یوه یې له بلې سره توپیر لري ، کومې یوې ته چې ګورې ، نو د قران کریم آیاتونه پرې لیکل شوي دي .
د زمریو د محکمې ستنې د قرطبې د جامع جومات د ستنو په څېر دي ، خو په ښکلا کې دا پر هغو ډېرې باندې او زړه راښکونکې دي ، دا ودانۍ د عربو د ښایست او جمال قبله ده ، ما په خپل ژوند کې یوسل او پنځوس ماڼۍ کتلې ، خو د الحمراء ماڼۍ په څېر نه وې او نه به شي ، ځکه چې د هغې لپاره د غرناطې د پاچایانو سترکې او د اندلس د کاریګرو په څېر ګوتې پکار دي ، چې دا دواړه اوس په نړۍ کې نشته ، زه د فنکارۍ او ښایست دغې قبلې ته ، په دریم ځل غرناطې ته راغلم ، هر ځل مې له الله پاک نه دا دعا غوښتې ، چې پروردګاره ! زه د دغې چوپتیا نه د غم کیسې اورېدل غواړم ، چې د زمریانو له مجسمې سره تنها او یوازې ناست یم ، په ټوله ماڼۍ کې د اوبو له ټپ ټپ او د هوا له شڼا نه پرته بل شی نه وي ، چې په دغه ماڼۍ کې ، د ابوعبدالله محمد د وروستنۍ شپې په اړه سوچ ، فکر وکړم او درک کړم ، چې نوموړي به دغرناطې له سقوط نه یوه ورځ وړاندې ، د دغې homra6فوارې ترڅنګ ناست ، څرنګه ورځ بیګاه کړې وي ، چې ټولې ماڼۍ نه یوازې د سویو سلګیو اوازونه پورته کیږي ، د زمریو له خولې نه د اوبو پر ځای اوښکې بهېږي ، هوا غمګینه ، سپوګمۍ د خپکان په وجه خړه پړه ، د ابوعبدالله محمد مور د خپلې کوټې کړکی خلاصې کړې ، په وروستي ځل د باغېچې سیل او د سورت بقرې تلاوت کوي ، چې کله « انالله و انا الیه راجعون » ته ورسېدله تلاوت یې په چیغو او سورو واوښت ، ابوعبدالله په ډېر حسرت او خپګان په وروستي ځل خپلې ماڼۍ ته ګوري ، د ماڼۍ په هرځای لیکلې دغه کلیمه « ولاغالب الله » بس الله پاک زورور دی ، یې تر سترګو کیږي ، کله چې معمارانو او کاریګرو ماڼۍ جوړه او ویې کتله ، د ماڼۍ ښایست او خپلې کاریګري ته مغروره شول ، خو دستي د خپلې غلطۍ احساس ورته وشو ، برشونه یې پسې را واخیستل ، پاچا امر وکړ او د ماڼۍ په هر ځای او هره نقطه یې نوموړې کلیمه «ولاغالب الاالله» ولیکله او ویې ویل چې له مانه واخله زما د کورنۍ دهر غړی ، چې د ماڼۍ له ښایست نه لا وړاندې پر دغه کلیمه نظر پرېوزي او غاوره نشي ، د پاچا حکم و فوراً عملي شو ، نو عبدالله محمد چې په وروستي وار خپلې ماڼۍ ته وکتل ، راپاڅېده او د دغې کلیمې په لوستو لوستو خپلې د خوب کوټې ته ولاړ ، دا د اندلس د مسلمانو پاچایانو، په نوموړې شاهي ماڼۍ کې وروستی شپه وه ، چې زه د زمریانو له مجسمې سره خواته کېنم ، د دغې وروستۍ شپې او وروستي سهار ، چې شاهي کورنۍ خپل سامانونه تړلي او د زمریانو له محکمې نه را رخصت شوي وي ، خو له بده مرغه چې دری واړه ځلې ، دا موقعه په لاس رانغله ، خو زما یقین دی ، چې زما کوښښونه به الله پاک یوه ورځ بریالي کوي او دغه موقعه به په homr7ګوتو راځي انشاءالله .
ما په ړومبي ځل د زمریانو په محکمه کې ، د ژوند تر ټولو ستر حقیقت ، یقیني کېدل هم درک کړل ، چې هغه حقیقت څه شی دی؟ تاسو به له دې نه مخکې د قرطبې ، غرناطې ، قرطبې د جومات ، الحمراء ماڼۍ د نیولو او دهسپانوي مسلمانانو تاریخ کتلی وي ، چې عیسویانو د دغو سیمو ، له نیولو نه وروسته ، وعده خلافي وکړه ، دری ملیونه مسلمانان یې ، و وژل ، ژوندي یي وسوځول ، له کورونو نه یې وشړل او یا یې په زور عیسویان کړل ، د مسلمانانو د لوڼو د خرڅلاو بازارونه او منډیانې یې ولږولې ، د قرطبې او الحمراء په نومول شویو فاحشه خانو کې یې کېنولې ، د مسلمانانو کورونو او استوګنځایونه یې وسوځول ، جوماتونه يې ټول ونړول او پر ځای یې کلیساوې جوړې کړلې ، د قرطبې جومات دویمه برخه یې تباه او پر ځای یې عیسوي چرچ او کلیسا جوړه کړه ، الحمراء ماڼۍ یې دړې وړې کړه ، د ماڼۍ جومات یې وران او پرځای یې پنځم چارلس خپله بنګله جوړه کړه ، پر ټوله ماڼۍ یې سپینه چونه وپاشله ، چې بدرنګه شي ، د ډېر وخت لپاره نوموړې ماڼۍ د کوچیانو او بې کوره وګړو استوګنځی و ، چې هغوی د ماڼۍ قیمتي خښتې او ډبرې ، له ماڼۍ نه را ویستلې او په بازار کې به یې خرڅولې ، لنډه دا چې تر پنځه سوه کاله پورې ، د مسلمانانو د ثقافت نښې ، نښانې ، بازارونه او ماڼۍ ، د عیسویانو د کرکې اونفرت ښکار وې ، وروسته بیا یو دم دغه کرکه او نفرت په مینه او محبت بدل شو ، هغه خلک چې د مسلمانانو جوماتونه ، ودانۍ به یې نړولې او له منځه وړلې ، د همدغو اسلامي اثارو ساتونکي وګرځېدل ، دغه خلک اوس له قرطبې نه واخله ، تر الحمراء ماڼۍ پورې او له ټولیډو نه د غرناطې تر کوڅو پورې د اسلامي تمدن او ثقافت د یوې یوې نښې ساتنه کوي ، نن که د قرطبې جومات یوه ډبره او خښته را پرېوزې ، هسپانوي حکومت د نړۍ له هرګوټ نه ورته پوهان او کاریګر را ټولوي ، یوازې په غرناطه کې څلور داسې فابریکې دي omra، چې د الحمراء ماڼۍ لیکلې کاشیانې او ډبرې تولید او بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي .
چې دغه کاشیانې او ډبرې ، د الحمراء ماڼۍ په دوباره جوړولو کارول کیږي او په بازار کې هم پېرودل کیږي او د دې ځای چارواکي اوس د قرطبې او الحمراء ماڼۍ د قراني ایتونو د لیکلو لپاره ، له اسلامي نړۍ نه ، هغه لیکوالان او خطاطان راغواړي ، چې نیکونه یې د همدوی په لاس باندې ، د دې ځای په کوڅو کې په سولی ځړول شوي وه ، دا ولې او د څه لپاره ؟ چې د دې ولې ځواب ته ، په نړۍ کې د ژوند تېرولو طرز او طریقه ویل کیږي ، هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د دغو اسلامي اثارو او ثقافت د لیدلو په موخه لس ملیونه وګړي ، نوموړي هېواد ته راځي ، دغه چارواکي اوس د هسپانیې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ، دا کار تر هرڅه نه زیات اړین بولي ، نو ځکه اوس هغه عیسویان ، چې تر پنځه سوه کلونو را په دې خوا به یې د مسلمانانو اثار او ثقافت ختمول غوښتل ، اوس د همدغو اثارو ، جوماتونو او ایاتونو ساتونکي جوړ شول او د کعبې د بتانو ساتنه کوي ، زه چې کله د زمریو فوارې تر څنګ کېناستم ، نو دا مې درک کړه ، چې په دنیا کې تر ټولو ستر حقیقت ، هغه په نړۍ کې د ژوند تېرولو ، طرز او طریقه ده ، له مذهب او مذهبي تعصب نه هم ستر حقیقت .
کاشکې ! چې مونږ مسلمانانو هم دغه حقیقت پېژندلی وای !!
ژباړه : سیف الدین صاب

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*