تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د ریکا کنفرنس د ګډونوالو اندېښنې

د ریکا کنفرنس د ګډونوالو اندېښنې

په کابل کې د سيمه ايزې همکارۍ يا ريکا په نامه شپږمه دوه ورځنۍ غونډه هم تر سره شوه چې د ګاونډيو او ډېرو نورو هېوادونو استازي ورته راغلي وو چې له افغانستان سره د مالي مرستو او ځينو پروژو د تطبيق پر لارو چارو و غږېدل خو ويل کيږي چې په غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو په حکومت کې پر موجود اداري فساد اندېښنه وښودل شوه او وېره یې څرګنده کړه چې هسې نه پروژې یې د افغان حکومت لخوا سمې نه شي عملي او پيسې يې د زورواکو او چارواکو جيبونو ته ولاړې شي.
البته دا يو ډېر تريخ حقيقت دی چې افغان مظلوم ولس ورسره مخامخ دی . او دا يوازنۍ ستونزه هم نه ده بلکې افغانان که له يوې خوا په دريو لسيزو کې د دوو زبرځواکونو له وحشتنناک ظالم يرغل سره مخامخ شوي نو بل خوا سره له شتمنۍ او پراخو طبيعي زېرمو له خورا ناوړه بې وزلۍ او سره له ايماندارۍ او مسلمانۍ بيا هم له بې حده زيات فساد ، ظلم او د چارواکو او زورواکو له بې شانه درغليو سره لاس او ګرېوان دي . خو په هر صورت دا وخت چې په کابل کې د مرستو او اقتصادي ملګرتيا پر موضوع خبرې روانې دي ، يو ځل بيا په نظام کې موجود اداري فساد ته د کورنيو او بهرنيو اړوندو جهتونو پام وراوښتی او چارواکو هم په دې هکله د خپلې جدي مبارزې هوډ څرګند کړي . په دې لړ کې د خلکو او واکمنو دغه شان غبرګون پر خپل ځای خو د تعجب ځای دا دی چې سره له ګردو همدومره يادښتونو او سپارښتنو ورځ تر بلې د حکومت هره څانګه او هر دفتر کې فساد ، رشوت خوري او درغلي لا هم زياتيږي او کميږي نه او د مفسدو عناصرو لاسونه اوږديږي خو لنډيږي نه . reccaدا په حکومت کې د محاسبې نارې سورې ، له فساد سره په لس ګونو دفتري څانګې ، څارنوالۍ ، استخبارات او د جنايي ادارو کار کونکي ګرد سره په دې کې پاتې راغلي چې په فساد او درغليو ککړ لاسونه وتړي او په مناسبه سزا يې محکوم کړي . دا په داسې حال کې چې د هېواد سلګونه رسنيزې او خپرندويه ادارې هم لګيا دي شپه ورځ پر دغه موضوع ليکنې کوي ، مضامين خپروي او عام ولس ته پوهه ، خبرداری او شعور ورکوي . خو بيا هم هيڅ نه کيږي . دا ولې ؟ راځئ وګورو چې دا کوم هغه عوامل دي چې افغان مېړنی ولس يې په مخنيوي کې دومره پاتې راغلی او هيڅ ډول پرمختګ نه شي ترسره کولای . دلته که موږ ځير شو ښايي ګڼ عوامل به وي چې حکومت او نظام ته يې په نړۍ کې دويم او دريم مقام ورکړی خو هغه اصلي لامل چې د فساد په مخنيوي کې يې زموږ مخه وچه ډب کړې ، په لنډه او څرګنده يوازې او يوازې بهرنی اشغال دی . يعنې همدغه بهرنۍ پوځي لښکرې چې زموږ پر هېواد يې خېټه اچولې ، زموږ د ګردو بدمرغيو اصلي سرچينه ګڼل کېدای شي . ځکه همدوی دي چې زموږ د ټولنې ناولو ، خاينو ، بې لمازو ، درغلو او منافقو افرادو ته رشد او پرمختګ ورکوي . همدوی دي چې د حکومت بېلا بېلو ادارو کې يې ګډوډي او ناغيړي منځ ته راوړې او همدوی دي چې نظام کې يې څو ګروپونه داسې ورګډ کړي چې يو بل ته هيڅ غوږ نه نيسي . نو کله چې صورت حال دغسې وي زموږ په هېواد کې به اقتصادي پروژې څه ډول تطبيق او خلک به په څه ډول د سرکار له اقتصادي خدماتو برخمن شي . همدا رنګه دغه شان له کش وګيره متنازع حکومت کې به په څه ډول درغل کسان محاکمه او په سزا ورسول شي . دلته لازمه ده دا حقيقت ومنو چې يرغلګر هېوادونه په يو مخيز ډول د خپلو موخو ارمانجن دي او له همدې امله هڅه کوي چې زموږ په هېواد کې تر ټولو ناوړو ، درغلو او دين و وطن پلورونکو اشخاصو سره اړيکې ونيسي او له هغوی نه د خپلو اهدافو تر سره کولو کې استفاده وکړي . په بل عبارت دا هيڅ امکان نه لري چې اشغالګر دې زموږ د نظام چلولو يعنې ولسمشرۍ ، وزارت ، ولايت او قوماندانۍ لپاره داسې اشخاصو ته مخه ورکړي چې څه نا څه ايمانداره وي ، له فساده پاک وي ، د خلکو د خدمت لپاره چمتو او د خپل هېواد او ملت له ديني او ملي ارزښتونو سره ژمن وي . دا واقعيت اوس افغان ولس ته د لمر په شان روښانه دی چې دغه ظالمان ، مفسدان او درغلان هيڅکله د خپل استعداد او وړتيا په برکت د ټولنې سرته نه دي راغلي بلکې د پرديو له خوا قصداً راوستل شوي ، ځواکمن شوي او پر دې مسلمان ولس ورتپل شوي . په همدې دليل اوس ناشونې ده چې دوی پر دې مظلوم او بې وزله ولس رحم وکړي او له کړولو يې ځان وساتي . او دا کار تر هغه هم ناشونی دی څو چې په حکومت او نظام کې د چارواکو د ټاکلو معيار سم شوي نه وي ، څو چې د کار وړتيا ، پوهه ، اخلاص او پاک لمني د ټاکنې لپاره يوازنی معيار نه وي منل شوی بلکې له بهرنيانو سره نږدې اړيکې ، بدماشي او زورواکي معيار وي . او تر هغو چې زموږ معيار تقوا ته نه وي اوښتی زموږ روانې بدمرغۍ او ناخوالې به همدغسې دوام لري او موږ به د چارواکو د فساد او زور زياتي په ژرنده کې لا هم دل کيږو او د خلاصون لوری به نه مومو. راځئ پر خپلو معيارونو له سره کتنه وکړو

لیکنه : عبدالمجيد روهي

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*