تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د سپتمبر د۱۱ پیښې د څوارلسمې کلیزې په مناسبت !

د سپتمبر د۱۱ پیښې د څوارلسمې کلیزې په مناسبت !

د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱ په نیویارک او واشنګټن کې نړیوال تجارتي مرکز او د پینټاګان ودانۍ د یرغمل شویو الوتکو په وسیله تر برید لاندې راغلل.
په دې خونړي برید کې خواوشا ۵۰۰۰ کسان مړه او په لسګونو زره نور ژوبل شول .
نن د دې خونړۍ حادثې ۱۴ سمه کلیزه ده .
دا خونړۍ حادثه که څه هم چې زمونږ له هیواده په لسګونو زره کیلومیټره لیري د امریکا په متحده ایالاتو کې پیښه شوې خو د هغې لوخړې او تاو تر مونږ هم راورسیده او دلته يي هم ډیر انسانان په ژوند نینې کړل ، ډیری یې تر خاورو خزلو لاندې او ډیر نور یې په نه جرم د زندان تورو تمبو ته وغور ځول شول .
یاده پیښه چې په امریکا کې واقع شوه ، الوتکې امریکايي، او عملي کوونکی ټیم یې هم د امریکا په پوځي پو هنتونوکې د الوتکو الوزولو زده کړې کړې وي ، چې د دغې پېښې د ترسره کولو ټيم هیڅ یوه غړي هم د افغانستان په خاورې او ملت پورې تړاو نه درلود خو متاسفانه د پیښې په غچ کې امریکایانو په افغانستان راودانګل .
نن له دې خونړۍ حادثې څخه ۱۴ کلونه تیر شول خولاهم د هغې د څرنګوالې په اړه هم له نړیوالو او هم خپله له ولسي امریکایانو او هم له افغانانو سره ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
ولي دا پیښه رامنځته شوه ؟
د چا لخوا رامنځته شوه ؟
د کوم هدف لپاره رامنځته شوه ؟
او ولي یې په انتقام کې پرافغانستان برید وشو؟
امریکایانو ته که ریښتیاهم د پیښې عاملین معلوم وه ، هغوی کولای شوای پرته له دې چې پر افغانستان یرغل وکړي خپل مشخص مدعیان په نښه کړي ، هغوی دا کار د سپتمبر تر پیښې مخته یو ځل په افغانستان کې عملي هم کړ، چې افغانستان ځيني سیمې یې د کروز توغندیو تر برید لاندې راوستې لکه په خوست ولایت کې د ژورې سیمه او همدا راز د ننګرهار په ولایت کې ځيني سیمې.
د نړۍ د اکثریت شنونکو په اند د سپتمبر پیښه په سیمه کې د امریکايي مداخلې لپاره داسې یوه وسیله وه چې په نیویارک ، واشنګټن او افغانستان کې ناخبره قربانیان یې تر اوسه هم sarmaqallaپه سر او هدف نه دې پوه شوي .
په هرصورت ، پیښه رامنځته شوه ، امریکایانو ته پر افغانستان د یرغل لپاره پلمه ورجوړه او په ټس کې یې په لس ګونوزره امریکایان مړه او په سلګونو زره ژوبل شول ، افغانستان چې تر دې وړاندې هم د جګړو له امله په کنډوالو بدل شوی و نورهم د جګړې میدان وګرځیده او تر څوار لسو کلونو پوري جګړه په داسې ډول پکي دومداره شوه چې هیڅ لوري ته په هغې کې د بریاليتوب او ناکامي څرک هم نه معلومیږي .
نن چې د سپتمبر د حادثې ۱۴ سمه کلیزه ده ، باید امریکایان په دې حقیقت ځان پوه کړي چې د خپلو اشتباهاتو پړه پر افغانانو باندې نه ور واچوي.
افغانان هغه خلګ دي چې په خپل ملي غیور او همت سره يي شورویانوته شکست ورکړ ، د شورویانو شکست په حقیقت کې ټولې نړۍ ته د سولې یو پیغام وه او افغان ولس د دغه سوله ییز پیغام د مخکښۍ ویاړ لري.
داچې افغانانو یواځي د انه چې خپل هیواد افغانستان یې د شوروي اتحاد له شره ژغورلی ، بلکه ډېرو هیوادونو د افغانانو د مبارزې له امله عملا له شوروي اتحاد څخه ازادي ترلاسه کړه افغانانو په دې کار سره داثابته کړې چې دوي کله هم چاته بد عزائم په زړه کې نه لري ، څوک چې پردوی باندې یرغل کوي نو د خپل هیواد د دفاع په موخه د هغوي په نره ځواب وايي ، په مقابل کې یې مقاومت کوي او د مقاومت په ډګر کې له یرغلګر جانب څخه یقینا مقابله هم ګټي .
نو باید امریکایان په دې حقیقت ځان پوه کړي چې افغانان سوله خوښوونکي خلګ دی ، دوه ځله يي په خپل مقاومت سره نړۍ ګواښونکو جګړه مار قوتونه (انګلیس او پخوانی شوروي اتحاد) په خپله خاور کې مات کړي چې ځيني نورو هیوادونو ته يي د هغوی په وړاندې دمقاومت روحیه ور بښلې ده .
که چیري امریکایان د افغانستان له نا آرامه کولو څخه لاس واخلي ، افغان ولس قطعا د بل چا د هیواد دنا آرامي خیال نه لري ، که امریکایان د افغانستان په اړه دا تګلاره عملي کړي ، هم به يي خپل هیواد له امنیتي ستونزو خلاص وي او هم به یې د افغانستان او افغانانو سره په ارامۍ او سوکالۍ کې ستره مرسته کړې وي.
چې هم به د سپتمبر د پیښې په څیر د نورو خونړیو پیښو د تکرار مخه نیول کیږي او هم به د بي ګناه انسانانو ویني نه توییږي .
دا هغه څه دې چې موږ افغانان یې باید امریکایانو ته د سپتمبر د پیښې له څوارلسمې کلیزې د یادښت په توګه بیان کړو.
والسلام علیکم ورحمت الله و………….

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*