تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / د حج ټولنیزې موخې

د حج ټولنیزې موخې

لیکنه: استاد ابوشامل
حج په لغت کې: د قدرمن او محترم شي زیارت او هغه ته د ورتګ په معنا راځي.
او د شریعت په اصطلاح کې: په خاص وخت او ځانګړي طریقې سره د بیت الله شریف او اړونده شعائرو زیارت کولو ته وا یي.
حج د اسلام پنځم رکن دی د هجرت په نهم کال الله پاک په مسلمانانو د قرآنکریم په ایت فرض کړی: ﴿ وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴾ [آل عمران: 97]

hajjj

حج هم مالي اوهم بدني عبادت دی، حج په ظاهري بڼه سفر، بدني ستړیا او مالي لګښت بریښي، مګر د شریعت له مخې ډیر لوړ مقام لري مونږ دلته د حج هغه موخو او اهدافو څخه یادونه کوو چې زمونږ په ټولنیز ژوند کې خورا اغیزمنه ونډه لري.
د حج د موخو په اړه د اسلام فقهاو ډیر څه ویلي مونږ کوښښ کوو هغه اهداف وڅیړو چې مونږته په اوسني وخت کې ډیر اهمیت لري:
۱ – حج د اسلامي وحدت او ورور ولي عملي بیلګه اومثال دی: حج مسلمانان ټول یوبل سره نغاړي او د دوی ترمنځ د ژبې، رنګ، قوم، وطن ….په نوم ټولې پولي لمنځه وړي او یواځې د ایمان اوعقیدې په ټغر یي راجمع کوي، ټول په یولباس، یوې قبلې ته د یو الله عبادت کوي.
۲ – حج د ایمان او صالحو اعمالو مدرسه ده: د حج په مهال مسلمان د صبر، زغم، تواضع اونرمي په صفاتو عادت کیږي، په دغه ورځو کې د آخرت سختي او د الله تعالی عظمت ور یادیږي، او د الله د عبادت څخه خوند اخلي.
۳ – په حج کې انسان د الله د حقیقي بندګي اود نعمتونو احساس کوي: د احرام په شکل کې د خپل رب لپاره ځان حاجتمند معرفي کوي، اوپه داسې بڼه ځان ښیي ګویا کې رب ورته په قهر شوی، دی د هغه په وړاندې په دغسې خوار او عاجزۍ حالت کې ځان وړاندې کوي چې د الله پرې رحم راشي، په عرفات کې ولاړه د هغه غلام په څیر ده چې د خپل بادار نافرماني یي کړې، او له هغه څخه د عفو او بخښې سؤال کوي، د هغه لویي بیانوي او د خپلو ګناهونو لپاره مغفرت غواړي او د آینده لپاره له بدو توبه کوي، د طواف په حالت کې د هغه غلام په څیر ځان ښيي چې د خپل بادار په دروازه کې ولاړ وي او د خپلو حاجتونو د پوره کولو غوښتنه کوي، د حج د مناسکو په اداء کولو سره د صحت او شتمنۍ احساس کوي، او شکرکوي چې دواړه یي د الله په عبادت کې په کار واچول.
۴ – حج د انبیاء علیهم السلام د احوالو څخه ځان خبرول دي: د هغوی عبادت، دعوت، اخلاق، جهاد، صبر، او نرمي په اړه معلومات لاسته راوړل دي، حج د خپل اهل اولاد شتمني په پریښودو سره د الله سره د محبت یوه عملي بیلګه ده.
۵ – په حج کې مسلمانان یو د بل په حالت خبریږي: یو د بل په علم، پوهې، جهل، شتمني، ناداري، استقامت، او انحراف پوهیږي.
۶ – حج د اجرونو اوثوابونو موسم ده: په حج کې ګناهونه رژیږي، د الله له طرفه رحمتونه نازلیږي او د حاجتمنوسره مرسته کیږي.
په حج کې انسان د نورو حاجیانو سره یوځای د خپل رب په وړاندې په ډیره عاجزۍ او سرټیټۍ سره ولاړ وي د الله په وحدانیت، اولویي اعتراف کوي، د الله د حق په اړه د خپلې کوتاهي اقرارکوي، د خپلو ګناهونو لپاره د بخښې غوښتنه کوي، الله تعالی یي توبه قبلوي بالاخره خپل کورته له ټولو ګناهونو پاک – په داسې شکل لکه اوس چې له مور څخه
پیداشوی وي- را ګرځي.
۷ – حج د مسلمانانو لویه ټولنه ده: په دغه ټولنه کې خپل مسلمانان وروڼه ویني، د هغوی په لیدلو د خوشحالۍ احساس کوي، له دوی سره سلام تبادله کوي، یوبل ته ډوډۍ ورکوي، او د دوی ترمنځ نیکو کارونو ته بلنه او له بدو څخه ژغورنه او یوبل ته نصیحت صورت نیسي.
۸ – حج د احسان، نیکیو، او ګټو یوه ټولنه ده: په حج کې د هرچالپاره د کارکولو زمینه برابره ده، دعوتګران خپل فکر ته خلک رابولي، علماء خلکو ته تعلیم کوي، مفتیان د خلکو سولونو ته فتواګانې ورکوي، واعظان نصیحت کوي، ټول مسلمانان یوله بل سره شناخت کوي، شتمن او سخیان خیراتونه کوي، حاجیان د حج مناسک ادء کوي اوبیا د علم، نبوي سنتو، او اسلامي اخلاقو سره سم خپلو کورونوته راګرځي.
۹ – حاجیان د الله میلمانه دي: د حاجیانو تر ټولو غټه خوشحالي دا ده چې دوی د الله تعالی میلمانه دي، هر څوک د ثواب په نیت د دوی اکرام اوعزت کوي.
۱۰ – لنډه داچې حج د اسلامي ولس د غړو په تهذیب او اخلاقو کې ډیره فعاله ونډه لري: ټول اسلامي ولس د یو جسد په څیر دی، بیت الله شریف د دغه جسد زړه بلل کیږي، د حج په مهال په کال کې یوځل شتمن او توانا مسلمانان د نړۍ د هر طرف څخه لکه په وریدونو کې د وینې په څیر کعبې ته راځي، دلته څو ورځې تم کیږي د مناسکو په اداء کولو سره د دوی صفایي او تزکیه کیږي ګناهونه یي بخښل کیږي او نفس یي له هري ټولنیزي ناروغي لکه دروغ، کینه، حسد، ښکنځل، خیانت، منافقت… څخه پاکیږي، د حج د ادا کولو وروسته لکه د پاکې وینې په څیر د شیریانونو له لارې خپل اهل وعیال او وطن ته ستنیږي.
په پورتنۍ روحیه حج کول د ټولنې په پرمختګ کې پراخه ونډه لري، ځکه چې په دغه حج کې د افرادو تزکیه کیږي او د دوی په تزکیه کې د ټولنې تزکیه نغښتې ده، حج عبادت دی د عبادت د قبلیدو لپاره تر ټولو لومړی باید نیت صحیح شي ټول هغه ورونه چې د حج هوډ لري باید تیرو نقطو ته ښه متوجه شي تر څو حج څخه فایده پورته کړي او که نه خدای مه کړه حج بیا یواځې مالي لګښت او بدني ستړتیا ده، نه دی ورڅخه ګټه پورته کولی شي او نه هم د ټولنې په پرمتختګ کې رول اداء کولی شي، ځکه چې د نیت څخه پرته بیا د ده پاکې نه کیږي، دی بیا د پاکې وینې په څیر نه، بلکه د ناپاکې وینې په څیر اسلامي وجود ته ستنیږي.
دوشنبه ۳۰ / ۶ / ۱۳۹۴ هـ ش

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*