تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د میزان شپږمه د هیواد د تاریخ یوه زرینه ورځ

د میزان شپږمه د هیواد د تاریخ یوه زرینه ورځ

 هر کار (وړ او ناوړه) خپل عکس العمل زیږوي، د کمونیزم په غبرګون کې د اسلامي جهاد ناره پورته او د نړۍ تر طول او عرضه پورې خوره او خپره شوه، د کمونیزم خلاف جهاد څوارلس کاله وغځیده تر څو د ۱۳۷۱ هـ ش د غوایی په (۷) نيټه د روسانو په لاس کینول شوې وروستۍ څيره له واکه کوزه کړای شوه او د واک او ځواک لیونیو کابل سره وویشه حکومتونه یې په کې جوړ کړل او په ټول هېواد کې انارشیزم او ګډوډې پيل شوه کلي په کلي کوڅه په کوڅه پاټکونه جوړ شول، د هلکانو نکاحګانې وشوې، د مړیو نڅاوې وښودل شوې، د فرعون یاد تازه او د انسانانو په سرونو میخونه ټک وهل شول، له پتمنو خویندو تیونه غوڅ شول، په انساني سپيو هېوادوال وداړل شول او د ګران هیواد په هر ګوټ کې نوي نوي فسادونه ترسره شول؛ د ټول ملت سترګې د یو ناجي لور ته منتطرې او په دې هیله وې چې یو ژغورونکی راپيدا شي او د دې تراژیدیو د حل لپاره لاره راوباسي او ملت ته له هر ډول ناورینونو نه نجات ورکړي هماغه و چې د طالبانو اسلامي غورځنګ راڅرګند شو او په ډېره چټکۍ سره يي سیمې، ولسوالۍ او ولایتونه یو په بل پسې ونیول، او هلته یې د اسلامي شریعت مطابق پریکړې او فیصلې کولې، ولس ورڅخه خوښ و، خو د شریعت حاسدو او حاقدو دښمنانو ډول ډول تبصرې کولې، ډېری افغانان هم په ګډوډو سره وو: چا به طالبان امریکا ته منسوبول چا به ویل چې په پاکستان کې میشت د انګلستان سفیر طالبانو ته مرستې ورکوي. ځينې په دې اند وو چې طالبان د پخواني پاچا عسکر دي دوی به خامخا هغه راولي.taliban kabul

ځينو داسې ویل: چې طالبان به ډاکټر نجیب الله بیا د افغانستان واکمن کړی، او بعضو داسې اظهار کاو چې طالبان د پاکستان استخباراتو راپيداکړي او د هغو له پاره کار کوي.
هوکې! دا پورته تبصری، اظهارات، دعواوې او اټکلونه د ۱۳۷۵ کال د میزان په شپږمه ناسم او درواغ شول چې طالبانو کابل ونیو، مرتد نجیب یې وواژه او بیا یې په اریانا څلور لارې کې وځړاو، پخوانی پاچا ظاهرشاه یې هیواد ته راونه باله انګلیسان یې هیواد ته راونه غوښتل، له امریکا سره یې هم (ولاء او دوستي) ښکاره نه کړه بلکې د (براء او د ښمني) لاره یې غوره کړه. د پاکستان استخباراتي کسان یې هم د مکناټن او خلیلزاد په څير استقبال نه کړل.
د ټولو مغرضو مغرضې څرګندونې ناسمې ثابتې شوې د اسلام کورنیو او بهرنیو دوښمنانو د اسلامي نظام د پلي کېدو په وړاندې ناوړه او ناسم تبلیغات پيل کړل، او ناولیو کړنو ته یې لاسونه اوږده کړل، اسلامي حدود یې ظلم او بربریت وګڼل او زیاته یې کړه چې اوس د اسلامي شرعي حدودو د پلي کېدو او تطبیق وخت نه دی سیکولر پروفیسرانو او پوهاندانو د دې (حدودو) تطبیق کول حرام او ناروا وبلل.
همدارنګه د افغانستان ٪۵ برخې خاورې متعددو واکمنانو ډول ډول تبلیغات پیل کړل او جوړ کړل شویو قهرمانانو یې د اروپا او امریکا په لورې منډې ترړې شروع کړې د اروپايي ټولنې لمنه یې ونیوه او زارۍ یې پيل کړې.
ډېرو مجاهدینو د اسلامي امارت سیوری غوره کړ او ډېر بیا د خپلو جرایمو د پټولو له امله له مخالف لوري سره اشتي شول، ډېرو د پردیو غیږو ته پناه وروړه او له نړیوال کفر سره یې په شریکه د اسلامي امارت خلاف خپل شوم پلانونه همغږی او هماهنګ کړل.
د میزان شپږمه هغه نیکمرغه ورځ وه، چې طالبان کابل ته دننه شو ،په هیواد کې اسلامي شریعت تطبیق شو اسلامي امارت خپل حکومتي او دولتي تشکیلات اعلان کړل او د ټولو وزارتونو، ولایتونو، ولسوالیو مسؤلین وټاکل شول، اسلامي امارت خپل داخلي او خارجي سیاست څرګند کړ.
د میزان له شپږمې وروسته اسلامي امارت تر خپل قلمرو لاندې سیمو کې امنیت ټينګ کړ، هیوادوالو د دوي تر کنټرول لاندې سیمو کې په پوره ډاډ تګ راتګ کولی شو، ځکه چې غله او داړه ماران له منځه تللی وو.
د بیا رغونې کارونه له صفره پيل شول، دولتي ادارې ورغول شوې، معارف ته پاملرنه وشوه، د پولیسو نظام ته ځانګړې توجه وشوه، د سړکونو په بیارغونه او جوړونه لاس پورې شو، چې ډېر یې ورغول شول. سوداګریزو چارو ته ښه پاملرنه وشوه، تجارت پيل، ګمرکات منظم شول او لارې خوندی شوې، نظامي او پوځي تاسیسات ورغول شول، له ډېرو وختو (لسګونو کلونو) وروسته د قضاء سستم په اسلامي اصولو برابر شو د رشوت او واسطې مور مړه شوه او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اساسي او بنسټيزه اداره رامنځ ته شوه همدارنګه نور ډېر اساسي، اصولي او قانوني ګامونه واخیستل شول خو له بده مرغه، د نړیوال کفر په خيټه کې دردونه پيل شول، چې د هغه د درملنې لپاره یې ډول ډول علاجونه پيل کړل په اسلامي امارت یې اقتصادی بندیزونه ولګول، د بل کلنټن په مهال په افغانستان کروز میزائيل راوتوغول شول او بالاخره د (۱۱\۹\۲۰۰۱م) له پېښې وروسته نړیوال کفر یو لوی صلیبي اشر تیار او په ګران هیواد یې زمکني او هوايي پوځي یرغلونه پيل کړل، چې له دوو میاشتو مقاومت نه وروسته اسلامي امارت هم دولتي ادارې پریښودې او د نړیوال کفر خلاف یې دوباره جهاد پيل کړ چې دا دې او س د هماغې امریکا واکمنان د چین او افغانستان په ګډون د سولې خبرې کوي.
د (۱۳۷۵) د میزان د شپږمې غوندې د بلې بختورې ورځې په هیله.
لیکنه: عبدالرؤف «خپلواک»

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*