تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / عبیدي (فاطمي) خلافت څرنګه منځ ته راغی ؟

عبیدي (فاطمي) خلافت څرنګه منځ ته راغی ؟

بسم الله الرحمن الرحیم
د ځمکې پر مخ د انسان له ابادېدو نه ، را پدې خوا هر چا په خپل وار سره ، کوښښونه او هلې ځلې کړې ، چې د تاریخ په ستر او نه ختمېدونکي کتاب کې ، د ځان په اړه یو باب پرانیزي ، چې فاطمیانو هم په دغه تګلاره ، پل ایښی او د خپل دولت او خلافت په جوړولو کې یې ، هماغه د عباسیانو تګلاره غوره کړې وه ، لومړی یې د خپل شیعي مذهب ، فکر او عقیدې لپاره په یمن ، المغرب او مصر کې ، دعوت او تبلیغ په لاره واچاوه ، چې کله یې په دغو هېوادونو کې د خپل ، فکر ، عقیدې او مذهب لارویان او خپل طرفدار پیدا کړل ، تر دې پورې چې د اغالبه دولت وزیران یې ، هم خپلې عقیدې او مرستې ته را کاږه کړل ، چې تر ټولو د وروستنی مرحلې ، داعي او بلونکی یې ، ابوعبدالله علی بن حوشب الشیعي و او دخپل عبیدي فاطمي دولت او خلافت لپاره یې ، په (۲۸۰) هـ کال په المغرب کې او ( ۲۸۹ ) هـ کال یې خپل دغه دعوت شمالي افریقې ته وغځاوه .
په دغه موده کې ابوعبدالله وکولای شو ، چې د خپلو عقیدوي او فکري پیروانو یو ستر لښکر ، تیار او د اغالبه دولت په مقابل کې ، په پنځه کلنه جګړه لاس پورې کړي ، چې تر (۲۹۶)هـ کال پورې وغځېده ، ابوعبدالله د دغو جګړو په ترسره کولو سره وکولای شو ، چې د اغالبه ؤ ، دولت او پاچایي ته د پای ټکی کېږدي .
په دغه موده کې ، عبیدیانو(فاطمیانو) د خپل واک مزي ، تقریبا د المغرب هېواد زیاترو سیمو ته و غځول او د قیروان ښار لوېځې ټولې سیمې یې تر خپل ګورت لاندې راوستلې .
د عبیدالله المهدي منځ ته راتګ :
( عبیدالله د عبیدي فاطمي خلافت مؤسس او باني ، ځینې خلک یې د علي ابن ابي طالب نسل او خټې ته منسوبوي ، ځینې یې په خټه یهودی بولي او ځینې نور یې بیا هغو قرامطه او باطني ډلې ته منسوبوي ، چې په مکه مکرمه یې برید کړی وه ، ډېر بې ګناه حاجیان یې په حرم شریف کې دننه وژلي وه او حجر اسود یې ، هم پټ او احساء سیمې ته له ځانه سره وړی وه ، څوک یې چې علویانو ته منسوبوي ، هغوی یې د نسب لړۍ په دې ډول بیانوي : عبیدالله بن محمد بن اسماعیل بن جعفر بن علی بن الحسن بن علی بن أبي طالب . )
د دغو جنګونو پر مهال ابوعبدالله ، عبیدالله المغرب ته ور وغوښت ، عبیدالله هم د هغه بلنه ومنله او فورا په پټه او ډېر احتیاط د المغرب هېواد په تکل رهي شو ، مصر هېواد ته په رسېدو سره یې ، خپلو فکري او عقیدوي پیروانو تود هرکی وکړ ، خو له دې نه وروسته ، د لارې په اوږدو کې له یو لړ کړاونو او مشکلاتو سره مخ شو ، له دغو ستړتیاو او کړاونو سره سره ، د المغرب له پلازمېنې نه لرې او اخرني ښار ، سجلماسې ته ورسېده ، د دغه ښار په والي (الیسع بن مدار) باندې یې ، بې دریغه مالونه وخوړل ، ښې د بې غمۍ شپې او ورځې یې پکې تېرولې ، خو کله چې ابوعبدالله شیعي ، په ۲۹۶ هـ کال په اغالبه ؤ برلاسی شو ، نو عبیدالله او مېرمن دواړه یې بندیان کړل ، خو کله چې د ابوعبدالله د واک سیمې پراخې او لښکرې یې د سجلماسې تر څنډو و څورګو ور ورسېدلې ، د نوموړي ښار والي له سیمې نه و تښتېده ، عبیدالله او مېرمن یې له بنده ازاد کړای شول ، له خلکو نه یې ورته د خلافت بیعت واخیسته او له یوه ستر لښکر سره ، یوځای د اغالبه ؤ پخوانۍ پلازمېنې ( رقادې ) ښار ته ولاړ ، خلکو یې ډېر تود هرکلی وکړ او نوموړی ښار یې د خپل خلافت پلازمېنه وټاکه ، د جوماتونو او امام بارګاؤ امامان یې مکلف کړل ، چې د عبیدالله امیرالمؤمنین نوم ، د منبر له سره په خطبه کې یاد کړي او د مهدي امیرالمؤمین لقب یې ورکړ او په دې توګه د افریقې په شمال کې ، عبیدي فاطمي خلافت منځ ته راغی .
په المغرب هېواد کې د فاطمیانو ستونزې او کړاونو لړۍ :
د جنګي قوماندان ابوعبدالله شیعي وژل کېدنه :
د لومړنیو فتوحاتو په لاس ته راوړلو ، چې عبیدي فاطمي خلافت ته یې لاره هواره کړې وه او عبیدالله د خلافت پر ګدۍ د کېنولو په وجه ، ابوعبدالله شیعي د ټول المغرب هېواد وګړو ، بیا په ځانګړې توګه د بربري کتامه قبیلې په زړونو کې ځان ته ډېر ستر مقام او مرتبه جوړه کړې وه ، له دغه ځایه عبیدالله پر خپل ځان او خلافت و وېرېده ، خپلو ځانګړو قواو ته یې د ابوعبدالله او د هغه د ورور عباس د وژلو امر وکړ او په ۲۹۸ هـ کال یې دواړه و وژل ، چې د دې په وجه ډېری مغربي وګړو او کتامه قبیلې ، د عبیدالله خلاف پاڅون وکړ ، خو عبیدالله وکولای شو ، چې دغه پاڅون بېرته ارامه کړي .
د ادراسې نیول
کله چې عبیدالله په المغرب هېواد کې ، خپله واکمني ټینګه کړه ، د هیلو او امیدونو رسۍ نوره هم اوږده شوه ، د موسی بن أبی العافیة په قومانده یې ، په ۳۱۲ هـ کال پر ادراسه برید وکړ او ادراسه دولت یې ړنګ کړ ، چې په دې فتحې سره د موسی د اثر او نفوذ بڼې ببرې شوې ، له فاطمیانو سره یې د تړاو مزي پرې او د عبدالرحمن الناصر الأموي ، چې پر اندلس واکمن وه ، پوریې خپل ځان وتاړه ، عبیدالله د هغه کوبلو او ځپلو په خاطر په ۳۱۵ هـ کال ، خپل زوی او نومول شوی ځای ناستی ( ولی عهد ) أبالقاسم القائم ور واستاوه ، تر څو یې بېرته په خپل کنټرول کې راولي …fatemyan
او عبیدالله مهدیه ښار جوړ او د خپل خلافت پلازمېنه یې و ټاکه ، چې له دریو غاړو نه په سمندر پوښلې وه او یوه ستره کارخانه یې ، چې له دوه سوه نه د زیاتو کښتیو جوړولو ، ظرفیت یې لاره پکې جوړه کړه او دهغې پخوا کې یې ، د زویله په نامه ښار اباد کړ .
د أبي یزید مخلد بن کیداد اوښتون
په ۳۱۶ هـ کال ابویزید مخلد بن کیداد ، د فاطمیانو خلاف اوښتون او پاڅون پیل کړ ، چې د عبیدالله تر مرګ او أبی القاسم القائم د واک ترلاسه کولو پورې وغځېده ، ابو یزید د تورز په ښار کې پیدا ، را لوی ، قران کریم یې زده او د صفري خوارجو په عقیده ور واوښته ، له شیعه ګانو سره یې دښمني پیل ، ټول خوارج او بربر قبیله یې له ځان سره ملګري کړل ، په ۳۳۱ هـ کال خوارجو او ځینې بربریانو ، د فاطمیانو په خلاف د جنګ بیعت ورسره وکړ ، بربر هغه قبیله وه ، چې د طارق بن زیاد په مشری یې اندلس نیولی وه او همدارنګه یې له عبیدی فاطمیانو سره ، د خلافت په جوړولو کې ، ډېره ستره ونډه درلوده او هېڅ ثمره یې ترلاسه نکړه ، نو غوښتل یې چې د فاطمیانو واکمني ړنګه او د واک واګي یې پر خپل لاس کې ونیسي …
ابوالقاسم القائم تر خپل پلار نه زیات شریر او ملعون انسان وه ، انبیاؤ ته یې کنځلې کولې او ملګرو به یې دا ویل ، چې په غار حراء او خواوشا باندې لعنت و وایاست ، زیات شمېر علماء او عام وګړي یې په قتل ورسول ، په ۳۳۴ هـ کال کې و وژل شو .
فاطمیانو ابو یزید وټکا وه او په ۳۳۶ هـ کال یې دهغه پاڅون او اوښتون ، له منځه یو وړ ، خو د دغو پاڅونونو په وجه ، په شمالي افریقا کې د فاطمیانو واکمني ټکنی شوه او ډېر سخت مشکلات رامنځ ته شول .
د المغرب سیمې د فاطمیانو تر واکمنۍ لاندې راتلل :
د ابوالقاسم القائم تر وژل کېدو نه وروسته ، په ۳۳۴ هـ کال اسماعیل أبوطاهر المنصور د واک پر ګدۍ کېناسته او په ۳۳۷ هـ کال یې د المنصورې ښار په نوې او عصري بڼه جوړ او د خپلې واکمنۍ پلازمېنه یې وټاکه ، نوموړي ښار ته یې پنځه دروازې جوړې کړې د قبلې دروازه ، د ختیځ ، زویلة ، کتامه او فتوحاتو دروازې ، فاطمي لښکرو به جنګونو ته د تګ راتګ لپاره ، د فتوحاتو دروازه کاروله او پر خپل وخت کې نوموړی ښار ، د تجارت په ډګر کې ، ډېر پر مخ ولاړ …
وروسته بیا المعزبن المنصور راغی ، د خپل واک د ټیګښت مزي یې ، په هر لوري وغځول ، د فاطمیانو واک خلاف سرغړونکي یې ، وټکول له سبتې او طنجې نه پرته یې ، په ټولو منبرونو د فاطمیانو دعا ګویان پیدا کړل .
لیکنه : سیف الدین صاب

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*