تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / سرمقاله : تر یرغل څوارلس کاله وروسته

سرمقاله : تر یرغل څوارلس کاله وروسته

څوارلس کاله وړاندې د اکتوبر پر اوومه چې د تلې د میاشتې له پنځلسمې نیټې سره سمون خوري امریکایانو د خپلو بین المللي انډیوالانو په ملتیا پرافغانستان یرغل وکړ.
که څه هم چې امریکایانو دا یرغل په نیویارک او واشنګټن کې د سپتمبر د خونړۍ پیښې د غچ اخیستلو په پلمه وکړ ، خو له قانوني او حقوقي پلوه امریکایانو هیڅ داسې لاسوند نه درلود چې له مخې دي په یاده پیښه کې د افغانانو ښکېلتیا ثابته کړي او قانونا دي هغوی ته په افغانستان باندې د برید لامل په لاس ورکړي.
افغانان سره له دې چې له خپل هیواد څخه د دفاع په لاره کې ډېر حساس او ښه زرین تاریخ لري ، خو افغان ملت هیڅ کله هم نورو نړیوالو ته د ګواښ او تهدید اراده نه ده لرلې.
په تیرې شلمې پیړۍ کې چې افغانانو د انګلیس او پخواني شوروي اتحاد د متجاوزو ځواکونو څخه په مقابل کې هیواد او ولس څخه په مېړانه دفاع وکړه هغه هم د دغو ځواکونو د مقتدرو مشرانو د ناسم اقدام په مقابل کې د افغانانو د دفاعي غبرګون وو نه داچې افغانانو دي د هغوي په خلاف لومړنی تهاجمي اقدام کړی وي .
په افغانستان باندې د امریکایانو یرغل هم د سپینې ماڼۍ د چارواکو د ناسم سنجش او پریکړې له مخې تر سره شو چې هم خپله د امریکایانو د نړیوال وجاهت د له منځه تللو او هم د افغانانو لپاره د ډیرو زیاتو ستونزو د راپیداکولو باعث و ګرځیده .
په کار خو داوه چې امریکایانو تر نظامي اقدام له مخه د سپتمبر د پیښې په اړه پراخې پلټنې کړې وای ، د دې خونړي برید اصلي عاملین یې معلوم کړي او په نښه کړي واي. او د دوي په اړه یې خپل اسناد او شواهد بشپړ کړي وای او بیا يي د هغو مدارکو او لاسته راوړنو په پایله کې د افغانستان په اړه خپل تصمیم نیولای وای .
sarmaqalaaaaaپه هرصورت امریکايي چارواکو د سپتمبر د پیښې د غچ اخیستنې په پلمه په ډیر عجولانه او وحشیانه ډول پر افغانستان برید وکړ.
په دغه وحشیانه برید کې ټول زیان هغو مظلومو او جګړه ځپلو افغانانو ته واوښت کوم چې کلونه کلونه یې د شوروي د یرغل له وجې ترجګړو لاندې تیر کړي وه او د شورويانو په مقابل کې یې د خپل مقاومت په برکت سره همدا امریکایان هم د شوروي اتحاد له شره ژغورلي او دوی ته یې د نړۍ د بلا منازعه واکمنانو (یوقطب والي) امتیاز ور بخښلی و.
امریکایانو په خپل وحشیانه یرغل سره دافغانانو هغه جونګړې هم ور ونړولې چې د شوري اشغالګرو له بمبارونو او جګړو روغې پاتې شوې وې .
که څه هم چې امریکایانو د یرغل په پیل کې افغانانو ته د هغوی له هیواد څخه د جګړو ختمولو ، د دوی په هیواد کې د ښې حکومتولۍ راوستلو ، او دوی ته د ارام او سوكاله ژوند برابرولو ژمنې ورکړي خو د وخت په تیریدو سره د هغوی دا ژمنې ټولې ناسمې وختلې او افغانانو د سر په سترګو ولیدل چې امریکایانو هم لکه د نورو اشغالګرو په څیر افغانستان ته د خپلو ستراتيژیکو ګټو او مصالحو د ترلاسه کولو په خاطر ځان را ورساوه نه د افغانانو د امنیت ساتلو او نه دهغوی په هیواد کې د ترقي او پرمختګ راوستلو او یا دهغوی لپاره د یوه مقتدر او خپل واک نظام جوړ ولو لپاره.
که په ټولیزه تو ګه پر افغانستان باندې د امریکایانو د یرغل عواملو ته وکتل شي نو یواځې امریکایان نه دې چې په دغه وحشیانه یرغل سره یې افغانانو ته ډیر مشکلات ایجاد کړل او یواځې هغوی د دغه وحشیانه اقدام له امله پړ بلل کیږي ، بلکې خپله افغان سیاست وال هم د خپلو ناسمو سیاستونو له امله په لوی لاس پر افغانستان باندې د امریکایانو یرغل ته زمینه سازي کړي ، دوی وه چې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته يي یو له بل سره خپل منځي جګړې پیل کړي او همدا افغانان وه چې د خپلو ناسمو تګلارو په غوره کولو سره يي په افغانستان کې اجنبي مداخلاتو ته لاره برابره کړه او همدار افغان سیاستوال وه چې په هیواد کې د یوه افغان شموله ځواکمن ملي اسلامي نظام په رامنځته کولو کې پاتي راغلل
اصلا د افغان سیاست والو دغه ناسمې کړنې وې چې د شورویانو تر یرغل وروسته يي د امریکایانو یرغل ته لاره پرانیستله چې له بده مرغه له دغو ټولو ترخو تجربو وروسته لاهم همدې افغان سیاست والو د عبرت درس نه دی اخیستی او لاهم هماغسي د تیرو ناکامو تجربو او ازمویل شویو ناکامو سياستونو عملي کولو ته دوام ورکوي .
خدای دي وکړي چې نور د افغان قضیې ټول ښکیل لوري له دغو ترخو تجربو څخه په استفادې سره د خپل هیواد او ولس د ژغورنې لپاره داسې سالمې او سولیزې لارې چارې غوره کړې چې په هغو کې د افغانستان بشپړ نجات نغښتی وی .
والسلام علیکم ورحمت الله ……….

comments

3 comments

  1. شهاب غوری

    الله پاک دي خیر درکړي موږ خو اوده وو خپلی دغم او درد شپی مو هیڅ پیاد نه وي
    دشجاع کرزی او کارمل یاد مو راپیاد کړي دتیری کونکو په اړه مو راته لنډ مفهوم اوغوره تبصر ه وکړه
    خو الله پاک دی وکړي چي دروسانو په ډول شرمیدلی لاړ شی اوپه هیواد کی یو مسلمان حکومت رامینځ ته شی.
    غوري ………….له غوره

  2. کاکا خیل ... ملک

    مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه دي وي دهیواد دښمنان زنده باد دخپلواکۍ ساتونکي مجاهدین …
    کرزی خو اوس بعضی خلک دملت بابا یا هیرو بولی نه هغه پری شرمیږي اونه هم ویونکي
    امریکايی تیر اویا صلیبی امپراطوری به خدای جل علی شانه په دی خاوره کي له ماتی سره مخ کوي ځکه چي دا هیواد امپراطوری دله مینځه وړلو لپاره الله جل جلاله پیداکړي دي ….
    ستاسو له توجه څخه یو جهان مننه چي په دي اړه مو غمشریکی له اولس سره شریکه کړي ده …

    ستاسو ورور کاکاخیل

  3. ورځ به راشی کرزیان به خبر شی کرزیان خو فه هیڅ نه پوهیږی خو پوه به شی او خبر به شی چی تلی دقبر ته ورشی الله به خپل حساب ور سره وکړی

خپله تبصره ولیکې

. *

*