تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / فاطمي خلافت په مصر کې

فاطمي خلافت په مصر کې

بسم الله الرحمن الرحیم
د فاطمیانو له ډېرو کوښښونو او هلو ځلو سره سره ، چې المغرب ځان او خپل خلافت لپاره ، د امن زانګو جوړه کړي ، خو بیا هم په دې کار کې پاتې راغلل ، یو پاڅون به یې لا سم نه و ارام کړی ، چې بل به ور پسې پیل شو .
نو ځکه فاطمیان د یوه خوندي ځای په لټه کې شول ، تر څو هغه ځای د خپل خلافت پلازمېنه و ټاکي ، چې ناڅاپه یې سترګې د مصر پر هېوا کېتولې ، چې د امنیت ، اقتصاد او له هر پلوه ، د خپلافت لپاره ، ورته ډېر مناسب ښکاره شو ، نو له ۳۰۱ هـ کال نه را وروسته ، څو ځله د فاطمیانو لومړي خلیفه ، عبیدالله مهدي پر خپله د مصر د نیولو هڅې وکړي ، چې د لومړي لښکر مشري یې هم ، په خپله عبیدالله مهدي پر غاړه واخیستله ، د فسطاط ښار د نیولو ، هڅه یې وکړه چې د نیل سیند یې ، د پرمختګ مخه ډب کړه او بېرته اسکندریې ښار ته را وګرځېده ، خو د برقې په جګړه کې یې د عباسي خلیفه مقتدر له لښکرو نه ، سخته ماتې وخوړله او په څټ خپل هېواد المغرب ته را ستون شو .
په ۳۰۶ هـ کال عبیدالله د خپل زوی ، أبې القاسم په مشری یو لښکر ، د مصر نیولو په تکل سیمې ته واستاوه ، چې د اسکندریې ښار یې ونیوه ، وروسته یې بیا د جیزې ښار په لوري مخه کړه ، د ښار د قبلییز اړخ ډېری سیمې یې ونیولې ، خو د مؤنس خادم له لښکرو نه یې ماته وخوړه ، د فاطمیانو ټولې کښتۍ یې ورته وسوځولې او یو وار یې بیا ، په شا تګ ته مجبوره کړل …
په ۳۲۱ هـ کال یې د حبش بن أحمد المغربي په مشری ، یو بل لښکر سیمې ته ور واستاوه ، چې په ۳۲۲ هـ کال یې د طفج الاخشیدي له لاسه ماتې وخوړله ، چې دغه دواړه بریدونه یې د بحرین د قرامطه باطني ډلې پر مرسته او همکاري تر سره کړي وه .fatemyan
او په ۳۲۳ هـ کال د عبیدیانو دویم خلیفه أبي القاسم ، یو ځل بیا خپلې لښکرې د مصر په لوري ولېږلې ، خو په نوموړي هېواد کې ، د فاطمیانو داعیانو او بلونکو د دعوت په څانګه کې ، خورا ډېر کار کړی و ، تر دې پورې چې ډېری حکومتي چارواکي یې هم ، د خپل جال په لومو کې را ګېر کړي وه ، ځکه یې د اسکندریې په نیولو کې ، چندان دومره ستونزې و نه لیدلې او ډېر په اساني سره یې ، نوموړي ښار ونیوه ، خو خپل نصیب ورسره یاري ونکړه او بیا یې د اخشیدیانو له لوري ماته وخوړله ، خو بیا هم د مصري واکمنو او فاطمیانو تر منځ اړیکې ، لا هماغسې ورسره جاري وې ، چې وخت پر وخت به یې د مصر نیولو په اړه ، یو له بله سره مشورې کولې .
په ۳۳۴ هـ کال د مصر واکمن کافور ، له عباسيانو او فاطمیانو دواړو سره ، د ښو اړیکو ساتلو لپاره ، د اخشید زوی انوجور ته وصیت کاوه ، فاطمیانو سره به یې ډېرې نرمې او پستې خبرې کولې او ځان به یې د دوی طرفدار او پلوی شمېره او همدارنګه به یې له عباسیانو سره هم د ښو اړیکو ښکارندویي کوله او دواړه غاړې به یې په پسته خوله دوکه کولې ، له دغه وخت نه د ګټې پورته کولو په غرض ، فاطمي خلیفه معز خپله ټوله توجه ، په سیمه کې د فاطمي عقیدې خپرولو ته را واړوله ، چې له ډېرو زیاتو مصري وګړو نه یې ، د معز لپاره بیعت واخیسته ، چې زیاتره یې حکومتي چارواکي وه او همدارنګه یې په ۳۵۶ هـ کال ، د المغرب او مصر تر منځه د لارې په اوږدو ، د لارویانو د اوبوخور ځایونه او کوهيان جوړ کړل .
په مصر باندې د فاطمیانو د واکمنۍ پیل
د هجرت په ۳۵۷ کال د مصر واکمن کافور ومړ ، په حکومتي چارو کې ګډوډي پیل شوه ، د مصر امنیتي او اقتصادي وضعیت ، ډېر زیات خراب شو ، مصري حکومت پوځیانو ته له معاش ورکولو نه عاجز شو ، ډېری حکومتي چارواکي په دې خبره سره متفق شول ، چې فاطمي خلیفه معز لدین الله ته ، مصر ته د راتګ بلنه ورکړه .
او د هجرت په ۳۵۸ کال د ربیع الثاني په میاشت کې ، عبیدیانو د جوهرالصقلي په مشری ، مصر ته یو ستر لښکر ، چې شمېره یې یو لاک سپرو ته رسېدله ، ور واستاوه او د اسکندریې ښار یې ، له کومې جګړې نه پرته ونیوه ، خو کله چې د فسطاط ښار ته ، د اسکندریې نیولو او جوهرالصقلي ، د ور رسېدو خبر ورسېده ، نو مصري وزیر جعفر بن الفرات او ورسره ملګرو یې ، دا پرېکړه وکړه ، چې له جوهر سره د مصریانو د سر ومال په خوندي ، پاتې کېدو سوله وکړي ، چې د سولې دغه غونډه ، د هجرت په ۳۵۸ کال د رجب په میاشت کې ، د بحیرې ولایت ابې المطامیر سیمې ، په تروجه کلي کې تر سره شوه ، چې فاطمیان به یوازې د اصلاح په خاطر ، مصر ته راځي ، د مصري وګړو په مال ، حال او عقیدې به څه غرض نلري او مصریان به د خپلې خوښې او مرضي مالکان وي ، که څوک په خپله سني عقیده پاتې کېږي او یا هم شیعه کېږي ، خو څوک به یې مجبوره کوي نه ، چې شیعه شي …
خو د پوځ یوې ډلې سوله ، ونه منله او له جوهرالصقلي سره ، د جګړې ډګر ته کېوتل ، چې له یوڅه مقابلې نه وروسته بېرته ، له جګړې لاس په سر شول او په هماغو شرایطو یې ، سوله ییز حل ته غاړه کېښوده .
او د مصر په نیولو سره د فاطمیانو ، په واک کې ښکاره پراخي او بدلون منځ ته راغی ، د فسطاط ښار شمال لوري ته ، د هجرت په ۳۵۸ کال ، د شعبان میاشتې په ۱۷ نېټه ، د المنصورې ښار د بنسټ او زېر بنا ډبره کېښودل شوه او د معز لدین الله (فاطمي خلیفه) د اوسېدو لپاره یې ، د ختیځې ماڼۍ (القصرالشرقي) په نامه یوه ستره ودانۍ جوړه کړه .
او تر څلورو کلونو پورې ، نومړی ښار په المنصور نوم یادېده ، چې وروسته بیا معز د نېک پال لپاره په قاهره ( بریالۍ او غالبې ) په نوم سره ونوموله او د هجرت ۳۵۹ کال باندې یې د خپل فاطمي اسماعیلي مذهب د خپراوي او شیعه مذهب په اصولو ، د عبادت په خاطر یې د ازهر جامع جومات ، د بنسټ ډبره کېښودله ، تر څو خپل عبادت له مصریانو نه په پټه تر سره کړي ، چې د مصري وګړو قهر او غوصه د ځان خلاف را و نه پاروي ، چې د دوو کلونو په موده کې سر ته ورسېده او د هجرت په ۳۶۱ کال د رمضان المبارک په ۷ نېټه ، پکې د لومړي ځل لپاره لمونځ ادا کړای شو ، په لومړي ځل د مصر په ټولو جوماتونو کې ، په منبر د فاطمي خلیفه معز لپاره په خطبه کې دعا وشوه ، دعباسي خلیفه نوم له سکې نه لرې کړای شو او د فاطمي شیعه خلیفه المعزلدین الله ، د نوم سکه یا روپۍ جوړه شوه ، همدارنګه یې د تورو جامو په اغوستلو ، چې د عباسیانو شعار ګڼل کېده ، پابندي ولګوله او د شیعه ګانو یو ځانګړی درود یې ، د جوماتونو پر امامانو لازمي وګرځا وه .
لیکنه : سیف الدین صابر

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*