تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / ابدالي احمد شاه بابا(رح)

ابدالي احمد شاه بابا(رح)

پر ننګ مړ خو څه مړ ندی
د بې ننګه ژوند جفا ده
لاس بـه وانخـلـم له نـنـګـه
که په ننګ پاته دنیا ده
چې سر پرېکړي احمدشاه!
د هغو میـنه رښـتیـا ده
دا خو ټولو ته بیخي معلومه ده چې بابا کله، څه وخت او چیرې زوکړی بیا هم د زوکړې په اړه یې لږ وضاحت پکار دی هغه دا چې په دې هکله دوه ډوله روایات لیدل کیږي یو دا چې ویاړلی بابا په هرات کې زیږېدلی خو ځينې په ملتان کې یو کور بابا ته منسوبوي او ادعا لري چې په ملتان (اوسني پاکستان) کې یې د ژوند لومړۍ چیغه کړې خو د هرات روایت یې نسبت ملتان ته قوي بریښي.
دا چې د لوی احمدشاه بابا ژوند له تنکۍ ځوانۍ تر ګوره د رزم و بزم لړۍ وه نو راځئ چې دغه زرین څپرکي ته لږ ورتم شو.
بابا د پنځه ویشتو کلو زلمی و چې د شیر سرخ بابا زیارت جرګې له ډېرو سلا، مشورو وروسته د ټولو قومونو او قبیلو په نماینده ګۍ د هیواد مشر وټاکه. څرنګه چې بابا غښتلی، پوه او هوښيار زلمی او د یو مدبر، ځيرک او عالم شخصیت څښتن و نو جدي فیصلې او ګامونه یې واخیستل. تر هر څه ړومبی یې مرکزي حکومت، د خواږه ټاټوبي د پولو تثبیت او په سر کې په هیواد؛ مستحکم، متفق، ټولمنلی او تاریخي نوم (افغانستان) ایښودو ته پاملرنه وکړه. په ډېره چټکۍ یې بېړني اقدامات وکړل، وخت په وخت یې جرګې او مرکې راغوښتلې او دایرولې تر څو غلیمانو ته کلک ځواب ووایی او هوتکي بزم او نوم نښان راژوندی کړي. دا چې دی د نادر افشار په لښکر (فوځ او عسکرو) کې منلی سړی و نو لږ لږ یې ځان پیاوړی کړی و، یانې په کلیواله اصطلاح چا یې خبرې ته غوږ نیوه. د نادر افشار تر دسیسه يي او مرموزې وژنې سمدستي وروسته یې د نادرافشار د مېرمنې په احوال او خبر د شاهي دربار او د نادر د کورنۍ د شخصي جایداد او شتو په ښه شان ساتنه وکړه نو د نادر مېرمنې هم د (کوه نور الماسو) باندې ونازاوه چې دغه تاریخي ډالۍ اوس د انګلستان د ملکې د تاج ځلا او ښکلا ده، هغه هم زمونږ له لاسه یانې د سپيو له بې غیرتۍ ګیدړان په بامو ګرځي.
دا حقیقت دی چې بابا وړ، باصلاحیته او باکماله سړی و او ولې به نه و چې د ځېږې خاورې بچی و، موخه مې له دومره اوږدې مبتدا دا وه چې بابا نیمايي ژوند د وران وطن په سمونه کې صرف کړ خو یوه لویه امپراطوري یې په میراث پریښوده. د هیواد سرحدونه یې تر چین و هنده پورې ورسول، د اسلام د مبارک دین د خپراوي او استحکام لپاره یې نه ستړې کېدونکې منډې ترړې او هلې ځلې وکړې. خلک (خپل او بل) یې د ازادۍ او ژوند په ارزښت وپوهول، ډېرې غزاوې او جنګ جکړې یې وکړې، هندوستان یې ازاد کړ. وګړي یې هوسا کړه، د پښتونخوا تش او خالي ډګرونه او خړ غرونه یې د شهامت، مېړانې او پرخمتللي تمدن بېلګې او الګو وګرځول. د پاني پت مشهوره سوبه یې وکړه چې د جګړې تکتیک او طرحه یې لاتراوسه د نړۍ په ډېرو حربي ادارو کې تدرسیږي او د یوې هیښندې نمونې په توګه یادیږي.
خرقه مبارکه یې هیواد ته د وزیر شاه ولي خان په همت راوړه، ډېر زیات عمراني او عرفاني کارونه یې سرته ورسول چې د دغو شاهکارونو کیسې او نمونې يې زښته زیاتې او مشهورې دي چې ویاړونه جوړوي او عجیب احساس راکوي خو ارمان احمدشاهي وطن هغسې پاته نشو.
بابا عالم، شاعر او صوفي سړی هم و، که په دې هکله څه ونه وایو او یوازې جنګي اړخ او شالید یې نېغ نېغ کوو هم به له نیاو او انصافه لېرې خبر وي، ویلی شو چې بابا مجلسي او د هجرې جومات سړی و نو په خپل دربار کې یې اوچت اوچت عالمان درلودل، مانا له دې لوري هم بابا او دربار يې غني و، د شعرونو دیوان ترې راپاتې هم یې په پښتو او هم یې دري خواږه اشعار ویلي چې لاتراوسه یې ثاني نه لیدل کیږي او د بابا د تقوا، تصوف، او عالمانو ته د درنښت هم خورا زیات مثالونه لرو، لکه د هندوستان په یوه غزا کې یو هندي راجه سرغړاوی وکړ هغه داسې چې له مالیې او د افغانستان د یوې برخې په توګه یې د خپلې سیمې له منلو انکار کړی و نو د بابا تر قهر او غصې لاندې راغی نو ځان یې پټ کړ او خپله سیمه یې د بابا د لښکرو پوسیله محاصره پريښې وه.له مګرو سره تر مشورې وروسته د بابا دربار ته حاضر شو خو وار د مخه یې له خاورو ډک جوالونه بابا ته وړاندې کړل او ورته ویې وویل چې دا د هندوستان د زیارتونو سپېڅلې خاورې دي، که په روی د دې مو وبښې هماغه و چې بابا د تل په څېر صله رحمۍ او عفوې په سبب نوموړی معاف کړ، بېرته یې د هماغې سیمې نواب وټاکه او د خپل ځلانده شخصیت یو بل اړخ یانې تواضح او انکساري یې هم وښوده.
اخر دا چې بابا له ډېرو منډو، ترړو، غزاوو، خدمتونو او بې ساریو لاسته راوړنو (په ټولو برخو البته ډېر په غزاوو، یو څه عمراني کړنو او تر څه کچې فرهنګي کارونو) وروسته د اکتوبر په ۲۳ نيټه د سرطان د ناروغۍ له امله وفات شو. دا و د بابا د خورا زیاتو لاسته راوړنو مشت نمونهٔ خروار او کوچنۍ بېلګې! کنه؛ یانې مبالغه به نه وي چې ووایو د بابا شخصیت او له هر څه وړاندې؛ وطن سره د مینې او خدمت په هکله کتابونه کتابونه لیکنې بسنه نه کوي.
(اروا دې یې ښاده او یاد دې یې تل وي)
لیکنه: خالد مشال

comments

One comment

  1. der shaista khalod mashal. Rehmat da wi pa baba bande.

خپله تبصره ولیکې

. *

*