تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / له شرعي حدودو انکار او هغه وحشي قانون بلل کفر دی!!

له شرعي حدودو انکار او هغه وحشي قانون بلل کفر دی!!

زنا هغه جرم او ګناه ده چې انسان یې مرتکب شي؛ نو که هغه پخپله اقرار وکړي او یا څلور نارینه، مسلمان،عادل، بالغ او خپلواک شاهدان پرې تیر شول په یو ځای او یو وخت شاهدي ووایی. نو که چیرې د ده جرم ترسره کونکی ناواده شوی و او د فقهې ټاکلي شرطونه په کې موجود وو، بیا به د اسلامي حکومت له خوا سل دورې وهل کیږي؛ خو په سر، سینه او شرمګاه به یې نه وهي. او که ددې عظیم جرم او ګناه کونکي واده درلود بیا به یې په کاڼو ولي البته که ښځه وه نو ترسینې پورې به ځای ورته ژوروي، په دې شرط که پخپله یې اقرار کړی و؛ اما سړي ته به زمکه نه ژوروي. تر هغه به یې په کاڼو ولي تر څو ومري، که اقرار کونکی د کاڼو ویشتلو په مهال وتښتیده نو نور به یې نه ولي ځکه چې دی له خپله اقراره واوښته. شاهدان به داسې ګواهي وایی څرنګه چې اسلامي فقهې ښودلې، اقرار کونکی به هم څلور وارې په څلورو ځایونو کې اقرار کوي، لکه څنګه چې ماعز څلور ځله اقرار وکړ، ولی چې هغه درې ځله له نبوي جوماته د باندې ووت او راننوت؛ چې څلورم وار یې اقرار وکړ نو د حد حکم پرې جاری شو.
د زنا حرمت په قرآنکریم ذکر شوی، الله عزوجل وایي: (ولاتقربوا الزنا انه فاحشة وساء سبیلا…) زنا ته مه نژدې کیږئ ځکه چې دا ستره بې شرمي او ډېره ناوړه لاره ده. د بنی اسرائيل سورت (۳۲) ایت. په بل ایت کې الله جل جلاله داسې وایی: (الزانیة والزاني فاجلدوا کل واحد منهما مائة جلدة…) د نور سورت (۲) ایت. یعنی نو زناکار او زناکاره دواړه له دوی نه سل سل دورې ووهئ. زنا ته یې (فاحشة وساء سبیلا) ځکه ووایه چې دا ډېر ناوړه کار دی په ټولو قومونو کې حرام دی په یوه قوم کې یې هم جواز نشته، ولې چې (سلیم الطبع) وګړي که د هرې عقیدې والا وي کرکه او نفرت ترې کوي ان کفري هیوادونه هم د زنا د حراموالي قوانین جوړوي او هغه پاس کوي، ځکه هغوی هم د غورځول شویو ماشومانو مړیو پسې نشي رسیدای او نه د حرامیانو پالنه کولی شي.
د زنا د حراموالي په هکله خوږ نبي صلی الله علیه وسلم وایی: (لا یحل دم امرئ مسلم الا باحدی ثلاث: الثیب الزانی والنفس بالنفس والتارک لدینه المفارق للجماعة) متفق علیه.
یعنی د یو مسلمان سړي وینه تویول نه دی روا، خو په دریو لارو سره جائز دی د بوډا زناکار، یو کس چې بل تن ووژني او چې دین پریږي او له مسلمان جماعته جلا شي نو د دې کسانو وینه تویول روا دي.hodoodullah
د ټول مسلم امت په دې اجماع ده چې زنا حرامه، ډېر بد او ناوړه عمل دي الله جل جلاله د دې شرمونکي فعل له شره د خلاصون لاره حد ټاکلی چې مخکې یې تفصیل تیر شو.
زنا نه بښونکی جرم دی، داسې جرم دی چې مرتکب یې له وهلو او وژلو پرته پریښودل نه دي په کار، ځکه د ده د جرم له امله د الله جل جلاله حقوق له پښو لاندې کیږي، په ټولنه ظلم رامسلطیږي، په نسل او د ټولنې په نظام باندې تیری کیږي او نسب ګډوډيږي او زورواکان د بیوزلانو په ناموس باندې تیری کوي، خو چې د دې ناوړه عمل په مرتکب باندې حد جاري شي؛ نو له ټولنې به د بدکارۍ او فحشاء ټغر ټول شي، همدا حد د ټولنې د خوندیتوب ضمانت کوي، ځکه الله جل جلاله وایي (ولیشهد عذابهما طائفة من المؤمنین) د نور سورت (۲) ایت. د دوی دواړو عذاب ته دې مسلمانان راحاضر شي، حد به هم په عام محضر کې ورکول کیږي، چې یو په حد شي بل دا جرأت نشي کولی چې هغه د زنا مرتکب شي، ولې چې بیا ټول خلک ویریږي.
زنا لوی جرم دی په قرآن، سنت، اجماع او قیاس سره یې حراموالی ثابت دي، له دې انکار کول او یا یې وحشي قانون ګڼل، دا کفر اوارتداد دي، څوک یې چې له حرمته انکار کوي؛ نو هغه کافر کیږي او چې وحشي او ظالم قانون ورته وایي هغه هم مرتد بلل کیږي.
تیره اونۍ په افغانستان کې یوه ښځه د زنا په کولو سره په حد شوې وه جزئيات یې پوره واضح نه دي چې آيا طالبانو په حد کړه او که د بل چا کومه دسیسه وه؟ او آيا څلورو شاهدانو ګواهي ورکړه، که خپله یې اقرار وکړ؟ او دا هم پوره څيړنه او تحقیق غواړي چې آيا په اوسنیو کړکیچنو حالاتو کې حدود نافذیدای شي که نه؟ ځکه د افغانستان نژدې (۳۰) ولسوالۍ له طالبانو سره دی (۳۰) ولسوالۍ داسې دي چې دواړه غاړې پر هغو د کنټرول دعوی کوي. بل دا چې ایا د افغانستان بلواکه اداره او قضاء کولی شي چې حدود نافذ کړي او که نه؟ او د دوی له خوا حدود جاري کول جواز لري که نه؟
په هر حال ښځه وه په حد شوه رسنیو یې راپورونه خپاره کړل، د افغانستان وګړیو نظرونه او رأیې پرې ورکړې، خپګانونه پرې ښکاره شول ځينې خو دومره لرې لاړل لکه د حوریې په نوم یوې ښځې ګډ‎ې وډې وویلې چې حدود یې له اسلامه نفې کړل ویې ویل چې په اسلام کې د ښځې په حد کول نشته او دا کړنه یې غیر انساني او غیرافغاني ونوموله. او دا کار یې ډېر بد وګڼلو.
هوکې! په اسلام کې حدود په شرائطو سره ثابت دی قرآن، حدیث او اسلامي فقهې سخت شرطونه او قیودات ورته ایښي، چیرته چې د مسلمانانو په هیواد کې دا بد او ناوړه عمل (زنا) تر سره شي او ټول شرطونه یې پوره وي نو مسلمان حاکم به هغه (زناکاران) په حد کوي تر څو له ټولنې د فحشاء او بې حیایۍ ټغر ټول شي.
لیکنه: عبدالرؤف «خپلواک»

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*