تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / د صفرې میاشت او د هغې ناوړه دودونه

د صفرې میاشت او د هغې ناوړه دودونه

صفره د هجري قمري دوهمه میاشت ده، چې صفر المظفر او صفر الخیر هم ورته وايي عام پښتانه یې څپره بولي. د مظفر معنی کامیابي او بریالیتوب دی او د خیر معنی یې ښیګڼه او نیکي ده ولي ځینو خلکو دا میاشت منحوسه او کرغیړنه بلله نو د دې ناوړه عقیدې د ختمولو په خاطر صفر المظفر او صفر الخیر ونومول شوه چې دا د بریالیتوب او خیر میاشت ده د نحوست او کرغیړنتوب میاشت نه ده. د جاهلیت زمانه کې د دې میاشتې په هکله عجیب او نا اشنا توهمات او خیالات موجود وو چې اوس هم شته.
د اسلام له ظهور او راتګه وړاندې په عربو کې څلور میاشتې (ذي القعده، ذي الحجه، محرم او رجب) محترمې او عزتمنې ګڼلې او هغو ته یې (اشهر حُرم) نوم ورکاو، چې په دې میاشتو کې یې له جنګ جګړې نه ډډه کوله، د اسلام له راتګ مخکې په عربو کې جهالت او ناپوهي لږ نوره هم زیاته شوه او د (نَسِیُ) رسم او رواج یې دود کړ، که کومې قبیلې به په محرمو میاشتو کې د جګړې اراده درلوده نو مشر به یې اعلان وکړ چې سږ کال مونږ (محرم) میاشت له عزتمنو میاشتو وویستله او د هغه په ځای صفره محرمه (عزتمنه) شوه او د محرم میاشت ترې ووتله.
هغوی به د میاشتو شمیر پوره کولو خو خپلې جنګي غوښتنې به یې ترسره کولې او په میاشتو کې به یې ادلون بدلون راوست؛ چې په محرمو میاشتو کې به یې جګړه روا کوله نو په قران کریم کې د (نَسِیُ) غندنه وشوه او د عربو په ناپوهۍ او کفر کې د زیاتولي لامل وبلل شو. چې د دوی دې عمل (حرام) حلالول او (حلال) یې حرامول.
عربو د صفرې میاشت بد شاګونه بلله ویل یې چې په دې کې مصیبتونه نازلیږي، د نحوست (بدمرغۍ) او پریشانیو میاشت ده.
ځینې عربان په دې ګومان وو چې انسان کله وږی شي او د لوږې ستونزه ورپيښه شي، نو د دې لامل دا دی چې د انسان په ګيډه کې یو مار دی چې صفر یې بولي، یا یوه ناروغۍ ده چې د لوږې په مهال انسان ځوروي او د هغه نوم صفر دی.SAFARA
بعضې خلک په دې اند دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د رحلت ناروغۍ په همدې صفره کې ورپيښه شوه چې تر دیارلسو ورځو پورې جاري وه، چې دا ورځې د هر چا په هکله بد مرغه او منحوسې دې ، دې ورځو کې واده او کوزده هم بد ګڼي او د خوښۍ له ټولو کارونو څخه ډډه کوي او وايي چې په صفره کې کومه واده او کوزده وشي نو هغه صفر شي.
یوه داسې انګیرنه او خیال هم شته چې په دې میاشت کې له اسمانه پیریان راکوزیږي نو ګرځیدونکي راګرځیدونکي باید (بسم الله ) ووايي چې پیریان ورته ازار ونه رسوي. او ځینې خلک د دې میاشتې په پای کې صندقونه، پېټۍ، دروازې او دیوالونه په لرګي باندې وهی چې پيريان وتښتي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپلو لارښوونو کې صفا صفا د داسې نظریاتو او توهماتو تردید کړي او ویلي یې دي: (کونګ، ستوري او صفره حقیقت نه لري) یعنې اغیزه نه کوي. (مسلم) د صفرې په اړه یو موضوعي حدیث ملا علي قاري رحمة الله علیه په موضوعات کې نقل کړي:
چا چې حدیث جوړ کړی هغه وايي په ده باندې چې چا د صفرې د ختمیدو زیری وکړ زه به د جنت زیری ورکړم.
د صفرې د ورورستۍ چهارشنبې په هکله ځینې داسې عقیده لري چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې ورځ لږ روغ شو چې غسل یې وکړ او چکر یې وواهه؛ نو اوس هم داسې عقیده لرونکي شته چې په همدې ورځ سیل او سیاحت کوي په باغو کې ګرزي ځینې په دې ورځ روژه نیسي. او روژه د ډیر ثواب ګټلو لامل ګڼي.
بعضې د دې ورځې په ماښام حلوا پخوي، ځینې چڼې وویشوي او تقسیم یې کړي، دا ورځ په ډیر درنښت سره لمانځي، کارګر هم له خپل مالکه خواږه غواړي بعضې کسان تعویذونه کوي چې له مصیبتونو نه خوندي پاتې شي په ځانګړي ډول د صفرې له مصایبو څخه.
له حضرت مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله نه چا د صفرې د وروستۍ چهار شنبې په اړه پوښتنه کړې چې دا ولې لمانځل کیږي؟ نو ګنګوهي رحمه الله په ځواب کې ورته کښلي چې: د صفرې د ورستۍ چهارشنبې په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ناروغۍ سخته شوه چې په مدینه کې شته یهودیان خبر شول چې د سید الکونین صلی الله علیه وسلم رنځورتیا خورا سخته شوې، هغوی خوښ شول، د هغه د مرض په شدت یې خوښي څرګنده کړه او صدقه یې وکړه. (فتاوی رشیدیه)
د افغانستان په زیاتره سیمو کې ښځینه په همدې ورځ سره راټولیږي خواړه پخوي خپله یې خوري او هم یې ويشي او وايي چې بیبیانې یادوو، هغوی وایي چې د صفرې د وروستۍ چهارشنبې په ورځ د رسول صلی الله علیه وسلم صحت لږ ښه شو نو امهات المؤمنین صدقه ورکړه نو مونږ هم خیر خیرات کوو. خو مولانا ګنګوهي رحمه الله دا د یهودیانو خوښي او خوشحالي بللې ده.
لیکنه: عبدالرؤف «خپلواک»

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*