تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / له انسان سره د تعامل اسلامي لارښوونې

له انسان سره د تعامل اسلامي لارښوونې

بسم الله الرحمن الرحیم
مسلمان باید همېشه دا په نظر کې ونیسي ، چې دا یو فطري او الهي قانون دی ، چې د ټولې نړۍ انسانان یې ، پر یوه وخت کې هم ، په یوه فکر، یوه عقیده او یوه نظر ندي پیدا کړي ، تر دې پورې چې د الله جل جلاله ، د وحدانیت په مسئله کې هم ، یو له بل سره اختلافات لري ، لکه څرنګه چې الله جل جلاله په خپل کتاب ، قران کریم کې مهرباني کړېده : « ولو شاء ربُّکَ لجعل أُمَّةً واحدةً و لا یزالون مختلفین » هود سورت ۱۱۸ آیت ، که چېرې ستا رب څښتن تعالی غوښتلي وای ؛ ټول مخلوقات به یې په یوه ډول ، ( په هدایت یا ګمراهۍ ) پیدا کړي وای ، نو بیا به داسې ګډوډ نه ول ، چې ځینې مسلمان ، ځینې کافر یعنې له یوې مخې به ټول یو رنګ وه ؛ همدارنګه په بل آیت کریمه کې فرمایي : « ولو شاء ربک لآمن من فی الأرض کلهم جمیعاً » یونس سورت ۹۹ آیت ، که چېرې ستا رب غوښتلی نو د ځمکې پر سر ټولو خلکو به ، ایمان راوړی وای ؛ همدارنګه په یوه حدیث شریف کې راغلي چې : « ان الیهود افترقت علی احدی و سبعین فرقة ، و ان النصاری افترقوا علی ثنتین و سبعین فرقة ، و ستفترق أمتي علی ثلاث و سبعین فرقة ، کلها فی النار الا واحدة [ قالوا : ومن هم یا رسول الله ؟ ] قال : ما أنا علیه و أصحابي » رواه اصحاب السنن و المسانید ، پیغمبرعلیه السلام فرمایي ، چې یهودیان یو اویا ډلې وه ، نصاری دوه اویا او زما أمت به دری اویا ډلې وي ، ټول به په دوزخ کې وي ، یوازې یوه ډله به جنت ته ځي ، صحابهء کرامو پوښتنه وکړه ، چې څوک به جنت ته ځي ؟ پیغمبرعلیه السلام ځواب ورکړ : څوک چې زما او زما د ملګرو په لاره روان وي هغوی ؛ د هود سورت په ۱۱۹ آیت کې ، الله جل جلاله فرمایي : « الا من رحم ربک ولذلک خلقهم وتمت کلمة ربک لأملأنَّ جهنم من الجنة و الناس أجمعین » مګر هغه خلک چې الله پاک پرې رحم کړی او د پیغمبرانو تابعداري یې کړېده ،هغوی به دوزخ ته ، نه اچول کېږي ، نو د دې لپاره یې مختلف پیدا کړيدي او الله جل جلاله پرېکړه کړېده ، چې ګمراهان او لاره ورک به ، ټول دوزخ ته ور واچوي او دوزخ به پرې ډک کړي .
نو په دغه وجهه باید یو مسلمان ، دا خبره پرته له کومې حیرانتیا اوتعجب نه تسلیم کړي ، چې هر مهال به پر ځمکه باندې ، د دوی فکري او عقیدوي مخالفین موجود وي ، چې یو مخ به یې د ځمکې له سر نه ، ورکول نا ممکن او ناشونی کار وي او دغه خبره مونږ ته خپل اسلامي او محمدي غراء شریعت راښودلې ده ، چې پر خپل ګاونډ او چاپېریال کې به ، له هر ډول مېشتو وګړو سره ډېر ښه ، سوله ئیز او د تفاهم په فضا کې ژوند تېروئ .taamool islami
چې په دې اړه ډېرې شرعي ، بېلګې او دلایل را نقل شويدي ، چې اسلام له هر ډول ، هر فکر او عقیدې سره تړلو خلکو سره ، بې اندازه ګوزاره او نرمي کړېده ، په خپل ګاونډ کې د ښه او سوله ئیز ژوندانه تېرولو ، دغه بېلګې او دلایل ډېری عام او پراخ بنسټه دي ، چې کافر او مسلمان ټولو ته شاملېږي ! او د قیامت تر ورځې پورې به ، پر خپل اصالت او ړومبي حالت باندې پاتې وي ، ځکه چې الله پاک یې پر خپله ، د ساتلو وعده کړېده او مسلمانان یې هم د خپلو ګټو لپاره نه بدلوي او نه یې بدلولای شي ، لکه څرنګه چې یهودیانو خپل دین او کتاب ( تورات ) بدل کړی دی ، چې د الله جل جلاله رحمتونه یې د ځان لپاره ځانګړي کړيدي او عذابونه یې د نورو لپاره خاص کړيدي ، ځانونه پر ځمکه کې د الله جل جلاله اصلي استازي ګڼي او نورو امتونو ته د خرو او قچرو نسبت کوي ، دا چې زمونږ شریعت د ټولو انسانانو درناوی کوي ، په قران کریم کې دا ډول ، ډېر دلایل راغلي دي : « و ما أرسلناک الا رحمةً للعالمین » انبیاء سورت ۱۰۷ آیت ، او ته ما نه یې لېږلئ ، مګر رحمت لپاره د ټولو انسانانو ؛ په دغه آیت کریمه کې ، الله پاک جل جلاله رحمت یوازې په مسلمانانو پورې ځانګړی نکړ ، بلکه د ټولو انسانانو لپاره یې ، پیغمبرعلیه السلام رحمت ګرځولی دی ، بل ځای د پېژندګلو په اړه په دغه آیت کریمه کې فرمايي : « یا أیها الناس انا خلقناکم من ذکرٍ و أنثی و جعلناکم شعوباً و قبائل لتعارفوا ، انَّ اکرمکم عندالله أتقاکم ان الله علیمٌ خبیر » حجرات سورت ۱۳ آیت ، ای انسانانو تاسو مې له یوه نراو یوې ښځې ( آدم علیه السلام او حوی ) نه پیدا کړي یاست ، ډلې ، قومونه او پرګنې مې و ګرځولئ ، د دې لپاره چې یو له بل سره و پېژنئ ، بې شکه د الله جل جلاله پر وړاندې ستاسو عزتمند ، ستاسو تقوا دار او له الله جل جلاله نه وېرېدونکی دی ، بې شکه چې الله جل جلاله پر هر څه باندې پوه او خبردار دی ؛ دلته هم د الله جل جلاله خطاب عامو انسانانو ته دی ، نه دا چې یوازې مسلمانانو ته .
همدارنګه الله جل جلاله د ټولو انسانانو د رزق ذمه وار دی ، ځمکه ، اسمان او ټول کائنات الله پاک د ټولو انسانانو لپاره تسخیر او تابع کړيدي ، نه دا چې یوازې د مسلمان لپاره ، الله جل جلاله فرمايي : « ألم تر أنَّ الله سخَّر لکم ما فی الأرض والفلک تجري في البحرِ بأمرهِ و یُمسکُ السماء أن تقع علی الأرض الاَّ باذنه ، انَّ الله بالناس لرءوف رحیم » حج سورت ۶۵ آیت ، آیا ته نه ګورې چې ما په ځمکه کې ، ټول شیان ستاسو لپاره تسخیر او تابع کړيدي او ستاسو کښتۍ د الله جل جلاله په امر باندې ، په سمندر کې چلېږي ، اسمان یې ټینګ کړی دی ، د الله جل جلاله له اجازې نه پرته ، پر ځمکه نشي راغورځېدلای ، بې شکه الله جل جلاله پر ټولو انسانانو مهربان او رحم کونکی دی ؛ په دغه ایت کریمه کې د کائناتو تسخیر او تابعداري هم عامه ده ، مسلمان ، کافر ، هندو او…. ټولو ته شامله ده ، ځکه چې نن سبا په سمندر کې له مسلمانانو نه ، د کفارو کښتۍ زیاتې دي او د ایت کریمه عمومیت ، د آیت له وروستنۍ جملې نه بیخي ښه څرګندېږي .
همدارنګه د قران کریم ، د لومړي سورت لومړنی آیت کریمه هم ، د اسلام په عمومیت دلالت کوي ، چې الله جل جلاله فرمایي : « الحمد لله رب العالمین » ټوله ثنا صفات د هغه پروردګار لپاره ده ، چې پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی ، نه ؛ یوازې د مسلمانانو ! او همدارنګه زمونږ پیغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم هم ، د ټول عالم لپاره رحمت دی ، نو مونږ ولې اسلام د خلکو لپاره زحمت جوړ کړو ، مونږ باید تر خپله وسه کوښښ او هلې ځلې وکړو ، چې ډېر نه ډېر خلک اسلام ته را واړوو ، خو ټول د ټوپک په شپېلۍ نه ، بلکه ځیني په ښو اخلاقو ، ځینې په حکمت او دعوت او که بیا مو هم څوک په خپل هېواد کې ، په ارام نه پرېږدي له هغوی سره جهاد وکړو ، له هغې نه وروسته که څوک مسلمان شول ، نو خپله فائده او ګټه یې ده او که په خپل کفر پاتې کېږي ، د هغوی لپاره الله جل جلاله دوزخونه تیار کړي ، چې ورتګ ته یې سترګې په لاره دي .
او مونږ به د یهودو په څېر ځانونه نه جوړو ، چې یوازې پر خپل نسب او یهودیت باندې فخر کوي او نور انسانان ورته ، خره ، قچر او نور حیوانات معلومېږي ، که د چا هدایت پر نصیب وي ، الله جل جلاله به یې پر اسلام مشرف کړي او که هدایت یې پر نصیب نه وي ، پر خپل کفر به مري ، زمونږ هلې ځلې او کوښښونه ، هېڅ هم نشي کولای ، لکه څرنګه چې الله پاک جل جلاله فرمایي : « انک لا تهدي من أحببت و لکن الله یهدي من یشاءُ و هو اعلم بالمهتدین » قصص سورت ۵۶ آیت ، بې شکه ته هغه چا ته هدایت نشې کولای ، څوک چې ستا خوښېږي ، بلکې الله جل جلاله هدایت کوي ، چاته یې چې خوښه شي او الله پاک جل جلاله پر لاره موندونکو باندې پوه دی .
لیکنه : سیف الدین صاب

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*