تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / د اهل السنة والجماعة زرین اصول

د اهل السنة والجماعة زرین اصول

* اهل السنة والجماعة زرین اصول لري چې مسلمانان عمل پرې وکړي؛ نو په دارینو کې به یې نیکمرغي او سعادت په نصیب شي.
* اهل السنة والجماعة عقیده لري چې: حج، جهاد د جمعې او اخترونو لمنځونه دا ټول باید د امیر تر مشرتابه لاندې ترسره شي، که امیران نیکوکار وي او که بد کار وي. یعنې امیر فاسق وي خو فسق یې تر کفره نه وي رسیدلی، ولې چې فسق او فجور د امیر د امارت او ولایت د زوال سبب نه ګرځي، تر څو کفر بواح (ښکاره کفر) ترې څرګند نه شي.
خوارج د فاسق امام او امیر تر قیادت لاندې د دیني امورو ترسره کول لازم او واجب نه ګڼي، ځکه امام د فسق له امله له اسلامه خارجیږي. خو برخلاف روافض د امام د عصمت قایل دی، وايي له کله نه چې امام منتظر غایب شوی نو له هغه راهسې دوی له امامه محروم دی، چې د دوی په عقیده د هیڅ امام تر امامت لاندې حج او جهاد نه ترسره کیږي.
* اهل السنة والجماعة له لرې فکر څخه اخلي، ځکه په یادو مسائلو کې د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت راځي او له بل پلوه اسلامي امت له ډېرو ناورینونو سره لاس او ګریوان کیږي؛ ولې د مسلمانانو ترمنځ چې څومره اختلافات او فتنې راغلې او راځي، د ټولو لاملونه او علل د امیرانو په وړاندې پاڅونونه او بغاوتونه دی. باید فاسق امیر ته نصیحت وشي، که مجاهد علماؤ هغوی (فاسقو امیرانو) ته نصیحت ونه کړي بیا دوه نیمګړتیاوې منځ ته راځي:
۱ــ که امیر په خپله منکر او ناروا ترسره کوي نو بیا هغه رعیت (ملت) له ناروا څخه په مناسب ډول نشي ترسره کولی.
۲ــ عام وګړي په نارواو کې د امیر اطاعت او اقتداء کوي او د دې منکر قباحت کمیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (انکم سترون بعدي اثرة وامورا تنکرونها، ادوالیهم حقهم واسلوالله حقکم) یعني: بیشکه تاسې به له ما وروسته خود خواهي (ځان خوښونه) او داسې کارونه چې تاسې یې بد ګڼئ ووینئ، تاسو د هغوی حق ادا کړئ او خپل حق له الله جل جلاله نه وغواړئ. (بخاري ــ مسلم).
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (الا ان تروا کفرا بواحا عنکم فیه من الله برهان) خو چې تاسو له هغوی امیرانو نه ښکاره کفر ووینئ او د هغه په اړه له تاسو سره ښکاره او واضح دلیل موجود وي. نو بیا هغه (امیر) له امارته لرې کولی شئ.
* اهل السنة والجماعة په جمع سره د پنځه وخته لمنځونو اهتمام کوي، کله چې اذان واوري نو ژر تر ژره د اذان اجابت کوي او له مسلمانانو سره په جمع لمونځ ادا کوي. همدارنګه اهل السنة والجماعة د رأیی او نظریې په یووالي ټينګار کوي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوموسی اشعري او معاذ بن جبل رضي الله عنهما یمن ته استول له ډېرو نصیحتونو یې یو دا ورته وکړ: (ولاتختلفا) په خپلو منځو کې اختلاف مه سره کوئ (متفق علیه) اسلام د وحدت او یووالی دین دی تفرقه او اختلاف نه خوښوي.
* اهل السنة والجماعة د امت له پاره خیرخواهي غواړي او دې ته دین وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (الدین النصیحة، الدین النصیحة) دین نصیحت دی، دین خیر غوښتنه دی، صحابه کرامو رضی الله عنهم وویل د چا له پاره؟ نو ځواب یې ورکړ: (لله، ولکتابه، ولرسوله، ولأ لٔمة المسلمین وعامتهم) یعنی د الله جل جلاله له پاره، د هغه د کتاب له پاره، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له پاره، د مسلمانانو د مشرانو له پاره او د ټولو مسلمانانو له پاره. (مسلم) بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (والنصح لکل مسلم) د هر مسلمان خیر خواهي به غواړی. متفق علیه. سید المرسلین صلی الله علیه وسلم وايي: (لا یؤمن احدکم حتی یحب لا خیه ما یحب لنفسه) یو مؤمن هغه مهال پوره مؤمن جوړیږی چې څه ځان ته خوښوي؛ هغه نورو ته هم خوښ کړی. (متفق علیه).
* اهل السنة والجماعة: عقیده لري چې یو مسلمان د بل مسلمان ورور ټينګونکی او محکم کونکی دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (المومن للمؤمن کالبنیان یشد بعضه بعضا وشبک بین اصابعه) یعنی یو مؤمن د بل مؤمن له پاره د ودانۍ په څير دی چې ځینې یې ځينې نور محکم کړي وي، بیا یې خپلې ګوتې یو تر بله سره ننویستلې. (متفق علیه). یو مسلمان بل مسلمان ته ضرورت او اړتیا لري او دا په همغږۍ سره تر سره کېدای شي.ahle sonat
* اهل السنة والجماعة عقیده لري چې د تکلیف او کړاؤ په مهال صبر کول او د خوښي او خوشحالي په مهال شکر ویستل لازم دی. الله عزوجل وايي: (ولنبلونکم بشئً من الخوف والجوع ونقص من الاموال والانفس والثمرات وبشر الصابرین. الذین اذا اصبتهم مصیبة قالو انالله وانا الیه راجعون) یعنی: او مونږ هرومرو په ویره، لوږه، د سر او مال په تاوان او دعائداتو په خساره کې په اخته کولو په تاسې ازمیښت کوو او اې رسول الله! صبر کونکو ته زیری ورکړه هغه کسان چې کله ورته کوم مصیبت ورسیږي نو ووايي «موږ د الله جل جلاله یو او د هغه لورته ورګرځېدونکي یوو» باید مسلمان د مصیبت پر مهال صبر وکړي جزع او فزع ونه کړي.
* اهل السنة والجماعة وايي باید مسلمان د الله جل جلاله په قضاء او فیصله باندې راضي شي د الله جل جلاله فیصله او قضاء ومني، الله جل جلاله وايي (وقضي ربک الاتعبدوا الا ایاه) د اسراء سورت (۲۳) یعنې او ستاسو رب پریکړه کړې چې تاسو به یوازې د هغه عبادت کوئ.
اهل السنة والجماعة: عقیده لري او وايي چې: مسلمانان باید نور مسلمانان ښو خویونو او نیکو اعمالو ته راوبولي، دا دهر مسلمان وظیفه او دنده ده چې نور مسلمانان ښو خویونو او نیکو اعمالو ته سوق کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (اکمل المؤمنین ایمانا احسنهم خلقا) غوره د مؤمنانو د ایمان له مخې هغه څوک دی چې اخلاق یې نیک او ښه وي. (احمد ــ ابو داؤد)
* اهل السنة والجماعة خلک صله رحمي ته رابولي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایي: (لیس الواصل بالمکافئی، انما الواصل من اذا قطعت رحمه وصلها) هغه څوک صله رحمي کونکي نه دي، چې د بل د صله رحمي په بدل کې یې کوي، ریښتونې صله رحمي ساتونکي هغه څوک دی چې بل یې ورسره ختمه کړي خو دی یې ورسره پالي، باید له ټولو مسلمانانو سره ښه چال چلند وشي.
* اهل السنة والجماعة مسلمانان خپلوي پاللو ته رادعوتوي، باید خپلوي وپالل شي، خپلوي قطع او ختمه نشي، او که څوک خپلوي ختموي نو د الهي لعنت وړ او جوګه جوړیږي الله جل جلاله وايي: (هل عسیتم ان تولیتم ان تفسدوا فی الارض و تقطعوا ارحامکم* اولیک الذین لعنهم الله فاصمهم واعمي ابصارهم) د محمد سورت (۲۲/۲۳) ایاتونه یعنې نژدې یاست تاسې که چیرې وګرزئ چې په زمکه کې به فساد وکړئ او خپلوي به پرې کړئ، دا و هغه کسان دي چې الله جل جلاله لعنت پرې کړی، نو دوی یې کاڼه کړل او د دوی نظرونه یې ورړانده کړل. نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: (لا یدخل الجنة قاطع) خپلوي پرې کونکي به جنت ته نه ننوزي. متفق علیه
نن سبا صله رحمي او له مور او پلار سره بر (نیکي) بیخي کم شوي، ځکه د خلکو بوختیاوې زیاتې شوې دي.
* اهل السنة والجماعة وايي: مسلمانان باید له ګانډیانو سره ښه چال چلن وکړي، الله جل جلاله وایي: (وبالوالدین احسانا و بذی القربی والیتمی والمسکین و الجار ذی القربی و الجار الجنب …) د نساء سورت (۳۶) ایت. یعنې له مور او پلار سره ښېګڼه وکړئ، له خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، نزدې ګاونډيانو او لرې ګاونډیانو سره هم احسان وکړئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي ( من کان یؤمن بالله والیوم الاخر فلیکرم جاره) څوک چې په الله جل جلاله او ورستنۍ ورځ (قیامت) باندې ایمان لري نو هرومرو دې د خپل ګاونډي عزت او درناوی وکړي. (متفق علیه) همدا شان بل ځای وایي: (اذا طبخت مرقة فاکثرماءها وتعاهد جیرانک) یعنې کله چې ښوروا پخوې نو اوبه ورپه کې زیاتې کړه او ګاونډیانو ته یې ترې ورکړه ــ مسلم ــ
* اهل السنة والجماعة وايي: مسلمانانو ته په کار دي چې له یتیمانو، مسکینانو او مسافرو سره هم احسان او ښګیڼه وکړي.
* اهل السنة والجماعة له لاس لاندې انسانانو او حیواناتو سره هم د احسان کولو امر کوي، باید له انسانانو سره د هغوی د اړتیا مطابق ښيګڼه او نیکي وکړي، همدارنګه په حیواناتو رحم وکړي، ښه خوراک او څښاک ورته چمتو کړي او په بار وړونکو باندې د هغه د توان مطابق بار یوسي او ظلم ورسره ونه کړي.
* اهل السنة و الجماعة انسانان له فخر ، ناز، تیري او په نورو ځان اوچت ګڼلو که په حق وي او که په ناحقه منع کوي یې. الله جل جلاله وايي: (ولاتمش فی الارض مرحا انک لن تخرق الارض ولن تبلغ الجبال طولا ) د اسراء سورت (۳۷) ایت.
یعنې او په زمکه کې په مستي او ناز سره مه ګرزه ځکه ته هیڅکله زمکه نشې څيرولی او نه غرونو ته په اوږدوالي کې رسېدای شې.
په چا باندې تیری هم نه دی په کار رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: ( ان دماء کم واموالکم واعراضکم علیکم حرام) بېشکه ستاسو وینې ، مالونه او عزتونه په تاسو حرام دي . متفق علیه
* اهل السنة والجماعة د لوړو اخلاقو په خپلولو امر کوي؛ لکه: رښتیا ویل، پاک لمني امانتداري او داسې نور….
همدارنګه اهل السنة والجماعة د ناوړه او رذیلو اخلاقو د پریښودلو امر کوي لکه: درواغ، خیانت او نور د بې حیایي کارونه….
لیکنه: عبدالرؤف « خپلواک»

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*