تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د طالبانو د خپلمنځي جګړو په اړه د سلګونو علماء کرامو تفصیلي فتوی

د طالبانو د خپلمنځي جګړو په اړه د سلګونو علماء کرامو تفصیلي فتوی

د سلګونه علماء کرامو هغه فتوی چې د طالبانو د خپلمنځي جګړو په اړه یې صادره کړې وه په تفصیلي توګه نشر شوه .

دغه فتوی چې د ۲۰۰۰ علماء کرامو او شیوخو متفقه فتوا ده څه موده مخکې په اجمالي توګه نشر شوې وه خو اوس یې په ۱۵ مخونو کې په تفصیلي توګه صادره کړی ده .

دغه فتوی پر داسي مهال صادره شوې چې  د طالبانو په یوه بله خپل منځي نښته کې چې د هرات په ولایت کې رامنځ ته شوه تر سل زیات طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

تر دې مخکې هم د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په زابل ولایت کې جګړه شوې وه چې د طالبانو د مشهور قومندان شهید ملادادالله د دوو وروڼو منصوردادالله ، حاجي لالا او د کورنۍ د څلورو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون په کې لسګونه طالبانو ووژل شول.

تر یادې جګړې وروسته علماء کرامو یوه فتواء صادره کړه او د طالبانو د دواړو ډلو ترمنځ جګړه یې حرامه او ناروا وبلله .

په فتوی کې ویل شوي وو چې د طالبانو د خپلمنځي جګړو قاتل او مقتول دواړه جهنمیان بلل کیږي خو په هغه صورت کې چې دواړه ډلې متعارضي وي.

علماء کرامو په دغه فتوی کې همدا راز لیکلي وو چې د طالبانو د خپل منځي جګړو متعارض لوری ظالم بلل کیږي او مړی یې قاتل او جهنمي دي ، خو له ځانه دفاع کونکې ډله بیا مظلومه او وژل شوی یې شهید دي.

تر یاده فتوی وروسته که څه هم د یوڅو ورځو لپاره د طالبانو د دواړو ډلو ترمنځ جګړه ودرېده خو تېره ورځ یو ځل بیا د هرات ولایت په شنډنډ ولسوالي کې سره ونښتل چې دواړو لوریو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته .

د شنډنډ د جګړې په اړه د طالبانو د ملامحمد رسول اخند د ډلې قومندان ننګیال چې د یادې ډلې لخوا د هرات لپاره والي هم نومول شوی دي وایې چې د ملااخترمنصور د ډلې قومندان مولوی عبدالصمد یې پر ملګرو برید وکړ او تر څلویشت زیات ملګري یې ورشهیدان کړل.

خو د ملااخترمحمد منصور د ډلې ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته قومندان ننګیال د اربکیانو په یوه قومندان ورمعرفي کړ او وې ویل چې دوی دغه جګړه د اربکیانو پر ضد کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده .

دا په داسي حال کې ده چې قومندان ننګیال د طالبانو په لیکو کې یو مشهور او پېږندل شوی قومندان دي چې له کلونو راهیسي د بهرنیو یرغلګرو پر ضد په جګړه بوخت دي  او په خپل سیمه کې له پراخ نفوذ او قوي ملاتړ څخه برخمن دي.

د ملامحمدرسول اخند د ډلې سياسي مرستیال عبدالمنان نیازی چې د امارت په وخت کې د هرات ولایت والي وو وایي چې د شنډنډ په جګړه کې ټول د دوي ملګري شهیدان شوی او برید هم د ملااخترمحمد منصور د ډلې قومندان مولوي عبدالصمد ورباندې کړی دي.

تر دغه خونړۍ جګړې وروسته اوس هم د دواړو ډلو سلګونه کسان یوبل ته ګوته پرماشه ناست دي او د یوې بلې درنې جګړې احتمال هم له منځه نه دي تللي .fotwa

امید شته چې د علماء کرامو دغه تفصیلي فتوی به د دواړو ډلو مشران په دقت سره وګوري او د یوې لویې فتنې د له منځه وړلو لپاره به لاس په کار شي.

د علماء کرامو په فتوی کې ویل شوي چې د طالبانو د یوې ډلې لخوا د بلې پر ضد جګړه په هیڅ یوه شرعي دلیل هم نه شي توجیه کیدلای او په شریعت کې دا رنګه جګړه حرامه او ناروا بلل شوې ده.

علماء کرامو په فتواء کې لیکلي چې دامهال شرعي امیر وجود نه لري نو ځکه یې هیڅ یوه ډله د بلې لخوا باغي نشي بلل کیدلای او نه یې هم کومه ډله د بلې پرضد د باغي په نوم جګړه کولای شي .

د دغې فتواء په لومړۍ برخه کې لیکل شوي :

دامیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهدرحمه الله دوفات وروسته دمجاهدینو ترمنځ اختلافات رامنځ ته شول ، اودهیواد حقاني علماءکرامو ددې اختلافاتو دختمولو لپاره ډېرکوششونه وکړل خو متأسفانه کومه مثبته نتیجه یې ورنکړه ،حتی چې دغه اختلافات په خپل منځي جګړو بدل شول ،نوپه دغه وخت کې علماؤدخپل ځان دیني اواسلامي فریضه وبلل چې دشرعي امیرالمؤمنین اوباغي تعریف اوحکم واضح کړي ترڅومجاهدینو او طالبانو اوعامومسلمانانوته حقیقت واضح اوروښانه شي، اودجهاد اوجنګ فرق وشي،
په دې هلکه د علماء کرامو شرعي فتوی په لاندي ډول ده په داسي حال کې چې نن ورځ ټول افغانستان ددنیا دصلیبي کفارو اودهغوئ دمزدورانواوغلامانو په قبضه کې دی، نودشریعت مقدس داحکم دی چې ټول مجاهدین دي دکفارواودهغوئ دغلامانوسره فرض عین جهادته ادامه ورکړي اوخپل جهاددي په فسادنه بدلوي،اودخپل منځي جګړوڅخه دي په کلکه پرهیزاواجتناب وکړي،اومجاهدین دي یوپربل بې ځایه تورونه اوغلط نومونه نه لګوي چې په دغه طریقه سره جنګ ته لارهواروي،ځکه چې هرجنګ ته جهادنه ویل کیږي،جهادهغه دی چې شریعت ورته جهادویلی وي،
اوپه موجوده حلاتوکې مجاهدین باید یوپربل باندی دباغي حکم ونه لګوي،ځکه چې نن ورځ موږپه افغانستان کې هغه شرعي امیرالمؤمنین نه لرو چي اطاعت یې واجب اومخالفت یې بغاوت وبلل شي،اومخالفت دي بې واجت القتل وګرځي،ځکه چي دشرعي امیردټاکلولپاره په شریعت کې درې طریقې دي

پر دغه فتواء چې د هیواد د مشهورو شیخ الحدیثانو او نامورو علماء کرامو لاسلیکونه شوي دي بشپړ متن یې په لاند ډول لیکل شوی او نشر شوی ده .

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله الذی أوصی بتوصیة الحق،وجعل القائلین من الناجین بالحق،بقوله وتواصوا بالحق والصلواة والسلام علی حبیبه الذي جاءبالحق،الذي أمرالعلماأباظهارالحق،وعدالشیطان الأخرس من سکت عن الحق،وعلی اله وأصحابه الذین وضحواسبل الحق،
أمابعد،قال پاتی ده
وقال تعالی
( ولا تكتموا الشهادة ومن يكتمها فإنه آثم قلبه والله بما تعملون عليم ( 283 ) )
ولا تلبسوا الحق بالباطل وتكتموا الحق وأنتم تعلمون ( 42)
دامیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهدرحمه الله دوفات وروسته دمجاهدینو ترمنځ اختلافات رامنځ ته شول ، اودهیواد حقاني علماءکرامو ددې اختلافاتو دختمولو لپاره ډېرکوششونه وکړل خو متأسفانه کومه مثبته نتیجه یې ورنکړه ،حتی چې دغه اختلافات په خپل منځي جګړو بدل شول ،نوپه دغه وخت کې علماؤدخپل ځان دیني اواسلامي فریضه وبلل چې دشرعي امیرالمؤمنین اوباغي تعریف اوحکم واضح کړي ترڅومجاهدینو او طالبانو اوعامومسلمانانوته حقیقت واضح اوروښانه شي، اودجهاد اوجنګ فرق وشي،
په دې هلکه د علماء کرامو شرعي فتوی په لاندي ډول ده په داسي حال کې چې نن ورځ ټول افغانستان ددنیا دصلیبي کفارو اودهغوئ دمزدورانواوغلامانو په قبضه کې دی، نودشریعت مقدس داحکم دی چې ټول مجاهدین دي دکفارواودهغوئ دغلامانوسره فرض عین جهادته ادامه ورکړي اوخپل جهاددي په فسادنه بدلوي،اودخپل منځي جګړوڅخه دي په کلکه پرهیزاواجتناب وکړي،اومجاهدین دي یوپربل بې ځایه تورونه اوغلط نومونه نه لګوي چې په دغه طریقه سره جنګ ته لارهواروي،ځکه چې هرجنګ ته جهادنه ویل کیږي،جهادهغه دی چې شریعت ورته جهادویلی وي،
۲مخ
اوپه موجوده حلاتوکې مجاهدین باید یوپربل باندی دباغي حکم ونه لګوي،ځکه چې نن ورځ موږپه افغانستان کې هغه شرعي امیرالمؤمنین نه لرو چي اطاعت یې واجب اومخالفت یې بغاوت وبلل شي،اومخالفت دي بې واجت القتل وګرځي،ځکه چي دشرعي امیردټاکلولپاره په شریعت کې درې طریقې دي

(اوله طریقه)دامیرالمؤمنین انتخاب باید دټولواهل الحل والعقد یاأکثریت داهل الحل والعقدپه رأیه اوخوښه وشي، اواهل الحل والعقدهغه کسان دي چې علماءبه وي اودقومونومشران اونظامي قوماندانان به وي چې درأیي اوتدبیرخاوندان اوخیر خواهان دمسلمانانوبه وي،لکه په حجة الله البالغه کې چې وایي،
وتنعقد الخلافة بوجوه، بیعة أهل الحل والعقد من العلماء والراء الأجناد ممن یکون له رأی ونصیحة للمسلمین کماانعقدت خلافة أبي بکررضي الله عنه .حجة الله البالغة باب الخلافة ۲ص۱۹۴
اوپه الموسوعة الفقهیة کې وایي
یطلق لفظ أهل الحل والعقد علی أهل الشوکة من العلماء والرؤساء ووجوه الناس الذین یحصل بهم مقصود الولایة،وهوالقدرة والتمکن،وهومأخوذ من حل الأموروعقدها،وتجدأن یحصل فرقا بین أهل الشوری وأهل الحل والعقد،اذ الصفة البارزة في أهل الشوری .هي العلم ،لکن الصفة البارزة في أهل الحل والعقدهي الشوکة .الموسوعة الفقهیة ج ۷ص ۱۱۵، لکه په تېروعباراتوکې چې واضحه شوه چې دامیرانتخاب داهل الحل والعقد دټولویاأکثریت په خوښه کیږي،نه دیو څوکسانو په خوښه ،لکه حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې فرمایې ــ
ثم انه بلغني أن قائلامنکم یقول والله لوقدمات عمر بایعت فلانا فلا یغترن امرؤ أن یقول انماکانت بیعة أبي بکرفلتة وتمت،ألا وانهاقدکانت قدکانت کذلک ولکن الله وقی شرها ولیس منکم من تقطع الأعناق الیه مثل أبي بکر،من بایع رجلا عن غیرمشورة من المسلمین فلایبایع هوولا الذي بایعه تغرة أن یقتلا.صحیح البخاری کتاب الحدود باب رجم الحیلی من الزنا اذا أحصنت
۳مخ
ترجمه، حضرت عمرفاروق رضي الله عنه فرمایي، ماته داخبره رارسېدلې ده چې بېشکه په تاسوکې بعضې کسان وایي والله که عمرمړسو زه به د فلانی سره بیعت کو، نو خامخا دي هیڅ څوک په دې نه خطاوزي چې دابوبکر صدیق بیعت ناڅاپه وو اوپوره اوصحیح سو، خبرداریقینا هم دغسيوو خو الله پاک دده خلافت دشراوفتنې څخه وساتي،اوپه تاسوکې په شان دابوبکرصدیق داسي څوک نشته چې هغه ته غاړي کږیږي ،یعني اتفاق پروشي،که یوچا دیوسړي سره بېله مشورې دسلمانانوبیعت وکړ، نه ددغه سړي بیعت صحیح دی اونه دهغه ټاکل شوي سړي اطاعت صحیح دی، ځکه ددې وېره شته چې دغه دواړه دي قتل شي
نودپورتني عباراتوڅخه واضح معلومه شوه چې دپنځو یالسوکسانوپه انتخاب چې أکثریت دأهل الحل والعقد اوشوری په راضي نه وي شرعي امیرالمؤمنین نه شي جوړېدای، اونه په زور اوجبر سره دچاڅخه بیعت اخیستل صحیح دي،ځکه چې په دې عبارت کې(عن غیرمشورة)مراد دمشورې څخه رضاده اوهغه امارت غصب بلل کیږي چې اکثریت دشوری په رضي نه وي ،لکه په (السیاسة والادارة)کې چې وایي.
والبیعة التي تؤخذبالاکراه تعتبر بیعة غیرشرعیة والذي یتولی الخلافة یعتبرغیرشرعي وهذاماتؤکده النصوص الشرعیة واجماع الصحابة،منها.
۱.ان رسول الله صلی الله علیه وسلم حینماکان یطلب البیعة من زعماءالقبائل کان یقول،لا أکره أحدا منکم علی شئ،من رضي منکم بالذي أدعوه الیه فذلک، ومن کره لم أکرهه (الحدیث)ابن کثیرالبدایة والنهایة ۱۴۰،۳
۲قول عمربن الخطاب رضي الله عنه ،من بایع رجلا عن غیره مشورة من المسلمین فلایبایع هو ولا الذي بایعه تغرة أن یقتلا،صحیح البخاري۲/۱۰۱۰کتاب المحاربین باب رجم الحیلی في الزنا اذاأحصنت ،قوله تغرة أن یقتلا أي خوف وقوعهمافي القتل ،عمدة القاری) والمقصود من غیرمشورة،من غیررضا، لأن الشوری اذالم یکن فیها رضامن البعض فلاعبرة لها وهي اغتصاب للخلافة ،
۴مخ
اجماع الصحابة رضي الله عنهم ، لقدبینا أن بیعة الخلفاء الرشدین تمت بالاختیار والرضا،وقدتشاورالصحابة فیمابینهم علی من یسوسهم ، فأبوبکرالصدیق رضې الله عنه شاورالمسلمین علی استخلاف عمررضي الله عنه وتشاورالصحابة رضي الله عنهم علی من یخلفهم بعدعمررضي الله عنه،
وفي الصفحة الآتیة ، لقدتباحث المهاجرون والانصارفي سقیفة بني ساعدة بحریة تامة في موضوع انتخاب الأمیر، وجری بینهم نقاش ساخن وفي النهایة وصلوا الی نتیجة مرضیة من قبل الجمیع وهي أن عمررضي الله عنه قد رشح أبابکررضي الله عنه لحمل هذا العبء الثقیل ،ووافق معه في ذلک الأنصار، وهم مندوبون معتمدون من قبل قومهم، فرضي الجمیع بترشیح أبي بکررضي الله عنه لمنصب الخلافة ، وبایعوه حالاکأول خلیفة لرسول الله صلی الله علیه وسلم (فبایعه الناس)صحیح البخاري ۲/۰۷۰۱کتاب الاحکام باب کیف یباع الامام الناس،
وبایعه المهاجرونه ثم الانصاررضي الله عنهم أجمعین)السیاسة والادارةفی الاسلام ج ۱ص۱۳۱/۱۳۳اوداخبره بالکل غلطه ده چې حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه دیو څوکسانوپه بیعت خلیفه اوامیرالمؤمنین جوړشوی دی بلکي په اجماع دصحابه کرامو منتخب شوی دی ، لکه منهاج السنة النبویة چې وایي،
فلوبایع عمروطائفة من الصحابة ابابکروتخلف الآخرون لم یصراماما،وانماصاراماما بمبایعةجمهورالصحابة الذین هم الشوکة ولهذا لم تضرمخالفة سعد بن عبادة ، منهاج السنة النبویة ج ۱ص ۳۶۰
دامیردانتخاب دوهمه طریقه ،
دوهمه طریقه یې استخلاف دی ،یعني چې امیرالمؤمنین په خپل ژوند کي بل نفروټاکي اوخلګوته ووایي چې دانفرزماترمرګ وروسته ستاسو امیردي ، اودمسلمانانوڅخه دهغه لپاره بیعت واخلي،لکه دحضرت عمررضي الله ټاکنه چې حضرت ابوبکرصدیق رضي الله په خپل ژوندکې وکړه اودصحابه کراموڅخه یې بیعت ورته واخستی.لکه پّ أسدالغایة اوتاریخ طبري ج۳ص۴۲۸ کې چې راوړي.
۵مخ
عن یسار قال ،لماثقل أبوبکرأشرف علی الناس من کوة فقال .یاأیهاالناس،اني قدعهدت عهدا أفترضون به؟فقال الناس.قد رضینایاخلیفة رسول الله ،أسدالغابة ج ۳ص۶۶۶ دامیردانتخاب دریمه طریقه:
دریمه طریقه یې تغلب دی:یعني چي څوک دیوحکومت په مقابل کي راپورته سي،اوجنګ ورسره وکړي اوورباندي غالب سي،اوټول خلګ ورته تسلیم سي دده قدرت ومني ،ردالمحتارج۲ص۳۳۵مطلب شروط الاماة طبع مکبة الرشیدیة کویته ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دامخکنۍ طریقې اوشرطونه دامیردانتخاب اومقررولو شرطونه وه،اواوس هغه شرائط ذکرکیږي چي په کوم چاکي موجودوي هغه امیرمقررکېدای سي چي بیعت اواطاعت یېواجب وي،هغه شرائط په لاندي ډول دي.
(اول)مسلمان به وي،(دوهم)حریعني آذادبه وي ،(دریم)عاقل به وي(څلورم)بالغ به وي(پنځم)نارینه به وي(شپږم)په هغه اندازه قدرت به لري چي دملک سرحدات اوباډرونه به ساتلای سي،اودمسلمانانوپه أمورو اوکارونوکي به دخپلي رأی په قوت سره به عام تصرف کولای سي،اودخپل قدرت اوعلم اوعدل اوکفایت په واسطه به قادروي چي أحکام دشریعت نافذکړي اودمظلوم حق دظالم څخه واخلي،نومسلمانانو وروڼودغه لاندي عبارات په غوراوانصاف سره مطالعه کړئ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وفی ردالمحتار:ویشترط کونه مسلماحرا ذاکرا عاقلا بالغا قادرا قرشیالاهاشمیا علویا معصوما،وتصح سلطنة متغلب للضرورة آه .الدر،قال ابن عابدین رحمه الله :قوله قادرا :أی علی تنفیذالأحکام وانصاف المظلوم من الظالم،وسدالثغور،وحمایة البیضة،وحفظ حدووالاسلام وجرالعساکرآه،ردالمحتار(ج۱ص۴۰ــــــــــــــــــــ
واتفقت الامة علی اشتراط کونه قرشیاخلافا للخوارج وأکثرالمعتزلة،لناالسنة والاجماع، اماالسنة فقوله صلی الله علیه وسلم :الأئمة من قریش،ولیس المراد امامة الصلوة اتفاقا فتعینت الامامة الکبری ،وقوله صلی الله علیه وسلم :الولاة من قریش ماأطاعوا الله واستقاموا لأمره،
۶مخ
وقوله صلی الله علیه وسلم :قدموا قریشا ولاتقدموها.وأماالاجماع فهوأنه لماقال الأنصاریوم السقیفة منا أمیرو منکم أمیرمنعهم أبوبکررضي الله تعالی عنه بعدم کونهم من قریش ولم ینکره علیه أحد من الصحابة وکان اجماعا.شرح المقاصد ج ۳ص۴۸۰وهکذا في شرالمواقف ج۸ص۳۸۱وشرح العقائد ص ۱۷۸ـــــــ
قال الرافعي: قال الامام وأصحابه :لایشترط في صحة تولیة السلطان أن یکون قریشیا ولامجتهدا ولاعدلاــــــــــ
وأورد في المسایرة:شرائط الامام :الذکورة،والورع،والعلم، والکفایة (أی القدرة علی القیام بامورالامامة)المسایرة معه المسامرة ص ۲۶۴ــــــــــــــــــــ
وفي شرح العقائد،ویشترط أن یکون من أهل الولایة المطلقة الکاملة أی مسلما حرا ذاکرآ عاقلا بالغا سائسا أی مالکا للتصرف في أمور المسلمین بقوة رأیه ورویته ومعونة بأسه وشوکته قادرا بعلمه وعدله وکفایته وشجاعته علی تنفیذ الاحکام وحفظ حدود دارالاسلام وانصاف المظلوم من الظالم اذالاخلال بهذه الأمورمخل بالغرض من نصب الامام .شرح العقائد(ص۱۱۳/۱۱۴)وفي ردالمختارمع الدر(والامام یصیرامام)بأمرین (بالمبایعة من الأشراف والأعیان ،وبأن ینفذحکمه في رعیته خوفامن قهره وجبروته ، فان بایع الناس )الامام (ولم ینفذحکمه فیهم لعجزه)عن قهرهم(لایصیراماما،أي یشترط مع وجودالمبایعة نفاذ حکمه وکذا هو شرط أیضامع الاستخلاف آه.ردالمختارمع الدرج۳ص۳۱۰طبع بیروت ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نومجاهدینواومسلمانانو وروڼونن تاسوفکروکی چي په افغانستان کي نه دأهل الحل والعقدشوری وجود لري اونه شرعي امیرالمؤمنین وجودلري ځکه چي تاسود أهل الحل والعقد تعریف ولیدی اوپه اوس زمانه کي دانه ده صحیح چي یوڅوکسه راولاړسي اودادعوه وکي چي موږ أهل الحل والعقد یو بلکي په اوس وخت کي به أهل الحل
۷مخ
والعقد دټولوقومونوپه خوښه ټاکل کیږي چي هرکله یې اعتماد حاصل کی بیابه دوی امیرټاکی،په دې شرط چي دمجلس أعضاء به په شرعي طریقه سره ټاکل سوي وي .لکه په مقالات عثماني کي چي وايي: ـــــــــــــــــــــ
وان أهل الحل والعقدفي تلک الأزمنة کانوا معروفین لدی الشعب مثل العلماء وعرفاء القبائل ولم تکن هناک حاجة الی انتخابهم ولکن الوضع أختلف في الظروف المعاصرة فیحتاج الی تعیین أهل الحل والعقدبطریق منضبط ویمکن أن یکون البار لیمان أومجلس النواب یحل محل أهل الحل والعقد بشرط أن یعین الدستورالصفات المطلوبة لأعضاء البارلیمان من حیث مستواهم في التعلیم والتجربة العلمیة وسمعتهم في الناس وسیرتهم الذاتیة وبشرط أن ینتخب الأعضاء بطریق مشروع آه .مقالات عثماني ج ۲ص ۴۹۳ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وهکذان کان أهل الحل والعقد ینصبون الامام بعد تلمس رأی الشعب ولکن أهل الحل والعقدفي ذلک الزمان کانوا معروفون بحیث لم ینقل في تعیینهم نزاع من قبل احد،أماالیوم فلابدمن أن یکون هناک طریق لتعیینهم مثل أن یکون هناک انتخاب مباشرمن من قبل الشعب کمایقع اتنخاب النواب في عصرنا،وکذلک لوکان انتخاب الامام بتصویب مباشر من سائرالشعب لیس هناک في القرآن والسنة مایسع ذلک .مقالات عثماني ج ۲ص۵۱۷ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوکه چیري علماؤ یادمسلمانانو یوې ټولۍ دداسي امیرسره بیعت وکړی چي په هغه کي دغه پورتني شرائط موجود نه وه نودغه سړی امیرالمؤمنین نه بلل کیږي اوبیعت اواطاعت یې واجب نه دی،اونه یې مخالف باغي بلل کېدای سي، البته دضرورت په خاطردیوډلي امیربلل کېدلای سي اوشخصا ددغه امیرترامرلاندي جهاد لازم نه دي، بلکي مجاهد دهر امیرترقوماندې لاندي جهاد کولای سي، حتی یوازي اوانفراداهم جهاد کولای سي، ځکه چي په اوس وخت کي جهاد فرض عین دی. لکه اعلاء السنن چي لیکلي دي.

۸مخ
قلت .فلو بایع العلماءأوجماعة من المسلمین رجلا لایقدرعلی سد الثغور وحمایة البیضة وجرالعساکروتنفیذالاحکام بشوکته وبأسه ولا علی انصاف المظلوم من الظالم بقدرته وسطوته لایکون .ذلک أمیرا ولااماما وانما هو بمنزلة الحکم ومبایعة الناس له بمنزلة التحکیم ولا یجدی تسمیټه اماما أو أمیرا في القراطیس وأفواه الناس فان مدار الامارة والا مامة علی القوة والقدرة دون التسمیة والشهرة فقط ، فلایجب علی عامة المسلمین مبایعته ولا اطاعة أحکامه ولا الجهادمعه ولایسقط بمبایعة مثله واجب نصب الامام عن ذمة المسلمین بل علیهم أن یلتمسوالهم والیا قادرا بالقدرة التي مرذکرها . اعلا ء السنن (ج ۱۲ص ۳/۴/۵/۶)ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ترجمه که چیري علماؤ یا دمسلمانانو یوه ډله دداسي سړي سره بیعت وکړي چي هغه قدرت نلري چي اسلامي سرحدات اوبندرونه وساتي اومجتمع اوټولنه وساتي اوعسکرتر خپلو هدفونوورسوي اوپه خپل قدرت اوطاقت سره أحکام جاري کړي اوظالم څخه دمظلوم حق په خپل قدرت اوسخت طاقت سره واخلي. نوکه چیري دامذکور صفات ونلري نوهغه نه امام دی اونه امیر دی ، بلکي دحکم (یوفیصله کونکي)په رتبه کي دی اودخلګو بیعت وده ته ورکول په منزله دتحکیم (فیصله ورسپارلو)دی اوداګټه نلري چي خلګ داسي سړی امام یاأمیر په أخبارونویاکتابچو کي ولیکي یاد خلګو په ژبو باندي أمیروبلل شي ځکه چي بنیاد اودارومدار دامارت اوامامت پرقوت اوقدرت باندي دی، نه فقط په شهرت اونامه سره، نوپرعامومسلمانانوباندي نه دده بیعت لازم دی اونه په أحکامو کي دده اطاعت واجب دی، اونه دده په امرسره جهاد کول لازم دي اونه په داسي بیعت سره دواجب امام ددرولو حق له منځه ځي، بلکي پرمسلمانانو دیو قادرامام درول واجب دي په هغه شرائطوبه مو صوف وي چي مخکي ذکرسوه .اعلاء السنن (ج ۱۲ص ۳/۴/۵/۶ ـــــــــــــــــــــــــــــ
۹مخ
دیوې اشتباه ازاله
هغه حدیث شریف چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
اذاکان في الأرض خلیفتان فاقتلوا آخرهما)یعني که په مځکه کي دوه خلیفګان یعني دوه امیران موجودسوه ، نو آخرنی مړکړئ . نو داحدیث شریف ته تاسو فکرو کړئ، دخلیفه لفظ ذکر سوی دی ، نو دخلیفه اوامیر شرائط خو تاسو مخکي ولیدل ، چي هغه شرطونه په موجوده امیرانو کي بالکل نسته ، نویو هم خلیفه نه بلل کیږي ، نو ددې حدیث شریف په رڼا کي موجوده امیران دحدیث شریف مصداق نه ګرځي ، فلهذا یو پربل باندي دباغي حلکم نسي کولای ، ځکه باِغي په شریعت کي هغه چاته ویل کیږي چي دشرعي امیراوامام په مقابل کي اسلحه راپورته کړي،اوپه دې شرط چي امیربه ظلم نه وي ورباندي کړی، اوکه امیرظلم ورباندي کړی وو بیا که دوی مقابله کوي نو شرعا باغیان نه بلل کیږي، بلکي مظلومین دي ،اوکه دنورو مسلمانانو په قدرت وه ددغه مظلومینوکومک به کوي اودامیراطاعت به نه کوي ،لکه جامع الفصولین اوردالمحتار چي وايي:ـــــــــــــــــــــــ
(ثم أهل البغي هم الخارجون علی الامام الحق بلاحق)بیانه أن المسلمین اذا اجتمعوا علی امام وصاروا آمنین به فخرج علیه طائفة من المؤمنین، فلو خرجوا علیه لظلم ظلمهم فلیسوا بغاة وعلیه أن یترک الظلم وینصفهم ،ولا ینبغي للناس أن یعینو ا الامام علیهم اذ فیه اعانة علی الظلم ولاأن یعینوا تلک الطائفة علی الامام آه جامع الفصولین ج ۱ص۱۳/الاختیارج ۳ص۳۰۹/هندیة ج۲ص۳۸۳،
لکن في الفتح :ویجب علی کل من أطاق الدفع أن یقاتل مع الامام الاان أبدوا مایجوزو لهم القتال کأن ظلمهم أوظلم غیرهم ظلما لا شبهة فیه بل یجیب أن یعینو هم حتی ینصفهم ویرجع عن جوره ، بخلاف ما اذا کان الحال مشتبها أنه ظلم مثل تحمیل بعض الجبایات التي للامام أخذها والحاق الضرر بها لدفع ضرر أعم منه آه قلت : ویمکن التوفیق بأن وجوب اعانتهم اذا أمکن امتناعه عن بغیه والافلا آه ردالمحتار ج ۳ص۳۱۱ طبع بیروت ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۰مخ
دیوې بلي اشتباه ازاله
دامیر سره بیعت واجب او ضروري دی، ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: مَنْ خَلَعَ يَدًا مِنْ طَاعَةٍ لَقِيَ اللَّهَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لا حُجَّةَ لَهُ ” . قَالَ : ” وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مَيْتَةً جَاهِلِيَّةً”
رواه مسلم کتاب الامارة باب وجوب ملازمة جماعة المسلمین
خو دهغه وخت چي امیر شرعي اواتفاقي وي، اوداختلاف په صورت کي بیعت واجب نه دی، ځکه بعضې صحابه کرامو هم داختلاف په صورت کي بیعت نه دی کړی، اوپه هغوصحابه کراموکي یو حضرت عبدالله بن عمررضي الله عنه دی چي راوي ددغه پوتني حدیث شریف هم دی . لکه په رد المحتار ج ۳ص۳۱۱/او(الامامة العظمی )کي چي راوړي: وعلیه یحمل ماروي عن جماعة من الصحابة، أنهم قعدوا في الفتنة ، وربما کان بعضهم في تردد من حل القتال آه،دباغي تعریف: أهل البغي کل فرقة لهم منعة یتغلبون ویجتمعون ویقاتلون أهل العدل بتأویل ویقولون الحق معنا ویدعون الاولایة .آه الاختیارج ۳ص۳۰۹ کذافی الهندیة ج ۲ ص ۳۸۳ دباغیانو په شان کي دحضرت علي کرم الله وجهه موقف : دحضرت علي کرم الله وجهه موقف دبغاتو په شان کي داسی وو: ترڅو چي باغیان پرماباندي حمله ونکړي زه حمله نه پرکوم. لکه جصاص رحمه الله چي فرمايي:قوله تعال(فإن بغت إحداهما على الأخرى فقاتلوا التي تبغي حتى تفيء إلى أمر الله فإن

وفي هذه الآیة دلیل علی أن اعتقاد مذاهب البغي لایوجب قتالهم مالم یقاتلوا فانما أمربقتالهم اذا بغوا علی غیرهم بقتال ،وکذالک فعل علي بن أبي طالب رضي الله عنه مع الخوارج ، فقال علي رضي الله عنه أما ان لهم ثلاثا ،أن لانمنعهم مساجدالله أن یذکروا فیها اسمه ،وأن لانمنعهم حقهم من الفیئ مادامت أیدیهم مع أیدینا وأن لانقاتلهم حتی یقاتلونا،نودحضرت علي کرم الله وجهه دخوارجوپه باب دغه موقوف وو(أن لانقاتلهم حتی یقاتلونا)نونن ورځ که دیو چاسلطنت هم اشبتاهي وي هغه به دخوابدو ملګرو دقتال فیصله دکوم ځای پیداکړي،
مخ۱۱
نوپه موجوده وخت کي چي شرعي امیرالمؤمنین وجود نلري، که یوه ډله پربله ډله باندي دبیعت نه کولواوبغاوت په پلمه حمله کوي، نوهغه بله ډله ددفاع حق لري اوپه دفاع کي به تجاوزنه کوي، اوکه په خپله دفاع کي قتل ،سي شهیدان دي ، اومتعرض اوحمله کونکی ظالم اوقاتل اومباح الدم دی، ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فریايي:
” مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ”
ترجمه : که څوک دخپل دین په دفاع کي ووژل سي شهیددی، که څوک دخپلي ویني په دفاع کي ووژل سي شهید دی،که څوک دخپل مال په دفاع کي ووژل سي شهیددی، که څوک دخپل أهل اوبچیانو په دفاع کي ووژل سي شهیددی،
(مجاهدینوته دعلماء کراموتوصیه)
دټولو مجاهدینو اوعامومسلمانانو څخه داغوښتنه لرو چي دغه فتوی دقرآن پاک اوحدیث اوفقهي په رڼاکي لیکل سوېده :باید په عدل اوانصاف سره یې مطالعه کړي،نه دتعصب اوعناد پربنیاد ،ځکه چي عناد دمسلمان دین بربادوي لکه علیه السلام مبارک چي فرمايي:
مَا ضَلَّ قَوْمٌ بَعْدَ هُدًى كَانُوا عَلَيْهِ إِلا أُوتُوا الْجَدَلَ ،
.مشکوة المصابیح کتاب الایمان باب الاعتصام بالکتاب والسنة ـ الفصل الأول
ترجمه نه دی ګمراه سوی یوقوم مګرهغه وخت ګمراه سوی دی چي عناد اوتعصب یې په برخه سي. نومسلمانانو وروڼودتعصب (ډلبازۍ اوقومیت )اوعناد څخه باید ځان وساتو،داسي نه چي نعوذباالله دبل دمفاد اوقدرت لپاره خپل دنیا اوآخرت خراب کړو،اوناحقه قتلونه راڅخه وسي، اوالله پاک دمؤمن وقاتل ته څومره سخته سزاټاکلې ده ، لکه الله پاک چی فرمايي:
وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا
ترجمه اوهرڅوک چي یومؤمن قصدا (ناحقه )قتل کړي نو جزا اوبدله دده جهنم دی، چي په دغه جهنم کي خالدوي، اوالله تعالی به غضب پروکړي اولعنت به پروکړي اوالله پاک لوی عذاب ورته تیارکړی دی،
۱۲مخ
وعن ابی هریرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم
((من أعان على قتل مؤمنٍ بشطر كلمةٍ؛ لقيَ الله –عزَّ وجل- مكتوبٌ بين عينيه: آيِسٌ من رحمة الله))
. سنن ابن ماجة کتاب الدیات باب التغلیظ في قتل مسلم ظلما ترجمه : علیه الصلوة والسلام مبارک فرمايي:ترجمه : که چادیو قاتل سره دیومؤمن پرقتل په نیمه کلمه (لکه په أقتل کي په أق )سره کومک وکی په ورځ دقیامت به دالله تعالی وحضورته ورسي په تندي کي به يې لیکلي وي دالله درحمت څخه ناأمید.
وعن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال
لَوْ أَنَّ أَهْلَ السَّمَاءِ وَأَهْلَ الأَرْضِ اشْتَرَكُوا فِي دَمِ مُؤْمِنٍ ؛ لأَكَبَّهُمُ اللَّهُ فِي النَّارِ
.سنن ی لترمذکتاب الدیات باب الحکم فی الدماء ترجمه علیه الصلوة والسلام مبارک فر که داسمان اومځکي مخلوق دیومؤمن په قتل کي سره شریکان سي خامخابه الله جل جلاله دوی ټول په جهنم کي پړمخي غورځوي، ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اومسلمانانووروڼو موږ باید دالله لپاره ددنیا دمفادپرستۍ اوجاه طلبۍ اودمنصب پرستۍ څخه ځانونه وژغورو،ځکه چي حضرت رسول الله علیه السلام فرمايي: وعن ابی هریره دضی الله عنه قال قال رسول الله علیه وسلم ثلاثة لایکلمهم الله ولاینظرالیهم ولایزکیهم ولهم عذاب الیم رجل علی فضل ماء بطریق یمنع منه ابن السبیل ورجل بایع رجلالایبایعه الا للدنیا فان أعطاه مایرید وفی له والالم یف له ورجل ساوم رجلا بسلعة بعدالعصرفحلف بالله لقدأعطی بها کذا فأخذها.صحیح البخاری کتاب الشهادات باب الیمین بعدالعصر ترجمه علیه الصلوة والسلام مبارک فرمایي. درې قسمه انسانان دي چي الله پآک دآخرت په ورځ خبري نه ورسره کوي، اونه په نظردرحمت ورته ګوري، اونه يې دګناه څخه پاکوي.اودوی لره دردناک عذاب دی، (اول هغه سړی دی)چي پریولاره اوسیږي اوبه یې هم ترضرورت زیاتي وي اومسافرته یې نه ورکوي،(دوهم هغه سړی دی)چي دیو سړي سره خاص ددنیا دحاصلولو لپاره بیعت وکي نوکه یې چیري هغه دده مقصد ورکړی نوپه وعده وفاورسره کوي ، که نه نو وفانه کوي الحدیث.
مخ۱۳
مجاهدینو اومسلمانانوورڼو باید دخپل مشرخبره اوامرپرشریعت عرض کړو،که دشریعت سره برابروو باید ویې منو، اوکه د شریعت خلاف وو بیا یې منل ناروادي، لکه په حدیث شریف کي چي راځي: عن عمران بن حصین قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :لاطاعة لمخلوق في معصیة الخالق اوپه بل حدیث شریف کي راځي:
وعن کعب بن عجرة رضی الله عنه قال خرج علینارسول الله صلی الله علیه وسلم أودخل ونحن تسعة وبیننا وسادة من أدم فقال انها ستکون بعدي أمراء یکذبون ویظلمون فمن دخل علیهم فصدقهم بکذبهم وأعانهم علی ظلمهم فلیس مني ولست منه ولیس بوارد علی الحوض ومن لم یصدقهم بکذبهم ولم یعنهم علی ظلمهم فهومني وأنامنه وهو وارد علی الحوض .مسندأحمد مسندالکوفین ترجمه ؛ علیه الصلوة والسلام مبارک فرمايي : ژردی چي زما وروسته به داسي امیران پیداسي چي درواغ به وایي اوظلم به کوي، نوکه یو څوک دی ته ورغی اوددوی دروغ یې ومنل ، اوددوی پر ظلم یې ددوی کومک وکی، نوهغه سړی زما سره تعلق نلري اونه زه دهغه سره تعلق لرم ، اودآخرت په ورځ به زما حوض کوثرته حاضرنه سي، اوکوم چاچه ددوی دروغ نه ومنل ، اوددوی پرظلم یې ددوی تعاون اوکومک نه وکی، نوهغه به زما سره تعلق لري ، اوزه دهغه سره تعلق لرم، اودقیامت په ورځ به زما حوض کوثرته حاضرسي . اودابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی ،فرمايی: خدوا العطاء مادام عطاء فاذاکان انما هورشا فاترکوه ولاأرا کم تفعلون یحملکم علی ذلک الفقروالحاجة ألاوان رحی بنی مرج قددارت وان رحی الاسلام دائرة وان الکتاب والسلطان سیفترقان فدوروا مع الکتاب حیث دار وستکون علیکم ائمة ان اطعتمو هم اضلوکم وان عصیتموهم قتلو کم قالوا فیکف تصنع یارسول الله قال کونوا کاصحاب عیسی نصبوا علی الخشب ونشروا بالمناشیر.موت في طاعة خیرمن حیاة في معصیة : ابن عساکرعن ابن مسعود کنزالعمال رقم الحديث ۱۰۸۲ ترجمه : تاسوهبه اوتحفه اخلئ،ترڅو چي هبه اوتحفه وي، اوکله چي صرف رشوت سوبیایې نوپرېږدئ ، اوګمان نه کوم چي پرې یې ږدئ، ځکه چي فقراو حاجت به درباندي باعث وي، اوخبردارچي دګډوډۍ دزامنوژرنده ګرځي یعني هغه خلګ چي حق اوباطل سره ګډ ه وي. اوکشش کوي چي باطل دحق په شکل کي ښکاره کړي ، فعاله دي ، اوداسلام ژرنده هم ګرځي یعني مسلمانان فعال دی، اوبېشکه ژردی چي قرآن عزیز اوسلطان به سره جلاسي،
۱۴مخ
نوتاسودقرآن پاک ملګري وکړئ هرځای چي وو، اوژر دی چي داسي مشران به درباندي مقررسي که یې خبره منئ ګمراهان به موکړي، اوکه یې نافرماني کوئ نووژني مو، نوصحابه کراموعرض وکی یارسول الله په داسي وخت کي به څه کوو؟ نورسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :چي صبروکړئ لکه اصحاب دعیسی علیه السلام چي په داروځړول سوه،اوپه ارو ارسوه، دالله پاک په طاعت اوبندګي کي مرګ بهتردی ترهغه ژوند چي دالله پاک په نافرمانۍ کي تېریږي،
وعن أنس رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: العلماء أمناء الرسل علی عبادالله مالم یخالطوا السلطان ویداخلوا الدنیا.فاذاخالطواالسلطان وداخلوا الدنیا فقدخانوالرسل فاحذروهم واعتزلوهم ،کنزالعمال حرف العین
ترجمه :علیه الصلاة والسلام مبارک فرمايي:علماء امینان درسولانودي دالله پربندګانو،یعني پرخپل امت يې امانت دار بللي دي،ترڅوچي دسلطان اوباچا اودنیا سره ګډ سوي نه وي ،نوهرکله چي دباچا اودنیاسره خلط اوګډسوه نویقینا دوی درسولانوسره خیانت وکړي، بیانو ددغه سي علماء څخه پرهیزوکړئ اوځان ځني ګوښه کړئ ، انتهی نوپه داسي حساس اونازک وخت کي پرعلماؤفرض ده چي دحق اظهاربه کوي اودمسلمانانوصحیح رهنمايي به کوي، اوپرمجاهدینو اوعامو مسلمانانولازمه ده چي حق پرسته علماؤ ته مراجعه وکړي .ځکه چي دحق اوباطل ترمابین امتیاز کونکي یوازي اویوازي حقاني علماء دي. والسلام والله أعلم بسرائرعباده

comments

8 comments

  1. مجاهد زابلی

    الله پاک دی ددی جید اومجاهد علماکرامو په لاسو برکت کړی الله دي د دوی دا شجاعت او دلاوری دنبوی پیروانو صحابه کرامو په څیر داسلامي ځواک په متحدکیدو او دغاصبو واکمنانو په لیری کیدو بدله کړی .
    دشیخانو اومفتیان استدلال او قرانی پریکړه دمنلو وړ ده .
    په زابل کی دښکیل ناورین اوظلم اعاده به الله پاک په خپل انتقام اخیستلو سره حل کړی

  2. دعلماء پریکړه زموږ په سر سترګو قبوله ده الله پاک دی دوی اوتاسو نشر کونکی اسلامي ډلی زموږ له سره نه اخلی …امین
    الله پاک دي دملادادالله اخند کورنی ته صبر جمیل ورکړي باید هغو شهیدانو ته چي په دې جنګ جمل کی شهیدان شوی باید مرسته وشی او قاتلین دمحکمی انګړته راکش کړل شی …
    یوچا قصه کوله چي یو کوچی کومندان ناری وهلی و همیر صیب همر کړی دي نوداسی کوچیان به په څه بوی کړی .
    بل لوری ته دمیدان شار ولی ملااحمدالله هم یو قسم وردګ وروڼه خطاکړی وو اوس یی پلورنه په کردار او مړو شرمیږی چي تاسو څنګ دفدیانو وژل کیدلو جرأت کاوو تاسو څنګ دښځو اوماشومانو وژل دځان لپاره روا کار بللو ؟
    تاسو څنګ دشهید ملادادالله په کور باندی یرغل ور وړلو اسحاقزی خوبه یی دښمنان وو ستاسو څه کور خراب وو.

  3. زابل: طالبانو پر طالبانو بريد وکړ، سلګونه مړه، سلګونه ټپيان، سلګونه بندیان…!
    شينډنډ: طالبانو پر طالبانو بريد وکړ، سلګونه مړه، سلګونه ټپيان، سلګونه بندیان، دواړه غاړې لا هم یوه بل ته په مورچل کې ماشه پر ګوته ناست دي…!
    فراه: طالبانو پر طالبانو بريد وکړ، سلګونه مړه، سلګونه ټپيان، سلګونه بندیان…!
    د زابل جګړه کونکي طالبان، یوه خوا: ملا اخترمحمد منصور، بله خوا ملا دادالله منصور. د ملا دادالله څلور وروڼه تر دې وړاندې په بيلابيلو جهادي مرحلو کې شهیدان شوي، خپله په ۲۰۰۷ز کې شهید شو، پلار یې، مشر ورور یې حاجي لالا، کشر ورور یې دادالله منصور،دوه د کور ميرمنې او اوه تنه ماشومان يې د زابل په خاک افغان کې د طالبانو له لاسه ووژل شول.
    د شینډنډ جګړه کونکي خواوې، طالبان او د تورن امان الله زوی وتلی طالب قومندان ملاننګيالی…!
    د فراه جګړه ايز اړخونه،ملا اختر محمد منصور او مولوي باز محمد…!
    څوک شته چې پرتوګ ور واغوندې…؟

  4. بسم الله الرحمن الرحیم۰ السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته / محترمو علماوو خدای ج مو کامیاب لره ستاسو دکوششنو نتیجه ده چی افغانستان او پاکستان داسلامی زدکړو مدرسی پراخوالی موندلی او ستر ستر علمایی کرام مو تربیه کړی چی نن ورځ په شرق او غرب کی یو مثال لری۰۰۰ خو متاسفانه دطالبانو داسلامی تحریک مشران علما نه ده او فی سبیل الله مجاهدین پکښی شته خو ډیر کم ۰۰۰زه هغه څوک مجاهد بلم چی جهاد کوی خو تقوی یی شرط ده زما دمعلوماتو مطابق نن ورځ دطالبانو هغه مشران نشته که عالم نه وه خو تقوی پکښی وه لکه مجاهد ملا برجان مجاهد مولو ی احسان الله مجاهد ملا احمد اخند او داسی نور ۰۰۰ هغه طالب مشر ته زه مجاهد نشم ویلی چی مجاهدین یی دفقر کچکول په لاس کی نیولی وی او مشر یی قصرو کی اوسیږی زه هغه طالب مشرته مجاهد نشم ویلی چی دوشنبه او پنجشنبه روزه نه وی تهجد لمانځه ته پورته نشی صلاة ضحی یی په یاد کی هم نه راځی دمجاهدینو دچندی او سوالونو په روپیو ځانګړی تجارتونه کوی ۰۰۰مجاهد وروریی فقر کوی مشر یی ماډل ماډل ټوډیانی بدلوی۰۰۰ خدای ج شته چی ما خپل عمر کی يوځل مشر ملا محمد عمر اخند سره لیدلی وه او هلته ما ورته وویل مشره تاسو وزیر صاحبانو ته ډیر شکلی مو ټر رانیسی دا به یی تل سترګو کی ګرځی بیا به فه زاړه کی نه سفریږی وایی حقیقت ده خو شرایط داسی ده نن راشه مشران ګوره هره ورځ نمک منډیی ده کبابونه ده چلوونه ده هو ټلونه ده او فرافرټیانی ده۰۰۰ ډیر افسو ز ده چی دکونډی یتیم پوشتنه ورسته دملګری له شهادت څوک نه کوی مولوی کبیر او نور مشران خو که دو ښځی لری ۳ او ۴ پسی ګرځی که له مخلوق سخه شرم ونکړی ځان ته مسله را پیدا کوی او پنځمه نکاح ته یی هم زړه کیږی ۰۰۰ دخپلو ملګرو دحال او احوال پوشتنه نشته معتصم اغا او طیب اغا خو قطر او ترکی ته ورسیدل هغوی خو بالکل خپل ملګری هیر کړل ملا منصور صاحب خو دجهاد په دی اساسو شرایطو کی په یوه واده اکتفا ونکړه دیاسر صاحب له لور سره یی نوی واده وکړ افسوز په داسی حال الله ج دی په واقعی مجاهد ورحمیږی موږ خو ډیر نا امیده شو ی یو والسلام

  5. السلام علیکم زه دیوبیطرفه کس یم خوددی قول دخدای ج ځان مصداق ګرځوم قال الله تعالی : قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ خدای ج دی ځموږوړونه ددی ایاتو نو دمفهوم مصداق وګرځوی هيله منديوچې طرفین وړونه دعلما‌ؤخبره ومنې څو دکامیابې سره مخ شې اودعلما‌ؤڅخه داخواهش کوم چه د‌‌‌‌‌‌ډلوتر منځ دیووالې هڅی وکړی څو ددې ایات مصداق دوی وګرځوې قال الله تعالی واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقواالایه معلومه خبره ده چه په یووالې کی کامیابې ده والسلام.

  6. عبدالله مومن

    پہ زڑه پوری او شه وخت کئ صادره شوی فتوی ده باید توزیع او تکثیرشی

  7. مدیر شریف الله

    ماشاءالله ڈیره تفصيلی او مدلل فتوی ده الله تعالی دی ٹول مسلمانان اومجاهدين دشرعی احکامات و تابع کڑی
    یقینا چه پہ دی نازک پڑاو کی دمسئلی حل د شریعت پہ رنا کی پکاردی اوشه نتیجه ورکوونکی دی
    مونگ دعلماءو دفتوی تایی اوملاتڑکوو
    والسلام

  8. زه پښتون یم

    د طالبانو د خپلمنځنی جګړی لپاره دغه فتوا وګوری. چی یو څومهمی نقطو ته په کی اشاره شوی ده، ترڅو دوی خپل منځنی جګړی ته د پای ټکی ګیږدی.
    1. دوی اوس خپل شرعی امیر نه لری. اوس نو دوی د چاپه رهبری کی جهاد کوی.
    2. د امیر لپاره چی اسلام کوم شرایط ذکر کړی دی، په دوی کی هغه شرایط نشته ده. اوس نو دوی په کومو شرایطو سره جنګ کوی. (په دی فتو ا دوی خپله اقرار کړی ده)
    3. د امیر د ټاکلو لپاره دوی دری شرایط ذکر کړی ده، ۱. امیر باید د په اکثرو رایو (د هغو خلک رای، چی دینی علماء وی، د کلی مشران وی، د قلم او عقل خاوندان وی او با نفوذ خلک وی) باندی وټاکلی شی، اوس په ټول افغانستان نفوس ته وګوری، چی تقریبا ۳۰ میلونه ده، او بیا د طالبانو ته وګوره چی تر ۱۰۰ زره پور رسیږی، نو ددوی د امیر ټاکل څنګه به اکثرو رایو باندی وی. ۲. د امیر ټاکل په میراثی توګه باندی، نو ملاعمر خو هیڅ څوک نوه ټاکلی، اوس به دوی څه کوی. ۳. شرط، امیر باید ټول منطقه د جنګ او جهاد په زور ونیسی، نو هغه به امیر ټاکلی شی، نو اوس طالبانو کوم ځایونه نیولی ده، او که یی ونیسی، د ۲ هفتو زیات نشی ساتلی، نو دوی به څنګه امیر وټاکی.
    4. دوی جهاد فرض عین ګڼلی، په کوم دلیل باندی. د جهاد حکم فرض کفایی ده، او په هغه حالت کی فرض عین ګرځیدلی شی، چی د اسلام د شیوع لپاره ۱۰۰ په ۱۰۰ کی خطر وی او مسلمانان د شرایعو منع کیږی. نو اوس په کوم ځای او کوم ګوټ کی د افغانستان مسلمانان د اسلامی شرایعو نه منع شوی ده. فتوا ورکوی ډیر اسان کار دی اوس، هرڅوک د خپلی خوښی فتوا ګانی ورکوی.

خپله تبصره ولیکې

. *

*