تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / سوله : د ټولو شخړو آخرنۍ حل لاره:

سوله : د ټولو شخړو آخرنۍ حل لاره:

 ( پرله پسې شپاړسمه برخه )

علی کرم الله وجهه اودهغه د ژوند سوله ایز اړخونه:  

سید نا علی ابن ابي طالب کرم الله وجهه دخلفاء راشدینو څلورم راشد خلیفه، درسول الله صلی الله علیه وسلم درازاونیاز ملګری، زوم، دکاکا زوی، مدینة العلم، دشجاعت غر، دالله زمری، داسلام قائد: ډیر غټ شان، عظمت اومقام لري، زه له نور سیرت، کارنامو،او د مقدس ژوندانه له نورو اړخونو له څیړلو تیریږم یو مي وس نشته، بل معلومات نلرم، یواځي دغه یو اړخ یئ دبیلګې په ډول په مختصرو اشارو سره دموضوع اود شخصیت داهمیت له وجهې یوڅو ټکی دخپل مضمون زیب جوړوم : مؤرخین وایئ: سید نا علی کرم الله وجهه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر اعتمادي کس وو، دقرآنکریم یوله کاتبانو اوکاتب الوحی هم وو، او یو له هغو سفیرانو څخه یئ ووچی درسول الله صلی الله علیه وسلم مکتوبات شریف به یئ وړل، او قبائل به یئ اسلام ته رابلل،  رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډیرو چاروکي (لکه دافک په دردوونکي واقعه کي) یئ ورسره مشوره کوله، په بیعة الرضوان کي هم حاضروو، اوپر همدي وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم دصلح حد یبیې د سوله لیک (وثیقې) په لیکلو هم ورته أمر وکړ، او دی یئ ورباندي شاهد هم کړ.

په یمن کي د سولې یو لارښود اوقاضي:  

 رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت خالد ابن ولید رضی الله عنه یمن ته واستاوه چی: خلګ اسلام ته را د عوت کړي هغه همالته شپږ میاشتې هستوګن شو، نوهیچا هم د ده دعوت ونه مانه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علی رضی الله عنه یمن ته دهمدي چارې لپاره واستاوه، نو دهمدان ټولې قبیلې د ده پر لاس اسلام راووړ، او وروسته دیمن خلکو یوپه بل پسې اسلام ته راتلل پیل کړل بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم نوموړی دیمن قاضی مقرر کړ ځکه چی د ده عدل، حکمت،او تدبیر په قضاکي ورته معلوم وو ، نصیحت یئ ورته وکاوه او دعآء یئ ورته وکړه اوپرکال (۸) اتم هجری یئ داکار ورته وسپاره، نو ده رضی الله عنه یوکال همالته تیر کړ، هلته ده د ډیر شخړو په هوارولو، دمنازعاتو په حل اوفصل کولو، او دسولې په کارونوکي ډیره غټه ونډه ادأ کړه.

د مکة المکرمه فتحه او د علی کرم الله وجهه سوله ایز کردار:

 د مکې مکرمې دفتحي پر مهال سید نا سعد ابن عباده رضی الله عنه د مکې شریفې دجنګ له لاري دفتح کولو په نیت کار پیل کړ او دادهغه څه خلاف وو چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي وو، ځکه چی هغه فرمایلي وو چی په سوله ایز ډول داخل شئ، کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سعد ابن عباده رضی الله عنه  دارادې په اړه معلومات وشو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي کرم الله وجهه ور واستاوه او هغه له سعد رضی الله عنه څخه بیرغ واخیست، کله چی فتح راغله رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته  د بتانو د ماتولو حکم وکړ:

كان عليا موضع ثقة الرسول صلی الله علیه وسلم  فكان أحد كتاب القرآن أو كتاب الوحي الذين يدونون القرآن في حياة النبي  صلی الله علیه وسلم وكان أحد سفرائه الذين يحملون الرسائل ويدعون القبائل للإسلامواستشاره محمد صلی الله علیه وسلم في الكثير من الأمور مثلما استشاره في ما يعرف بحادثة الإفك شهد بيعة الرضوان وأمره النبی صلی الله علیه وسلم حينها بتدوين وثيقة صلح الحديبية وأشهده عليهروى في الاستيعاب أن النبی صلی الله علیه وسلم بعث خالد بن الوليد إلى اليمن ليدعوهم فبقي هناك ستة أشهر فلم يجبه أحد فبعث النبی صلی الله علیه وسلم بعلي إلى اليمن فأسلمت على يديه قبيلة همدان كلها، وتتابع بعدها أهل اليمن في الدخول إلى الإسلامولم تكن هذة المرة الأخيرة التي يذهب فيها علي إلى اليمن حيث ولاه النبی صلی الله علیه وسلم  قضاء اليمن لما عرف عنه من عدل وحكمة في القضاء، فنصحه ودعا له، ثم أرسله إلى هناك سنة 8 هـ ومكث به عام واحدكما ساهم في فض النزاعات وتسوية الصراعات بين بعض القبائل ورد في الكامل أنه عند فتح مكة أراد سعد بن عبادة دخول مكة مقاتلاً عكس ما أمر به الرسول صلی الله علیه وسلم حيث أنه أراد دخول مكة بلا قتال، فحين سمع النبی صلی الله علیه وسلم ذلك أرسل علي خلف سعد فلحقه وأخذ الراية منه ودخل بها مكة، بعدها أمره محمدصلی الله علیه وسلم  بكسرالأصنامالتي كانت حول الكعبة./ البدأ والتاریخ للامام ابن طاهر /ج/۱/ص/۲۵۷/. اسد الغابة /للامام ابن الاثیر ج/۲/ص/۱۵۰/. البدایة والنهایة/ للامام ابن کثیر /ج/۶/ ص/۱۸/.

دعلی کرم الله وجهه د سوله ایز نظرڅرګندونه:

کله چی له سید نا علی کرم الله وجهه سره دکوفې د خلګو وفد د سید نا حسن ابن علی رضی الله عنه په مشرۍ مخامخ شو، هغوی د فتنې د خاموشه کولو اراده لرله، حضرت علی کرم الله وجهه ورته وفرمایل: موږ هیڅ داسي لاره اوتګلاره نه پریږدو چی په هغې کي صلاح، خیر او اصلاح نغښتي وي مګر هغه به موږ غوره کړو تر هغه هرڅه چی په هغه کي فسادپروت وي:

ولن ندع أمراً فيه صلاح إلا آثرناه على ما فيه الفساد إن شاء الله تعالى / البدایه والنهایه/ج/ ۷/ص/۲۵۸/. الکامل فی التاریخ/ج/۳/ص/۲۳۲/.

( ادامه لري،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،)

لیکوال: حافظ مسلم هروي)

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*