تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / نوی اسلامي ايتلاف- هيلې او اټکلونه

نوی اسلامي ايتلاف- هيلې او اټکلونه

داسې ښکاري چې د نړۍ د بېلابېلو سرکښو هېوادو تر منځ د سيالۍ کومه نوې سيلۍ را الوتې او هر ځواکمن ملت د خپلو ملګرو د راغونډولو په تکل لګيا دي هلې ځلې کوي . د دې مانا داده چې له تېرو شاوخوا پنځه ويشتو کلونو راهيسې يا د شوروي اتحاد او وارسا تړون تر پاشل کېدو وروسته چې پر نړۍ د امريکې خاني او ملکي را چلېدله ، نوره د زغملو نه ده او ليدل کېدل چې اوس په خلکو کې د امريکې له راج نه د وتلو روحيه په خوځېدو او غوړېدو ده . د مثال په ډول همدغو څو کلونو کې اروپايي اتحاد ډېر ښه وپنځېد او د اروپايانو ګټې يې ښې خوندي کړې . په ختيځ کې بيا د چين اقتصاد حيرانونکي پرمختګ وکړ ، نړيوال بازارونه يې تسخير او وتوانېد چې خپله پوځي بوديجه کې څو برابره زياتوالی راولي . بل لور ته منځنی ختيځ دی چې همدغو پنځه ويشتو کلو کې يې سخت ګوزارونه وخوړل ، نور ټول پرېوتل خو اېران او ترکيه پکې برلاسي څه چې ډېر ځواکمن هم شول همدارنګه روسيه درواخلئ چې دا مهال يې په نړيوالو کشالو کې بيا ښکر اچولو ته شروع کړې ده . په دې توګه دا ټولې غورځې پرځې په حقيقت کې د امريکايانو لپاره ډېر بلا جن خوبونه دي چې دوی يې خپله هم ډېر ښه تعبيرولی شي . خو دغو ګردو خوځښتونو کې يو پټ او ډېر تود هغه د اسلامي نړۍ خصوصاً د افريقې له سودان او ليبيا رانيولې تر پاکستانه د ځورېدلو او په بېلابېلو نومو ځپل شوو هېوادونو حرکت دی چې د امريکې د سرخانۍ په دغه موده کې خورا زيات وټکول شول . اوس داسې ښکاري چې همدغه ځورېدلي ولسونه د سعودي عربستان په مشرۍ د څلور دېرشو اسلامي هېوادو په نوي پوځي ايتلاف کې سره غونډيږي او غواړي چې نور د امريکې د ترهګرۍ پر خلاف تپل شوې جګړې پر وړاندې يوه نوي تدبير او نوښت ته لاس واچوي . داسې ګومان کيږي چې د نوي ايتلاف  تر شا به له يوې خوا د ترکيانو هغه تلوسې هم وي چې غواړي د نورو مسلمانانو په ملتيا د روسانو له شره ځان وساتي . هغه شر چې نه يې غوښت خو ورته پېښ شو . ځکه روسانو د سوريې د اسد په ننګه بيخي له چوکاټه پښې ووېستې په داسې حال کې چې سعودي عربستان او ترکيې په ګډه د اسد او ايراني پاسدارانو له ظلم و زياتي د شامي سنيانو د خلاصون لپاره له تېرو څلورو کلو راهيسې ډېره پانګونه هم کړې وه . له بلې خوا ترکيه او ټول عرب هېوادونه د ايران او لويديځ له جوړجاړي او بېلابېلو نړيوالو کشالو کې ايرانيانو ته په ډېر نفود ورکولو هم اندېښمن دي . تر دې چې عربي خليج خو په عراق کې د صدام او شام کې د اسد مخالفينو له ټکولو وروسته کاملاً ځان د ايران په محاصره کې وليد . همدارنګه دا اټکل هم کېدای شي چې ښايي د دې ايتلاف يوه موخه دا وي څو اسلامي هېوادونه د لويديځ له هغه نوي شره وژغوري چې د اسلامي دولت او خلافت په نامه پيل شوی او لويديځوال غواړي له همدې لارې په ګرده اسلامي نړۍ کې له يوې خوا بې ثباتي او کورنی اخ و ډب را منځ ته کړي او له بلې خوا هلته خپلې پوځي اډې تأسيس او په دې ډول د چين او روسيې ګواښونه دفع کړي . د يادونې وړ ده چې دا مهال رښتيا هم د اسلامي دولت يا داعش له خوا ګرده اسلامي نړۍ له سختې پرېشانۍ سره مخ هم ده . دا په حقيقت کې د خوارجو هغه خطرناکه فتنه ده چې غربيان کولای شي د همدوی پر مټ له ټولو معاصرو اسلامي تحريکونو سره مقابله وکړي او هغوی ته له ځټه مرګوني ګوزارونه ورکړي . ه000-8863322201450155087020مدا وجه ده چې اوس لويديځ هېوادونه لګيا دي په غير مستقيم ډول نوموړې ډلې ته شهرت او پرمختګ ورکوي ، له رواني پلوه يې ځواکمنوي او ښايي په خپلو پټو استخباراتو لاسو خو به هيڅ ډول نظامي او تخنيکي مرسته نه ترې سپموي . په هر صورت اوس داسې ښکاري چې اسلامي نړۍ نور هيڅکله دا نه شي زغملای چې په رډو سترګو د لويديځ له خوا د خپلو کليو او ښارونو د بمباريو نندارې ته کيني . ښايي اسلامي هېوادونه وغواړي چې د هر ډول ترهګرۍ او امنيتي ګواښ پر وړاندې په خپل واک او خپل نوښت مبارزه وکړي . ځکه په عراق ، سوريه او افغانستان کې د داعش پر خلاف د ناټو له عملياتو ډېره ښه څرګنده شوه چې هغوی نوموړې ډلې ته لا هم پرمختګ ورکوي . خو له دې ګردو هيلو او واقعيتونو سره سره داسې هم ويل کيږي چې ښايي غربيان په خپل مداريتوب سره دا ايتلاف هم داسې بې اغېزې کړي لک اسلامي کنفرانس چې په ډېرو ګرمو تلوسو جوړ شوی ؤ خو بيا يې هيڅ له لاسه ونه شول . په هر صورت دا مهال خو د دې ايتلاف پر وړاندې د امريکې له محتاط غبرګونه ښکاري چې هغوی ښه ورته اندېښمن دي . او يقيناً چې په مطلق ډول د مسلمانانو يووالی هيڅکله دښمن ته د خوښۍ زېری نه دی بلکې هغوی خو پرله پسې په دې هڅو کې دي چې د ټولو مسلمانانو تر منځ کور په کور لانجې او تربګنۍ منځ ته راوړي او ټول زور و ځواک يې اوبه کړي . په دې اساس ټول افغان مسلمان ولس چې اصلاً د امت شمله ده ، نوي اسلامي ايتلاف ته خوشال او هيله من دی . او له همدې امله غواړي چې حکومت هم په دې هکله خپل دريځ روښانه او نوموړي ایتلاف کې له نورو اسلامي هېوادو ځان وروسته پاتې نه کړي . او که فرضاً افغان چارواکي نور هم له ټال مټوله کار واخلي نو له يوې خوا به يې په څرګنده د غلامۍ ثبوت ورکړی وي او له بلې خوا به يې د خپل اکثريت ولس له هيلو او غوښتنو سره مخالفت کړی وي . د ټول اسلامي امت د رښتيني اتحاد او اخوت په هيله .

ليکنه : استاد شهاب الدين نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*