تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / مسلمان او کرسمس لمانځل !!

مسلمان او کرسمس لمانځل !!

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبيَّ بعده ، أما بعد :

د پیغمبرعلیه السلام نه ، یو حدیث شریف روایت شوی ، عن عبدالله بن عمر رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : « من تشبه بقوم فهو منهم » رواه أبو داؤد و صححه الألباني ، چا چې له کوم قوم سره ځان مشابه او یورنګ کړ ، هغه هم د هغوی له جملې څخه دی ؛ ډېری مسلمانان نن سبا ، په دغه غلطي کې لګیا دي ، چې ځینې د زدکړې لپاره کفري هېوادونو ته تللي او هلته له کفارو صنفیانواو نورو ملګرو سره ، د کرسمس په لمانځلو او خوشالیو کې برخه اخلي او ځینې نور بیا د فیسبوک ، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو په وسیله له غیر مسلمو ملګرو سره ، د کرسمس مبارکۍ پیغامونه تبادله کوي او دومره احساس هم ، ورسره نه پیدا کېږي ، چې آیا زه په سیده لاره روان یم او که په کږو وږو سر شوی یم .

نو آیا د مسلمانانو لپاره د کرسمس ( د زېږديز کال د پیل اختر ) لمانځل او د هغه په مناسبت یو بل ته مبارکیانې ورکول ، جواز لري او کنه ؟ !

د دې پوښتنې په ځواب کې ، باید و ویل شي چې ، هېڅکله هم یوه مسلمانان ته دا جواز نشته ، چې د کفارو په اخترونو کې یا ګډون وکړي ، یا د هپي کرسمس پیغامونه ، خپلو نامسلمانو ملګرو ته واستوي او یا مخامخ ورته دغه خبره وکړي ، ځکه چې دا د کفارو یو دیني شعار دی ، نو که  څوک مسلمان ، له کفارو سره د هغوی د دیني شعائرو ، پر لمانځلو کې برخه واخلي ، نو د پورتني حدیث تر وعید لاندې به راشي .

او همدارنګه د دې منع ، له قران کریم ، نبوي احادیثو ، اجماع او قیاس نه ثابته شوېده .

۱ ـ  قران :

الله جل جلاله فرمایي : « و الذین لا یشهدون الزور و اذا مرُّوا با للغوِ مرُّوا کِراما » فرقان سورت ۷۲ ایت ، او هغه کسان چې د عبثیاتو مجلس ته نه حاضرېږي ، کله چې د چټیاتو تر څنګ تېرېږي ، پر هغه باندې باک نه راوړي ، خپل عزت او کرامت هماغسې برقرار ساتي .

 مجاهد ، ربیع بن أنس ، قاضي أبو یعلی او ضحَّاک ، وایي چې په دغه آیت کریمه کې ، له زور کلیمې نه د مشرکانو اخترونه او محفلونه مراد دي ، ابن سیرین وایي : چې زور شعانین اختر ته ویل کېږي ، چې نصارا یې د عیسی علیه السلام ، بیت المقدس ته د ننوتو ، پر مناسبت لمانځي ، چې له فصح (ایسټرډې) اختر نه یوه اوونۍ وړاندې ، له ۱۴ مارچ نه واخله تر ۱۷مارچ پورې د یکشنبې په ورځ راځي ، اقتضاءالصراط المستقیم ۵۳۷/۱ ، والمعجم الوسیط ۴۸۸/۱ .

د دې ایت کریمه پر دې خبره ، چې د مشرکانو په مجالسو کې برخه مه اخلئ ، وجه دلالت دا دی ، چې الله جل جلاله د هغو کسانو ، چې د مشرکانو د محافلو لیدو کتو لپاره ، پښه نه نیسي او نه خپل عزت لیلاموي ، دومره مدح او صفت کړی دی ، نو دا به څرنګه روا او جائز وګرځوي ، چې یو مسلمان دې د مشرکینو ، یهودو او نصاراؤ په داسې مجالسو او محافلو کې ګډون وکړي ، چې هغه د دوی له ناروا ، دیني شعائرو سره تړلي وي .

۲ ـ نبوي احادیث :

له انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی چې ، « قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدینة و لهم یومان یلعبون فیهما ، فقال : ما هذا الیومان ؟ قالوا : کنا نلعب فیهما فی الجاهلیة ، فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ان الله قد أبدلکم بهما خیراً منهما : یوم الأضحی و یوم الفطر » رواه أبوداؤد ، و أحمد ، والنسائي ، علی شرط مسلم ، کله چې پیغمبرعلیه السلام مدینې منورې ته هجرت وکړ ، نو ویې ولیدل چې د مدینې منورې استوګنو ( انصارو ) په کال کې ، دوه ورځې د مستۍ او خوشالۍ لپاره ځانګړې کړې وې ، پیغمبرعلیه السلام پوښتنه وکړه ، چې دا دوه ورځې مو د څه لپاره ځانګړې کړېدي ؟ هغوی ځواب ورکړ ، چې مونږ به د جاهلیت په دور کې ، په دغو ورځو کې مستیانې او خوشالۍ کولې ، پیغمبرعلیه السلام ورته وفرمایل : چې اوس الله جل جلاله ستاسو هغه ورځې ، تر هغو نه هم په غوره ورځو در بدلې کړلې ، د قربانۍ ( لوی ) او د روزې ( وړوکی ) اختر په ورځو .

نو له دې مالومه شوله ، چې پیغمبرعلیه السلام ، د جاهلیت اخترونو لمانځلو ته ، صحابهءکرام پرېنښودل ، بلکې منع یې کړل او دا یې ورته و ویل : چې ستاسو هغه اخترونه ، الله پاک له هغو نه په غوره اخترونو بدل کړل ، نو کله چې یو شی بدل کړی شي ، نو بیا پر وړاندیني باندې ، د عمل کولو ګنجائش نه پاتې کېږي ، بل دا چې پیغمبرعلیه السلام ، د اسلام دغه اخترونه له هغو نه ښه او غوره و بلل او کله چې غوره موجود وي ، نو په ادنی باندې د عمل کولو ، اړتیا او ضرورت نه پاتې کېږي .

 ۳ ـ اجماع :

د اسلام په تاریخ کې ، ډېر یهود ، نصارا او عام مشرکین په اسلامي هېوادونو او ښارونو کې ، ذمیان پاتې شویدي ، خو یوه مسلمان هم د هغوی په اخترونو او محافلو کې ګډون ندی کړی .

او همدارنګه عمر رضی الله عنه ، په ټولو ذمیانو دا شرط لګولی ؤ ، چې په ښکاره او څرګند ډول به اخترونه  نه لمانځي ، چې د عمر رضی الله عنه پر دغه پرېکړه باندې ، ټولو صحابهءکرامو ، فقهاؤ او مشائخو اتفاق کړی دی ، نو د هغوی په اخترونو کې ، د یوه مسلمان ګډون او شرکت خو د کفارو له څرګندولو نه ډېر زیات بد او شنیع دی او په دې هکله عمررضی الله عنه فرمایي : « ایاکم ورطانة الأعاجم ، و أن تدخلوا علی المشرکین یوم عیدهم فی کنائسهم ، فان السخطة تتنزل علیهم » رواه أبوالشیخ الاصبهاني والبیهقي باسناد صحیح ، خبردار چې د عجمو په ژبو خبرې و نکړئ او نه د هغوی اخترونو ، د لمانځلو پر مناسبت د هغوی کلیساؤ ته ور ننوځئ ، ځکه چې پر هغوی باندې ، د الله جل جلاله قهر او غضب را نازلېږي ؛ همدارنګه بیهقي هم د عمر رضی الله عنه ، یو روایت را نقل کړی چې وایي : « اجتنبوا أعداءالله في عیدهم » د الله جل جلاله د دښمنانو په اخترونو کې له ګډون کولو نه ځان وساتئ ؛ د عمررضی الله عنه د وینا په شرح کې ، شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایي : چې عمر رضی الله عنه د مشرکو عجمیانو له ژبې زده کولو ، پر هغه له خبرو کولو او د هغوی کلیساؤ ته له ننوتو نه منع کړېده ، نو د هغوی کړنې انجامول ، د هغوی پر شعائرو عمل کول او له هغوی سره ځان یو رنګ کول ، خو تر هغې نه ډېره غټه خبره ده ، بله داچې پر هغوی باندې د الله جل جلاله قهر او غضب را نازلېږي ، نو ولې یو مسلمان د الله جل جلاله قهر ته ځان برابر کړي ، همدا رنګه په دا بل حدیث شریف کې ، نهی راغلی ده ، خبردار چې د الله جل جلاله د دښمنانو ، په اخترونو کې ګډون و نه کړئ ، اقتضاء الصراط المستقیم ۵۱۵/۱ .

او پیغمبرعلیه السلام فرمایي ، چې زما او د خلفاء راشدینو په ویناؤ منګولې او غاښونه ولګوئ ، نو باید چې مسلمان له دغسې بې هوده او ناروا کارونو نه ځان وساتي .

۴ ـ قیاس :

الله جل جلاله فرمایي : « لکلٍ جعلنا منکم شرعةً و منهاجاً » مائده سورت ۴۸ ایت ، ستاسو هرې ډلې او امت ته مې ، جدا جدا شریعت او طریقه ټاکلې ده .

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایي : د کفارو اختر لمانځل او یا د هغوی ټول شریعت عملي کول ، سره یو شان دي او له هغوی سره په اختر کې اتفاق کول ، له هغوی سره په کفر کې د اتفاق کولو په مانا دی ، ځکه چې لږ او ډېر کفر سره یو رنګه دی او اخترونه د دین تر ټولو نه ستر شعائر دي او څوک چې د کفر ستر شعائر تسلیم کړي ، نو مالومه خبره ده چې واړه به هم تسلیموي ، اقتضاء الصراط المستقیم ۵۲۸/۱ .

بل داچې که چېرې مو ، د کرسمس لمانځل جائز او مباح وګڼل ، نو دا به په اسلامي ټولنه کې ، د کفري شعائرو خپرېدلو ته لاره هواره کړي او کله چې دغه ناروا عمل ، په اسلامي ټولنه کې د ځان لپاره لږ ځای پیدا کړي ، د عامه وګړو له سوچ او خیال نه ، د هغه اصل هېر او په ټولنه کې به ، بیخي عام شي تر دې پورې ، چې د اسلام له اختر نه به هم زیات مشهور وګرځي او په اسلامي ټولنه کې به د کفر نفوذ ته لاره هواره کړي .

که څوک په دې هکله زیات مالومات ترلاسه کول غواړي ، نو د شیخ ابن تیمیه ، اقتضاء الصراط المستقیم ، مخالفة أصحاب الجحیم ، د شیخ ابن قیم الجوزي ، أحکام اهل الذمة او د محمد سعید القحطاني ، الولاء و البراء کتابونه دې وګوري .

لیکنه : سیف الدین صابر

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*