تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د اسلامي هیوادونو د پوځ جوړول او د مسلمانانو هیلې

د اسلامي هیوادونو د پوځ جوړول او د مسلمانانو هیلې

   الله جل جلاله وايي: (واعدوا لهم ما اسطعتم من قوة رباط ومن الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم وءاخرین من دونهم لاتعلمونهم الله یعلمهم وما تنفقوا من شئ فی سبیل الله یوف الیکم وانتم لاتعلمون) د انفال سورت ۶۰ ایت.

  او تاسې ترخپل وس ډېر طاقت او زین کړي اسانو نه، د هغوی د مقابلې لپاره برابر کړئ. ترڅو چې په دې وسیله د الله جل جلاله پر دښمنانو، پرخپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هیبت راولئ، چې تاسو یې نه پيژنئ خو الله جل جلاله یې پيژني. د الله جل جلاله په لاره کې چې تاسې هر څه ولګوئ، د هغو پوره بشپړ مکافات به ستاسې لوري ته راوګرځول شي او تاسې سره به هيڅکله ظلم ونشي.

   د اسلام مبارک دین خپلو اتباعو او پیروانو ته په اعداد او تیاري سره امر کوي، باید مسلمانان د دښمنانو له پاره په هر اړخیز ډول ځانونه سمبال کړئ، د هر عصر سره سمه وسله ولري، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپل وخت کې د دین د دښمنانو د ځپلو له پاره د منجنیق د زده کولو په  خاطر صحابه کرام رضی الله عنهما یمن ته واستول، هغوی هلته زده کړه چې بیا وروسته په غزاګانو کې استعمال شو. نو مسلمانانو ته لازمه ده چې د وخت او حالاتو سره سم ځانونه سمبال کړي که د اسلحې برابرول وي او که د مجاهدینو چمتو کول وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د بدر په غزا کې (۳۱۳) تنه غازیان وو؛ چې یو کال پس په احد غزا (۷۰۰) تنه وو خو په اتم هجري کال د مکې فتح کې دا شمیره لس زره ته لوړه شوه. دا مونږ ته دا درس راکوي چې باید مونږ هم وسله ولرو او هم مجاهدین (عسکر) ولرو او هغو ته هم ښه روزنه ورکړو ځکه د امیر المؤمنین حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په مهال امیر معاویه رضی الله عنه کښتۍ (بیړۍ) چمتو کړې چې د رومیانو مقابلې ته یې مجاهدین (صحابه کرام) په کې ولیږدول او د صلیبیانو سره یې جهاد وکړ.

   تیره اونۍ (۳۴) اسلامي هیوادونو د ګډ او مشترک پوځ جوړولو اعلان وکړ، چې مرکز به یې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې وي. واقعا چې دا اعلان یو ښه اعلان دی؛ ولې چې د اسلامي نړۍ مسلمان واکمنان سره راټولیږي او د مشترک پوځ جوړولو اعلان کوي، نو د نړۍ ډېرو مسلمانانو خپلې هېلې ورسره وتړلې، ورته خوشحاله شول، چې ان شاء الله اوس به مسلمانان د دین د ښمنانو له غلامۍ نه خلاص شي او بیا به د نړۍ مظلومان د ظالمانو له ظلم او ستمه وژغوري، د اسامه بن زید رضی الله عنهما په څير به د اسلامي لښکرو استول او سوقول له جزیرة العرب نه پيل شي. جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه، عبدالله بن رواحه رضی الله عنه او زید بن حارثه رضی الله عنه د رومیانو مقابلې ته ورځي او د اسلام دعوت به صلیبیانو ته ورکوي. د ډېرو مسلمانانو په زړونو کې زړې خاطرې ګرځې او نوې هیلې یې په سینو کې ټوپونه وهي. وايي چې پخوانی مجد، شان او شوکت به مو راژوندی شي. محمد بن قاسم رحمه الله به سند ته ځي او له راجه دهره به د مسلمانانو پوښتنه کوي او د عباسي خلیفه معتصم بالله په څير به په عموریه کې د بندیوانې خور اواز ته لبیک وايي، هلته به ورځې هغه او نور مسلمانان د وحشي عیسویانو له وحشت او بربریته خلاصوي.

   هوکې! ډېری مسلمانان بیا دې ته هم ډېر اندیښمن دي هسې نه چې د اسلامي هیوادونو نوی اسلامي پوځي اتحاد مو د غلیمانو په چوپړ کې راښکیل نشي، خاین، غدار، فریبکار صلیبیان یې د خپلو موخو په خاطر قرباني نه کړي. لکه: داسې ونشي چې (الفکر ملة واحدة) یې یوازې او یوازې د اسلامي تحریکونو خلاف له دې اتحاده کار وانه خلې چې هله حماس، جبهة النصرة، اخوان المسلمین او… ترهګر غورځنګونه دې د دې کېسه ورختمه کړئ.

   د اسلامي هیوادونو واکمنان باید، د اسلامي نړۍ مسلمان علماء راټول کړي چې هغوی د ترهګر او دهشتګر تعریف وکړي هغه مشخص کړي، بیا یې پر خلاف جګړه پيل شي، خدای مکړه چې د صلیبیانو د تعریف مطابق عملیات پيل کړي.

   له الله جل جلاله نه غواړو او هیله لرو چې د اسلامي هیوادونو مشترک پوځ د لویو ځواکونو تر اغیز لاندې رانشي، لکه د ناپيليو هیوادونو غورځنګ چې نیم غړي یې د ناټو تړون او ځينې نور یې د وارسا بلاک یاران وو.

           د اسلامي پوځ د اسلامي رسالت د اداکولو په هیله

لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*