تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / د سولې، أمن او سوکالۍ خلیفه: عمر ابن عبدالعزیز:

د سولې، أمن او سوکالۍ خلیفه: عمر ابن عبدالعزیز:

سوله د ټولوشخړو آخرنۍ حل لاره:

(پــــــــرلـــــــــه پـــــســـــــــــې نـــــــــــولســـــــــمه بـــــــــرخـــــــه)

د سولې، أمن او سوکالۍ خلیفه: عمر ابن عبدالعزیز:

دصحابه کرامو دخلافت، حکومت، او اقتدار زرینه دوره نور له هغې ورځي وروسته مخ پرزوال شوه چی : آخرني پنځم صحابي خلیفه درسول الله صلی الله علیه وسلم لمسي سید نا حسن ابن علی رضی الله عنه واک امیر معاویه رضی الله عنه ته وسپاره اودیرش کلونه راشده خلافت بشپړ شو، أمیر معاویه رضی الله عنه که څه هم جلیل القدر صحابی ،کاتب الوحی، او درسول الله صلی الله علیه وسلم دغزواتو شریک وو خو دخلفاء راشدینو په فهرست کي نه را داخلیږي، بیاهم مؤرخین کاږي چی امیر معاویه شپږم خلیفه وو، یعني اسلامي خلیفه، ځکه چی اسلامي خلافت بیاهم وو، او داموي دورې ټول خلیفه ګان اسلامي خلیفه ګان دي، البته وروسته عباسي خلیفه ګان او بیا عثماني خلیفه ګان هم دخلافت چپنه پر تن لري ځکه چی دګردې اسلامي نړۍ به همداغه یوکس رهبري کوله، خو راشده خلیفه ګان نه شي ورته ویل کیدلای، سیدي عمر ابن عبدالعزیز رضی الله عنه ځینو علماؤ، مؤرخینواو دامت امامانو په راشده خلیفه ګانوکي (د ده دعدالت، تقوی، دیانت، ایماندارۍ، او درستو ښو صفاتو له امله) شمیرلی دی، امام ذهبي رحمة الله علیه لیکي:

عمر بن عبد العزيز (ع) ابن مروان بن الحكم بن أبي العاص بن أمية بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصي بن كلاب، الامام الحافظ العلامة المجتهد الزاهد العابد السيد أمير المؤمنين حقا أبو حفص، القرشي الاموي المدني ثم المصري، الخليفة الزاهد الراشد أشج بني أمية.

امام، حافظ، علامه،مجتهد، زاهد، عابد، سید، رښتونی امیرالمؤمنین خلیفه، زاهد اوراشدوو. ورپسې لیکي: عمرابن عبدالعزیز داجتهاد له امامانو او راشده خلیفه ګانو څخه وو:

اوهمداراز لیکي:

كان من أئمة الاجتهاد، ومن الخلفاء الراشدين رحمة الله عليه.سیراعلام النبلآء/ ج/۵/ص/۱۱۴/. الطبقة الثانیة من التابعین/عدد/۴۸/. کتاب: عمربن عبدالعزیز للعلامة: علی الصلابي/ج/۳/ص/۲۶۵/.

عمر ابن عبدالعزیز داهل تشیع له نظره:

عمر ابن عبد العزیز رحمة الله داسي شخصیت وو چی: دځینواهل تشیع لاهم خوښ دی، هغوی هم ورباندی طعن نه وایئ بلکه ښه صفت یئ لاهم کوي،  د دوی ځیني اخوندان وایئ:دعمر ابن عبدالعزیز دخلافت موده که څه هم ډیره لږه وه خو دمسلمانانو لپاره د بني أمیه کورنۍ له زندان څخه دآزاد تنفس اخیستلویوه زرینه زمانه وه، کله چی دی خلیفه شو: ویئ ویل أی خلګو! زه له تاسي څخه هغه څه أخلم چی تاسي په ظلم خپل کړي دي، اول هغه څه چي زما په لاس کي دي هغه خپل مالک ته ورکوم چی هغه د فد ک باغ دی چی درسول الله صلی الله علیه وسلم او دعلی کرم الله وجهه اولادته یئ ور کوم:

 ان عهد عمر على قصر مدته كان متنفساً للمسلمين من اضطهاد قومه بني أمية، وأن هناك نقاط إيجابية من عصره، وأنه لما استخلف قال: «يا أيها الناس، إني قد رددت عليكم مظالمكم، وأول ما أرد منها ما كان في يدي، وقد رددت فدك على ولد رسول الله صلی الله علیه وسلم  وولد علي بن أبي طالب،  فكان أول من ردها. بحار الانوار/باقر مجلسي/ج/۲۹/ص/۲۰۸/.

عمرابن عبدالعزیزدعیسایانو له نظره:

عمرابن عبدالعزیز رحمة الله علیه حتی عیسان یئ لاهم مني او دوفات پر وخت یئ اوښکي ورپسي تویولي: امام اوزاعي رحمة الله علیه وايئ: زه دحضرت عمر ابن عبدالعزیز په جنازه کي حاضرشوم،بیا را ووتلم د قنسرین ښار ته دتللو اراده مي درلوده، پرلاره له یوه عیسایئ راهب سره مخ شوم، هغه راته وویل: سړیه! ګومان کوم دهغه سړي(عمرابن عبدالعزیز)  په جنازه کي حاضر وې؟ ماورته وویل: هو! نوهغه سترګي ورغړولې او په شرپ یئ وژړل، ماورته وویل: ته ولي ژاړې؟ ته خو دهغه په دین هم نه یې: ده وویل: زه پر هغه نه ژاړم مګر پر هغه رڼا (نور) باندی ژاړم چی پر زمکه وه خو مړه شوه.

فقد روي عن الأوزاعي أنه قال: شهدت جنازة عمر بن عبد العزيز، ثم خرجت أريد مدينة قنسرين، فمررت على راهب فقال: «يا هذا، أحسبك شهدت وفاة هذا الرجل» أي عمر بن عبد العزيز، فقلت له: «نعم»، فأرخى عينيه فبكى سجاماً، فقلت له: «ما يبكيك ولست من أهل دينه؟»، فقال: «إني لست أبكي عليه، ولكن أبكي على نور كان في الأرض فطفئ. سیرة عمر ابن عبدالعزیز للامام ابن الجوزي/ص/۳۳۱/.

دروم له پاچاسره دسولې ایلچي :

امام عمر ابن عبدالعزیز دروم پاچا ته یوپلاوی واستاوه دعربو دخیر ښې ګړې په اړه یئ مشوره ورسره کوله، هیئت په لومړۍ ورځ ډیر ښه استقبال شو، پاچا پر تخت ناست وو، خول یئ پرسروو، خلګ له خپلو رتبو سره سم پر ترتیب ورته ناست وو، خادمان ولاړوو، پاچا ډیر خوشاله وو، دوی ورسره مجلس وکړ، سبا ته بیا پاچا حال ورکړ چی راشئ: دوی چی ورغلو پاچا ډیر سخت غمجن اوله تخته ښکته، په سپیره حال کي ناست دی، دوی ورڅخه پوښتنه وکړه چی : ولي داسی خفه یاست؟ هغه ورته وویل: تاسي پوهیږئ چی دڅه لپاره ما نن تاسي را وغوښتلاست؟ دوی ورته وویل: نه : نه پوهیږو، ده وویل: زما مخبرانو حال راته راکړ، چی: دعربو پاچا، نیک سړی، وفات شو، دوی وژړل: پاچا ورته وویل تاسي پرځان ژاړئ، که پر عمرابن عبدالعزیز باندي ژاړئ، اوکه پر خپل دین ژاړئ؟ دوی ورته وویل: پر دي درې سره خبرو باندي ژاړو، ده وویل: پر ده نه بلکه پر خپل ځان وژاړئ، هغه تر هغه څه چی ترشایئ پریښودل د خیرځای ته لاړ، اوهغه له دی ویریدوچی: دالله تعالی اطاعت ورڅخه پاته نه شي، نو الله پر هغه باندي ددنیا ویره اوبله ویره دواړې نه راولي، ماته هغه چا چی دی یئ لیدلی دی ویلي دی چی: دی دومره بهترین او رښتونی سړی دی چی: که چیرته له عیسی علیه السلام څخه پرته بل چا مړي را ژوندي کولای شوای نو زما باور دی چی ده به راژوندي کولای شول، دهغه دظاهر او باطن حالونه ماته رارسیدل نو دهغه کار له خپل رب سره هم صادقانه وو، بلکه دهغه باطن دخپل مولا په عبادت کی تر دی لاهم ډیر صفاوو، زه راهب ته نه یم حیران چی دنیا پریږدي او د خپل معبد پر غولي دالله پاک عبادت کوي، بلکه زه دغه سړي ته حیران یم چی: دنیا دده په پښو کي پرته ده او دی دومره زهد اوتقوی کوي، تر دی حده چی لکه راهب داسي جوړ شوی دی، بیشکه! دخیر خلګ له اهل الشر سره نه پاته کیږي مګر لږ زمانه…………؛

ويُروى أن عمر بن عبد العزيز بعث وفداً إلى ملك الروم في أمر من مصالح المسلمين، وحق يدعوه إليه، فلما دخلوا إذا ترجمان يفسر عليه وهو جالس على سرير ملكه، والتاج على رأسه والبطارقة على يمينه وشماله، والناس على مراتبهم بين يديه، فأدى إليه ما قصدوه له، فتلقاهم بجميل وأجابهم بأحسن الجواب، وانصرفوا عنه في ذلك اليوم، فلما كان في غداة غد أتاهم رسوله، فدخلوا عليه، فإذا هو قد نزل عن سريره ووضع التاج عن رأسه، وقد تغيرت صفاته التي شاهدوه عليها، كأنه في مصيبة، فقال: «هل تدرون لماذا دعوتكم؟»، قالوا: «لا»، قال: «إن صاحب مصلحتي التي تلي العرب جاء في كتابه فيهذا الوقت: أن ملك العرب الرجل الصالح قد مات»، فما ملكوا أنفسهم أن بكوا، فقال: «ألكم تبكون أو لدينكم أو له؟»، قالوا: «نبكي لأنفسنا ولديننا وله»، قال: «لا تبكوا له، وابكوا لأنفسكم ما بدا لكم، فإنه خرج إلى خير مما خلف، وقد كان يخاف أن يدع طاعة الله، فلم يكن الله ليجمع عليه مخافة الدنيا ومخافته، لقد بلغني من بره وفضله وصدقه ما لو كان أحد بعد عيسى يحيي الموتى لظننت أنه يحيي الموتى، ولقد كانت تأتيني أخباره باطناً وظاهراً فلا أجد أمره مع ربه إلا واحداً، بل باطنه أشد حين خلوته بطاعة مولاه، ولم أعجب لهذا الراهب الذي ترك الدنيا وعبد ربه على رأس صومعته، ولكني عجبت من هذا الذي صارت الدنيا تحت قدمه فزهد فيها حتى صار مثل الراهب، إن أهل الخير لا يبقون مع أهل الشر إلا قليلاً. /مروج الذهب /ج/۳/ص/۱۹۵/.

دادسولې، نیک خصلت، زهد، تقوی، اوښه نیت دپاچا امیر المؤمنین عمرابن عبدالعزیز رضی الله عنه دژوندانه دیوې برخې اوپه خلګوکي دمحبوبیت یوراز وو.مؤرخین لیکي : دهغه دخلافت پر مهال جنګ جګړې چندان نه دي شوي، نظامي پر مختګونه هم مجاهدینو نه دي کړي مګر خپل قوت یئ په تمامه معنی له هر اړخه ساتلی وو، هغه دنیا په اصلاح، ښه نیت، خواخوږۍ، او سوله ایزه پیغامونو تسخیرکړه. لوی الله دی ورڅخه راضی شي. آمین)

ادامه لري،،،،،،،،،،،،،،،،،،)

لیکوال: حافظ مسلم هروي)

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*