تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / د کورنیو د اصلاح له پاره څلویښت نصیحتونه

د کورنیو د اصلاح له پاره څلویښت نصیحتونه

تیر پسې…

   دیارلسم نصیحت:

*په کورونو کې د غونډو جوړولو زمینه برابرول تر څو د کورنۍ مسایل په کې وڅیړل شي.

   الله عزوجل وايي: (وامرهم شوری بینهم) دشوری سورت ۳۸ ایت یعنې خپل کارونه په خپلمنځي  مشورو سره تر سره کوئ.

   کله چې د کورنۍ غړیو ته زمینه مساعده شي، یوځای سره کیني د کورنۍ اړوند بهرنۍ او یا د ننۍ مسئله سره وڅیړي نو د کورنۍ په اتحاد، اتفاق او یو تر بله مرسته کولو اصول راښي، هغه تن چې الله جل جلاله دا بار په اوږو وراچولی، هغه لومړنی مسؤل دی، مشوره ځکه ګټوره ده چې واړه به په راتلونکي کې ښه پریکړه کولی شي.

   د حج ادا کولو، په رمضان کې عمره ادا کول، یا د خپلوانو د لیدلو لپاره تلل، د ودونو له پاره نظم او تنظیم نیول، یا له یوه ځایه بل ځای ته کوچ کول، د خیر ښیګڼې ادارې جوړول او د نورو په اړه د کورنۍ له غړیو سره مشوره کول کله چې څه مشکل او ستونزه رامخ ته شي باید د کور ټول غړي د دې په اړه ښه مشوره وکړي او د حل لاره یې راوباسي.

   څوارلسم نصیحت:

    مور او پلار باید د اولاد په وړاندې د کورنۍ د اختلافاتو خبره ښکاره نه کړي.

    داسې ډیر لږ پېښیږي چې په یو کور کې دې د کورنۍ د افرادو ترمنځ څه اختلافات نه وي یعنې په ځینې چارو کې د خاوند او میرمنې ترمنځ اختلافات راځي، باید دوی دواړه تر ورستني بریده کوښښ وکړي چې دا اختلافات یې اولاد ته ښکاره نشي. او که پيښ شي باید ژر تر ژره په اختلافي چارو کې ځان موافقې ته سره ورسوي روغه او جوړه وکړي ځکه سوله، روغه او جوړه ښه کار دی. که مور او پلار خپلمنځي اختلافات ښکاره او څرګند کړي نو ډیر ژر به کور په دوو ډلو وویشل شي، مور اولاد ته وايي له پلار سره دې خبرې مه کوه، پلار ورته وايي له مور سره دې مه غږیږه نو بیا لویه تباهي او ناورین رامنځ ته شي. باید کوښښ وشي چې شخړې او اختلافات له منځه یوسي.

   پنځلسم نصیحت:  

   کور ته د هغه چا نه راوستل چې په دیني لحاظ سره ناسم وي.

   رسول الله صلی الله علیه وسلم وايی: ( ومثل جلیس السوء کمثل صاحب الکیر) وفي روایة البخاري (وکیرالحداد یحرق بیتک او ثوبک او تجد منه ریحا خبیثةً) یعنې د بد او ناوړه ملګري مثال لکه سپرغۍ داسې دی (ابوداؤد) او د بخاري په یوه روایت کې دي چې د اهنګر سپرغۍ ستا کور سوځوي یا دې جامې سوځوي او یا به بد بوی ترې درځي. (بخاري).

   قسم په الله جل جلاله چې بد انسان به ستا کور ته فتنه او فساد راوړي او له ډول ډول فسادونو څخه به یې ډکوي، ډیر ځله ستا کور ته د مفسدو کسانو راتلل، د کورنۍ د غړیو ترمنځ اختلاف اچوي؛ مفسد او فتنه ګر افراد د خاوند او میرمنې ترمنځ بیلتون راولي. الله جل جلاله په هغه چا لعنت ویلی چې: د ښځې او میړه ترمنځ اړیکې خرابې کړي د پلار او اولاد ترمنځ  دښمني واچوي. باید کور ته هغه څوک راپریښودل شي، چې هغه صالح او نیک وي.

 ژباړه: عبدالرؤف خپلواک

نور بیا…

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*