تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / د صالحې او مسلمانې مېرمنې صفات

د صالحې او مسلمانې مېرمنې صفات

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبيَ بعده ، أما بعد :
د صالحې ، نېک عملې او ریښتینې مسلمانې مېرمنې ، په غوراوي ، انتخاب او هغه د ژوند ملګرې جوړولو پر وجه ، یوه سیي ، سوکاله او خوشاله کورنۍ رامنځته کېدلای شي ، له نېکو او مسلمانو کورنیو څخه ، یوه خوشاله او سوکاله ټولنه رامنځته کېږي او له نېکو ټولنو نه یو سوکاله هېواد جوړېدلای شي ، داسې هېواد چې په نړیواله سطحه به ، د مثال او بېلګې په توګه یادېږي .
نو اوس به نېک عمله او رښتینې مسلمانه مېرمن ، څرنګه پېژنو تر څو یې ، د خپل ژوند تل پاتې ملګرې او یا د خپل کور ښایست او زینت جوړ کړو ، همدارنګه یوه مسلمان مېرمن ، باید داسې صفات په ځان کې پیدا کړي ، چې خپل او د خپلې کورنۍ ، دنیوي او اخروي ژوند ، له خوشالیو نه ډک کړي .
د نېکو مېرمنو په هکله ، الله جل جلاله فرمایي : «… فالصالحات قانتات حافظات للغیب بما حفظ الله …» النساء سورت ۳۴ آیت ، نو صالحې او نېکې مېرمنې هغه دي ، چې د الله جل جلاله او د خبل خاوند تابعدارې او فرمانبردارې وي ، د خاوند په نه موجودیت کې د ځان (شرمګاه) او د خاوند د مال او اولاد خیال ساتي . د کومو کارونو لپاره چې د ښځې خلقت او پیدایښت شوی دی ، د هغو په سیي توګه تر سره کولو باندې ، یوه مېرمنه صالحه ګرځي او دغه ډول مېرمنې د دنیا تر ټولو نعمتونو نه غوره نعمت دی ، لکه څرنګه چې پیغمبرعلیه السلام فرمایي : عن عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهما ، أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال :« الدنیا متاع وخیر متاعها الزوجة الصالحة »
رواه مسلم و النسائي و ابن ماجه ، دنیا د خوند او ګټې پورته کېدلو پخاطر پیدا شوېده او تر ټولو نه غوره نعمت یې ، صالحه مېرمنه ده ، و عن أبي أمامة رضی الله عنه کان یقول : ما استفاد المؤمن بعد تقوی الله عز وجل خیراً له من زوجة صالحة ان أمرها أطاعته و ان نظر الیها سرته ، و ان أقسم علیها أبرته ، و ان غاب عنها حفظته في نفسها و ماله ، رواه ابن ماجه مرفوعاً ، د الله جل جلاله له تقوا او وېرې نه وروسته ، د ګټې پورته کولو تر ټولو نه غوره شی ، هغه نېکه مېرمن ده ، چې کله خاوند امر ورته وکړي ، هغه مني او پر ځای کوي یې ، کله چې خپل خاوند ورته وګوري ، پرې خوشاله شي ، کله چې قسم وکړي ، په پوره کولو کې ورسره مرسته کوي او کله چې خاوند ترې ، غائب او لرې شي ، نو د خپل ځان (شرمګاه) او د خاوند د مال ساتنه او حفاظت کوي ، و عن ابن عباس رضی الله عنهما أن النبي صلی الله علیه وسلم قال : « أربع من أعطیهن فقد أعطِيَ خیر الدنیا و الآخرة : قلباً شاکراً ، و لساناً ذاکراً ، و بدناً علی البلاء صابراً ، وزوجة لا تبغیه حوباً في نفسها و ماله » رواه الطبراني ، څلور شیان دي چا ته چې ورکړی شول ، نو هغه ته د دنیا او اخرت خیر ورکړی شو ، شکر اېستونکی زړه ، د الله جل جلاله په ذکر لمده ژبه ، د مصیبتونو پر وړاندې ، صبر کونکی بدن او د خپل ځان او خاوند د مال په اړه امانت ګره مېرمن ، و قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : « ألا أخبرکم بنسائکم من أهل الجنة ، الولود الودود العئود علی زوجها الذي اذا غضب قالت : لا أذوق غمضاً حتی ترضی » آیا ستاسو په جنتیانو مېرمنو مو خبر نکړم ؟ بچي راوړونکې ، مینه کونکې ، یوازې خپل خاوند ته رجوع کونکې ، چې کله خاوند ورته غصه شي ، ورته وایي تر څو چې ته نه یې راضي شوی ، پر ما باندې خوب او سترګې پټول ناروا دی ، وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم : « خیر نسائکم الودود الردود ، المواسیة المواتیة ، اذا اتقین الله ، وشر نسائکم المتبرجات المتخیلات ، و هن المنافقات لایدخل الجنة منهن الا مثل الغراب الأعصم » صحیح الجامع ، ۳۳۳ ، ستاسو غوره مېرمنې هغه دي ، چې یوازې له خپل خاوند سره مینه کوي ، یوازې خپل خاوند ته ګوري ، له خپل خاوند سره بې ځایه ژبه نه چلوي ، د مصیبت او ستونزو په صورت کې خپل خاوند ته تسلي ورکوي ، په هر آن کې له خپل خاوند سره مرسته کوي ، له الله جل جلاله نه وېرېږي او شریرې مرمنې هغه دي ، چې خپله حیا ، ستر او پرده نه ساتي ، په خپل ښایست غرور کوي او دوی منافقانې دي ، د داسې مېرمنو له ډلې نه به ، هېڅوک هم جنت ته ننوځي ، مګر دومره اندازه لکه د تور کارغه په وزر کې سپینه بڼکه ، یعنې لکه څرنګه چې په کارغانو کې سپینه بڼه نه پیدا کېږي ، همدارنګه به په دوی کې هم د جنت جوګه مېرمنې نه پیدا کېږي ، په بل حدیث شریف کې پیغمبرعلیه السلام فرمایي : « اربع من السعادة : المرأة الصالحة ، و المسکن الواسع ، والجار الصالح ، والمرکب الهنيء » د دنیا نېکمرغيانې څلور دي : نېکه مېرمن ، ازاد او پراخه استوګنځی ، نېک ګاونډی او د سپرلۍ لپاره ، خوندور اس یا موټر ، بل ځای پیغمبرعلیه السلام فرمایي : « ألا أخبرکم بخیر ما یکنز المرء : المرأة الصالحة التي اذا نظر الیها سرته و اذا أمرها أطاعته و اذا غاب عنها حفظته » رواه احمد ، د انسان غوره ذخېرې په اړه مو خبر نکړم ؟ نېکه او صالحه مېرمن ، چې کله خاوند ورته وګوري خوشاله شي ، چې امر ورته وکړي و یې مني او د خاوند په نه موجودیت کې ، د خپل ځان او خاوند د مال حفاظت او ساتنه کوي ، له پورتنیو احادیثو نه مالومه شوه ، چې مسلمانه مېرمن باید د لاندې صفاتو ، درلودونکې وي :
۱ ـ دینداري او ښه اخلاق :
نېکه او غوره مېرمن ، همېشه هغه اعمال او کارونه ، چې الله جل جلاله ورباندې فرض ګرځولي ، ډېر پر پابندۍ سره تر سره کوي ، همدارنګه له فرائضو او واجباتو سره سره ، د سنتو او نوافلو هم پوره پوره خیال ساتي ، تل د خپل خاوند د خوشاله ساتلو هلې ځلې کوي او ټول هغه حقوق چې الله جل جلاله ورته ټاکلي ، له کومې سستۍ او کمي نه پرته ورپوره کوي ، چې کله خاوند ورته امر وکړي ، هغه په ډېر خلاص او ورین تندي سره مني ، د خپل اولاد په ښه او د اسلامي اصولو مطابق تربیه کې ، بې اندازه ډېر کوښښ کوي او د خاوند په غیاب او نشتوالي کې ، پر خپل ځان او د خاوند پر مال او اولاد پام کوي او له خپل خاوند سره د خیانت کولو سوچ او فکر یې ، کله هم په مغزو کې نه را ګرځي او اسلام همېشه د دا ډول مېرمنو خپلولو ته مسلمانان هڅولي دي ، لکه څرنګه چې پیغمبرعلیه السلام فرمایي : عن أبي هریرة رضی الله عنه ، أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال : « تنکح المرأة لأربعٍ : لمالها و لحسبها و لجمالها و لدینها ، فاظفر بذات الدین تربت یداک » ښځه د څلورو صفاتو په خاطر په نکاح اخیستل کېږي ، د مال ، غوره نسب ، ښایست او دیندارۍ لپاره ، نو دینداره مېرمن ځان ته غوره کړه ، لاسونه دې سپېره شه ؛ دا ډول مېرمن د خپل خاوند له پامه ځکه نه بدېږي ، چې د دې نېک صفات یې ، خاوند ته شفاعت او سپارښتنه کوي ، لکه څرنګه چې پیغمبرعلیه السلام فرمایي : عن أبي هریره رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : « لایفرک مؤمن مؤمنة ان کره منها خلقاً رضی منها آخر » رواه مسلم ، هېڅکله د یوه مسلمان خاوند ، خپله مسلمانه مېرمن له پامه نه بدېږي ، که کوم صفت یې خوښ نه شو نو بل کوم صفت به یې خوښ شي .
۲ ـ له ګناه نه پرته ، په بل هر کار کې به ، د خاوند خبره مني :
  ځکه چې په یوه حدیث شریف کې راغلي چې : « لا طاعة لمخلوقٍ في معصیة الخالق » د الله د نافرمانۍ په صورت کې د مخلوق تابعداري ضروري او اړینه نده ؛ له ګناه نه پرته په نورو کارونو کې به ، مېرمن د خپل خاوند خبره مني او هېڅکله به یې په ځمکه نه غورځوي ، ځکه چې همدغه تابعداري ، د سوکاله او خوشاله ژوند ، تر ټولو ستر سبب او لامل دی ، عن أبي أمامة رضی الله عنه ، عن النبي صلی الله علیه وسلم قال : « ما استفاد المؤمن بعد تقوی الله عز وجل خیراً له من زوجة صالحة ، ان أمرها أطاعته ، و ان نظر الیها سرته ، و ان أقسم علیها أبرته ، و ان غاب عنها نصحته في نفسها و ماله » رواه ابن ماجه ، دغه حدیث پورته له مانا سره ذکر شوی دی .
۳ ـ له خپل خاوند سره به ، بې سارې مینه کوي :
د مېرمنې له خپل خاوند سره مینه او محبت ، د خوشاله شریک ژوند تېرولو ، یو ستر او فطري سبب او لامل دی ، لکه څرنګه چې الله پاک فرمایي : « و جعل بینکم مودةً و رحمةً » روم سورت ۲۱ آیت او ما ستاسو په منځ کې مینه ، محبت او رحمت پیدا کړ ، د کومې جوړې تر منځه چې دغه ، طبیعي او فطري مینه موجوده وي ، هغه مېرمن د خپل خاوند ، د خوشالۍ او سوکالۍ په خاطر له خپله سره او ماله تېرېږي او په دې اړه به د پیغمبرعلیه السلام د لور ، زینب رضی الله عنها ، کیسه ذکر کول خبره ښه څرګنده او واضحه کړي ، کله یې چې خاوند أبو العاص بن الربیع ، د بدر په غزا کې ونیول شو او هغه مهال ، نوموړی لا مشرک ؤ ، له خپل خاوند نه د فدیې په خاطر یې هغه امیل ، چې خپلې مور خدیجة الکبری رضی الله عنهما ورکړی ؤ ، مدینې منورې ته را ولېږه ، کله چې پیغمبرعلیه السلام ، هغه أمېل ولیده ، نو ویې ژړل او صحابهء کرامو نه یې وغوښتل ، چې د نوموړې بندي ور خوشی کړی ، سره له دې چې هغه مهال نوموړی مشرک ؤ،خو بیا هم زینب بنت رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره دومره مینه او محبت درلود .
۴ ـ کله چې خاوند ترېنه په څه خبره خپه شي ، نو سمدستي به یې بېرته خوشالوي :
انس بن مالک رضی الله عنه له پیغمبرعلیه السلام نه روایت کوي : « ألا أخبرکم بنسائکم فی الجنة ؟ قلنا : بلی یا رسول الله ! قال : و دود ولود اذا غضبت أو أسيء الیها أو غضب زوجها قالت : هذه یدي في یدک لا أکتحل بغمض حتی ترضی » رواه الطبراني ، د جنتیانو مېرمنو په اړه مو خبر نکړم ؟ مونږ ورته و ویل : چې ولې نه یا رسول الله ، ویل یې چې مینه ناکې ، بچې راوړونکې او کله یې ، چې له خپل خاوند سره څه خپګان راشي ، لاس په لاس کې ورکړي او ورته وایي : چې زما لاس ستا په لاس کې دی ، تر هغې پورې به سترګې تورې نکړم ، تر څو مې چې ته نه یې خوشاله کړی ، چې په دې سره د خپل خاوند په زړه کې ، د مینې کور جوړولای شي .
۵ ـ د خپل خاوند او د شریعت په چوکاټ کې به ، د هغه د مېلمنو خدمت کوي :
د مسلمانانو میندو او د پیغمبرعلیه السلام بیبیانو ، د خپل خاوند (پیغمبرعلیه السلام) او د صحابهء کرامو مېرمنو د خپلو خاوندانو او د هغوی د مېلمنو داسې خدمتونه کړي ، چې د پیغمبرعلیه السلام د لور لاسونه ، د ډېرو مېچنو ګرځولو په وجه ، تړخې تړخې چاودلي ؤ ، تر دې پورې چې له پیغمبرعلیه السلام نه یې د غلام مطالبه او غوښتنه کړې وه او پیغمبرعلیه السلام د ستومانۍ ختملو ، ذکر ور وښوده ، چې کله د شپې له خوا څملئ او ویده کېږئ ، نو ۳۳ کرته سبحان الله ، ۳۳ کرته الحمد لله او ۳۴ کرته الله اکبر وایئ ، نو کله چې سبایي را پورته کېږئ ، ښه دمراسته او نرم به را پورته کېږئ .
۶ ـ د خاوند د مال خیال به ساتي :
د خاوند د مال به پوره پوره خیال ساتي او د ده له اجازې نه پرته به یې نه مصرفوي ، مګر که چېرې یې خاوند بخیل ؤ ، نو د ضرورت او اړتیا په اندازه مال مصرفولای شي ، لکه څرنګه چې په حدیث شریف کې راغلي ، پیغمبرعلیه السلام فرمایي : « و المرأة راعیة في بیت زوجها و مسئولة عن رعیتها » او مېرمن د خپل خاوند په کور واکداره ده او د هغه په اړه به پوښتنه ترېنه کېږي ، بل حدیث شریف وړاندې تېر شو « … و ان غاب عنها نصحته في نفسها وماله » .
۷ ـ د خاوند د اولاد تربیه او ساتنه به کوي :
د اسلامي اصولو مطابق به ، د خپل اولاد تربیه کوي ، ځکه چې خاوند یې د کور او اولاد ، په نفقه کټلو بوخت وي ، نو دې ته په کار دی ، چې د اولاد په تربیه کې ټګي او سستي و نکړي ، لکه څرنګه چې په پورتني حدیث کې ‌ذکر شول : « و المرأة راعیةٌ … » همدانګه په بل حدیث کې راغلي چې : « ما من عبد یسترعیه الله رعیة یموت یوم یموت و هو غاش لرعیته الا حرم الله علیه الجنة » داسې یو بنده نشته ، چې الله پاک پر چا واکدار کړی وي او نوموړي له خپل رعیت او ماتحتو سره ، خیانت کړی وي ، کله چې مړ شي ، نو الله جل جلاله به ورباندې ، جنت حرام وګرځوي .
۸ ـ د خاوند عزت به خوندي ساتي :
هېڅکله به د خپل خاوند سپکه نه کوي ، نه به ورپسې بد رد ، سپکې او سپورې وایي ، لکه څرنګه چې الله پاک فرمایي : « … هن لباسٌ لکم و أنتم لباسٌ لهن » هغوی ( ستاسې مېرمنې ) ستاسو کالي او جامې دي او تاسو د هغوی کالي او جامې یاست ، لکه څرنګه چې جامه د یوه انسان پټ عیبونه پټ ساتي ، همدا رنګه باید ښځه او خاوند ، د یوه او بل عیبونه پټ وساتي ، ویل کېږي ، کله چې قاضي شریح واده وکړ ، نو خپلې مېرمنې ته ورغی ، ګوري چې ډېره حسینه او اخلاقي مېرمنه ده ، فوراً د شکرانې په لمانځه ودرېده ، کله یې چې لمونځ خلاص کړ ، ګوري چې مېرمنه یې هم په لمانځه ولاړه ده او د شکر لمونځ دې هم ادء کړ ، بیا خپل خاوند ته وایي ، چې ډېرو سیالانو زه وغوښتلم او کېدای شي چې تا نه هم ډېرو جینکیو ، د واده کولو غوښتنه کړې وي ، خو الله جل جلاله زما نصیب له تا سره او ستا له ماسره لیکلی ؤ ، نو اوس ما ته دا و وایه چې ته په کومو کارونو خوشالېږې ، چې هغه تر سره کړم او پر کومو خپه کېږې ، چې له هغو نه ځان وساتم ، هغه ورته د خوشاله ژوند تېرولو ، ټول شرائط وړاندې کړل او په اخر کې ورته وایي : « وما ر أیتِ من حسنةٍ ، فانشریها و ما رأیت من سیئةٍ فاستریها … » که په مونږ کې  خیر او ښه والی ولیده ، نو خپور یې کړه او که بد دې ولیده ، نو پټ یې کړه او هیچا ته یې مه ښکاره کوه ، نو موړی زیاتوي ، چې په شلو کلونو کې زما له خپلې مېرمنې سره کومه لانجه او شخړه نده رامنځته شوې ، باید ټولې مسلمانې مېرمنې ، د قاضي شریح په دغه نصیحت عمل وکړي او د خپل کور عیبونه پټ وساتي ، ځکه چې په دې سره به ، د دواړو تر منځ شریک ژوند ، ډېر په مینه ، محبت او خلوص سره تېرېږي .
۹ ـ  په خیر او نېکو کارونو کې به ، له خپل خاوند سره مرسته کوي :
نېک عمله مېرمن همېشه خپل خاوند ، د خیر کارونو ته هڅوي ، د خیر مشوره ورکوي او په خیر کې ورسره مرسته کوي ، چې د دا ډول مېرمنو په سر کې ، ام المؤمنین خدیجة الکبری رضی الله عنها راځي ، کله چې پیغمبرعلیه السلام د بعثت پر مهال ، په لومړي ځل جبرائیل علیه السلام لیدلی ؤ ، ډېره سخت وېره پرې راغلې وه ، په منډه منډه خپل کور ته راغی ، نارې وهي چې ما پټ کړئ ما پټ کړئ ، په بدن یې ساړه او لړزه لګېدلې وه ، نو پر دغه مهال خدیجة الکبری رضی الله عنها ، پیغبرعلیه السلام ته ډاډ ورکوي ، چې ته وارخطا کېږه مه ، په تا کې موجود صفات ، دا نه اجابوي چې ته ورک او ضائع شې .
همدارنګه ام المؤمنین ، أم سلمة رضی الله عنها ، کله چې پیغمبرعلیه السلام  ، د صلح حدیبیې پر مهال ، ورته د خپلو ملګرو شکایت وکړ ، چې قربانیانې یې نه حلالولې او نه یې سرونه خریل ، نو ام سلمة رضی الله عنها ورته مشهوره ورکړه ، چې پر دوی باندې هېڅ غرض مه لره ، ته خپله قرباني ذبح کړه او خپل سر وخریه ، کله چې پیغمبرعلیه السلام ، هماغسې وکړل ، نو ټولو صحابهء کرامو خپلې قربانیانې حالې او سرونه یې و خریل .
۱۰ ـ چې دا مالداره او خاوند یې غریب وي ، د خپل وس په اندازه به ، خرڅ پرې کوي :
مالداره مېرمنې ته پکار دی ، چې پر خپل غریب خاوند باندې ، پرته له کومه احسانه ، خپل مال خرڅ کړي او ځان هم پر خاوند له پاسه ونه ګڼي ، چې بیا یې ترې نه قبلوي .
له زینب الثقفیة ، (دعبدالله ابن مسعود رضی الله عنه له مېرمنې) نه روایت دی ، چې یوه ورځ پیغمبرعلیه السلام ،  مېرمنو ته و فرمایل : چې صدقه ورکړئ ، اګر که خپل زیورات او ګاڼه هم وي ، نو زه خپل خاوند ته راغلم او ورته و مې ویل : چې پیغمبرعلیه السلام ښځو ته د صدقې امر کړی دی ، ته خو هم بې وسه یې ، ته له پیغمبرعلیه السلام نه پوښتنه وکړه ، چې دا به جائزه وي ، چې تا ته صدقه درکړم ؟ عبدالله ابن مسعود راته و ویل : چې ته ته پر خپله پوښتنه ترې وکړه ، زه د پیغمبرعلیه السلام د کور خواته ورغلم ، ګورم چې له ما نه مخکې یوه انصارۍ مېرمن هم ، د همدغې پوښتنې لپاره را غلې وه ، مونږ د پیغمبرعلیه السلام دروازه وټکوله ، ګورو چې بلال رضی الله عنه را و وت ، بلال رضی الله عنه ته مو و ویل : چې تاسو ورشئ او له پیغمبرعلیه السلام نه ، د دغې مسئلې پوښتنه وکړئ ، بلال ورغی او پیغمبرعلیه السلام ته یې ویل : چې په دروازه کې دوه مېرمنې ولاړې دې او داسې پوښتنه کوي ، پیغمبرعلیه السلام له بلال رضی الله عنه تپوس وکړ ، چې څوک دي ؟ بلال رضی الله عنه ځواب ورکړ ، چې یوه انصارۍ او بله زینب ده ، پیغمبرعلیه السلام پوښتنه وکړه ، چې کومه زینب ؟ بلال رضی الله عنه ځواب ورکړ ، چې د عبدالله ابن مسعود مېرمن ، پیغمبرعلیه السلام ورته و فرمایل : چې ستاسو لپاره دوه اجرونه دي ، یو د خپلوي او بل د صدقې او همدارنګه ، ام المؤمنین خدیجة الکبری رضی الله عنها د مرګ تر وخته پورې ، په پیغمبرعلیه السلام ، د اسلام په دعوت او تبلیغ باندې خپلې پیسې لګولې .
۱۱ ـ  په خرڅ او خوراک کې به ، پر خپل خاوند بوج نه ور زیاتوي :
همېشه به د خپل خاوند د وس او توان مطابق خرڅ ترېنه غواړي ، خپل خاوند به نېستۍ ته نه تړي ، چې ما ته دا او دا راوړه ، بلکې د هغه وس او توان ته به ګوري او هماغومره بوج به پرې اچوي ، که څه شی یې پکار شو ، نو د خاوند تر شتمن کېدلو پورې دې انتظار وکړي ، هر وخت دې چیغې او سورې نه جوړوي ، د یوه صحابي کیسه را نقل شوې ، چې جومات ته یو مسافر مېلمه راغلی ؤ ، پیغمبرعلیه السلام وفرمایل : چې څوک به دا مېلمه وخوروي ، یو صحابي په منډه کورته ولاړ ، له خپلې مېرمنې نه یې پوښتنه وکړه ، چې څه شی دې پاخه کړي دي ؟ مېرمنې ځواب ورکړ ، چې د یوه کس کتغ شته او بس ، صحابي ورته و ویل : چې ماشومان ویده کړه او د سمولو په بهانه څراغ ګل کړه ، چې مېلمه دا سوچ وکړي ، چې دوی هم ډوډۍ را سره خوري ، مېلمه یې په دې طریقه موړ کړ ، کله چې سبا شو پیغمبرعلیه السلام ورته خندل ، چې ستاسو په بیګاني کار باندې الله هم مسکی او حیران شو او دغه آیت کریمه را نازل شو : « و یؤثرون علی انفسهم و لو کان بهم خصاصة » او دوی قرباني ورکوي ، له ځان نه یې سپموي او پر بل یې خوري اګر که دوی ته ستونزه او تکلیف هم وي .
۱۲ ـ خپل خاوند ته به ډول او سینګار کوي :
تر څو ترېنه د خپل خاوند زړه موړ نشي او همېشه ورسره د زړه له کومې مینه او محبت وکړي ، چې حرامو او پردیو مېرمنو ته یې ، زړه ورکوږ او مایل نشي او که چېرې ، د دې د سستوالي او نه سنګار پر وجه ، له سړي نه څه ګناه صادره شوه ، نو دا هم ورسره ګناه ګارېږي .
نو مسلمانو مېرمنو ته پکار دی  ، چې دغه پورته ذکر شوی صفات په ځان کې را پیدا کړي ، تر څو د صالحې ، سوکالې اوخوشالې کورنۍ په جوړولو کې بریالۍ شي ، ځکه چې له صالحو کورنیو نه صالحه او نېک عمله ټولنه جوړېږي او په دې سره یوه مسلمانه مېرمن د الله جل جلاله رضا او جنت ګټلی شي .
امام حسن البصري رحمه الله فرمایي : لایصح القول الا بعمل و لایصح قول و عمل الا بنیة ، و لایصح قول و عمل و نیة الا بالسنة ، وینا له عمل نه پرته نه سیي کېږي ، وینا او عمل له نیت نه پرته نه سیي کېږي ، وینا ، عمل او نیت له سنتو نه پرته نه سیي کېږي .
 
لیکنه : سیف الدین صابر

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*