تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د خلافت مدعيانو ته !

د خلافت مدعيانو ته !

په دې کې هيڅ شک نشته چې ټول اسلامي امت ان له شپږمې پېړۍ راهيسې له خورا سختو ستونزو سره مخ شوی خو نن سبا يې په خصوصي ډول حالت ډېر خراب او خواشينونکی دی . د يهودو له شرارته راونيسه د کليسا تر پاپانو ، د چين ، هند او برما تر بودايانو ، هندوانو ، قاديانيانو او د ايران تر بهايانو ، اسماعيله فرقو او بالآخره د ديموکراسۍتر ملحدينو ، منافقينو او ليبرالانو . دوی ټول لګيا دي له هرې خوا يې اسلامي امت را ايسار کړی ، نه په نظامي يرغلونو صرفه کوي ، نه په سياسي ډګر کې اسلامي لارښوونې زغملی شي ، نه اقتصادي برخو کې مسلمانانو ته مخه ورکوي او نه يې ثقافتي او فرهنګي ډګر کې څه سستي کړې ده . له هرې خوا بنديزونه ، مداخلې او ناوړه پروپاګند روان دی . د دغو منفي فعاليتونو له امله هر خواخوږی ، فکر من او با احساسه مسلمان ځوان دی که بوډا او نارينه دی که ښځينه د اختناق تر وروستۍ کچې رسېدلی . د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په زرګونو تنکي ځوانان ، تورسرې او د پاخه عمر سړي په خورا سختو شرايطو کې سرښندنې ته چمتو شوي او د پتنګانو په څېر يې ځانونه ستي کړي دي . دغه بوګنونکی حالت په مسلمان امت کې د  يو سياسي قيادت او چوکاټ د نه شتون له امله نور هم د دې لامل شوی چې هر فرد او هره وړه سيمه ايزه ، قومي او مذهبي ډلګۍ په خپل سر د روان ناورين ختمولو په موخه د يو علاج ناره وکړي ، خپل اجتهاد نه کارواخلي او له خپل فهم سره سم يو شمېر خواخوږي ځان پسې روان او خپل مزل ته دوام ورکړي . په دې لړ کې د خلافت اوسني تحريک هم د همدغسې حالاتو زېږنده دی . په دې مانا چې د امت يو شمېر احساساتي ځوانان د ناهيلۍ ، بدګومانۍ او منفي سوچ هغه حد ته رسېدلي چې دادی ټول امت پسې يې راخيستی او پر وړاندې يې د دښمنۍ اعلان کړی .khelafat البته دا واقعيت هم پر خپل ځای دی چې لا هم د اسلامي نړۍ په لروبر کې ځينې داسې اسلامي خوځښتونه شته چې که د اخلاص ، خواخوږۍ او اخوت پر بنياد همکاري ورسره وشي او د امت دينداره طبقه يې له وړو او جزيي تېروتنو تېره شي نو پرته له شکه ډېر پرمختګ کولای شي . خو له بده مرغه ځينې وروڼه په دې هکله له خورا زياتې تنګ نظرۍ او تعصبه کار اخلي چې له امله يې دادی حالت له بدو نور هم د بتر کېدو پر خوا روان دی . د داعش يا اسلامي دولت په ځوانانو کې همدغه شان افکار حاکم دي . خو دوی بايد له دې بدګومانۍ ځان خلاص کړي چې ټول امت او تر دوی مخکې جوړ شوي اسلامي تنظيمونه به له يوې مخې بې دينه ،. بې لارې ، جاهليت غوښتونکي ، مشرکان او د الله تعالی ددښمنانو ملګري وي ، دوی ټول به د خلکو بې لاريتوب او دينه کول غواړي او هيچا سره به دا اندېښنه نه وي چې يو اسلامي حاکميت را منځته او د الله تعالی د شعايرو درناوی وشي . د خلافت مدعيان دغه مفکوره نه ثابتولای ، نه پر مخ بيولای او نه په ټول امت کې خپرولای شي . ځکه د دغې تيوري لازمي تقاضا داده چې د نن سبا په موجوده  نړۍ کې د اته پنځوس اسلامي هېوادونو ټول سرکاري او رسمي پرسونل چې په کروړونو کسان ترې جوړيږي ، له يوې مخې په وژلو، بندي کولو او شړلو له ډګره ووېستل شي، ديني علماء، مدرسين او د مکتبونو، پوهنتونونو او نورو اکاډيميکو مرکزونو کار کونکي او فرهنګي اشخاص ګرد سره بې دخله کړای شي، تر هغه وروسته بيا د نړۍ له ټولو کفري ځواکونو سره مقابله وشي، هغوی هم بې دخله او لاس لاندې شي او تر هغه وروسته بيا د خلافت علی منهاج النبوة بنسټ کېښودل شي، خلک بيعت ور سره وکړي او په دې ډول له جهالت او د جهالت له مرګه وژغورل شي ! په دې توګه د اوسني داعش يا خلافت د مدعيانو دغه تګلاره خورا ډېره اوږده او انتهايي ډېره ناکامه ده . ځکه ښکاره ده چې په دې ډول خو تر هر څه ړومبی د کفارو ارمان تر سره کيږي يعنې هغوی چې هسې هم د ټول امت تبايي او کمزوري غواړي، د خلافت د همدغو مدعيانو په لاس يې دا ګردې موخې تر سره کيږي او هغه وخت رارسيږي چې د الله تعالی د دښمنانو پر وړاندې په امت کې د مقابلې هيڅ ډول ځواک پاتې نه شي. همداراز د خلافت مدعيان دې هيڅکله په دې غلط ګومان کې هم نه اخته کيږي چې په سوريه، عراق يا زموږ د ننګرهار په شينوارو کې پر ځينو سيمو کنټرول لري او دا دی هغوی يې پر ساتنې او دفاع برلاسي دي نو که په دې توګه سبا نورې پراخه سيمې او څو هېوادونه لاندې کړي، هم کولای شي ‎، دفاع يې وکړي. دا اټکل هم غلط او له موجود واقعيت نه خلاف دی ځکه دا سيمې خپله د اسلامي خاورې يوه برخه ده نه د يهودو، هنودو او نصرانيانو . ځکه خو دښمن غواړي همدغه خلافت د همدغې اسلامي خاورې د ځپلو لپاره د يوې پلمې په توګه وکاروي حال دا چې اسلامي دولت يې هيڅکله پر هوايي خونديتوب هم نه دی قادر. مطلب دا چې دغه خلافت به هغه مهال د دښمن لپاره رښتيا هم يو د سترګو اغزی وای چې پر يوه ځمکه يې عام و تامه واکمني درلودای، د هغې هر ډول دفاع يې کولای شوای، د ټول امت لپاره د پنا او پټونې يو خوندي ځای او د سوکالۍ، عدالت او ښېګڼې يوه بېلګه او غوره نمونه ګرځېدلې وای . خو په داسې حال کې چې د خلافت مدعيان د ګرد امت لپاره خورا بې رحمه دښمنان او د کورنيو ستونزو او لانجو اصلي مخکښان او پارونکي وي، په دې صورت کې به نو څرنګه د امت د باور او هيلې وړ وګرځي او څوک به يې ملګرتيا او خواخوږي وکړي . بلکې واقعيت دا دی چې د خلافت د قيام لپاره تر هر څه مخکې د ټول امت خير خواهي او پر ټولو وګړو رحم و شفقت په کار دی . يعنې په لومړي سر کې د امت تر منځ د اخوت او اخواخوږۍ روحيه تازه کول ضرور دي. تر څو د امت له موجوده نظامي، سياسي ، اقتصادي ، فني او مسلکي ځواکونو په مثبت ډول د خلافت د قيام لپاره کار واخيستل شي او همدغه موجوده ځواکونه په دې لار کې استخدام شي . دا مرحله به ورو ورو پرمختګ وکړي ، د اسلامي هېوادو تر منځ به مثلاً  د اروپايي اتحاد په څېر يوه ټلواله منځ ته راشي او بالآخره به خپل منځي بې باورۍ او دښمنۍ په ملګرتيا بدلې او وروستي پړاو کې د يوه مشر او زعيم په ټاکلو متحد او پراخ خلافت منځ ته راشي . لنډه دا چې د خلافت د قيام لپاره د اوس مهال ګرد سره زماني او مکاني شرايط په نظر کې نيول په کار دي او له همدغو حالاتو او اسبابو سره سم پر مخ تلل . ځکه مسلمانان هيڅکله پر دې نه دي مکلف چې د خپل ژوند ټول انتظام څوارلس پېړۍ شاته بوځي او د اسلام لرغوني پېر ته ورته په هماغه سادګۍ او بساطت مشر وټاکي او د وخت ګرد سره اسباب، حالات او ظروف په سمندر لاهو کړي. دا بالکل ناشونې چاره ده . نو په کار ده چې زموږ پر دين مين با احساسه او دينداره ځوانان هيڅکله د خلافت په غير واقعي نارو سرو ونه غوليږي ، خپل ځواکونه غلط او بې ځايه ونه کاروي او ډېر محتاط اوسي څو د اسلام اصلي دښمنان يې د خپلو شيطاني پلانونو په تطبيق کې ونه کاروي . هيله ده د خلافت مدعيان پر خپلو کړو وړو ، تر لاس لاندې پروګرامونو او د خپل کار په نتايجو او ګټو بيا بيا فکر او پوره پوره دقت وکړي .

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*