تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / پر اسلامي شعائرو غوبل/ رحمانوف لومړی مقام خپل کړ.

پر اسلامي شعائرو غوبل/ رحمانوف لومړی مقام خپل کړ.

موږ هغه قوم یو چی له بابا آدمه په ټکولو کي ژوند کوو، کله ادې لاندي او کله بابا کله یو نسکور کله بل خو نور ورته خوشالیږو ، پخوا لا دانسانیت معیار و، خو اوس نو خبره له تللو تیره ده ، دانسان به رقیب مالوم و، اوس نه رقیب شته نه رقابت ، نه حریف معلوم دی اونه حلیف ټول انسانیت رقیب رقیب دی همدغه خبره ده چی ټول یو ناکام ولس ګڼل کیږو، یواځی افغان ولس به نه ګرموو هرځای څڅوبی دی، دوی وایئ په غربي هیوادونو یا أروپا کي څه اندازه سم سمکی شته خو ما چی تر کومه بریده کوم هیوادونه تر پښو لاندي ودربل هغه خواري چی موږ ته را پيښه ده هغوی ته هم ورپيښه ده ، بلکه دهغوی عملونه تر موږ لا په څو کوټو بد تر دي. موږ خو الحمد لله پرده لرو، نوامیس پر ځای ، محترم اومحرم دي، خپل اوپردی، اېل اویاغي خېښ او خالا معلوم دي خو په اوسنۍ پرمخ تللي نړۍ کي بیا داکیسه هم نه ده ضروري چی ټول څه دي سم وي که نه وو هم ډیر پروا نلري، داروپا په ښارونوکي فحاشۍ او بدو کارونو ته ښکاره بلنې هر څوک ویني اروپا خو لا په کفریزم یا کفرانیزم مشهوره ده لیري به نه ځو دځینو مسلمانو خوپه رډه د کفري ارمانونو دپوره کولو په کړس کي سرګردانو هیوادونو په اړه به یوڅو خبري مخ ته کیږدو، وړمه ورځ دتاجیکستان په اړه راپور خپور شو چی دیارلس زره مسلمانانو ته یئ ږیرې (العیاذ بالله) ور وخریولې، یوسل اوشپیته یئ دبرقو دپلورلو دکانونه بند کړل، او له پتمنو میرمنو یئ په عامو بازارونوکي پړوني (مخ پوټي) وغورځول، تاجکستان یوه اړخ ته پک پمن له نیستۍ او بې وزلۍ څخه په ټوله آسیا کي ډير کړیدونکی هیواد دی، بل اړخ ته له داسي اعمالو سره سره بیاهم ځان په اسلامي هیوادونو کي شمیري، او له بل لوري په اداري فساد کي دومره تر غوږو ډوب دی چی ما یئ خپله ساری هم نه دی لیدلی، زه خپله په سفر څو ځله تاجکستان ته تللی یم کله چی را رخصتیږې نو د میلمانه دعزت ورکولو په لړکي د دوشنبې په هوایئ ډ ګر کي سړی د خروج پر لومړني چیک ان ځای باندي ښي لاس ته وړوکي خونې ته ننباسي او ورته وایئ چی کرنسي څومره درسره ده؟ د کوم کوم هیواد کرنسي ده؟ راtajakistanشه ویئ شمیرو، کله چی وشمیرله شي نو که هر څومره وه دوی وایئ داخو ډیره ده له کومه دی وه؟ چیرته یئ وړې؟ چی راتلي څومره درسره وه؟ دومره دی تنګ کړي چی له راتلو دی بیزاره کړي آخر که هیڅ پلمه بله نه جوړیدله هم درته وایئ دومره ساماني (ددوی سکه ساماني بولي) راکړه بیا نو ورځه له ماڅخه یئ خپله په تیر ځل غیر حق درې سوه ساماني واخیستې، په بازارونوکي پولیسو لخوا شکونې اولوټونې یئ په رډه کیږي پولیس یئ هم یوله بل څخه حیاء نه کوي. دفحاشۍ یئ په ښارونو خاصتا دوشنبې کي هیڅ سرحد نه دی معلوم څومره فحاشي چی کیدلای شي دغومره آزاده ده، زموږ په ولسونوکي که کوم څوک بې لارې وي نو هم کله کوم نر دښځي په خلاف کوم غلط حرکت وکړي خو په دوشنبه کي ښځې په نارینه وو پسې شپيلکي وهي ، په دومره فحاشي باندي یئ لا زړه نه دی سوړ شوی داسلام د مقدسو شعائرو سپکاوي ته یئ داسي ملا تړلي چی دا دی اوس یئ حجاب او لحیه هم په نخښه کړل، مخکي لا دومره وو چی پر مساجدو باندي دلمانځه لپاره نه بلکه پر تقریرونو محدودیت وو، او پر ښکاره اسلام ته بلنې باندي بندیز وو، خو اوس خبره نوره تر غاښ لاندي نه کوي، ناپړیته لا بله چی پر اسلامي نومونو ایښودلو باندي هم بندیز ولګول شو، وزیر ګل محمد خان مومند وایئ دغزني بهایئ جان اغا رحمة الله علیه ته ورغلی او له مجلسه وروسته یئ ورته وویل: اغا صاحب! ستاسو ډیر ښکلی شعر دی خو فارسي او عربي ورکي ډیره ده که دالږڅه کمه کړئ ډیر به خوندورشي. بهایئ جان اغا ورته وویل: ګل محمد خانه! ته به یووار خپل نوم ( خاټول ستایلی خان) کړې بیا به نو ماته دپښتو د ډیرولو توصیه وکړې،(ګل فارسی دی او محمد عربی دی)  یعني د نړۍ ټولې ژبې یوه بلې ته احتیاج او یوه دبلې خور ده، نو دتاجکستان په اصطلاح ولس مشر دی یووار خپل نوم د رحمانوف پر ځای لینینوف کړي بیا دی پر اسلامي نومونو بندیز ولګوي، دي ته ورته ناشولټه مي په یوه بل اسلامي هیواد پاکستان کي واوریدله تیره اونۍ د دوهم ځل لپاره دجامع مسجدونو خطیبانو ته اخطار لیکونه استولي دي چی په اسپیکرونوکي نور تقریرونه وعظونه اونصیحتونه کول بند دي او دا آخري ځل دی بیا حکومت اختیار لري هر څه در سره کولای شي، نو يو څوکلونه وروسته دږیرو په اړه بندیز هم ګورئ چی وبه لګیږي پر نومونو به هم کنټرول وي، بل لوري ته دامریکا په انتخاباتوکي هم ټرمپ غورې وهي چی امریکاته به دمسلمانانو پر راتګ بندیز ولګوم ، په بریطانیا کي لومړي وزیر حکم وکړ چی مسلمانې ښځي دي یا انګریزي زده کړي یا دي له بریطانیې څخه ووزي، په در بدره افغانستان کي حکومتي سټې وایئ یابه سوله کوئ یا به وژل کیږئ، څوکلونه وروسته داهم لیرې نه ده چی ووایئ: یابه ږیرې خریوئ ، یابه پتلون اونیکټایئ په ځان کوئ، یا به  د دین خبره مبره پریږدئ اویا نو مرګ ته تیار شئ،،،،،،،،،،

دا په دي چی اسلامي نړۍ سم هوښیار، زیرک، زړور او اوهل مشر نه لري که موږ بي سرپرسته نه وای اوس به مو داسي دهیلو دګردون پیاله نسکوره نه وه پرته،،،،،،،،،،، په امیر المؤمنین (عمرثالث رحمة الله علیه) نازیدلو هغه نعمت لوی الله راڅخه واخیست، نور مو په خپلوکي سره لاس اوګریوان شول، یواځي لوی الله ته به بغارې وهو، هغه الله چی داسمانونو اوځمکو ساتنه ورباندي درنه نه ده موږ دی هم په اسلامي لباس ملبوس وساتي. او داسي مشر دی راته راکړي چی زموږ سمه رهبري وکړي.

آمین)

لیکوال: ډاکټر حماد.

comments

12 comments

  1. ډاکټر صاب پر قلم دي برکتونه راواوریږه ترهغه وخته به کفار اودکفر غلامان را باندي ملنډې وهي چی موږ یوه هوښیاره رهبري پیداکوو، الله دی دا ارمان یووار بیاراپوره کړي.

  2. پرمسلمانانو چی داسي غوبل جوړ دی داځکه چی مسلمانان یتیمان دی اوپه دی ظالمه دنیاکي همیشه ډبرې دیتیم پر سر ماتیږي.

  3. داعی هڅاند

    الله اکبر کبیرا
    هو صیب ستاسو دقلم له څوکې چي داسلامي فکرمظلومه اوښکه دسپیني پاڼې په اننګې باندې د معتصمه چېغې ازانګې بدرګه وی …موږ ته هم ټکان راکوي دکمونزم دابلا به ولی له مرګه وروسته بیاهم دوحشت لورې قدم واهو…
    نه پوهیږم چي مسلمه اولس ولی ویده دي ؟
    خوتاسو محترمه د دې ویده امت په لورې دوخت دبلال اذان واورولو …هو تاسو خپل مسؤلیت پوره کړ . مګریوه خبره درته کوم اې دفکری انقلاب لاروی تالیدلی مه هیروه !دنبوی سنت اوشعائرو دتوهین کږه لښته به ماته شی خو چي ستاسو دفکرې انقلاب هڅاند قلم لانورې اوښکې هم توی کړي.

  4. کمال ناصری

    سلامونه اونېکی هیلی تاسو خپرندویی ټولنی اونشراتی ارګان ته او ورسته ددې لیکني لیکوال صیب ته چي ډیره په زړه پورې واقعتونه خاطری او هڅونی یی وړاندی کړي …الله پاک دي دکمونزم اوصلیبی زبېښاک لړۍ نور دمسلمامت له حرم څخه دتل لپاره ورټول او زوال سره مخامخ کړي.امین

  5. جمېل پاچا

    یاره ښه خبره او په زړه پورې توکې مو دمسلمانانو دغم اودرد دپټۍ کولو لپاره پیش کړی الله پاک دي ستاسو خدمتونه قبول کړي .مننه

  6. داسلامي شعار په اوسنتونو په اړه حضرت مولانا اشرف علی تهانوی صیب ډیرڅه لیکلی خو ما یو کتاب چي فارسی وو پښتوته وژباړلو دهغه کتاب نوم وو (ریش دراسلام) یعنی ږېره په اسلام کې دې کتاب کې دږیرې په اړه درې خبری وي دږېرخریل او وهل ګناکبیره …دږیری توهین کفر …دږیری پریښودل واجب ګڼل شوی وو.
    اوس موږ دکمونیزم او راچاپیره مسلمانانوته ددې مبارزی کوم لوری ضروردي تردې بل توهین اسلام بل راته نه ښکاری باید مسلمانان یی په وړاندی عامه پاڅون اوغبرګون پیل کړي.

  7. دهجرې ملګری

    دوی دبېزو ګانو زامن دږیرو له اهمېت خبرکړي
    په دې اړه دایوه مختصره غوندی څیړنه درسره شریکو چي موږ هرملګری به یی خپله برخه درته ولیکوخو مطلب به سره پیلی غوندی وي ترڅو دلیکوال له جالبې او زړه وړونکی دردونکی لیکنې سره سمون وخوری..
    راځئ چې د هغو سړیو د ګټو په اړه فکر وکړو چې ږیرې لري، د شیکاګو پوهنتون یو ډاکټرچې ګې ډینیل جې فریمن نومیږی د ږیری د ارزښت په اړه څیړنه کړی ده. د دې نظریې د ازمویلو لپاره ډاکټر فریډمن او دهغه شاګردانو خپل محصلین راوغوښتل او له هغوي څخه یې د ږیری په اړه پوښتنې او مرکې وکړی، چې د ږیرورو په اړه څه احساس کوي. علاوه پر دې د هغه یوه شاګرد د 7 میرمنو سره مرکې وکړي، چې هغوي د ږیرورو سړیو په اړه څه فکر کوی. ښځینه شاګردانو د ږیرورو سړیو په باره کې داسې ارزونه وکړه چې د هغوي مخونه نسبت هغو کسانو ته چې ږیری یې خریلی وی ډير نارینه، خپلواک، ماهر او بلوغ ته رسيدلې ښکاري . دوي د خپلو څیړنو پایلې داسې بیانوی چې ږیره د سړی جنسی قوت زیاتوی او هغوي د ښځو په وړاندې ډیر زړه راښکونکی او په زړه پوری څرګندوي. د ږیری درلودل سړی ښځو ته ډیر نارینه ښکاروی او ښځې د هغوي په څنګ کې د ډیر ښځینه توب احساس کوی.

    دغه څیړنه چې د ډاکټر فریډمن لخوا د ټولنیزی اروا پوهنې په برخه کې تر سره شوه داښیې چې د سړی پر مخ ږیره هغه د ښځو په وړاندې د شهوت له پلوه ډیر زړه راښکونکی ښکاروی.

  8. دهجرې ملګری

    دنارېنه شخصیت اوږېره
    د نارینه شخصيت:

    د کلفورنیا ایالت د پوهنتون یو اروا پوه ریبرټ جي پیلګرنی په کال 1973 کې د اروا پوهنې د یوی تجربی پایله خپره کړی وه، چې په هغه کې د مختلفو ایالتونو د ږیرورو او بی ږیرو کسانو څیړنه شوی وه.
    د دې تجربې د سرته رسولو لپاره یې 8 تنه 22-25 کلن ځوانان چې پوره ږیری یې درلودلی وټاکل، چې هغوي غوښتل خپلی ږیری وخریي، او په ډیر مسلکی شکل سره دغو ځوانانو عکسونه په لاندې حالتونو کې واخستل شول.
    1- پوره ږیره.
    2- یوازې په زنه کې اوږده ږیره.
    3- بریتور.
    4- بشپړ خریلي.

    د عکسونو د اخیستلو څخه وروسته ، چې ټول عکسونه 32 دانې ول چې د هر سړی 8 قطعې عکسونه کیدل. په څیړنه کې دغه عکسونه په ګډوډ شکل د اروا پوهنې د 64 نارینه او 64 ښځینه شاګردانو ترمینځ په داسې ډول ووېشل شول، چې د هغوي څخه دا پوښتل شوي وه، چې خپل لومړی فکر د شخصیتی نښو په رڼا کې درجه بندی کړي. نو ځکه هر عکس د دوه نارینوو او دوه ښځینوو ترمینځ پرېکړې ته کیښودل شول.
    د دې څیړنې پایله د پیلیګرینی لخوا په ټولیز ډول داسې په نښه شوه، چې د دوي ترمینځ مثبت همکاری د هغو کسانو ترمینځ چې په مخ باندې یې ویښتان (ږیره) وی د نارینه، ډیر ښه حاکمیت لرونکی، په عمر پوخ، باجرأته، خپلواک، ځوان، صحت مند او زړه راښکوونکي ښکاري.

  9. دهجرې ملګری

    طبی ګټی:

    د طبی بوټو متخصصین د ږیری پریښودلو ته اجازه ورکوی او د ږیری پریښودل د ستونی او ژامی د مرضونو څخه مخنيوی کوی.

  10. جمالدین جمالی

    This topic is very useful for our youngs who are copying habits of nonmuslims in cloth and style and every thing. thank yo for the great website.

  11. دا خبرې غربيانو ته بيانول ښه کار دی چې پوه شي د مسلمانانو دين معقول، علمي او په طبيعي توګه د انسان پر ګټه ولاړ دین دی. همدومره. مګر د مسلمانانو په منځ کې د دغو تبليغاتو خپرول، او هغه هم په زياتېدونکې توګه، هسې په قاتلو ويروسونو باندې د دين ککړول دي، او بس.
    که کله هم دا ډول څېړنې خپرول مسلمان ته دا ذهن ورکوي چې ګواکې د يو ساينس پوه خبره يا د يو امريکايي پوهنتون څېړنه د پېغمبر د خبرې سره هم انډوله ده، يا ترې لوړه او اصله ده، نو بيا دې د چيکاګو پوهنتون له دې څېړنې سره يو ځای په توپ ولګېږي او کاليفورنيا پوهنتون بل ځای، او هاغه بل مردارخور کافر ساينس پوه به څه وي چې زه پرې د پيغمبر خبره وتلم؟
    زړور December 4, 2010 at 8:55 pm – Reply

    د دين په هر څه کې د مادي او دنيوي اړخ سپړل او ګټې بيانول که له يو اړخه ښه کار دی او پر ساينس مينو او دنياپالو خلکو ښه لګېږي، مګر د دې تمايل زياتيدل په اوږده راتلونکې کې خپل زيات تاوانونه لري، يا په بله وينا تر تاوان به يې ګټه زياته وي.
    ولې؟
    ځکه چې که موږ د خلکو ذهنونه داسې وروزو چې په ديني شعايرو کې ساينسي دليل او دنيوي ګټه په ګوته کړو، بيا به خلک داسې عادت شي چې که د دين په هر حکم کې ساينسي دليل او دنيوي ګټه نه وي، نو نه به يې ترسره کوي.
    له بل اړخه موږ چې تل د اسلام اثبات پر ساينس کوو، يا د قرآن اثبات په ساينس او عقل کوو، دا تر متوازنه حده او يوازې سيکولره او د ساينس مقابل کې ماتي خوړلو اذهانو ته ګټور دی، خو په لوی سر کې عامو مسلمانانو ته داسې اشارې ورکوي چې ګواکي دا ساينس او عقل اصل دی، او د يو شي د اثبات او ګټورتوب لپاره لومړنی معيار دی، په داسې حال کې چې خبره له ديني پلوه معکوسه ده. له ساينس او عقل څخه بايد بوت جوړ نه کړو. د ساينس تاسيس بايد پر وحي وشي، برعکس بايد ونه کړو، چې البته دا د ماتې خوړلي او د اسلام څخه د داسې يو مدافع ذهنيت ښوونه کوي چې غواړي په ډېر عذر او ټيتې روحيه باندې د خپل دين دفاع وکړي.
    مسلمان بايد د وحي په واسطه د اصالت پر هر بل معيار باندې داسې استعلا او لوړوالی وکړي څرنګه چې قرآن ورته په کوټلي توګه ويلي:
    فأقم وجهك للدين حنيفا فطرة الله التي فطر الناس عليها لا تبديل لخلق الله ذلك الدين القيم ولكن أكثر الناس لا يعلمون
    د ږيرې پرېښودل به له دنيوي، ساينسي او مادي لحاظه ګټور وي يا تاواني، د ښځو په وړاندې به يا ږيرور سړی بد ښکاري يا ښه، مهمه نه ده، کله چې د وحي په واسطه دا خبره فيصله شوې، نور د چون او چرا ځای او مادي ګټې او تاوان خبره پکې مطرح نه ده.
    د دغه ډول ماتې خوړلي ذهنيت توجيه ګانو نتيجه به دا وي چې سبا به ګورې ډېر خلک به ږيرې پرېږدي، دا سنت به پر ځای کړي، خو نه په دې نيت چې د پيغمبر سنت د ثواب وسيله ده، بلکې فقط په دې خاطر چې د دې ظاهري ګټې زياتې دي او ښځې ږيرور سړی خوښوي. والله چې زما سره وېره داده چ دا عبادت په عادت څه چې د هغه پر ضد باندې اړوي، چې ګناه ده، او په لوی لاس د ماديت پرستۍ، ساينس پرستۍ ژرندې ته اوبه ور تويوي او له ديني عباداتو څخه د هغو معنوي روح کاږي، يوازې کالبوت يې پاتې کېږي.
    سبا خلکو ته وواياست چې دا لمونځ هم بدن ته ډېرې ګټې لري، درې ځلې سبحان ربي العظيم د انسان روحي خوشالۍ ته ګټې لري، او د الله لفظ له فونيميک او غږيزې موسيقۍ لحاظه داسې جوړ دی چې د زړه ناروغانو او اروايي ناروغانو ته يې په ژور تلفظ کولو سره ډېره ګټه لري…بيا به نو خلک ځکه اسلام ته مخه کوي چې دا د انسان بدن، ګېډې، زړه، معدې او… ته ډېر ګټور شی دی، دا بيا بېرته د بدن، ګېډې او…عبادت شو،‌ نه د خدای.
    والله من وراء القصد و هوالهادي الی سواء السبيل

  12. مولوی نورمحمد مدقق

    دتاجکستان ظالمه کردار دټولو مسلمانانو په په زړه یو ګوزار دي الله دي دوی وشرموی له دوی سره خو یوځل مسعودیانو هم داسی وکړل چي کوم مجاهدین دمبارزی لپاره په افغانستان کې وو دوي په لاس ورکړل څه شهیدان څه په امو کې دازبکستان په لور لاهوشو اوس نو پاته یی دادی نن دوحشت په تیغ زوریږی رښتیاهم چي دوشنبه دفحشاوو مرکز اودظلم کوربه دي لکه چي تاسو ورته اشاره کړی ده .مننه الله پاک مو په قلم برکت ولوروه

خپله تبصره ولیکې

. *

*