تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / حضرت ابو هريرة الدوسي رضي الله عنه

حضرت ابو هريرة الدوسي رضي الله عنه

آيا په مسلمانانو کې به داسې څوک وي چې حضرت ابو هريرة رضي الله عنه نه پېژني ؟!

حضرت ابو هريرة رضی الله عنه هغه جليل القدر صحابي دی چې د ده له نوم سره ټول مسلمانان بلد دي او ډېرو کمو او هغو مسلمانانو به د ده نوم نه وي اورېدلی چې هغه له اسلام سره نابلده وي . ځکه چې تر ټولو زيات احاديث له نبي عليه السلام څخه ابو هريرة رضي الله عنه روايت کړي .

نوم :

ابو هريرة رضی الله عنه د جاهليت پر مهال د عبد شمس په نامه ياد شوی، خو کله چې د اسلام په مبارک دين مشرف او د نبي عليه السلام د ملګرتيا وياړ يې په برخه شو، نبيی کريم علیه السلام ورڅخه وپوښتل : نوم دې څه دی ؟ ابو هريرة ورته وويل : نوم مې عبدشمس دی . نبي عليه السلام ورته وويل : نه بلکې عبدالرحمان دې نوم شو . ده وويل : اې د الله رسوله! زما مور او پلار دې له تا ځار شي زما هم دا نوم خوښ دی .

کنيه :

د ابو هريرة رضي الله عنه لقب يا کنيه ځکه ابو هريره اېښودل شوې چې ده په کوچنيوالي کې يوه پيشو درلوده او له هغې سره به يې لوبې کولې، نو ملګرو يې د ابو هريرة په نوم نارې ورته ويلې ، تر دې چې د ده دا کنيه دومره مشهوره شوه چې د نوم پر ځای کنيت د ده نوم وګرځېد او ټولو خلکو د ابو هريرة په نوم ياداوه . رسول الله صلي الله عليه وسلم ډېر ځله دی د «ابا هر» په نوم ياد کړی . نو ځکه به ده خپله هم له ابو هريرة څخه « ابو هر » نوم ډېر خوښاوه او ويل به يې چې زه خپل دوست (رسول الله صلي الله عليه وسلم) په دې نوم ياد کړی يم . «هر» نر پشو ته وايي او «هرة» ښځينه ته وايي او نارينه غوره دی تر ښځينه .

اسلام راوړل :

حضرت ابو هريرة رضي الله عنه د طفيل بن عمرو الدوسي رضي الله عنه په بلنه اسلام ومانه او د اوس قبيلې په سيمه کې تر شپږم هجري کال پورې پاتې ؤ ، له هجرته شپږ کاله وروسته يې د خپل قوم له يوې ډلې سره د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم حضور ته مدينې منورې ته راغی .

نوموړي ځان د نبي عليه السلام د خدمت لپاره خاص کړ ، په جومات کې به اوسېده او نبي عليه السلام يې د خپل ځان لپاره د لارښود او امام په توګه غوره کړ .

ابو هريره رضي الله عنه د نبي عليه السلام په ژوند کې اولاد او مېرمن نه درلودل خو يوه سپين سرې مور يې وه چې په شرک ټينګه ولاړه وه ، ده به تل اسلام ته رابلله خو دې په هيڅ ډول اسلام نه مانه . ابو هريرة رضي الله عنه وايي يوه ورځ مې خپلې مور ته د اسلام بلنه ورکړه نو هغې د نبي عليه السلام په هکله يوه  داسې خبره وکړه چې زما زړه پرې بد شو ، نو د نبي عليه السلام مجلس ته په داسې حال ورغلم چې ژړل مې ، نبي عليه السلام راته وويل: اې ابو هريرة څه شی دې ژړوي ؟ ما ورته وويل : زه تل مور ته د اسلام بلنه ورکوم خو نه يې مني ، نن مې هم بلنه ورکړه خو له بده مرغه چې ستا په اړه مې يوه زړه بوږونکې خبره ترې واورېده ، اې د الله رسوله! الله تعالی جل جلاله ته دعا وکړه چې زما مور اسلام قبول کړي . نبي کريم عليه السلام دعا وکړه ، بيا زه کور ته ولاړم خو دروازه تړلې وه او د اوبو شړپا اواز راته ، مور مې وويل ابوهريرة لږ صبر وکړه ؛ مور مې چې کله جامې واغوستې نو راته يې وويل : اوس راځه، زه هم ننوتم ، مور مې وويل « اشهد ان لا اله الّا الله و اشهد ان محمد رسول الله » . زه بيرته نبي کريم عليه السلام ته په داسې حال کې ستون شوم چې له سترګو مې داسې د خوښۍ اوښکې روانې وې لکه څنګه مې چې مخکې د غم اوښکې تويولې او نبي عليه السلام ته مې وويل : يا رسول الله! زېری مې درباندې ، الله تعالی جل جلاله ستا دعا قبوله کړه او زما مور ته يې اسلام ور په برخه کړ .

د اسلام په لاره کې تکليفونه :

حضرت ابو هريرة رضی الله عنه د علم زده کړې او نبي کريم عليه السلام سره د مينې له امله دومره لوږې ، تندې او د ژوند ترخې وليدلې ، چې هيچا به په دې هکله دومره ستړې نه وي ګاللې . نوموړی د ځان په هکله وايي : کله کله به لوږې دومره زور راباندې وکړ چې په لاره به د دې لپاره ودرېدم چې که د نبي کريم عليه السلام کوم ملګری راشي او د يو آيت په اړه ورڅخه وپوښتم ، نو ښايي هغه د ډوډۍ ست راته وکړي او کورته مې ځان سره بوځي .

دی وايي : يوه ورځ لوږې ډېر تکليف کړی وم ، تر دې چې په نس مې دوه ډبرې تړلې وې او په لاره کې ناست وم چې په دې وخت کې ابوبکر صديق رضی الله عنه راغی ، زه ور ولاړ شوم او د دې لپاره مې ورڅخه د يوه آيت پوښتنه وکړه چې که ځان سره مې کور ته بوځي ، خو هغه ست ونه کړ او ولاړ . بيا حضرت عمر رضی الله عنه راغی هغه مې هم د يو آیت په اړه وپوښت خو هغه هم هيڅ ست راته ونه کړ ، تر دې چې نبي کريم عليه السلام راغی او راته ويې ويل : ابو هريرة يې ؟ ما ورته وويل هو ، يا رسول الله! راته يې وويل ما پسې راځه ، زه هم ورپسې شوم تر دې چې کورته جوړه ورسره ننوتم . په يوه پياله کې لږ شيدې پاتې وې نبي کريم عليه السلام خپلو کوروالاوو ته وويل : دا شيدې له کومه شوې ؟ دوی ورته وويل دا ستا لپاره فلاني رالېږلې دي . رسول الله صلي الله عليه وسلم ما ته وويل ورشه اصحاب صفه را وبله ، ما باندې دا خبره ډېره سخته تمامه شوه ځکه چې شيدې لږ وې او ما غوښتل چې يو غوړپ شيدې ما ته راورسيږي او لږ مې بدن پرې تکيه شي نو اصحاب صفه خو ډېر خلک دي دوی ته به څنګه بس شي . زه هم ورغلم او اصحاب صفه ته مې بلنه ورکړه ، دوی ټول راغلل او د رسول الله صلي الله عليه وسلم حضور ته يې تشريف راوړ ، رسول الله صلي الله عليه وسلم ما ته وويل: اې ابو هريرة دا پياله واخله او پرې ويې څښه ، ما وار په وار ټولو ته پياله ورکوله تر دې چې دوی ټول ماړه شول ، بيا مې پياله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ونيوله خو هغه راته وويل: اوس يې ته وڅښه . رسول الله صلي الله عليه وسلم تر هغو راته ويل څښه يې او ما څښلې تر دې چې نور مې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل : زما دې په هغه ذات قسم وي چې ته يې په حقه راستولی يې ، نور د څښلو وس نه لرم بيا پياله رسول الله صلي الله عليه وسلم واخيسته او پاتې شيدې يې وڅښلې .

وفات :

کله چې ابو هريرة رضی الله عنه د مرګ په رنځ اخته شو نو ويې ژړل ، چا ورته وويل : ولې ژاړې ؟ ده ورته وويل: د دې دنيا لپاره نه ژاړم بلکې دې ته ژاړم چې سفر مې ډېر اوږد او توښه راسره لږ ده ، ما به اوس خپل اعمال يا دوزخ ته رسوي يا جنت ته… خبر نه يم چې چېرته به ولاړ شم !

مروان بن حکم رضی الله عنه يې پوښتنې ته ورغی او ورته يې وويل: اې ابو هريرة الله دې روغتيا نصيب کړه، ابو هريرة رضی الله عنه وويل : اې الله! زه ستا ملاقات خوښوم ته هم زما ملاقات خوښ کړه او زما دا سوال ژر قبول کړې . مروان بن حکم لا د ده له کوره نه وه وتلی چې دی وفات شو .

رضی الله تعالی عنه

ليکنه : سليمان «غلجی»

comments

2 comments

  1. ډېره په زړه پورې لیکنه ده الله تعالی دې موږ کې هم د صحابوو صفتونه ،اخلاق او خویونه پیداکړي .

  2. یا الله توبه ابوهریره چه دخپل اعمالو سره سره دومره ویریږی نو زموږ به څه حال وی.

خپله تبصره ولیکې

. *

*