تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د طالبانو د اسلامي تحریک د مخکښ غړي ، ستر مجاهد ملامحمد حسن رحماني د وفات په مناسبت د ملا اغاجان معتصم د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

د طالبانو د اسلامي تحریک د مخکښ غړي ، ستر مجاهد ملامحمد حسن رحماني د وفات په مناسبت د ملا اغاجان معتصم د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

rahmani

 بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمین ، والعاقبة للمتقین ، والصلاة والسلام علی سیدنا محمد وآله واصحابه اجمعین وبعد!

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ (۲۷) ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً (۲۸) فَادْخُلِي فِي عِبَادِي (۲۹) وَادْخُلِي جَنَّتِي (۳۰) الفجر.

په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایو  چې د طالبانو د اسلامي تحریک یو مخکښ غړی ، د شوروي اشغال پر مهال په جنوب لویديځ زون کې د جهادي سنګرونو نوموتی جهادي شخصیت ملا محمد حسن رحماني د ورپیښې ناروغۍ له کبله وفات او خپله روح یې حقیقي مالک ته وسپاره

 انا لله و انا الیه راجعون

 مرحوم ملا محمد حسن رحماني د خپل ټولنیز شخصیت ترڅنګ یو پر هیزګاره ، متواضع او متقي شخصیت وو. د نوموړی فردي ، اجتماعي ، سیاسي او جهادي ژوند واقعا چې ځانګړي مشخصات لرل

 مرحوم رحماني صاحب خپل ژوند د دیني علم له زدکړو څخه  پیل کړ، د طالب العلمۍ په مهال د درنو اسلامي اخلاقو څښتن و ، د نوموړي د طالب العلمي مرحله لا پایته نه وه رسیدلې چې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یر غل وکړ ، هماغه وو چې رحماني صاحب له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په خاطر له مدرسې څخه د بهرنیانو د ناروا یرغل پر ضد د جبهې لاره ونیوله او د کند هار ولایت په بیلابیلو سیمو کې ددې ولایت د مشهورو جهادي قومندانانو لکه د اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد رباني ، شهید ملا محمد ، شهید ملا بورجان ، شهید لالا ملنګ ، شهید طالب جان ، سید اکبراغا او نورو جهادي څیرو ترڅنګ له روسي اشغالګرو سره په سختو نښتو کې ګډون درلود چې په ترڅ کې یې بېلابېل کړاونه او تکلیفونه پرځان وګالل چې د نوموړي د فداکاریو په بهیر کې یوه غټه بېلګه د هغه راسته پښه د جهاد په مقدسه لار کې قرباني کول دي.

سره له دې چې د نوموړي راسته پښه په ورانه کې قطعه شوې وه خو بیا یې هم اسلامي او جهادي جذبات ساړه نشول او د خپل عمر پاتې برخه یې د اسلام او مسلمانانو په مسسل خدمت کې په ډېر صداقت ،اخلاص او ایماندارۍ سره صرف کړه.

 د شوروي قواوو تر وتلو او په افغانستان کې د کمونیست پلوه رژیم تر سقوط وروسته یې بیرته د دیني زده کړو د پوره کولو لپاره مدرسې ته مخه کړه او په دې ډول یې د جهادي تنظیمي رهبرانو ترمنځ له داخلي جګړو څخه ځان وساتی.

  ملامحمدحسن  رحماني مرحوم بیا وروسته  په هیواد کې د داخلي جګړو او فساد د له منځه وړلو په اراده د مرحوم امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو د اسلامي تحریک په تاسیس کښې  ډېر فعال او رغنده رول درلود .

رحماني مرحوم  یو له هغو لومړنیو افرادو څخه و چې د اسلامي تحریک د مشر تابه تر څنګ ودریدی او داځل يي د فساد ، نا امنۍ او بې عدالتي پرخلاف جهاد پیل کړ

 ملامحمد حسن رحماني د طالبانو د اسلامي تحریک له مهمو او محوري افرادو څخه ګڼل کیده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جنوب لویدیځ زون د تنظیمه رئیس او د کندهار د والي په توګه یې مهم مسؤلیت په خورا اخلاص او صداقت سره سرته رسولی او د اسلامي امارت د واکمنۍ تر پایه پوري پر همدې مهم مسؤلیت پاتې شو .

 پر افغانستان باندې د امریکایانو تر تجاوز وروسته يي بیا له خپلې عقیدې او خاوري څخه د دفاع په غرض د امریکايي یرغلګرو په مقابل کې جهاد پیل کړ چې د تیر ۱۵ کلن بهیر پر مهال یې د طالبانو د تحریک د رهبري شورا عضویت درلود او له هیواد څخه د دفاع په لاره کې یې خپل جهادي نقش په ښه ډول تر سره کړ.

 مرحوم ملامحمد حسن رحماني د خپل مسؤلیت پر مهال ډیر د فقیري او زهد ژوند درلود چې هیڅ کله يي د بیت المال له شتمنۍ څخه د خپل شخصي ژوند لپاره ناوړه استفاده نه ده کړې ، نوموړي ټول ژوند د شرعي زده کړو ، جهاد ، او د خپلو خلګو په خدمت او د هغوي ترمنځ په اصلاح او خیر خواهي کې تیر کړ .

ښه مې یاد دې چې څو ځله مرحوم ملامحمدعمرمجاهد راته د رحماني مرحوم په هکله ځانګړې توصیه کوله او دابه یې راته ویل چې رحماني یو ډېر رښتونی ،صادق ، مخلص او د خپل ولس سره خواخوږی شخصیت دي نو تاسو د نوموړي په کارونو کې ورسره مرسته اوتعاون کوي. او همدا راز موږ او مرحوم ملامحمدعمر مجاهد د نوموړي شخصیت ته ډېر احترام او درناوی درلود

البته باید ووایم چې هغه څه چې ډېر مې زیات زوروي او دردوي هغه دا دي چې د رحماني مرحوم په اخري عمر کې مې د نوموړي خدمت ونه کولای شوای ځکه چې نا مساعدو شرایطو او ستونزمنو حالاتو مې مخه ډب کړې وه ، او له نوموړي سره له  پنځه نیمو کالو راهیسي د فراق په حالت کې وم.

او زه چې څو ځله حالاتو په زخمي ډول شفاخانې ته رسولی یم نوموړی به په ډېر اخلاص سره په مسلسله توګه زما په تسلیت او عیادت کې مصروف وو.

یوازي دا نه چې رحماني مرحوم له ماسره دومره اخلاص او صداقت درلود  بلکې د ټولو ملګرو او مسلمانانو سره یې ډېره مېنه او اخلاص کاوو.

  ډېر مهربان شخصیت او د ډېر شفقت څښتن وو.

 زمونږ د هیواد په دغو حساسو شیبو کې د مرحوم ملامحمد حسن رحماني وفات له شکه پرته  نه جبرانیدونکې تشه او لویه ضائعه ده

. زه په داسې حال کې چې د مرحوم ملامحمد حسن رحماني وفات ، زموږ د مسلمان ولس ، اسلامي تحریک ، د هغه د کورنۍ او خپل ځان لپاره یوه لویه ضایعه بولم له خپلو تحریکي وروڼو او د مرحوم له ویرجنې کورنۍ سره په دغه ستر غم  کې ځان شریک ګڼم ، خدای تعالی دی نوموړي ته  مغفرت ، رحمت ، جنت الفردوس او خپله رضا ورنصیب کړي او الله تعالی دې د عفوې او احسان معامله ورسره وکړي.

او د ده کورنۍ ، خپلوانو او ملګرو ته دي الله (ج) صبر جمیل او اجر عظیم ور په برخه کړي .

اللهم امین

والسلام

ملا اغاجان معتصم د طالبانو د اسلامي تحریک د سیاسي شورا پخوانی مشر

۱۴۳۷/۰۴/۳۰

۱۳۹۴/۱۱/۲۰

۲۰۱۶/۰۲/۰۹

comments

55 comments

  1. رحماني صاحب مرحوم رښتیا هم دصبر، تقوی او دیندارۍ یوه مجموعه وه، دژوند تر پایه دکرایې په ډیرتنګ ځای کي هستوګن و ، یوه ملګري یئ راته وویل چی دسرای مالک په دي وروستیو ورځو کي دسرای جواب هم ورکړی و، دی په روغتون کي بستر و، زوی یئ دکرایې په بل ارزانه ځای پسې ګرزیدو چی هغه رارسیدو ده ساه ورکړي وه. انا لله وانا الیه راجعون

  2. كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ (185) سورة آل عمران/
    داچی هرکس مري یوه حتمي خبره ده خوځيني خلګ مي والله که پر مرګ پیرزو وي هغه چي نفع یئ زیاته وي
    رحماني صاب هم له بدیو لیرې سړی و

  3. درحماني صاحب دی لوی الله شهادت قبول کړي، الله دی ورته لوړې درجي ورکړي له زوکړې تر شهادته دالله په لاره کي وو، شهادت ځکه ورته وایم چی : یو دامام نعیم ابن حماد دکتاب ( الفتن) حدیث دی چی: موت الغربة شهادة، /عدد/۲۰۰۰/ بل داحدیث شریف دی چی: 1999 – حدثنا نعيم حدثنا رجل، من بني شعوذ بصري، عن الحكم بن أبان، عن وهب بن منبه، عن طاوس، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إذا حضر الغريب فالتفت عن يمينه وعن شماله فلم ير إلا غريبا فتنفس، كتب الله له بكل نفس تنفس ألفي ألف حسنة، وحط عنه ألفي ألف سيئة، فإذا مات مات شهيدا» اوبل داچی نوموړی له زوکړې تر شهادته دالله په لاره کي وو،نو: دقرأنکریم دسورة النسأء (آیت) /۱۰۰/ وَمَنْ يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يَجِدْ فِي الْأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (100) پر دی ګواهي ورکوي چی: مرحوم رحماني صاحب دالله دلارې شهادت وګټلو.

  4. أغا صاحب! درحماني صاحب په فراق ډیر ودردیدلو، الله پاک دی رحم وکړي هره ورځ دښو ملګرو کډې باریږي، هغه ورځ دملا الله داد طبیب دوفات غمیزه له هغه نه راورسته دمرحوم مولوی سیدمحمد حقاني صاب فراق، مخکي ترټولو ستره غمیزه دعالیقدر أمیرالمؤمنین رحمة الله علیه د رحلت وه، ښه خلګ له نړۍ پرکوچیدلو دی الله دي پر پاته دګوتو شمیر ښو، زړه سواندو، درنو او دکار وړ ملګرو باندي فضل وکړي :
    واړه اسرې مي دناکام په کفن ونغښتلې،،،،،،،،،،،،

  5. خدای دی وبخشی او خدای دی یی توله کورنی ته صبر جمیل ورکری او تولو مسلمانانو ته د اخرت تیاری ور نصیب کری
    ملا صاحب انشالله تاسو به په دنیا او په اخرت کامیابه یاست ولی چی په هر مسلمان زره خوژه وی…

  6. ډاکټرجمیل احمد زیار

    داڅنګه ومنو چي څوک دچا په کار شی هغه یا په مرموز ډول شهید شی اویا له ورپیښی ناروغی نه یی دمرګ اعلان واورو … هو داخبری هغه چاته کوی چي هغوی پنځوس ګز جاپانی پاج په خراب او ناډول په سر تاوو کړي وي .
    یهودی او عیسوی مبارزینو اوس داناصحیتی جګړه نه ده پیل کړي دا دسره صلیب تر سوری لاندی په زهرو ککړ درمل ډیر پخوا جوړ شوی .
    یو شمیر زاړه امارتیان طالبانو خپله په یوه او بله بانه مړه کوو څو یی دکابل ،کوتنامو او پاکستان ترزندانونو ورسول اوڅوکی یی ترور کړو څوک یی دویری په ډګر په کورونو کی کښینول څوک یی دهیواد څخه بهر هجرتونو ته اړ کړل اوس داپارموله دتیرو پارمولو په وړاندی یوه نوی پارموله ده غواړم چی په دی اړه څه ولیکم خو وخت راته اجازه نه راکوی ځکه یو تریخ حقیقت دي .
    هغه امارتی مشران چي د دین اوهیواد په مینه یی دخپل ځان په شمول دهر ډول قربانیو په تکل اودیوی سپیځلی امارتی عقید په لرلو سره تر وروستی هڅی خپلی هاندی ونه سپمولی ورته دالله پاک څخه د دوی دسپیځلو هیلو په بدل کی جنتونه غواړو .
    تیرکلونه مرموزی ویشتنی وی څه سترعلما ووژل شول ترڅو ددوی داهداف خنډ نه شی اوبیا یی یو شمیر قومی مشران او جهادي سټی په همدی مرموزو وشتنو کی له مینځه یو وړی .
    مګر اوس یی دانوی فارموله رامینځ ته کړه .
    تر دی څه وړاندی یی یو شمیر ستر جهادی قومندانان د داعیش په تور هم ووژل راغلی دملامحمدعمر میلمنوته یی هم ښه له وینو ډک سترخوان خپور کړی .
    په پای کی وایم چی داسی زهریات شته چی یا مرګونی ناروغی تری پیدا شی اویا دوخت او Time په تیرودو سره دمرګ داعی ته لبیک ووایی .
    چی یوه نښه یی ناڅه اوبی سبب پیښیدل دی .
    دمرحوم خبره څه ورځي مخکی ډیری تودی کیدی چابه ویل بیعت یی کړی چابه ویل چی نه .
    خو دنوموړی پراخ اکثریت او محبوبیت د مرګ سبب شوی .
    داختلافاتو او زړو امارتیانو دمرګ لړلیک ته ورداخل شو الله دي جنتونه نصیب کي .نورڅه خو نه کولای شو اونه ویلای .
    همدا مختصره لیکنه می دپیټ په ترسره کولو سره هرچرته چی دمرحوم خبرخپرشوی ماورته کاپی کړي چي یو یی نن ټکی اسیا ده .

  7. مولوی شمس الله بدری

    زیارصیب : دی ته اوس دحقیقت په سترګه وګورو که دشخصی ورانیو او یاسیاسی موخو !
    ستاسو بعضی خبری سړی هک پک حیران کړی ځکه همداسی شوی اوحالت همدومره خراب دي مګر خو اوس موږ تاسونه پیژنو چي تاسو څوک یاست له کومی منبع څخه ددی شواهد اصلی وړاندی کوي.

  8. نحیب الله ارغنداوی

    اغاصیب لکه ملګری چی وایی اوس همغه خبره راته رشتیاشوه چی دامارت په زړو اوخوارکښو مجاهدینو باندی احسان او شفقت او خواخوږی لری .
    الله پاک دی نوموړي ته مغفرت ، رحمت ، جنت الفردوس او خپله رضا ورنصیب کړي او الله تعالی دې د عفوې او احسان معامله ورسره وکړي.

  9. نحیب الله ارغنداوی

    زیارصیب دا دډاکټری مسلک له نګاه راته وایی اوکه دسیاسي لرلید اویا دشواهدو اویا نورو خبرونو له متن څخه حاشی کوی ،خو هرڅه چی دی وروره دومره وایم چي انګریزانو ترټولو ستره پارموله داهم دی چي زموږ په مینځ کی داعتماد او باور دروازی وتړی .
    الله دی مرحوم ته جنت فردوس ورنصیب کړي کورنی ته یی دصبر جمیل دعا کوو اودکورنی وګړو ته یی ددی ښه درک معلوم دی باید دچاپه خبروبسی ونه ګرزیږی .
    والسلام مولوی خدای نور الکوزی .

  10. نورالله امارتی

    درحمانی مرحوم هغه اعتراف اوبیعت چی له مشرزعیم سره یی کړی دنن ټکی اسیاپه پانه می ولید چی لاندی یی تاسو کتلای شی الله دی خیر ورکړی چی دژوند په پای کی دامیرامرومنلو اوبیعت یی ورسره وکړ:متن یی دادی :
    د ملا محمد حسن رحماني د مطبوعاتي بیانیې متن:
    زه محمد حسان رحماني د افغانستان د مسلمان او غیور ولس یو مجاهد چې د ژوند له پيله بیا تر اوسه پوري په افغانستان کې د سوچه شرعي نظام د پلي کېدو په ارمان وم او یم، او ددې ارمان د پوره کولو په لاره کې مي تر خپل وس او توان پوري زیار ایستلی، همدارنګه ددې ارمان د پوره کېدو په منظور د اسلامي امارت د نوي امیر، امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور سره په ټولو شرعي امورو کې د مکمل اطاعت په موخه د زړه له کومي بیعت اعلانوم. پای
    ویل کیږي چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د ناراضو طالب مشرانو د پخلا کولو په خاطر هلي ځلي کوي، چې له امله یې زیات شمېر مخالفین پخلا شوي، او د نوي مشر سره یې بیعت کړی.

  11. امارتی وروره غلط تللی یی هغه ټول مصنوعی بیعتونه وو هغه دارغنداوو پیښ نه شوای هیرولای الله دی جنتونه ورځای کړی او اغاصیب محترم دی هم الله ددی یادونی عوض ورکړی مګرستاخبری دبعضی فیسبوکیان افواه دی .

  12. ځلمی خاکریزوال

    نوموړي په سر کې ددغه پریکړي سره اختلاف وښود خو وروسته یې دیوې خبرپاڼي په نشرولو سره د ملا اختر محمد منصور سره بیعت اعلان کړ، او هم یې پر هغه ناراضه طالبانو غږ وکړ چې تر اوسه یې بیعت نه دی کړی، چي د نوي امیر سره دي بیعت وکړي.

  13. منیب حقپال

    د الحیات په نامه یو عربي اخبار چي په لندن کي نشریږي، او د سعودي د حکومت له خوا تمویلیږي، یو خبر خپور کړ، چي ورسره یې د افغانستان په چارو کي ماهرین او کارپوهان هک پک حیران کړل، خو داسي مالومیږي چي د الحیات ورځپاڼي دا خبر سراسر غلط او بی اساسه وو.
    د الحیات ورځپاڼي ویلي وه چي دوی سره د ملا محمد حسن رحماني په نامه د طالبانو د مشرانو څخه یو مهم کس د حج په موسم کي مرکه کړې، او ورته ویلي چي د سعودي د حکومت په بلنه حج ته راغلی،

  14. منیب حقپال

    مرحوم ملا حسن رحماني دا خبري ټولي درواغ بللي وی او دا یې د الحیات ورځپاڼي له خوا د خلګو د اذهانو د مغشوشولو یوه هڅه بللې. په دې اړه د ملا محمد حسن رحماني څرګندوني په لاندي توګه دي، چي مونږ یې هم د خپلو کتونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره دلته کټ مټ نشروو:

    زه په داسې حال کې چې دغه ډول بې اساسه او بې مسئولیته څرګندونې په کلکو ټکو ردوم او غندم يې ، دا ډول بې مسئولیته خبرونه خپرول د دښمن د هغو دسیسو یوه کړۍ بولم چې له دولسو کلونو راهیسې یې د خلکو د ذهنتیونو د مغشوشولو او د حقایقو د تحریفولو په موخه په کار اچولې دي.

  15. الله دى پرى ورحمىزى

  16. اغا صىب الله دى خىر درکى چى ىو له بله سره همدردى لرى الله دى نوموړى مرحوم ورحمىږى

  17. مولوی الله داد حقمل

    د ډاکټرزیار خبره باندی خلک باید خطا نه وزی موږ منیځنی اختلاف لږ کوو دوی یی ډیروی
    همدا پاڼه ددی پرځای چی مرحوم دعاوکړو پاته کورنی ته یی تسلی ورکړو نور هم په راتلونکی جګړو اخته کیږی
    الله دی رحم پری وکړی

  18. شریف الله حمزه

    الله پاک دی دتیرجهادی مبارزی او مجهادی اجر ورکړی دجهاد اوهجرت په دور کی یی دحق مرګ داعی ته لبیک وویلو

  19. اغاصاحب محترمه کور ودانی درته وایو چي په غم راسره شریک شوی او دهیواد په هر غم کی تاسو خپله هڅه اوهاند نه سپموی الله پاک دی په رحمانی صیب مرحوم دجنتونه دروازی راخلاصی کړی

  20. تریالی قندهار

    اغاصیب د زړه خواله ورسره کړی نو نوموړی که مرحوم سره رښتیا خواخوږی لری باید نن یی یتمان دملادادالله ،ملامشرغوندی نه شی باید هغوی ته توجه وکړی .مننه وروڼو

  21. الله دی پری ورحمیږی جنتونه ورته غواړو ډیر دافسوس مرګ وو دمجاهدینو ناځونی مي ډیر زوروی په فسبوک چی څه ناخوالی لیکل کیدی اونن دمرحوم په ستایلوباید بدلی شی افغانان خو دلوډسپیکر حیثیت لری فقط ږغ خپروی نور په هیڅ خبرنه وی

  22. رشتیا چی مرحوم رحمانی رحمه الله دښو اخلاقو خاوند اوجهادی څیره وه دامارت نژدی مقاماتو ته محبوب وو خدمتونه یی وکړو الله دی احرورکړی له معتصیم صیب څخه هم یوه نړي مننه
    دکورپاته وارثینوته یی دزړه صبر غواړو

  23. الله دی دمنصور کور وران کی کړي زموږ مشران او مجاهدینو یی څه ناخوالی راوستلی چی نه جهاد کولای شی اونه هم هیواد جوړولای شی او مرګونه یی مه دا ډول وی …دتاریخ یو توره پرده دډاکټرزیار خبره هم لیر نه بولم.ملګرو

  24. بشیر احمد پوبل

    یاره زه نو څه ولیکم خو لومړی مرحوم ته لاس پورته کوم چي الله دی دجنتونو سردار کړی الله دي ترټولو ګناهونو ورتیرشی الله دی نور په هیواد کی دسولی او ازادی زمزمی جاری وساتی .
    په پای کی اغاصیب ته وایو چي تاسو کومه طرحه مطرح کړی بس هم هغه دافغانانو دزړنو دوا ده کنی هم داسی ژوند به مو ترپای پوری وی .
    والسلام په الله موسپارم

  25. په مړو دی الله ورحمیږی دژوندو څټ ته دی الله خیر کړی چي حالت ډیر خراب دي

  26. ګل پاچا ملنګ

    د ډاکټر زیار خبره ځکه نه شو منلای تاسو کولای شی چي درحمانی صیب دکور له وکړو وپوښتی هسی بی ځایه خبری دی اویابه همدای پیښی وی خو درحمانی صیب ناروغی ډاکټرانو داسی معرفی کړی ده:
    د یني ډاکټر رحماني صاحب ته د ناروغۍ د لاښه تشخیص او څرنګوالي لپاره نور زیات معاینات ورکړو، کله چې د معدي او یني متخصص ډاکټر د رحماني صاحب د تفصیلي معایناتو راپور وکتی، معلومه شوه چې رحماني صاحب د یني (جیګر) په وژونکي ناروغي (Hepatocellular carcinoma) باندي اخته دي.

  27. دلاور مزمل

    زه به درحمانی مرحوم دستاینی لپاره همدا بس وګڼم چي امیرالمؤمنین وښاغلی اغاصیب ته د توصیی په ډول مهربانی کړی او اغاصیب مبارک همدا توری داسی لیکلی :
    ښه مې یاد دې چې څو ځله مرحوم ملامحمدعمرمجاهد راته د رحماني مرحوم په هکله ځانګړې توصیه کوله او دابه یې راته ویل چې رحماني یو ډېر رښتونی ،صادق ، مخلص او د خپل ولس سره خواخوږی شخصیت دي نو تاسو د نوموړي په کارونو کې ورسره مرسته اوتعاون کوي. او همدا راز موږ او مرحوم ملامحمدعمر مجاهد د نوموړي شخصیت ته ډېر احترام او درناوی درلود

  28. الله دی رحم پری وکړی نن خبر شوم چي نور طالبان یی هم په پکتیا کی د داعیش په تور شهیدان کړی نوکیدای سی دبلا لاسونه نور هم اوږده شی اونور هم رانه وخوری څوک چرته اوڅوک په څه نامه .

  29. مؤزن امارتی

    الله دی رحم پر وکړی الله دی دخپلو جهادی مرستو او هڅو بدل ورکړی

  30. جاجی اکرم اغا

    تاسو طالبانو خو موږ بلکل وشرمولو هیڅ مسلمان خپل ملګری نه وژنی داخبری چی تاسو لیکلی ولی دانه لیکی چي څومره په لوړ قیمت مشران اخلی او څومره په کم قیمت یی پلوری .
    دی وفات شوی ملاصاحب ته دی الله جنت ورکړی لیکن ستاسو صفت کول خو ښه کار نه بولم .

  31. مولوی ګل اغا مدبر

    که اغاصیب همداسی واړه قدمونه اخلی نو کیدای شی چي دی رارسیږی دطالبانو یو زوړ مشر هم نه وی پاته یا به مړوی یا به یی وژل وی یا به بندیان وي اویابه له کوره راوتلای نه شی .

  32. ځاځی مستان

    الله دی وبخښی

  33. اِنالله واِنا اِلیه راجعون .

  34. مرحوم پیژنو ملا محمد حسن رحماني صاحب چې نژدې 55 کاله عمر یې درلود ؛ په قوم اڅګزی د ارزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی ؤ.
    الله دی ورباندی ورحمیږی .

  35. مولوی عتیق الرحمن دیوبندی

    دمعتصم اغا به څو ځانګړنی او نیمګړتیاوی یادی کړم چي یوه ځانګړنه یی همدا دي چي په هغو اصلی مجاهدینو یی تل خواخوږی ښکاره کړی چي دهیواد رښتینی اویا استعداد لرونکی دي اوبل یی دهغه چادقدر او هڅولو کوشش کړی په کوم چا کی چي داستعداد اولیاقت قوت موجود وی یعنی دکار اهل کار ته دسپارلو چاری چي مخکی دامارت په وخت کی همدا تجربه شوی پارمله یی لا اوس هم ژوندی ساتلی الله پاک دی ددی سیاسی بلوغ او اسلامی احساس په بدل کی ورته ډیر عمر ورکړی .
    په پای کی مرحوم رحمانی صیب ته هم دعاکوو چي الله پاک دی مغفرت ورته وکړی رښتیا لکه څرنګه چي اغاصیب مهربانی کړی همداسی دکار څښتن اوپوخ مسلمان وو کورنی ته یی صبر جمیل غواړو.
    مولوی عتیق الرحمن دیوبندی

    • مولوی عتیق الرحمن دیوبندی

      نیمګړتیا یی دا ده چي باید دنظامی پلو هم بعالیت جاری وساتی اوس طالبان خپلواک نه دی نور دټول وخت لپاره تاریخ په مسخه کیدو روان دی زیاته دطالب نوم څوک نه شی اخیستلای په شرمیږی په هرکور کی یی یو یالس خپل ملګری وژلی د داعیش او دوی ترمینځ توپیر ګران کاردی .

  36. عبدالقیوم لیوال

    زه دفاتحی په مراسمو کی دسیاست لړی نه غواړم چی راڅیړم مګر داچی مرحوم داسلامی سیاست په درشل کی د مرګ داعی ته لبیک وویلو الله دی ورته مغفرت وکړی دکورنی ټولو وارثانو دطالبانو ټولو هغو مشرانو ته چي ورسره دزړه له کومی خواخوږی لری صبر جمیل ورکړی .
    حالت د اخر وخت په رارسیدو تمامیدونکی ښکاری هسی څه وینو او اورو چي حدیثو یی پیشګویی کړي.

  37. نارنج ننګرهاری

    رښتیاچی دمرحوم رحماني صاحب ډېر فقيرانه ژوند درلود ، له هر قسم خيانت او فساد څخه پاک انسان ؤ ، د افغانستان د ۳۷ کلن انقلاب په ټول دوران کې یعني د جهاد په درې واړه مرحلو کې پر نوموړي هیڅ داسی داغ نشته چې د ده او د ده د کورنۍ لپاره د بدنامۍ لامل شي ، بلکي خپل ټول ژوند يي د الله په لاره کې د یو ریښتیني انسان په ډول تیر کړی ، خدای تعالی ج دې رحماني صاب ته جنت الفردوس اوقريبانو ته دې صبر جميل ورنصیب کړي.

  38. شهاب الدین غمخوار

    بس نو الله دی وبخشی زموږ خو بلد نه مګر چی تاسو یی دومره ښیګڼی بیان کړی نو معلوم ده چي همداسی ده لیکوال ته دی هم الله اجر ورکړی .

  39. احمدفقیری

    بلکل وروڼو مسلمانانو … د روسانو تروتلو او د کمونیستي رژیم تر ړنګیدلو وروسته نوموړي یوځل بیا د دیني زدکړو مشغله پیل کړه ، ترڅو چې د مرحوم أمیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو اسلامي غورځنګ پیل شو؛ ښاغلی رحماني صاحب ورسره ملګری شو ، په ډېرو عملیاتو کې یې له مجاهدینو سره د یو پیاوړي مشر په توګه همیشه برخه درلوده ، د طالبانو په لاس د کابل تر نیولو کیدلو وروسته نوموړی د جنوب لویدیز زون تنظیمه رئیس او د کندهار والی وټاکل شو ، ترڅو چې امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ ، نوموړی بیا هم خپلي جهادي مبارزې ته دوام ورکړ. له ډېري مودې راهیسي د طالبانو د عالي شورا د عضویت تر څنګ د سیاسي امورو د کمیسون فعال غړی ؤ ، په دې وروستیو کې ویل کیږي چې د تور ژړي د ناروغۍ له امله ډېر ځوریدی ، تر دې چې سې شنبه 2016 میلادی کال د فروري په ۹مه نیټه یې د حق داعي ته لبیک ووایه او وفات شو. روح دي یې ښاد وي .

  40. اِنالله واِنا اِلیه راجعون .

  41. الله دی ورسره ښه وکړی دافغانانو مشران ټول اوس د مظلومیت په غاړه پراته دی خو کشران مشران شول همدا علت دی

  42. ملا محمد حسن رحماني صاحب چې د روسانو د وخت جهادي سابقه لري ؛ او د روسانو سره په جګړه کې یې خپله یوه پښه له لاسه ورکړي ؛ د أمیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد له لومړنیو هغو ملګرو څخه هم و چې د طالبانو اسلامي تحریک یې د شر او فساد په وړاندي پیل کړ .

  43. نوموړی د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال تقریباً ټوله موده د کندهار ولایت والی پاتی شوی ، تر امریکایی یرغل وروسته یې بیا د اسلامي امارت په لیکو کې نه ستړي کیدونکي بیلابیل جهادي خدمتونه انجام کړي .
    لنډه دا چې رحماني صاحب د جهاد په درې واړه مراحلو کې د دين او وطن پخاطر خورا ډېري خوارۍ ګاللي دي.
    متعال خدای دی ورته مغفرت وکړی .امین

  44. هو ملګرو تاسو ښی پیرزوینی ورته ډالی کړی خو د نوموړي دا وروستی اقدام چې د نوي امیر ملااخترمحمدمنصور سره یې بیعت وکړ؛ داسی یو کارنامه ده چې د ده پر صداقت، ریښتینولي ، له جهاد او مجاهدینو سره پر اخلاص او بالأخره پر ښه سنجیدګي او لوړي پوهي دلالت کوي . د رحماني صاحب دغه اقدام د نورو وګړو لپاره هم ښه رهنما کیدلای شي .

  45. الله دی ورته جنتونه بخشش کړی که څوک واقعاً له نظام سره مخلص او د اسلامي امارت لوړي ګټي ترخپلو شخصي مفاداتو مقدمي ګڼي ، او د دنیا او آخرت د کامیابۍ په فکر کې وي ؛ هغوی به هرو مرو هیڅکله له سواد اعظم څخه د لاري بیلولو تصور ونکړي .

  46. نورالله مشعل

    بس چی بیعت یی کړی نو بیا ښه خبره ده چی سړی له عذابونو خلاصوی د تېر میلادي کال په جولای کې چې د امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد د وفات خبر خپور شو او پر ځای یې ځای ناستی منصور صاحب د نوي أمیر په توګه وټاکل شو ، هغه مهال د اسلامي امارت ځینو وګړو د أمیر د انتخاب پر طریقه کار یو لړ ملاحظات څرګند کړل د دوی په اند په کړنلاره کې باید بدلون راشي ترڅو نیمګړتیاوي پوره شي.
    خو اختلاف خدای سته اوږد شو نتجه یی ښکیل مشکلات شو .

  47. مجاور نورالبصر

    بس الله دی دلیکونکی هم جنت ځای کړی او د مرحوم هم نور نو څه نه جوړیږی ملګری کیدای سی ددی خبرو توان ولری خو موږنه شوکولای .

  48. محترم اغاصیب !
    نبوی فرامان دي چی :
    عَنْ أَبِي أُمَامَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( مَنْ لَمْ يَغْزُ ، أَوْ يُجَهِّزْ غَازِيًا ، أَوْ يَخْلُفْ غَازِيًا فِي أَهْلِهِ بِخَيْرٍ ، أَصَابَهُ اللَّهُ بِقَارِعَةٍ قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ) ( صحيح ابوداود 2503 ).
    د ابی امامة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې نه جهاد وکړ ، نه يې مجاهد مجهز کړ ، نه يې د مجاهد په اهل عيال سرپرستي او غمخوري وکړه ، الله به يې د قيامت څخه مخکې په يوه هلاکونکي بلا مبتلا کړي .
    تاسو ته دی الله خیر درکړی چی دمرحوم په اړه مو یادونه اوستاینه کړی اوکورنی ته دی الله پاک صبر جمیل ورکړی .

  49. یو بل وار لا غواړم :
    او همدارنګه فرمايي : (من مات ولم يغز، ولم يحدث به نفسه، مات على شعبة من نفاق (مسلم 1910 ).
    کوم بنده چه په داسې حال کې مړ شي چې نه خو چيري په جهاد کې عملې حصه اخستی وي اونه يې د جهاد فکر او سوچ کړی وي نو دې به يو قسم د منافقت په حالت کې مړ شي .
    د پورته نصوصو په رڼا کې مالي ، لساني يا فکري جهاد کوونکی به مجاهد شميرل کيږي او هغه به ان شآء الله د جهاد د ترک کوونکو له ډلې څخه نه وي .

  50. حمیدالله مومند

    دا چی نوموړی اغا صیب په امارت کی هم دمالی چارو وزیرپاته شوی اوهم دمالی لګښتونو دکنترول او صلاحیت څښتن وو او اوس هم دشهیدانو یتمانو او مجاهدینو سره دمالی جهاد مرستی ته اړ تیا ده دهمدی مرحوم په مناسبت زه حمیدالله مومند او طالب جان ورور خپل مسؤلیت ادا کو:
    په لاندی ډول :
    د مالي جهاد اهميت :
    مالي جهاد خپله د جهاد له قسمونو څخه يو قسم جهاد دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
    جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ . صحيح أبي داود (2186) .
    يعنې : د مشرکينو سره په مالونو ، نفسونو ، او ژبو سره جهاد وکړئ .
    که څه هم نفساني جهاد په ټولو کې افضل جهاد دی مګر مالي جهاد او د جهاد د پاره انفاق کول خاص اهميت لري او د مالي جهاد په باره کې په قرآن او سنتو کې زيات فضائل ذکر شوي دي او د قرآنکريم په څو آيتونو کې د نفساني جهاد څخه مقدم ذکر شوی دی ، دا ځکه چې د جهاد د پاره لومړی وسائلو او تجهيزاتو او اسلحې ته ضرورت وي او دغه وسائل لومړی د مالي جهاد په وسيله برابرېږي .
    د مالي جهاد فضيلت :
    قوله سبحانه وتعالی : الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ 20 يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ 21 خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا إِنَّ اللّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ) التوبه 21-20 ) .
    ژباړه : هغه کسان چې ايمان يې راوړی او هجرت يې کړی او په خپلو مالونو او ځانونو يې د الله په لار کې جهاد يې کړی دی د الله په نزد ډيره لويه مرتبه لري او همدوی بريالي دي .
    د دوی رب دوی ته له خپلې خوا په رحمت سره او خوښۍ او ( داسې ) جنتونو سره زېری ورکوي چې پکې دوی لره تل تر تله نعمتونه دي ، دوی به هلته تل ترتله اوسيږي ، بې شکه له الله سره د ( عبادتونو ) لويې بدلې دي .
    و قوله سبحانه تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ 10 تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ … (الصف 11)
    ای مؤمنانو ! ، ایا تاسې ته د داسې سوداګرۍ لارښودنه وکړم چې تاسې د (دوزخ له ) دردناک عذاب څخه وژغوري ، پر الله او د هغه په رسول ايمان راوړئ او د الله په لار کې په خپلو مالونو او ځانونو حهاد وکړئ .
    و قوله سبحانه وتعلی : مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ( البقرة / 261) .
    مثال د هغو کسانو چې خپله شتمنې د الله په لار کې لګوي د هغې دانې غوندې دی چې اوه وږې را شنه کړي او په هر وږې کې سل دانې وي او الله هر چا ته چې وغواړي څو څنده يې زياتوي او الله د پراخ (نعمت ) څښتن دی ، پوهيدونکی دی .
    په احاديث کې هم د مالي جهاد زيات فضائل ذکر شوي دي :
    عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ رضی الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». (بخارى:2843)
    زيد بن خالد رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د الله د لارې مجاهد مجهز کړ ( هغه ته يې نظامي وسائل برابر کړل ) ده هم د هغه په شان جهاد وکړ ، او چا چې د الله د لارې مجاهد د اهل عيال (کورنۍ ) په ښه شان سرپرستې وکړه نو هغه هم جهاد وکړ .
    همدارنګه په بل حديث شريف کې راځي :
    من جهز غازيا في سبيل الله فله مثل أجره ، و من خلف غازيا في أهله بخير ، أو أنفق على أهله فله مثل أجره ،(سلسلة الصحيحة ۲۶۹۰ ، الترغيب والترهيب ۲/۲۳۰ )
    چا چې د الله د لارې غازي مجهز کړ هغه لره د دغه غازي په شان اجر دی ، او چا چې د غازي د کور سرپرستې وکړه د هغه په اهل عيال يې څه خرچ وکړ هغه لره به د دغه مجاهد په شان اجر وي .

  51. ګلمیرشینواری

    الله دی ورسره ښه وکړی اوهم دی الله پاک په کورنی ورحمیږي دوی خو خه سړی وو مګر پاته بچان باید داځای ډک کړی .

  52. مولوې احمدشاه حجازۍ

    الله (ج)څخه مرحوم رحمانۍ صاحب ته جنت الفردوس او وروثه وو ته یی په خاصه توګه عالیقدر مجاهد ورور اغاجان معتصم ته اجر جزیل او صبر عظیم غواړم واقعا رحمانۍ صاحب وفات اسلامۍ نړۍ ته ستره ضایعه ده لوی رب دۍ دنوموړۍ خلا په مخلصو اوازادو مجاهدینو ‌‌‌‌‌‌ډکه کړۍ

  53. ببشک چی د الله ولی وو

خپله تبصره ولیکې

. *

*