تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان /   د سلواغې ۲۶ د ویاړونو او عبرتونو یاد داښت

  د سلواغې ۲۶ د ویاړونو او عبرتونو یاد داښت

26dalwa

نن د سلواغې د میاشتې ۲۶ زموږ له تاریخي هیواد څخه د شوروي متجاوزینو د پرشاتګ له ۲۷ مه کلیزې سره برابره ده.

زمونږ هیواد که د اجنبي متجاوزینو له لوري  ډیرځله  تر تیري لاندې نیول شوی همدا ډول د دې هیواد باتورو زلمیانو او غیور ولس ډیر ځله  اجنبي اشغالګرهم  له  خپل هیواد څخه  په منډو ایستلي دي  .

یواځې د تیرې میلادې پیړۍ  په پیل او پای کې افغان باتور ولس دوې لويې ( انګریزې او شوروي) امپراتوريانې  را وپرځولې او د نړۍ محکوم  ولسونه  یې د هغوی له شره ژغورلي .

اوس چې مونږ د خپل تیر تاریخ  پاڼې اړوو  نو په هغو کې د خپل ولس د اتلولیو ، سرښندنو او قهرمانیو کارنامې  لولو ، پر هغو ویاړو او  د خپلو نیکونو  په لاس د خپلواکیو  په ګټلو فخر کوو .

خو داچې مونږ د نړۍ  پرمخ  د یوه  باتور ولس نسل یو نو باید چې یواځې د خپل تېر تاریخ په ویاړونو اکتفا ونه کړو او  په  اوسني  روان  دور کې  مونږ هم  داسې کردار او کارنامې تر سره کړو چې راتلونکي نسلونه  پر هغه وویاړي .

یواځې په تیر تاریخ ویاړل  زمونږ مستقبل  په ناکامي محکوموي او د هرډول فعالیت ابتکار مو له ذهنه باسي .

افغانان ریښتیاهم  چې په ماضي کې د خپل هیواد ، استقلال  او دین څخه د دفاع په لاره کې  ښه  زرین تاریخ لري ، خو له بده مرغه اوس چې  هغوی په کوم  وضعیت کې قرار لري  هغه  په هیڅ ډول  د دوي له ماضي سره د پرتلې وړ نه  دی.

د افغانیت او اسلامیت معیارونه ورکې تر ډیره زیانمن شوي او خپل منځي وحدت یې کاملا له منځه تللی .

د شوروي اشغال  پر مهال د افغانانو په منځ کې  له خپل هیواد څخه د دفاع او خپلواکۍ روحیه ډیره قوي وه ، خو د روسانو له وتو وروسته چې کله د هغوی خپل منځي جګړې پیل شوي  او د دې ویاړمن ولس هیلې او ارزو ګانې  په ناهیلۍ بدلې شوې  نو  د هغوی په زړونو کې د دفاع او خپلوکۍ روحیه هم کمزورې شوله .

د شوروي اشغالګرو د عقب نشیني پرمهال د افغانانو په زړه کې د استقلال جذبه وه ، دوي په دې خوشاله وه چې نور يي خارجي متجاوزین له هیواده وځي او د هیواد سرنوشت به یې نور خپله د افغانانو په لاس کې وي ، خو له بده مرغه چې هغسي ونه شول او د هیواد سرنوشت د داسې خلګو او ډلو لاسته ولویده چې هغوی واک او چوکۍ ته د رسېدلو لپاره د خپل  منځي جګړو په ترڅ کې ټول ولس له سختو مشکلاتو سره مخ کړ او ګران هیواد یې په کنډواله را بدل کړ.

هماغه  و چې دغو داخلي جګړو او خپل منځي اختلافاتو مو یوځل بیا هیواد د نورو متجاوزینو تر تجاوز لاندې کړ او ۱۴ کاله  افغانان یوځل بیا د خارجی متجاوزینو تر اشغال لاندې پاتي شول .

اوس  چې  امریکايي او نور بهرني ځواکونو تقریبا پنځه نوي سلنه  د افغان ولس د برحق مقاومت له برکته  له افغانستان څخه وتلي دي او پنځه سلنه به یې یا د افغاني مقرراتو او قوانینو متابعت کوي او یابه دوی هم ورپسي وزي. نو په دغه حالي شرایطو کې ډیری افغانان د دې پر ځای چې د یرغلګرو په وتلو سره خوشالي وکړي دا ویره لري چې هیواد به يي بیا د تیر په څیر د داخلي جګړو میدان وي  او بیا به د افغانانو ترمنځ  د کورنۍ جګړې اور بل وي .

او  دا واقعیت هم دی که چیري  د خارجي ځواکونو تر وتلو وړاندې د هیواد د لانجې ټولې ښکیلې خواوي خپل ترمنځ یوه سیاسي توافق او جوړجاړي ته په بین الافغاني تفاهم سره ونه رسیږي  حتمي ده چې مونږ به بیا د داسې خونړیو پیښو شاهدان یو لکه د شوروي ځواکونو تر پرشاتګ وروسته چې افغان ولس ورسره مخ سو.

لهذا افغان سیاستوالو ، د افغان قضیې ښکیلو خواوو او عام ولس ته په کار ده چې په دغه کړکېچنو حالاتو د خپلو مشترکو مساعي او کوښښونو په کار اچولو سره  پری نږدي چې هیواد مو بیا د بهرنیو مصلحتونو د پوره کولو لپاره د نیابتي نامشروع جګړې ډګر وګرځي ، د مسلمانانو ترمنځ داخلي جګړه چې تر هرنوم او هرې پلمې لاندې کیږي ناروا ده چې د قاتل او مقتول  ځای به يي جهنم وي .

نو داچې  د سلواغي ۲۶ له کمونیسټي زبر ځواکي څخه د هیواد او نړۍ لپاره د نجات ورځ بلل شوې ، له همدې ورځې څخه  په عبرت اخیستلو سره باید هم ټول خارجي متجاوزین د افغانستان د تسخیرولو خیال له دماغه  وباسي او هم خپله  افغانان د خپلو قهرمانانو د قهرمانیو په قدر داني سره باید دهغوي د نیمګړیو آرمانونو د پوره کولو لپاره  یو بل ته د وحدت او ورورۍ لاسونه ورکړي  او خپل منځي اختلافاتو او جګړو ته د تل لپاره  د پای ټکی کښیږدي .

او په دې کار سره نور خپل ولس چې د اصیلو اتلانو بچیان دي ترقي او سوکالي ورکړي او په نړۍ کې یې د سیالانو سره سره سیالان کړي.

والسلام علیکم ورحمت الله و برکاته…………..

comments

10 comments

  1. ابو قاسم مل

    بلى دا ورز دخارجانو لپاره د عبرت ورز ده

  2. قلىم مجاهد

    د روسى ووستى جنرال چى کله دحىرتان دپولى دمو غاړى راغلو نو ىى خپلو ورسره جنرالانو ته مخ را واړاوه چي افغانستان ته راتلل اسان دى مګر تسليمى او وتل ځيني تر ټولو ګران کار دى

  3. خىال مومند

    بلى روسان باىد لومړى هىوادوالو ته دخپلو تىرىو خصاره او زىان ورکړى

  4. روسان دي لومړی دخپلو ناروا یرغلونو اوتیري خصاره هیوادوالو ته ورکړي ددی ورځي دلمانځنی موخی باید همدا وای نه چیغی اوناندری .

  5. ګلااحمد مشال

    دروسی تیښتی په وروستی ورځ چی کله روسی ماتی شوی لښکری اموسند غاړی حیرتان بندرګاه ته ورسیدل نو یی خپلو همسیالو ملګرو جنرالانوته مخ را واړاوه او وویل چي : افغانستان یرغمل کول اسان دي خو ساتل او وتل تري ګران دی.

  6. شاهدالله احمدی

    باید انګریزی یرغلګر دي دهمدی ورځي دنمانځنی او هیواد ساتنی افغانی درس څخه عبرت واخلی دماتو شو روسی ټانګونو اثار دي دځان لپاره هم یو عار اوپیغور وګڼي .

  7. دطالب نیوز اداری محترمو چلونکو ستاسو پاڼه راته ډیر اهمیت لري اوټولی خپروني یی دقدر وړ دی ځکه چي داسلام اوهیواد په ساتلوسره ملوني دي .
    الله پاک دی دهغو شهیدانو ارمانونه پوره کړي چی داسلام بقا اودهیواد ساتنی لپآره یی ویني توی کړي وي.امین

  8. منیب مستان

    الله پاک دی انګریزی تیری کونکی هم په منډه رانه وباسی اویو داسی شرمیدلی ماته به یی انشاءالله په برخه وی چي روسان به هم ورته حیرن وی .

  9. بس هم هغه دشاعر وصیت ورته بس دی چی وایی:
    لایی ماغذه په قرار نه دي ++++ چاچی زماسره وهلی سرپه سنګ دي

خپله تبصره ولیکې

. *

*