تازه خبرونه
Home / تاریخ / دطالبانوتاریخ / سوله، د طالبانو د لومړني او وروستني هدف په توګه

سوله، د طالبانو د لومړني او وروستني هدف په توګه

لیکنه:عبدالخالق میوندی:

مقدمه

سره له دې چې يرغلګرو او له هغوي سره تړلو رسنيو او ځينو تش په نامه مدني ټولنو په تېرو ديارلسو کلو  کې پوره هڅه کړيده چې د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحريک په تړاو د خلکو اذهان مغشوش کړي او په دې ډول د ولس پر وړاندې د دغه روا تحريک مصداقيّت او حقانيّت نفي کړي. دغو رسنيو په ځانګړي ډول زموږ د هغو زده کړو ځوانانو ذهنونه په نښه کړيدي چې دا مهال يا د ټولنيزو رسنيو له لارې او يا هم د نورو ورته ټولنيزو منبرونو له لارې له ټولنې سره په اړيکه کې دي او د هغوي پر ذهنيّت لږ یا ډير اغيز ښندلای شي.

څنګه چې يرغلګران د خپل استعماري خصلت له مخې د چلوټو او دسيسو اوږد تاريخ لري، ځکه يې نو زموږ په هيواد کې هم د طالبانو د روا مقاومت چې په حقيقت کې يې د استعمار پرخلاف د ولس له مزاحمتي فطرته سرچينه اخيسته، د بدنامولو او داغداره کولو لپاره  يو څو مرموزې او مشبوهې پيښې چې عين ممکنه ده چې دوي او د دوي اجيرانو دې ترسره کړي وي،لکه په ګڼ مېشتو سيمو کې چاودنې کول او د ملکي خلکو وژل او همدا راز په بیلابیلو سيمو کې د ښوونځيو سوځول. یرغلګرانو دا ډول مشبوهې پيښې د طالبانو په اسلامي تحريک پورې وتړلې. د همدغو پيښو پر مټ يې د مجاهدينو پر خلاف د خپلو رسنيزو منبرونو له لارې پراخه تبليغات وکړل او په وروسته کې يې تش په نامه مدني ټولنو او ټولنیزو رسنيو کې د خپلو ګومارل شويو قلمي او فيسبوکي اجيرانو له لورې هغه په ټولنه کې خپاره کړل او په دې ډول یې هڅه وکړه چې په ولس کې د يرغلګرانو پر خلاف په برحقه مبارزه اخته د مجاهدينو محبوبيّت او زموږ د دفاع د داعيې حقانيّت او مصداقيّت ته تاوان ورسوي.

اشغال او دوه مسلّم حقيقتونه:

خو که په دې برخه کې لږ له انصافه کار واخيستل شي نو زموږ پر وړاندې په سملاسي ډول دوه مسلّم او منل شوي حقيقتونه دريږي:

لومړی: دا چې يرغلګران زموږ هيواد ته د ګلونو د کروندې لپاره نه دي راغلي او نه یې هم موخه دا ده چې موږ دې لکه لټان په بسترو کې پراته يو، يا دې په خبلو منځونو کې په جګړه او ورور وژنه بوخت يو او دوي دې نو موږ ته زموږ هيواد جوړوي، زيربناء دې راته دروي، د سړکونو او اور ګاډې د پټليو جال دې خبروي، ښوونځي، پوهنتونونه او علمي مراکز دې راته ودانوي او بالآخره دې د صنعتي زیربناء جوړونې له لارې زموږ هيواد د پرمختلليو هيوادونو په کتار کې دروي….!!!

نه…! هيڅکله نه…! بلکې يرغلګران دلته د خپلو مشخصّو استعماري موخو د تأمين لپاره راغلي او شک نشته چې اسلام او زموږ ملي والی دوه داسې توکي وو چې د یرغلګرانو  د شيطاني هيلو او اهدافو مخه یې ډب کړي وه، ځکه نو يرغلګرانو د اسلامي ارزښتونو د ساتونکو او متضمنو ځواکونو (علماء کرامو او طالبانو) د بدنامولو، په ولس کې د هغوي د اغيز، محبوبيّت او پرستيژ د ختمولو لپاره له يوه پلوه په بې امانه پوځي عمل لاس پورې کړ او له بل پلوه یې د خپلو تبليغاتي کانالونو له لارې د هغوي د بدنامولو هڅې پيل کړې. يرغلګرانو په دې برخه کې د بشري حقونو د تخلفاتو، د ميرمنو پر ضد د تاو تريخوالي جنايي پيښې او همدا راز د جګړې پر مهال د ملکي خلکو د تلفاتو هغه پيښې چې خپله يرغلګرانو او د هغوي اجيرو ټوپکوالو کړې وې، هم په طالبانو پسې وتړلې او نړيوالې ټولنې ته یې دا تأثر ورکړ چې ګواکې طالبان له تهذيب او تمدّن سره نا آشنا یوه داسې ډله ده چې هيڅ انساني اخلاقي ارزښت ته نه دي قايل.

له بله پلوه يرغلګرانو هڅه وکړه چې زموږ د ملي يو والې د ماتولو لپاره خپلې او د دوي له لورې تمويل شوي ځينې افغاني رسنۍ په پرله پسې کار وګوماري، چې دا دی موږ يې وينو چې نن ورځ افغانستان د اتنيکي او سکتوريستي تړاوونو او ګرايشاتو له مخې د رامنځته شويو لسګونو رسنيو شاهد دی چې هر يوه یې د ټاکلي پلان له مخې د ټاکلي جهت په ګټه او د نورو پرخلاف تبليغات کوي او همدا راز ځينې نورو بيا د اقليتي مذهبي سکتوريزم له مخې د خپلو کانالونو له لارې د اکثريتي عقايدو پر خلاف سنګر نيولی دی.

پورته حقايقو ته په کتلو سره دا حقيقت د کاڼې په کرښه بدل شو چې د طالبانو د اسلامي تحريک او د هغوي د برحقه داعيې د بدنامولو په برخه کې د يرغلګرانو او په هغوي پورې د تړلو کانالونو له لورې خپريدونکي ټول تبليغات، سکوټ درواغ او پروپاګنډه ده.

۱۹۹۴ او له هغه وړاندې:

په کابل کې د اُستاد رباني تر مشرتابه لاندې يوه کاواکه جنګي اداره په واک کې وه چې د واک ساحه يې له ارګه دباندې تر زرو مترو پورې هم نه رسيدله. د ښار بيلابيلې برخې د اتحاد اسلامي، حزب وحدت، جنرال دوستم، بابه جان او حزب اسلامي او نورو ډلو په لاس کې وې، چې له يوې خوا په خپلو منځونو کې سره په جګړه وې او د يوه بل پر مورچو یې درنې بمبارۍ کولې او له بل پلوه په بيلابيلو ډلو ټپلو پورې تړلو وسله والو د ولسي خلکو پر وړاندې له هيڅ ډول نادودي ډډه نه کوله.

د خلکو کورونه لوټ شول، پر ميرمنو باندې ډله ايز جنسي تیري وشول، د خلکو په سرونو کې د عمر او انچ په حساب ميخونه ټک وهل شول، د اتنيکي او سکتوريستي ګرايشونو له مخې د ولسي خلکو ډله ایزې وژنې ترسره شوې او سلګونه نور داسې جنايات وشول چې ښايي د بشر په معاصر تاريخ کې به هم ساری ونلري. د مرکزي حکومت په نامه کوم بنسټ وجود نه درلود او داسې يوه مرجع نه وه چې د خلکو فرياد يې اوريدلی وای او هغه ډله چې د حقوقي مرجع په نامه حاکمه وه، له بده مرغه په خپله يو لااُبالي جنګي ماشين او په ورته تخلفاتو او جناياتو کې ښکېل وه.

۲، ټوپکسالاري: د پخوانيو ټولنو د تاريخ د لوستلو بر مهال سړی د ملوک الطوائفي له پديدې سره مخ کیږي. دغه پديده عموماً هغه مهال وده مومي چې د دولتنو جوړښتونه د قبيلوي بنسټونو له مخې صورت مومي، ځايي او نړيوال رقابتونه هم د اتنيکي تفوًق او لوړتيا غوښتنې پر بنسټ رامنځته کيږي او د نړۍ د ځواکونو تر منځ د بيلابيلو قطبونو د وېش تر شاهم نهايتاً اتنيکي پديده ولاړه وي. ښکاره ده چې د دا ډول جوړښتونو د تقويې، د سیالو ځواکونو سره د مقابلې او د هغوي د ماتولو په موخه د لښکرونو تشکيل به هم د اتنیکي تړاوونو له مخې رامنځته کيده، په دې ډول به د طوايفو او اقشارو مشرانو فوق العاده ارزښت ترلاسه کاوه او مقتدره ځواکونو به ورباندې د مادياتو بارانونه ورول. دغو مشرانو له خپل دغه موقعيّت نه په استفادې سره قومونه، قبايل او اتنيکي جوړښتونه تر خپل بشپړ قابو لاندې راوستلي ول او دوي د يو ډول وړو پاچاهانو بڼه خپله کړي وه. دا ډول جوړښتونو ته به ملوک الطوائفي ويل کيدله.

زموږ په هيواد کې د پرله پسې جګړې له امله د دغې ملوک الطوائفي ځای ټوپکسالاري نيولی دی. په تيرو ۳۵ کلونو کې هر نظام د خپل واک د ټينګښت په موخه ټوپکسالارانو ته فوق العاده ارزښت ورکړی او په دې ډول ټوپکسالاران د ستراتيژيکي شطرنج پر تخته خورا کاري او اغيزمنې مهرې پاتې شويدي.

د شوروي له سقوطه او د مجاهدينو له نسبي بریاليتوب وروسته د کابل په ګډون د هيواد هره برخه د ټوپکسالارانو واک ته ولويدله. دغو ټوپکسالارانو پر ولس باندې د واک چلولو په برخه کې د پيليزو پيړيو د ملوک الطوائفي د پېر د جناياتو، وژنو او وحشتونو ريکارډ مات کړ.

ټوپکسالارانو له خلکو نه د باج اخيستلو، د محلي رقابت او سيالۍ له مخې د هغو د ځورولو او تعذيبولو په موخه د لویو لارو په اوږدو کې ګام پرګام پاټکونه واچول. دغه هر پاټک د وحشتونو، وژنو، ځورونو او پر بشري حقونو د تيري ځانته داستانونه لري. د دغو پاټکونو له ډلې مشهور یې د کندهار ولايت په بيلابیلو سيمو کې وو چې آن هلکان به بکې وديدله، له خلکو به د هغوي ميرمنې په زوره ګرځول  کيدلې، بر بې ګناه مسافرينو به ډول ډول ظلمونه کيدل، تر دې پورې چې په دغو پاټکونو کې پر خلکو باندې ډله ايز جنسي تیري ترسره شويدي. په زابل، غزني، ميدان وردګو، کابل، سروبي، لغمان، کونړ، ننګرهار او همدا راز په هرات، غور، بادغيس، فراه، هلمند، نيمروز او شمالي ولايتونو کې په بیلابيلو جنګي ډلو پورې د تړلو وسله ټوپکسالارانو د پاټکونه د يادولو وړ دي چې ولس ترې تر پورې رسيدلی وو..ټوپکسالارانو ته د دوي د پاټکونو له امله په وروسته کې د ولس له لورې د پاټکيانو يا پاټکسالارانو نوم هم ورکړل شوی وو. په کندهار کې د طالبانو د اسلامي تحرک د پيلامې باعث هم په حقيقت کې همدغه پاټکونه شول.

۳، انارشي: د ستراتيژيکي ټولنپوهنې له نظره انارشي د ګډوډۍ او ځانځانۍ هغه حالت ته ويل کيږي چې د يوه ټولنيز نظم او د دغه نظم د رامنځته کونکي او څارونکي جوړښت د نشتوالي په صورت کې منځ ته راځي. انارشي په حقيقت کې ټولنیز نيهيليزم (Nihilism)  ته لاره هواروي. د ټولنيز نيهيليزم پر مهال په ټولنه کې هر ډول ټولنيز اخلاقي ارزښتونه او ديني باورونه د ملوک الطوائف او ټوپکسالارانو تر ځاني ‌ذوق پورې منحصره کيږي او په دې ډول د هغوي اغيز له منځه ځي او کله چې ټولنه دا ډول يوه حالت ته ورسيږي نو له يوه سايکالوژيک (اروايي) او نهايتاً د يوې متحدې او غښتلې ټولنې په بڼه له فزيکي نابودۍ سره مخاخ کيږي.

د يوه غښتلي مرکزي نظام له منځه تلل د انارشۍ د منځته راتلو لومړنی ګام دی. ملوک الطواي، ټوپکسالاري او پاټک سالاري یې د دوهمې درجې حالت دی. ټولنیزه مأيوسي، اختناق، جبر، د ټولنيزو اړيکو او اقتصادي فعاليتونو رکود، د اصيلې انارشۍ بڼه ده او بالآخره ټولنیزه بې بندوباري رامنځته کيدل ټولنيز نيهيليزم ( Social Nihilism) دی.

له بده مرغه له ۱۹۹۴ نه وړاندې، افغانستان د ټولنيز نيهيليزم يوې خطرناکې مرحلې ته داخل شوی وو او د افغانستان شتون د يوه هيواد په بڼه، د افغانيّت شتون د يوې داسې ټولنې په بڼه چې ټينګ ديني او ټولنيز اخلاقي شاليد ولري، له جدّي ګواښ سره مخامخ شوی وو.

دغه مهال زموږ پر ټولنه باندې د مأيوسۍ او ناميندۍ خپسې وزرې غوړولي وې، هر لورې ته د ګډووډۍ او بې بندوبارۍ تور تم خپور وو. خلکو د يوه مسيحا او ناجي لاره څارله. خلک د نجات پرښتې او الهي معجزې ته په تمه وو، چې بالآخره لوی خدای جل جلاله د مظلومانو فریاد واوريده او د هيواد او ټولنې، دين او ټولنيزو ارزښتونو د نجات په موخه د مسيحا د راتللو انګازې خپرې شوې….!

ملا محمّد عمر مجاهد، د يوه ژغورونکي په نقش کې:

دغه مهال د کندهار د مجاهدو طالبانو يوه ډله چې د شوروي يرغل پر خلاف له بريالۍ جګړې او د هغوي او کمونستانو له ماتې وروسته په کور کيناستل او د خپلو قضا شوو سبقونو د اعادې لپاره په يوه ځايي درس کې سره راټول شوي او له مولوي عبدالحکيم نه (چې مشهور په برېت سره وو) ،په لوست بوخت وو، دغه وضعيت ته په کتلو سره، سره راټول شول او د کندهار او شاوخوا سيمو په ويرونکي حالت یې بحث وکړ او پريکړه یې وکړه چې له سيمې نه د پاټکونو د ليرې کولو او پوپکسالارانو د تصفيې په موخه يو خوځښت پيل کړي. خو د ځينو نورو ملګرو رايه داشوه چې بايد يو څه صبر وشي او دغه مهال لا زيات ملګري په مشوره  او رابطه کې شريک کړای شي. په دغه صبر صبر کې يوکال واوښت او پوره يو کال وروسته په ۱۹۹۴ ميلادي کال کې په سيمه کې د امنيت، ثبات او کرارۍ د راوستلو په موخه د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ اتلس کسه طالبان راووتل او د خپل درس سيمې ته څيرمه د يوه بدنام ځايي ټوپکوال په پاټک يې بريد وکړ. د هغه پاټک او ځنځير يې ړنګ کړ، له هغه سره شته بې ږيرې هلکان یې د هغه له منګولو وژغورل، د هغه په بند کې پراته بونګه شوي بې ګناه وګړي يې ازاد کړل او د پوپکي له لوري غصب شويي د ځايي مسلمانانو ټولې شتمنۍ او مالونه یې بيرته څښتنانو ته وسپارل.

کندهار…او بالآخره ټول افغانستان:

څنګه چې ولس له پرله پسې انارشي او ګډوډۍ نه په تنګ راغلي وو، او د جګړو عاملينو ته په ټولنه کې د هغوي د ناروا او بشردښمنه کړنو له امله خورا په بده سترګه کتل کيدل، ځکه نو طالبانو د خوځښت له پيل سره سم د پراخ ولسي ملاتړ له امله يو پر بل پسې د  مخالفينو ځالې ړنګې کړې.

په ډېره کمه موده کې د کندهار شاوخوا سيمې، هلمند، ارزګان د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل. طالبانو لويديځ پلو مخ پر هرات او ختيځ پلو ته يې مخ پر کابل مارش وکړ. فراه، هرات، غور او بادغیس يې ونيول او هلته یې د انارشۍ او ګډوډۍ مخه ونيوله. د زابل، غزني، میدان وردګو او لوګر په نيولو سره يې د کابل تر دروازو پورې ځانونه ورسول.

دغه مهال د شهيد مولوي احسان الله احسان په مشرتابه کې د مجاهدينو یو کاروان د پکتيا، پکتيکا او خوست پر لورې وخوځيد او د افغانانو د شملو او جرګو دغه باستاني ټاټوبی یې د سوله ايزو خبرو اترو او جرګو مرکو د اصل له مخې خپل کړ، او په پای کې په ستمبر ۱۹۹۶ کې وروسته له اوږدو جګړو د کابل پر ديوالونو هم د سولې سپين بيرغ ورپول شول. که څه هم چې په لومړي سر کې طالبانو غوښتل چې يواځې د کندهار شاوخوا پاټکونه پورته کړي، خو د طالبانو ترلاس لاندې په سيمو کې بې ساري امنيت ته په کتلو سره د هيواد له ګوټ ګوټ نه طالبانو ته بلنې راغلې چې ورشي او د دوي سيمې هم د جګړې له اوره وژغوري. د همدغه حقيقت له مخې طالبانو پر کابل بسنه ونکړه او د شمال په لوري مخ پر وړاندې لاړل. په ۱۹۹۷ کې يې د شمال ټول ولايتونه ونيول او په ۱۹۹۸ کې له پنجشير او بدخشانه پرته نژدې ټول هيواد دطالبانو لاس ته ولويد.

سوله او مرکزيت، لومړی هدف:

د طالبانو اسلامي تحريک په ډيره کمه موده کې د لوی خدای جل جلاله د نصرت او دولس د پراخه ملاتړ پر مټ، د افغانستان زياتره برخه په خپله ولکه کې واخيستله، پاټکونه یې له منځه يوړل، بې ساري سوله، ثبات او استقرار یې رامنځته کړ. په ټول هيواد کې يې اسلامي شريعت پلی کړ او د حدود او قصاص د احکامو له پلې کيدلو سره په ټول افغانستان کې د سولې او اسلامي نظام زرينه دوره پيل شوه.

په کابل کې يوه مسؤله او غښتلي مرکزي اداره رامنځته کړای شوه، یوه داسې اداره چې د د امنيت د  تأمين له پلوه په ټوله نړۍ کې بې ساري وه او اوسني فاسد نظام ته په کتلو سر ه زموږ سخت ترينه دښمنان هم په دې اعتراف کوي چې د امنيت په برخه کې د طالبانو حکومت بې سار ی وو. تر دې چې په ګڼو ځايونو کې داسې پيښه شويده چې د خلکو ورک توکي به په شپو شپو پر خپل ځای پراته وو او چا به له دې ډاره چې طالبان به یې د غلا په تور ونيسي، لاس هم نشوار ور وړلای.

له سقوطه وروسته:

په ۲۰۰۱ کال اکتوبر کې نړيوالو استکباري ځواکونو زموږ حکومت ونشوای زغملای، او په ډيرو ناروا پلمو سره یې زموږ پر خلاف په ناروا پوځي يرغل لاس پورې کړ. د دغه پوځي يرغل په پايله کې نه يواځې دا چې زموږ جوړه شوي اداره له منځه یوړل شوه، بلکې زموږ د مجاهدينو په ګډون  په لسګونو زره ولسي وګړي په شهادت ورسول شول، همدومره ټپيان شول. ښارونه مو ويجاړ شول او ټولنيزه اقتصادی زيربناء مو له منځه يوړل شوه. زموږ د ګڼو مشرانو په ګډون سلګونه تنه د ګوانتامو زندان ته يوړل شول او هلته د وحشت او همجيّت تر ځنګلی قانون لاندې له هره انساني حقه محروم وساتل شول چې په دې ډله کې د اسلامي امارت د نامتو قومندان ملا محمدفاضل مظلوم، د شمالي ولايتونو د تنظيمه رئيس ملا نورالله نوري، د استخباراتو مرستيال ملا عبدالحق وثيق، د کورنيو چارو پخوانی وزير ملا خیرالله خيرخواه او ملامحمد نبي او نور لا هم د یرغلګرانو په ولکه کې دي او زموږ د پرله پسې غوښتنو سربېره د هغوي د خوشې کيدا لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی.

د افغانستان د اسلامي امارت پر خلاف د جګړې د پيل کولو پر مهال استکباري ځواکونو زموږ کړيدلي او مظلوم ملت ته د پوهې او قابليّت له پلوه د يوه وړ، د ښې حکومتدارۍ له پلوه د یوه بسيا او د ولسي ارادې د تمثيل له پلوه د يوه استازي نظام د رامنځته کولو دروغژنې وعدې ورکړې، خو له بده مرغه د بُن د پريکړه ليک په پایله کې چې کوم نظام رامنځته کړای شو، په بشري ټولنه کې یې له شته فاسد ترينه نظام سره هم پرتله نشي کيدلای، ځکه دغه نظام د داري او مالي فساد ټول شته ريکارډونه مات کړل، له افغانانو نه هر کال پنځه مليارده ډالر د رشوتونو په بڼه وتروړل شول، نړيوالې بسپنې ټولې د حاکمو  زورواکانو جيبونو ته لاړې، په تيرو ديارلسو کلونو کې رغيدلې زيربناء په کلي ډول له منځه لاړه.

يرغل او هر اړخيزې پايلې يې:

يرغلګرانو د خپل پوځي يرغل تر څنګ زموږ د ټولنې د اسلامي هويّت او نګه ديني تشخّص د مسخ کولو په کار هم پيل وکړ او دشيطاني رسنيو او اِنجوګانو يو جال یې خپور کړ. له دين نه د خلکو د متنفره کولو هڅې يې وکړې او ځوانان يې الحاد او ارتداد ته تشويق کړل. د ديني ارزښتونو او د هغو د محافظو علماء کرامو سپکاوی يې پيل کړ. د ملي يووالي پر ضد یې خپرونې ترتيب کړې او د ټولنيز جوړښت د له منځه وړلو هڅې يې وکړې. د ميرمنو د عفت او حياء د له منځه وړلو او له ټولنيزو او ديني آرونو نه د بغاوت، او اخلاقي او جنسي انحراف ته د هغوي د هڅولو په موخه یې مبتذل هندي او ترکي سريالونه دود کړل او له کوره تښتيدونکو میرمنو ته یې د پناه خوندي ځايونه رامنځته کړل.

سوله، چې بيا هم يو خيال پاتې شو!:

يرغګرانو همدا راز په بُن کې له افغانانو سره د يوې تلپاتې سولې ژمنه هم وکړه، خو له بده مرغه چې يرغلګران د خپل استعماري خصلت له مخې دغې ژمنې ته وفاداره پاتې نشول او له صطلاحي ترورازم سره د جګړې تر نامه لاندې يې زموږ د ولس پر خلاف بې امانه جګړه پيل کړه. د يرغلګرو عسکرو له لوري په داسې حال کې چې د شرابو په نشه کې به بدمستته وو، په ډله ايزه ډول معصوم او بې ګناه افغانان، سپين ږيري، ميرمنې او ماشومان ووژل شول چې د پنجوايي پيښه یې ښه مثال دی. د ړندو بمباريو له لارې بشپړ کلي له ټولو اوسيدونکو سره له منځه يوړل شول چې د کندهار د تره کو کلاچه یې ښه مثال دی او د شپني ړندو چاپو له لارې مو هره شپه په لسګونو بې ګناه هيوادوال وژل کيږي چې د غوربند د سياه ګرد د ولسوالۍ وروستۍ پيښه یې  مثال دی.

د لويو لارو په اوږدو کې د پاټکونو او ناکو جوړول او دلته د بې ګناه افغانانو پلټل، ځورول او په ګڼو مورادو کې  هغوي بې دليله وژل داسې څه دي چې د يرغلګرو ځواکونو په  عادي ورځني تمرين اوښتي. د يرغلګرانو د دغو وحشيانه مظالمو په ځواب کې د طالبانو او نورو ولسي کړيو مقاومت او ځوابي بريدونو هم زور واخيست او په دې ډول د هيواد په ګوټ ګوټ کې د جګړې اور بل پاتې شو. سوله او ثبات يو خيال او خوب پاتې شو او يرغلګران نه يواځې دا چې په خپله پوچه او درواغژنه ژمنه کې پوچوختل، بلکې پخپله د جګړو باعث هم شول.

يرغلګران، د سولې واقعي دښمنان:

يرغلګرانو د افغان ولس پرخلاف پخپله پيل کړي جګړه کې د خپلو تر اشراف لاندي نړيوالو فورمونو او تبليغاتي کانالونو له لوري په پرله پسې ډول دا ډنډوره وغږوله چې ګواکې مجاهدين نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي. په دې برخه کې نړيوالو ټولنو د ملکي تلفاتو په اړه په خپلو کلنيو راپورونو کې هم په يوطرفه ډول د ملکي تلفاتو په برخه کې د پړې ګوته طالبانو ته ونيوله، په داسې حال کې چې په دې برخه کې حقيقت دا دی چې که طالبان د جګړو باعث يا سولې دښمنان وای نو د خپلې واکمنۍ پر مهال به یې د هيواد په ګوټ ګوټ کې سوله نه راوستلای، بله دا چې د ډله ايزو وژنو د وسلو ذخيرې، بي ـ۵۲ الوتکې، بې پيلوټه الوتکې، بیولوژيکي او کيميايی وسلې، ټانکونه، توپونه، توغندۍ، منظمي اردوګانې، استخباراتي کانالونه خو د يرغلګرانو په لاس کې دی. مجاهدین خو له ځمکنيو ماينونو، ټوپکونو او سپکو ماشين ګڼو پرته بل هيڅ ډول وژونکي وسله په لاس کې نلري چې دومره په پراخه کچه وژنې پرې وکړي، ځکه نو يرغلګران په خپلو دغو پوچو تبليغاتو کې سکوټ پوچ دي او د افغانستان مسلمان ملت بايد چې د دوي په دا ډو تبليغاتو ونه غوليږي.

سوله، د طالبانو لومړنۍ او وروستنۍ هيله ده!:

له پورته کرښو به لوستونکو ته دا په ډاګه شوي وي چې د طالبانو اسلامي تحريک په ۱۹۹۴ کال کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه پيل شوی وو، پوره اته کاله یې هيوادوالو ته د سولې او ارامۍ په فضاء کې د ژوند چار موکه ورکړه، په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې يرغل هم په حقيقت کې پر سوله باندې یرغل وو، د دغه وحشيانه يرغل د پای ته رسولو، د یرغلګرانو د ماتولو او په پای کې يوځل بيا هيوادوالو ته د سولې او اسلامي نظام د سوغات د ورکولو په موخه یې سپيڅلي مقاومت ته لاس واچاوه، يرغلګران يې په ګونډو کړل او د طابانو اسلامي تحريک دا دی يو ځل بيا دملت بيلابيلو جهتونو ته د سولې لاس ورغزولی او غواړي چې په دې برخه کې په کار کولو سره يوځل بيا په هیواد کې د سوله ایز بهیر سرخېل شي…..! و ماذلک علی الله بعزيز.

comments

2 comments

  1. لیکوال صاحب ډیره خوندوره موضوع مولیکلی ده خوافغانا ن دوه کاره نه خوښوی اوددی دوو کارونو سخته مقابله کوی اول پرافغانستان باندی دهر کافردیرغل مقابله ډیره په سخته کوی دوهم پخپل مینځ دسلحی اطیفاق ورورولی اتحاد مقابیله دکافر دمقابیلی څخه هم ډیره موهمه بولی یعنی د سلحه نه کول هم دوی موهیم کاربولی

  2. لیکوال صاحب مننه ډیر په زړه پوری موضوع مولیکلی ده

خپله تبصره ولیکې

. *

*