تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / اسلام د خونديتوب تر ټولو ښه ضامن

اسلام د خونديتوب تر ټولو ښه ضامن

د اسلام د سپېڅلي دين يوه ډېره ستره او مهمه ځانګړتيا داده چې د هر منونکي لپاره يې د سر ، مال او عزت د خونديتوب يا عصمت اعلان کړی لکه چې د اسلام ستر پيغمبر  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په خپلو ګڼو احاديثو کې په ډاګه او ټينګار سره ويلي دي چې زه تر هغه له نورو خلکو )نه منونکو( سره پر جګړه مأمور شوی يم څو چې د توحيد کلمه يې نه وي ويلې خو کله چې دا طيبه کلمه يې په رښتينولۍ سره ولوسته نو سمدستي يې خپلې وينې ، مال او عزت خوندي کړ .

په دې هکله په سل ګونو روايات راغلي او مسلمان امت ته لارښوونه شوې چې يو مسلمان د بل ورور دی يو بل ته يې وينې تويول ، مال خوړل او بې عزته کول نه دي روا . تر دې چې پر يو مسلمان توره راوېستل او ټوپک ورته نيول بالکل حرام دي .

همدارنګه د بل چا يوه ذره مال خوړل د هغه له خوښې پرته او پرته له اجازې يې د دروازې له سوړو ورکتل هم حرام قطعي دي .

البته دا سمه ده چې ځينو خصوصي مواردو کې بيا د مسلمان وژل ، لاس پرې کول او قصاص اخيستل هم جايز دي خو دا هغه مهال چې مثلاً څوک له امته خارج يعنې مرتد شي ، يا واده والا زنا وکړي يا د هغه چا لاس پرې شي چې خپل او پردی مال نه پېژني داسې کسان به حتماً خپله ټاکلې سزا ګالي . خو له دې پرته بيا په هسې پلمو او بانو د يو کلمه ويونکي وژل او ځورول هيڅکله هم جواز نه لري .

په دې مانا چې د قوم په اختلاف ، د ژبې ، کلتور يا سليقي ، ذوق او ځينو نظرياتي افکارو د اختلاف په اساس که څوک د يو کلمه ويونکي اهل قبله مسلمان سرومال ځان ته روا کوي او په تکلف سره دلايل ورته پيدا کوي نو يقيناً هغه کس د ډېرې غټې ناروا مرتکب ګرځي .

ځکه په دغسې تکلفي دلايلو سره د يو چا مرګ جايز کول له يوې خوا په امت کې ډېر لوی اختلاف منځ ته راوړي او له بلې خوا دا ډول چلند د اسلام له هغې فلسفې سره هم په ټکر کې دی چې وايي مسلمانان به د ظاهري او څرګندو حالاتو پر اساس فيصله کوي او د چارو پټ بواطن به الله عزوجل ته سپاري لکه چې همدا د يوې مسلمانې ټولنې هغه خصوصيت هم دی چې له امله يې په امت کې د تقوا ، تجسس نه کولو او يو پر بل ښه ګومان کولو روحيه پنځيږي او بالآخره په دې توګه يې خپل منځي اړيکې او لورينه د اخوت تر بريده رسيږي چې دا بيا په خپل وار د ټول اسلامي امت د بقا ، خپلواکي او سوکالي ضمانت کوي .

او څرنګه چې اسلام د الله تعالی هغه غوره دين دی چې تر قيامته پورې ګردو راتلونګو پرګنو او زمانو کې د چليدو صلاحيت لري ، له همدې امله يې خپلو تابعينو ته د خپل منځي اصلاح ، اخوت ، لورينې ، يو بل سره د ښېګڼې او يو پر بل ښه ګومان کولو بې حده زياته سپارښتنه کړې او د دې پر خلاف له بې ځايه حسدونو ، بدګومانيو ، ازار ، اذيت ، چغلي او غيبت کولو يې ډېره په کلکه منع کړې ده .

راځئ وګورو چې زموږ افغاني ټولنه کې تر کومې کچې د نوموړو غوره صفاتو خيال ساتل کيږي او کوم مخالف صفات په موږ کې زيات خپاره شوي دي .

تاسې په خپل کلي ، ولسوالۍ او ولايت کې دننه  د يوه قوم ، يوه رواج او ايکي يوه مذهب پيروانو کې هغه ناوړه پارونکې خبرې وګورئ چې ان يو بدترين حيوان به يې خپل هم جنس حيوان سره ونه کړي . دا په داسې حال کې چې دواړه مخالف کسان به پنځه وخته خپل جومات کې د يوه ملا امام تر شا ولاړ وي خو بيا شپه ورځ د يو بل د آل او مال د تباکولو پلانونه هم جوړوي .

دغه دواړه ډلې د يو بل پر خلاف پرته له دې بله هيڅ خبره نه لري چې يو بل د پاکستان او امريکې په نوکرۍ متهموي او يوازې په همدغو پوچو بې سنده او بې دليله تورونو سره د يو بل وينې څښي ، دسیسې ورته جوړوي او په ولس کې يې د بې پتۍ او سپکاوي هڅې کوي .

اوس دا پرېکړه تاسې وکړئ چې له مسلمانۍ سره سره دغه شان ناوړه اخلاق او خپل کلي کور کې د معمولي نظري اختلاف پر اساس چې هغه هم پرته له څه ناڅه مادي ګټو نور هيڅ عقيدوي بنسټ نه لري ، تر دې کچې د مرګونو ، تښتونو او ډارونو ارزانې او پرېماني تر کومې اندازې زموږ ايمانداري او مسلماني ننګوي ..؟

ايا د اسلام سپېڅلې او فاضله لارښوونې دا ايجابوي چې موږ په دغسې بې رحمۍ او قساوت سره يو بل ته چړې تېروو ؟

او بالآخره چا دا پوښتنه کړې چې اسلامي عصمت هم زموږ د سپېڅلي دين له مهمو لارښوونو او پېرزوينو څخه يو غوره او مهم امتياز دی چې بايد هر مسلمان يې په نظر کې ونيسي ؟

ليکنه : عبدالمجيد روهي

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*