تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / اسلام دي چې ښځې ته یې غوره مقام او خپل ټول حقونه ورکړي دی.

اسلام دي چې ښځې ته یې غوره مقام او خپل ټول حقونه ورکړي دی.

ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه میرمن ده، ښځه لور ده، ښځه د بشر د سترو سترو پوهانو پالونکې ده، ښځه د خاوند د کور ساتونکې ده او ښځه د نړۍ د لویو لویو اتلانو روزنکې ده. د اسلام سپيڅلي دین ښځو ته هغه ځای، مقام او موقف وربښلی، چې په نورو تحریف شویو اسماني دینونو او د انسانانو له خيټو راوتلیو باطلو ادیانو کې ښځې ته د انسان په سترګه نه کتل کېدل، نجسه او پلیته به یې بلله، په اوسنیو غولونکو نظامونو او ایزمونو کې هم د ښځې توهین کیږي په سپکه سترګه ورته ګورې یوازې له میډيا او رسنیو پورې یې د حقونو غوښتنه کیږي، په رسنیو کې د ښځو د نړیوالو ورځې په مناسبت ستر ستر پروګرامونه جوړ شي، ویناوال په تقریرونو خپلې مرۍ وپړسوي خو په عمل کې هیڅ هم نه وي، د نه عملي کېدو پړه یې په واکمنو او په ناامنه هېوادو کې د دولتونو په مخالفینو ورواچوي. سمه ده چې په ځينی هېوادونو کې دولتونه او مخالفین یې دواړه د ښځو حقونه پایما لوي او په بعضي کې بیا له مخالفینو څخه دولتي چارواکي د ښځو د حقوقو په له منځه وړلو کې وړاندې وي.
ښځو ته اسلام ډېر حقونه ورکړي، څوک چې د اسلام په اصل فهم پوهیږي هغه یې حقونه له پښو نه لاندې کوي او هغه چې د اسلام له لازمي او ضروري اصولو څخه خبر نه وي هغه حقوق نه پيژني نه یې ورکوي. داسلام مقدس دین لومړی ښځې ته ژوند وروباښه، د اسلام له ظهوره مخکې عربو خپلې لوڼه ژوندۍ خښولې، چې د لور زیری به پرې وشو نو مخ به یې له غم او خپګانه تور واوښت، الله جل جلاله وايي: (واذا بشر احدهم بما ضرب للرحمن مثلا ظل وجهه مسودا وهو کظیم) (زخرف/۱۷) او حال دا دی کوم اولاد چې دوی (رحمن) الله ته منسوبوي، د هغه د زیږیدنې زیری چې کله پخپله له دوی څخه یو چاته ورکول کیږي نو مخ یې له غمه تور اوړي.
خو د اسلام مبارک دین د لوڼو خښول منع کړل، ځينی نورو د بیوزلۍ او بې وسۍ له امله نارینه او ښځينه اولادونه وژل، اسلام یې وژنه بنده کړه الله جل جلاله وايي: (ولا تقتلوا اولادکم خشیة املاق نحن نرزقهم وایاکم ان قتلهم کان خطئا کبیرا) د اسراء سورت (۳۱) ایت. یعنی خپل اولادونه د بیوزلۍ له ویرې مه وژنئ، مونږ به هغو ته هم روزي ورکړو او تاسې ته هم، په حقیقت کې د هغوی وژنه ستره ګناه ده.
د اسلام له راتګه مخکې چا ښځو ته میراث نه ورکولو، اسلام میراث ورکړ چې د میراث په علم کې یې برخي د حالاتو سره سمې معلومې دي، همدارنګه اسلام د ښځو له پاره مهر ټاکلی چې له مهره پرته نکاح نه صحیح کیږي، لږ (ټيټه اندازه) یې لس شرعي روپۍ او پورتنی (لوړ) حد یې نه دی معلوم، خاوند چې هر څومره مهر ورکوي ورکولی یې شي ممانعت یې نشته. اسلام د ښځې خوراک، څښاک، پوښاک او کور د پلار او وروڼو په ذمه ایښي، له واده کولو وروسته یې دا څيزونه په خاوند باندې فرض دی، د ښځې په ذمه باندې هیڅ لګښت نشته، ټول لګښتونه پر نارینه وباندې واجب دي، نو ځکه خو پر ښځينه و باندې د حکومتي او دفتري کارونو ترسره کول هم نشته، د دین علم حاصلول پرې لازم دی چې محیط او شرایط برابر وي طبي زده کړې او تحصیلات کولی شي، نور علوم لکه اقتصاد، زراعت، اداره، کمپيوټري زده کړې، قانون، سیاست او نور دې ته ښځينه اړتیا نه لري نو زده کول یې هم نه دی ورته په کار.
پارلمان او نورو غونډو او جرګو ته د ښځو تلل نه ښايي ځکه چې د دوی په ذمه اسلام کوم بار ایښی هغه په پارلمان کې نه تر ګوتو کیږي، هغه داسلامي نظام په راتګ، قیام او ټينګښت سره هغوی ته میسر کېدای شي، دیموکراسي او جمهوریت له ښځې عزت او عفت اخیستی، په درواغو د نارینه و او ښځينه و د مساوات نارې وهي، خو دوی هم لا تراوسه مساوات نه دی راوستي. که د مساوات ناره یې رښتیاوی نو په امریکا کې له جورج واشنګټن څخه تراوسه باید نیمايي واکمنی سړیو او نیمايي ښځو کړی وای، خو داسې نه دي شوي همداراز په بریتانیا، فرانسه او نورو هیوادونو کې نیمايي اختیارات د نارینه او نیمايي د ښځو وای خو داسې نه دي شوي!!
د غربي دیموکراسي په راتلو سره په افغانستان کې هم د غرب په رنګ رنګ شویو ښځو هم د مساوات ډنډوره ګرمه کړه، دیموکراسي یې حقونه نشي خوندی کولی، یوازې او یوازې اسلام ښځو ته بلکې ټولو ژوندیو ته خپل حقونه ورکړي او ورکولی یې شي!
لېکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*