تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / نوروز د شریعت په هنداره کې

نوروز د شریعت په هنداره کې

لیکنه: استاد ابو شامل.

د نوروز او مهرجان په نوم اختر او خوشحالي کول په اسلامي شریعت کې څه حکم لري؟ د دې پوښتنې لپاره د لاندې موضوعاتو څخه بحث کوو:

۱- د نوروز او مهرجان پېژندنه.

۲ – په اسلامي ټولنو کې د نوروز او مهرجان تاریخي مخینه.

۳ – د نوروز او مهرجان شرعي حکم.

۴ – د نوروز او مهرجان په وړاندې د متعهد مسلمان دریځ.

لومړی: د نوروز او مهرجان پیژندنه:

نوروز د هجري شمسي کال لومړۍ ورځې ته وایي یعنې د حمل د میاشتې لومړۍ ورځ، په دغه ورځ به د فارسیانو اختر پیل کیده او شپږ ورځې پرلپسې به یي دوام درلود.

مهرجان فارسي اصطلاح ده د دوه کلمو څخه اخیستل شوی :

مهر (وفاء) او جان ( پاچا ) د دې اختر بنسټ د افریدون په کامیابي باندې خوشحالي کول و، افریدون هغه څوک و چې د نوروز د موجد (جمشید) په قاتل چې ضحاک علواني نومیده برلاسی شو.

د تاریخي پاڼو له مخې جمشید پاچا لومړی شخص و چې نوروز یي ایجاد کړ، د ده په وخت کې اسماني دین کې بدلون راغلی و او په همدې مهال هود علیه السلام هم راولیږل شو، کله چې جمشید پاچا شو دین يي تجدید او عدل یي قائم کړ. جمشید چې په کومه ورځ د پاچاهي په تخت کښېناست هغه ورځ د نوروز په نوم ونومول شوه، د جمشید پاچا عمر ( ۷۰۰ ) اوه سوه کلو ته ورسېد په دې موده کې نه مریض شو او نه یي پر سردرد شو، تکبر او لویي ورته پیدا شوه د خپل شکل او صورت مجسمې یي جوړې کړې او مختلفو ځایونو ته یي واستولې ترڅو تعظیم او احترام ورڅخه وشي، عوامو خلکو د دغو مجسمو عبادت شروع کړ او د مجسمې په څېر یي نور بوتان جوړ کړل.

 ضحاک علوني د یمن اوسیدونکي پرده حمله وکړه او هغه یي مړ کړ.

 ځینې څېړونکي وایي مهرجان هغه  خوشحالي ده چې د پسرلي د اعتدال په مهال کیدله، او یا د داسي تاریخي پېښې د یادونې په موخه کیده چې د خلکو لپاره خو شحالوونکې وه. شرح ثلاثيات مسند الإمام أحمد، للسفاريني (۱/ ۵۷۸)، وحاشية الحلو والتركي على المغني لابن قدامة (۴/ ۴۲۸)

دوهم: په اسلامي ټولنې کې د نوروز او مهرجان تاریخي مخینه:

دغه دواړه اخترونه د فارسیانو له مهمو او مشهورو اخترونو څخه ګڼل کیدل،

عربانو هم د اسلام نه مخکې دغه اخترونه لمانځل او په دې ورځو کې یي د فارسیانو په څېر خوشحالي کوله.

د انس رضي الله عنه څخه روایت نقل شوی چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف راوړ د مدینې د خلکو دوه ورځې داسې وې چې په هغو کې يي لوبې کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې دا کومې ورځې دي؟ هغوی وویل، دا هغه دوه ورځې دي چې د اسلام نه مخکې د جاهلیت په زمانه کې به موږ په کې لوبې کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته وفرمایل: إن الله قد أبدلكم بهما خيرا منهما

رواه أبو داود (1134) وأحمد 3/ 103وصححه الحاكم .

يوم الأضحى ويوم الفطر.

یعنې الله تعالی تاسوته د دې ورځو پرځای تردې غوره نورې دوه ورځې د خوشحالۍ لپاره ټاکلي چې یوه د لوی اختر ورځ او بله هم د کوچني اختر ورځ ده.

د محدیثینو په وینا هغه دوه ورځې چې په حدیث کې یي یادونه شوې او په عوض کې یي موږ ته د لوی او کوچني اخترونو ورځي راکړه شوي هغه د نوروز او مهرجان ورځې دي. عون المعبود ۳ / ۳۴۱ والعقود الدرية السلطانية ص۳۲.

کله چې فارسي دولتونه په اسلام کې داخل شول، د دوی ځینو مجوسیان په خپل مجوسیت پاتې شول، د دغې سیمې مسلمانانو او مجوسیانو لکه د پخوا په څېر یو ځای ژوند پیل کړ. له همدغه وخت څخه د نوروز او مهرجان اخترونو نښې اوعادات ناپوهه او جاهلو مسلمانانو ته منتقل شول؛ فارسي دولتونو کې مېشت مسلمانان ډېر د حنفي مذهب پلویان و، له همدې کبله په حنفي فقه کې د نوروز او مهرجان په اړه ډېره یادونه شوې ده.

دریم: د نوروز او مهرجان شرعي حکم:

لکه مخکې چې یادونه وشوه نوروز او مهرجان د مسلمانانو اخترونه، نه دي بلکه هغه د کافرانو او فارسي مجوسیانو اخترونه دي. د اسلامي شریعت علماؤو دغه دواړه اخترونه په کلکه غندلي او دغو دواړو اخترونو ته عقیده درلودل یي حرام بللې.

د حنفي مذهب علماء له دغې ستونزې څخه ډېر کړېدلي، ځکه چې نوموړې ستونزه په فارسي دولتونو کې وه، چیرته چې د حنفې مذهب مسلمانان مېشت ول. د حنفي مذهب علماوو د نوروز او مهرجان اخترونو لمانځل حرام بللي آن تردې چې په دغو ورځو کې یي تحفې ورکول کفر کڼلي، موږ دلته د هغو له جملې څخه یو څو بېلګې یادوو:

۱ –  حنفي عالم (ابو حفص کبیر) وایي: د دغې ورځې (نوروز) د تعظیم په موخه که چا یومشرک ته یوه هګۍ په تحفه کې ورکړه هغه کافر شو او اعمال یي باطل دي. الطبقات السنية للتقي الغزي ۱ / ۳۴۳ وتاج التراجم لابن قطلوبغا ص۹۴.

۲ – قاضي ابوالمحاسن بن منصور الحنفي وایي: که چا په (نوروز او مهرجان) ورځو کې داسې شی واخیست چې په نورو ورځو کې یي نه اخیست او یا یي چا ته یوه هدیه ورکړه او نیت یي داو چې د دغو ورځو تعظیم وکړي نو دغه شخص کافر شو او که یي د اخیستو څخه قصد تعظیم نه و بلکې یواځې نفع وه او له هدې څخه د خپل سابقه عادت په څېر محبت غرض و. نو په دې صورت کې نه کافر کیږي مګر د کافرانو سره د ورته والي له کبله یو مکروه عمل ګڼل کیږي، نو باید ډډه ورڅخه وشي. عون المعبود ۳/ ۳۴۲ والعقود الدرية ص۳۳ – ۳۴.

۳ – در مختار او د درمختار په حاشیه کې داسې راغلي: د نوروز او مهرجان په نوم ورکړه حرام ده، او که څوک یي د تعظیم په موخه ورکوي لکه د مشرکانو په څېر دغه شخص کافر کیږي، او که یي دغه تحفه مسلمان ته په داسې نیت ورکړه چې هدف یي د دې ورځې تعظیم نه و، بلکې یواځې د عادت له مخې و بیا نه کافر کیږي، مګر مناسبه داده چې دا کار مخکې او یا وروسته له دغو ورځو وکړي، ترڅو د تعظیم شبه له منځه لاړه شي، او که څوک په دې ورځو کې یو شی اخلي په داسې حال کې چې په نورو ورځو کې یي نه اخلي که یي په اخیستو کې هدف د دغو ورځو تعظیم وي کافر کیږي او که یي یواځې خوراک او استعمال هدف وي نه کافر کیږي.  الدر المختار وحاشيته ۶/ ۷۵۴ – ۷۵۵.
۴ – د حنفي فقه مشهور کتاب( تبیین الحقائق) کې راغلي: د نوروز او مهرجان په نوم ورکړه نارواده یعنې د دغو ورځو په نوم هدیه (ډالۍ) ورکول حرام او کفر دی. تبيين الحقائق ۶/ ۲۲۸.
څلورم: د نوروز او مهرجان په وړاندې د متعهد مسلمان دریځ:

د یادو معلوماتو نه دا ښکاره شوه چې نوروز او مهرجان د بت پرستو فارسیانو اخترونه و، او مسلمانانو ته په مدینه منوره کې نقل شول کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدیني منورې ته تشریف راوړ دغه دوه اخترونه یي رد کړل او مسلمانانو ته یي د دې دوه اخترونو پرځای یې د لوی او کوچني دوه اخترونه یې په عوض کې ورکړل. نوروز او مهرجان له منځه یووړل شول د مسلمانانو لپاره یې مشروعیت ختم شو، له هماغه تاریخ څخه د مسلمانانو د ثقافت څخه په نظري او عملي دواړو برخو کې پریښودی شول، د نبوي زمانې څخه د خلفاء راشدینو تر وخت پوري یې په اسلامي ټولنوکې کوم اثر نه لیدل کیږي. اقتضاء الصراط المستقيم ۱/ ۱۸۴ – ۱۸۶.

مسلمان باید د نوروز او مهرجان په وړاندي راتلونکی دریځ غوره کړي:

۱ – د لمانځلو څخه یي ډډه وکړي او د لمانځوونکو په مجلس کې شریک نه شي.

۲ – په دغو ورځو کې له داسې کار کولو څخه ډډه وکړي چې په هغه سره د نوروز او مهرجان اخترونو د لمانځلو په برخه کې مرسته وي. لکه د دې اخترونو معتقدینو ته تحفه ورکول، د نوروز او مهرجان کارتونه چاپول او یا هغوی ته داسې سامان په عاریت ورکول چې په دغو مراسمو کې استعمالیږي، ځکه چې دغه دواړه اخترونه د کافرانو له سترو نښو څخه شمارل کیږي. د دوی سره په دغو اخترونو کې مرسته کول کفر ته د دعوت او بلنې مفهوم لري.

۳ – که مسلمانان دغه ورځ لمانځي باید له هغوی سره همکاري ونه شي، بلکې لازمه داده چې تردید یې وشي، ځکه چې د دغو ورځو لمانځل منکر کار دی او د منکر ازاله د هر مسلمان وجیبه ده.

۴ – د مسلمانانو لپاره جائز نه ده چې په دغو ورځو کې یو بل ته تحفې ورکړي، ځکه چې دا د مسلمانانو اخترونه نه دي، که د یو مجوسي او یا مسلمان له طرفه کوم مسلمان ته د دغو ورځو مبارکې وویل شوه نو هغه ته په کار ده چې هغه رد کړي اویاچپ شي، خو د هغه مبارکې ونه مني او هغه ته د هدایت دعاء وکړي.

۵ – د متعهد مسلمان په څیر دنده لري چې د دغو دواړو اخترونو په اړه په عامه پوهاوي کې ونډه واخلي او خلک په دې پوه کړي چې موږ مسلمانان خپل ځانګړی ثقافت او کلچر لرو باید د نورو له دودونو څخه ځان وساتو په ځانګړي ډول هغه دودونه چې شریعت ناجائز بللي دي.

 په اخر کې دعاء کوم چې الله تعالی دې ټول مسلمانان له بې لارې کوونکو فتنو او د دښمنانو له مکر څخه وساتي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*