تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / راځئ .. نوی کال په نویو سوله ییزو هڅو پیل کړو!

راځئ .. نوی کال په نویو سوله ییزو هڅو پیل کړو!

۳۸ کاله وشول چې هیواد مو د جګړو او باروتو په لمبو کې سوځې.
په دې اوږدې جګړې کې مو د هیواد او هيواد والو ټول مادي او معنوي ارزښتونه تر پښو لاندې شول.
د هیواد خپلواکي مو سلبه او ځمکنۍ بشپړتیايي هم ډيره تاواني شوه .
دا جګړه په واقعيت او حقيقت کې د بهرنیانانو لخوا زموږ پر سوله خوښوونکي او بيچاره ولس باندې وتپل شوه.
تراوسه پوري د دې ناتمامه جګړې قربانیان میلینونو ته رسیدلې ، ژوبل شوي یې هم همدومره او له وطنه جلاشوي هم همدومره او د دې وروسته هم نده معلومه چې نور به څومره افغانان پکښي وژل کیږي، څومره نازولي به یتیمان او څومره میندې به بوري کيږي.
له دې هرڅه سره سره د جګړې پایله هم نده مالومه چې د کوم لوري په ګټه او د کوم طرف په تاوان پایته رسیږي؟
په دې کې شک نشته چې دا جګړه د پردیو لخوا پر موږ تحمیل شوې، موخې یې پردئ او ګټۍ یې هم پردئ دي، خو له بده مرغه چې آزوغه او بلوونکی لوری يي خپله افغانان دي.
د جګړې اصلي طراحان زموږ په منځ کې یواځې د چلونکي او ګرځونکي رول تر سره کوي او هغه په داسي ډول چې کله د جګړې مشري یوه افغاني لوري اوکله بل لوري ته حواله کوي ، او دوئ راته بيغمه ناست دي.
د شوروي اشغالګرو د اشغال پر مهال افغان مؤمن ولس له اشغالګرو سره ښه مقابله وکړه ، هغوی ته يي په دې مقابلې کې ښه ماتې ورکړه ، خو کله چې د میدان ګټلو وخت راغی زموږ د اختلاف او بي اتفاقي له وجې زمونږ د مقابلې نتیجه د امریکا په ګټه پایته ورسیده ، د افغان جهاد له برکته شوروي اتحاد ړنګ او د نړیوالې سیالۍ ډګر امریکا ته خالي شو.
په هغه مهال کې امریکا په نړۍ کې خپل استعماري پلانونه عملي کول او افغانان د خپلو وروڼو په وینو د ګټل شوي واک پر سر یو له بل سره بوخت وه ، یو د بل په لاس وژل کیدل، او يو د بل په لاس وهل کیدل او کړیدل.
کله چې هغوي په خپل منځي جګړو کې ښه ستړي او ژوبل شول امریکا ورباندې برید وکړ او دادی تر اوسه پوري د دې برید د بدو اثراتو په اور کې کړیږو.
دا ځل مو هم ولس د امریکايي تیری ښه مقابله وکړه او هغوی يي هم د شورویانو په څیر د بی شمیره قربانیو په زور له افغانستانه شړلو ته اړیستل خو اوس بیا د آزاد شوي افغانستان د واک په سر سیالي شروع ده .
بیا د افغانانو ترمنځ د داخلي جګړو اور بل او نور هم احتمالات ډیر شوي او هر لوری د داخلي جګړو لپاره د تیاري په حال کې دی.
نوراځۍ له تیرو ترخو تجربو څخه په عبرت اخیستو سره نور د خپلمنځي جګړو پرځای د خپل منځي تفاهم لاره غوره او د زرګونو شهیدانو د وینو په قیمت تر لاسه کړې نتیجه بيا ضائع نه کړو، او د سولې لپاره له پیل شویو فرصتونو څخه د ځان، اولس او هیواد په ګټه کار وكړو.
د سولې اوسنی بهیر بیاهم د ټولو افغانانو او په تيره بیا د ښکيلو لوريو لپاره يو ښه چانس او فرصت دی، نو د سولې د ټینګښت او دهيواد د دائمي ثبات په لاره کې بايد د شته فرصت څخه اعظمي استفاده وشي .
د همدې هڅو په ترڅ کې د سولې خبرو ته د جهادي شخصیت ګلبدین حکمتیار چمتو والی داسې یو هیله بښونکی اقدام دی چې افغانانو ته په خپل هیواد کې د جګړې د پایته رسیدو او سولې د ټینګښت پیغام ورکوي.
باید ټول افغانان په تیره بیا د قضیې دخیل لوري د محترم حکمتیار صاحب په قدم پل کښیږدي او د بین الافغاني تفاهم له لاري نور دې غمیزې ته د تل لپاره د پای ټکی کښیږدي.
او همدارنګه له بهرنیانو سره زموږ د قضیې په اړه هر ډول تفاهم تر بین الافغاني تفاهم وروسته ممکن دی.
که موږ لومړی د بین الافغاني تفاهم له لاري د هیواد د راتلونکي په اړه یوه حل ته ونه رسیږو ، ډیره مشکله ده چې له خارجيانو سره دې مثبت تفاهم ته ورسیږو.
د بهرنیانو لخوا زمونږ د هیواد اشغال زموږ د داخلي اختلافاتو محصول دی ، ترڅو چې مو داخلي اختلافات له منځه نه وي وړي ترهغو به مو هیواد اشغال او هیواد وال په مشکلاتو او رنګارنګ ستونزو اخته وي.
که هرڅومره زموږ داخلي اختلافات زیاتیږي ، په هماغه کچه ورسره په افغانستان کې د اشغالګرو د اشغال امکانات زیاتیږي ، اشغالګران غواړي د افغانانو له خپلمنځي اختلافاتو څخه د ځان په ګټه کار واخلي .
ځکه نو د افغان ولس تر ټولو اهم ضرورت بین الافغاني تفاهم او د جګړې پایته رسول دي.
که نورهم د افغانانو ترمنځ جګړې دوام پیداکوي، نو دا کار په حقیقت کې د نیابتي بي مفهومه او بي هدفه جګړو د دوام سبب ګرځي چې قرباني به افغانان ورکوي او ګټه به یې نورو ته رسيږي.
نو راځئ چې د نوي کال په دې نوي پیل کې په نوي تعهد سره نوی ابتکار پیل کړو او نور د خپل هیواد او ولس پر حال زړه وسوځوو ، د داخلي تفاهم په وسیله د دښمن د نفوذ سازشونه خُنثی او د سولې له هرممکنه فرصت څخه پر خپل وخت ښه ګټه پورته کړو.
د سوکاله، خپلواک او پُرامنه افغانستان په هیله

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته………

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*