تازه خبرونه
Home / پیغامونه / انوارالحق مجاهد، د خپلمنځي جګړو پرخلاف د سلګونوعلماء کرامو د فتوی تائید وکړ .

انوارالحق مجاهد، د خپلمنځي جګړو پرخلاف د سلګونوعلماء کرامو د فتوی تائید وکړ .

د مشهور جهادي رهبر مرحوم مولوي محمد یونس خالص زوی او د طالبانو لوړپوړي مشر مولوي انوارالحق مجاهد پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د طالبانو او مجاهدینو ترمنځ له خپل منځي جګړو څخه ځان لیري وساتي او د هغو سلګونه علماء کرامو فتوی دې پرځان عملي کړي چې د داسي جګړو پر خلاف یې صادره کړې وه.

انوارالحق مجاهد په یوه اعلامیه کې چې د جنګي موسم د رارسېدو په مناسبت یې خپره  کړې ده ، ویلي : مونږ په موجوده شرایطوکې په هرعنوان اونامه دمجاهدینوترمینځ اختلاف را مینځ ته کول داسلام جهادي بهیراوافغان ولس لپاره ډیر بد پیغام بولواو ترینه برائت اعلانوواولکه څنګه چې محترم خالص بابا رحمه الله له خپلمنځی جنګونوکرکه درلوده نودخالص بابارحمه الله دلاری لارویان چې دجهادلپاره په هرصف  اوګروپ کې تنظیم شوي ، باید له دې جګړو څخه ځانونه  لیرې  وساتي ، مونږ خپله هم په دغسې جګړوکې له ښکیلو ډلوڅخه یوې سره  هم هیڅ راز تعهد ملاتړ او همکاري نه لرو اونه دکوم لورې  تعرض په حقه بولو. 

ښاغلي مجاهد پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د یو بل له تکفیرولو او یاهم د اربکي او بل نوم په نومولو سره باید د خپلو ملګرو له ازارولو او ورسره جګړه کولو څخه په کلکه ځانونه وساتي او هیڅکله په داسي فتنو کې ځانونه راښکېل نه کړي.

نوموړي په زابل ، هرات او فراه کې د ملا اخترمحمدمنصور او ملامحمدرسول د پلویانو ترمنځ جګړو ته په اشارې سره ویلي چې دا رنګه جګړې ډېرې بدې پایلې لري او ګټه یې ټولو د هیواد او اسلام دښمنانو ته رسیږي.

انوارالحق مجاهد ویلي: مونږ چې ګوروتر ډیره دغه دسیسې عملا په کاراچول شوي اوپه شعوري یا غیرشعوري توګه ځینې دقیادتونو مفتیانو، لیکوالانو اوواعظانو په کچه خلک هم د دغسې ناروا  او بې مفهومه جګړو او اختلافاتو د پیلولو اوتیزولو لپاره ګمارل شوي ، دا چې ددغسې جګړواوجنجالونو پایلې خورا خطرناکې او دردوونکي دي ، نوځکه موله ټولومجاهدینوورونوهیله داده چې  دجهادپه نامه یواځې اویواځې همغه جګړه تعقیب کړي چې دحق پرستو علماوو له لورې داسلامي شریعت دنصوصو په رڼا کې فرض جهاد بلل شوی او له ناروا اواشتباهي جګړو څخه چې دمسلمانانو ترمینځ  دفاصلواو دښمنیو د راټوکیدو ذریعه اوپه غیرله کومې مثبتې پایلې دمجاهدینو دضیاع سبب ګرځي اجتناب وشي.

انوارالحق مجاهد د هغو ۲۰۰۰ علماء کرامو د فتوا تایید کړی چې څو میاشتې مخکې یې د خپل منځي جګړو په اړه صادره کړې وه او دغه جګړې یې حرامې او ناروا بلې وې.

یاده فتوی چې د ګڼو رسنیو لخوا نشر شوه او د زرګونو علماء کرامو او مشرانو لخوایې تائید وشو د طالب نیوز ویب پاڼې پر لومړۍ صفحه پرته ده.

د علماء کرامو د یادې فتوا تائېد پر هماغه وخت د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر ملا عبدالقیوم ذاکر هم کړی وو او له خپلو پلویانو یې غوښتنه کړې وه چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ له خپل منځي جګړو څخه ځانونه ګوښه کړي.

انورالحق مجاهد د دغې فتوی په اړه ویلي : د امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات وروسته د مجاهدینو تر منځ اختلافات رامنځ ته سوه او د هیواد حقاني علماء کرامو ددې اختلافاتو د ختمولو لپاره ډیر کوششونه وکړه ، خو متاسفانه کومه مثبته نتیجه یې ورنکړه ، حتی چې دغه اختلافات په خپل منځي جګړو بدل سوه ، نو په دغه وخت کې علماؤ د خپل دیني او اسلامي فریضه وبلل چې دشرعي امیرالمؤمنین او باغي تعریف او حکم واضح کړي تر څو مجاهدینو او طالبانو او عامو مسلمانانو ته حقیقت واضح او روښانه سي او د جهاد او جنګ فرق وسي ، په دې هکله د علماء کرامو شرعي فتوی په لاندې ډول ده :

په داسې حال کې چې نن ورځ ټول افغانستان د دنیا دصلیبي کفارو او د هغوي د مزدورانو او غلامانو په قبضه کې دی ، نو د شریعت مقدس دا حکم دی چې ټول مجاهدین دې د کفارو او د هغوي د غلامانو سره فرض عین جهاد ته ادامه ورکړي او خپل جهاد دې په فساد نه بدلوي او د خپل منځي جګړو څخه دې په کلکه پرهیز او اجتناب وکړي او مجاهدین دې یو پر بل بې ځایه تورونه او غلط نومونه نه لګوي ،چې په دغه طریقه سره جنګ ته لار  هواروي ، ځکه چې هر جنګ ته جهاد نه ویل کیږي ، جهاد هغه دی چې شریعت ورته جهاد ویلی وي او په موجوده حالاتو کې مجاهدین باید یو پر بل باندې د باغي حکم ونه لګوي ، ځکه چې نن ورځ مونږ په افغانستان کې شرعي امیرالمؤمنین نه لرو چې اطاعت یې واجب او مخالفت یې بغاوت وبلل سي او مخالف دې یې واجب القتل وګرځي . . . . . . )  چې په ۱۴۳۷/صفر/۲۶ه ق ۲۰۱۵/دسمبر/۷نیټه دشرعي استدلال اواستناد سره صادره  شوې اوتراوسه نه ده نقض شوې ، دپوره شرعي اوعلمي څیړنې اوتحقیق څخه وروسته په غیر له کوم سیاسي او مادي غرض څخه دځان اونورو مجاهدینو لپاره کافي وبلله اودهغې په رڼا کې دخپلوټولوپخوانیو او اوسنیو مجاهدینووروڼو پام د یته را اړووچې د خپلمنځي جګړوپه صورت کې ددواړولوریو ترمینځ خیر وغواړي او په ځانګړي توګه دمتعرض لورې له ملګرتیا اوملاتړڅخه  دی ډډه وکړي.

د ښاغلي مولوي انوارالحق مجاهد د اعلامیې بشپړ متن په لاندې ډول دي.

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله

( یاایهااللذین امنوا  قوا  انفسکم  واهلیکم  نارا  )

وبعد:

دافغانستان مسلمان او مجاهدولسه ،د جهاد د تاوده سنګر اتلو طالبانو مجاهدینو وروڼواو دمحترم خالص بابا رحمه الله دلارې لارویانو  !

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دادی  د ژمي په  تېریدلواو د پسرلي په رارسیدلوسره یوځل بیا  دهیواد غرونه  ، دښتې او بیابانونه دجهاد د سپیڅلې لارې غازیانوته خپلې ببرې غیږې پرانیزي او دالله جل جلاله دلارې نازولو مجاهدینو قدمونه په لیمو مني ، دګران هیواد افغانستان هره ډبره اوهره  ونه دجهاد مورچل او سنګر ګرځي ، راځۍ چې له دې زرین فرصت څخه په استفادې سره دخپل ټول توان اوامکانیاتو په محدوده کې  دصلیبی یرغلګرو پر خلاف دجهاد ګرم سنګرونه  لاپسې پیاوړي اوګرم وساتو.

دعالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله اودهغوی دقدرمنونائبینو په قیادت کې دصلیبي یرغل په خلاف دپیل شوي جهاد دبریالیتوب شیبې په رالنډیدو دي ، داچې په دې لاره کې په سلګونوځوانانوځانونه فداءکړل او دروان  جهاد قیادتونواو مشرانوله کشرانومخکې دشهادت زندان اوهجرت قربانۍ وګاللی ، اسلامي امت اوپه ځانګړي توګه دافغانستان مجاهدولس ته یې زرین اوویاړمن تاریخ پریښود ،نه بایدچې الله مه کړه ددښمن د دسیسوښکار شو او زموږ  په وینودخړوب شوي بڼ ثمره اوحاصل ددښمن په لاس کې ولویږي .

هغه خلکوچې په ډیروستونزمنوشرایطواوسختوحالاتوکې په  تش لاس اونه امکانیاتو د مغرور صلیبي لښکر په خلاف دجهاد غږ پورته کړ،نن دجهاد د بریالیتوب لپاره دخپل ورور په مقابل کې دصبر اوحوصلې یوې بلې خو ارزښتناکې قربانۍ ته اړتیا لري ، داشداء علی الکفاررحماء بینهم صفت دی ، چې دصف وحدت تضمینوي اودصف  وحدت دی چې دالـهي محبت  اومینې دنزول سبب ګرځي ، لکه چې فرمایي(  ان الله یحب اللذین یقاتلون فی سبیله صفاکانهم بنیان مرصوص ) خودغه هدف له ټولوخواوو (مشرانواوکشرانو)څخه له خپلوخواهشاتوجذباتواوځان قوم اوډلې دغوښتنوڅخه تیریدل غواړي اوپه پوره اخلاص او واقعي توګه اسلامي احکاموته انقیاددی چې هرڅوک په خپل حد او حدودو ودروي .

په دې کې شک نشته چې جهاد دیوه بامشقته عبادت نوم دی ، چې دغه مشقت  ددښمن په مقابل کې له ثابت قدمۍ ، د جهاد په ستونزو ، مزلونو او مصیبتونو له صبر اودنفسي خواهشاتو په مقابل کې داسلام دمقدس دین دارشاداتو او لارښودنو له مراعاتولو څخه عبارت  دی .که له یوه لورې جهادسرته  رسول  له مجاهدینو څخه د ډیر جرئت اوزړورتیا غوښتنه او تقاضا لري او دجهاد هدف  دکفر اوشرک خاتمه اود لا اله الا الله دکلمې اعلا‌ء ده ، خو ددې سره سره بیا اسلام دا لارښودنه کوي ، چې مجاهدین باید دچا په  وژلو او تکفیرولو کې له ډیر احتیاط اوپوره تحقیق  اودقت څخه کار واخلي  لکه الله جل جلاله  چی فرمایی( ياايها اللذين امنوا اذا ضربتم في سبيل الله فتبينوا ولا تقولوا لمن القي اليكم السلام لست مؤمنا ) د دې آيت كريمه مطلب د ادې : چې که څوک ددښمن له صف څخه تاسوته تسلیم  شو تاسو دغصې او ډیرې  کینې له  وجهې دهغه دتوبې د رد ولو صلاحیت نه لرۍ چې ورته ووایۍ چې ته خو درواغ وایې او مسلمان شوې نه یې، ددې لپاره چې دوژلو لپاره یې ځانته جواز پیدا کړۍ ،دا چې فتنې  ورځ  تربلې مخ په زیاتیدودي تاسوهم ددغه اصل په نظرکې نیولوسره باید په اوسنیوشرایطوکې دهغه مجاهدینو دتکفیرولو(داربکیانوجاسوسانودکفري استخباراتودغلامانواومرتدانوپه نامه نومولو) او وژلولپاره هیڅکله جرئت ونکړۍ چا چې دصلیبي یرغلګرو پر خلاف دجهاد ډګر ته را دانګلي اوپه دې لاره کې یې بې دریغه قربانۍ ګاللي ،مطلب جهاد محض دجګړې نوم نه دی او نه په هره جګړه کې مرګ ته شهادت ویل کیدای شي ، دا شرعي اصطلاحات اوشرعي احکام داسلامي شریعت تر فیصلوپورې اړه لري .

مونږ چې ګورو داسلام اوجهاددښمنان هڅه کوي ، چې څه رنګه دجهاد مقدس او سپيڅلی عبادت او داسلامي امت دنجات او خلاصون لاره تشویه اوبدنامه کړي اوغیر جهادي جګړو ته دجهاد نوم او عنوان ورکړي ، تر څو په نړۍ کې مستضعفو مسلمانانوته وښایي چې دجهادپایله دیوه مسلمان په لاس دبل مسلمان ورور وژل اودمسلمانانو دکورونو او کلیو ورانول او دهغوي د مالونو لوټول دي ، ترڅویې دجهاد خوږه مینه او جذبه له زړه څخه وباسي او له بله پلوه مسلمانان په خپلو مینځونوکې په دوامداره جګړو کې ښکیل کړي ، مونږ چې ګوروتر ډیره دغه دسیسې عملا په کاراچول شوي اوپه شعوري یا غیرشعوري توګه ځینې دقیادتونو مفتیانو، لیکوالانواوواعظانو په کچه خلک هم ددغسې ناروا  او بې مفهومه جګړو او اختلافاتو د پیلولو اوتیزولو لپاره ګمارل شوي ، دا چې ددغسې جګړواوجنجالونو پایلې خورا خطرناکې او دردوونکي دي ، نوځکه موله ټولومجاهدینوورونوهیله داده چې  دجهادپه نامه یواځې اویواځې همغه جګړه تعقیب کړي چې دحق پرستو علماوو له لورې داسلامي شریعت دنصوصو په رڼا کې فرض جهاد بلل شوی او له ناروا اواشتباهي جګړو څخه چې دمسلمانانو ترمینځ  دفاصلواو دښمنیو د راټوکیدو ذریعه اوپه غیرله کومې مثبتې پایلې دمجاهدینو دضیاع سبب ګرځي اجتناب وشي ، مونږ په نږدې ماضې کې ددغسې جګړو بدې پایلې ولیدې ، علماء کراموهغه مهال هم هغه خپلمنځي جګړې شرعا ناروا اوبیځایه وبللې ، له ښکیلوخواوو یې  په هره مشروع لاره دجګړو دبندولوغوښتنه وکړه ، خو داچې چا ځان متغلب حاکم بللواو دشرعي حکم په تحریف او سوء استفادې سره یې دخپل مخالف وژل دباغي او یاغي په نامه جایز ګڼل ، بل لورې بیا دځان ددفاع په پلمه وچ اولامده له یوه مخې اورته اچول . دچوکۍ اوقدرت مینه والوچا دیوه او چا دبل خوا ونیوله ، منافقانو هم له موقع څخه په استفادې سره دجګړې اورته پوکي وهل ،چې ډیرې بدې پایلې اوخاطرې یې اوس هم دهرافغان مجاهدپه زړه کې پاتې دي ، الهي سنت تغیر نه خوري ، که مونږ دخپل مقدس جهاد اوقربانیوله هیلواو ارزوګانواو ددغې مظلوم ولس له سرنوشت سره همغه لوبې پیل کړو، لرې نه ده چې العیاذ بالله په همغه انجام به اخته شو .

مونږ دافغانستان له مسلمان مجاهد ولس او د صلیبي يرغلګرو پرخلاف د جهاد د سنګر له اتلانو او په ځانګړي توګه دجهاد دستر رهبر او لارښود عالیقدرخالص بابا رحمه الله  د لارې له لارویانو څخه غواړو، چې دکفاروپه خلاف خپل مقدس جهاد ته ادامه ورکړي  او په غیرله کومې شرعې او مستندې فتوا څخه ځانونه په هغه جګړو کې ښکیل نه کړي ، چې شرعې جواز ونه لري ،داکه له یوې خوا مونږ ته شرعي لارښودنه  او حکم دی ، له بله پلوه په تجربې سره ثابته شوې دمحترم خالص بابا رحمه الله کامیابه اوروښانه تګلاره ده ، زموږ محترم علماء کرام ،واعظان ،مفتیان اولیکوالان صاحبان دې هم په دې اړه دمسؤليت احساس وکړي ، په نامشروع اختلاف کې دې په غیرله شرعي استدلال څخه دانډیوالۍ ،تحزب ،قومیت ،عناد اوحسدپربنسټ  اویا د مادي اوسیاسي امتیازاتو دترلاسه کولوپه موخه دمظلومومسلمانانوپه وینوکې ځانونه  نه  شریکوي ،ځینې علماء اولیکوالان  ددې  پرځای چې دمسلمانانو دیو والي اونزدیکت لپاره کار وکړي ، مونږ ګوروپه خپلواحساساتي بیانیواو لیکنواو بې دلیله فتواوو، دفتنواور ته پوکې  وهي ،کله په تصوري مصلحتونو اویاپه ډیرولرو احتمالي خطراتواستدلال کوي اوکله په غیرله کوم شرعي اوعقلي استدلال څخه دتملق په لهجه یوه لورې ته ، په بل لورې ، د پریکنده فیصلې (جګړې) جواز او استحقاق په لاس ورکوي . داټول دشیطاني لغزش اونفسي خواهشاتو اتباع ده ، چې دهیچا په درد نه دوا کیږي ،اودستونزو دحل پرځای دهغې دلا زیاتوالي لامل ګرځي ، ټولوهغووروڼوته چې دټولنې لپاره داسلامي نظام دراوستوهیله اوهڅې لري  په کار ده  بایدخپله په جنګ ،جګړه اوسوله کې اسلامي احکاموته منقاد واوسي .هغوخلکوته چې دصلیبي اشغال پرخلاف اوداسلامي نظام دتحکیم او د دې مسلمان ولس د ازادۍ اوهوسایۍ په نامه یې جهادپیل کړی وایو: چې که په ریښتیا همدغوشعارونوته متعهدیاست ، نو راځۍ په ګډه اوتفاهم دهمدې اهدافولپاره کاروکړو، دصف وحدت دی چې دټولومجاهدینواخروي اودنیوي ګټې تضمینوي .،داچې یرغلګرکفرموجوددی ، دښمن لا په بشپړه توګه نه دی را پرزیدلی ،خپلمنځي اختلاف به مومورال بایللي دښمن ته مورال وبخښي اوپه لوی لاس به ډیرمجاهدین دفتنوله ویرې له مایوسۍ سره مخ شي، مونږ په موجوده شرایطوکې په هرعنوان اونامه دمجاهدینوترمینځ اختلاف را مینځ ته کول داسلام جهادي بهیراوافغان ولس لپاره ډیر بد پیغام بولواو ترینه برائت اعلانوواولکه څنګه چې محترم خالص بابا رحمه الله له خپلمنځی جنګونوکرکه درلوده نودخالص بابارحمه الله دلاری لارویان چې دجهادلپاره په هرصف  اوګروپ کې تنظیم شوي ، باید له دې جګړو څخه ځانونه  لیرې  وساتي ، مونږ خپله هم په دغسې جګړوکې له ښکیلو ډلوڅخه یوې سره  هم هیڅ راز تعهد ملاتړ او همکاري نه لرو اونه دکوم لورې  تعرض په حقه بولو، په دې هکله بیا هم وایوچې افغانان ډیرکړیدلي، دجهادله جذبې پرته دنورو بې مفهومه جګړوتوان اوتحمل نه لري مونږمسلمانان یواوپه اسلامي لارښودنوعمل دنجات اوخلاصون لاره بولو، نوځکه دمحترم شیخ احمدرباني حفظه الله  په مشرۍ دعلماء کراموهغه فتوا.

(د امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات وروسته د مجاهدینو تر منځ اختلافات رامنځ ته سوه او د هیواد حقاني علماء کرامو ددې اختلافاتو د ختمولو لپاره ډیر کوششونه وکړه ، خو متاسفانه کومه مثبته نتیجه یې ورنکړه ، حتی چې دغه اختلافات په خپل منځي جګړو بدل سوه ، نو په دغه وخت کې علماؤ د خپل دیني او اسلامي فریضه وبلل چې دشرعي امیرالمؤمنین او باغي تعریف او حکم واضح کړي تر څو مجاهدینو او طالبانو او عامو مسلمانانو ته حقیقت واضح او روښانه سي او د جهاد او جنګ فرق وسي ، په دې هکله د علماء کرامو شرعي فتوی په لاندې ډول ده :

په داسې حال کې چې نن ورځ ټول افغانستان د دنیا دصلیبي کفارو او د هغوي د مزدورانو او غلامانو په قبضه کې دی ، نو د شریعت مقدس دا حکم دی چې ټول مجاهدین دې د کفارو او د هغوي د غلامانو سره فرض عین جهاد ته ادامه ورکړي او خپل جهاد دې په فساد نه بدلوي او د خپل منځي جګړو څخه دې په کلکه پرهیز او اجتناب وکړي او مجاهدین دې یو پر بل بې ځایه تورونه او غلط نومونه نه لګوي ،چې په دغه طریقه سره جنګ ته لار  هواروي ، ځکه چې هر جنګ ته جهاد نه ویل کیږي ، جهاد هغه دی چې شریعت ورته جهاد ویلی وي او په موجوده حالاتو کې مجاهدین باید یو پر بل باندې د باغي حکم ونه لګوي ، ځکه چې نن ورځ مونږ په افغانستان کې شرعي امیرالمؤمنین نه لرو چې اطاعت یې واجب او مخالفت یې بغاوت وبلل سي او مخالف دې یې واجب القتل وګرځي . . . . . . )  چې په ۱۴۳۷/صفر/۲۶ه ق ۲۰۱۵/دسمبر/۷نیټه دشرعي استدلال اواستناد سره صادره  شوې اوتراوسه نه ده نقض شوې ، دپوره شرعي اوعلمي څیړنې اوتحقیق څخه وروسته په غیر له کوم سیاسي او مادي غرض څخه دځان اونورو مجاهدینو لپاره کافي وبلله اودهغې په رڼا کې دخپلوټولوپخوانیو او اوسنیو مجاهدینووروڼو پام د یته را اړووچې د خپلمنځي جګړوپه صورت کې ددواړولوریو ترمینځ خیر وغواړي او په ځانګړي توګه دمتعرض لورې له ملګرتیا اوملاتړڅخه  دی ډډه وکړي اوپه لوی لاس دی ځانونه  دمسلمانانو په قتل کې برخمن نکړي، د مسلمانانوپه مینځ کې دوحدت او یو والي  راوستل اودهغوي ترمینځ دصلح کوشش شرعي حکم دی ، ځکه نوپه دغسې  وخت کې بایدهغه څه وکړوچې دالله تعالی په بندګۍ کې راته دین په ګوته کړي .له موقع څخه په استفادې سره باید ووایم ، چې د ولس با سواده طبقه چې دټولنې د رخ په ټاکلوکې کلیدي اثرلري اوپه ځانګړې توګه هغه څوک ، چې ټولنیزو رسنیوسته لاس رسی لري بایدهغه لیکنې اوتبصرې نشرته وسپاري چې دافغانستان دمجاهداومسلمان ولس په ستونزواودردونو ددرملنې دپټۍ حیثیت ولري ، دصلیبي یرغل په خلاف دمجاهدینووحدت یا اقلا نزدیکت تمثیل کړي ،خومتاسفانه داځینې نه دخپل قلم عفت ساتي نه داسلامي اوانساني اخلاقو حدود او بیا په خپلولیکنواوتعارف کې ځان مجاهداومبارز هم معرفي کوي ، دجهاددسپیڅلې لارې اتلان ،جهادي قیادتونه  اوډیر داسې  خلک چې داسلام  او افغاني ټولنې په خدمت او دفاع کې یې بې دریغه ځاني، مالي اوسیاسي قربانۍ ورکړي  توهینوي ، غیر واقعي تهمتونه اوموقفونه  هغوی ته منسوبوي ، دتعجب ځای دی هغه څوک چې په دیرش کلن انقلاب کې دیادونې وړهیڅ  راز جزوي قرباني هم نه لري څنګه داسې جرئت کولای شي،  همدغه راز  دیادونې  وړ بولم چې  ووایم زموږ او ستاسې دښمن وارخطاء دی ، دسولې ددرواغژنوشعارونوپه رامینځ ته کولوسره غواړي دمجاهدینو عزم کمزوری کړي ، خومسلمانان افغانان دیوې لحظې لپاره هم نه په اشغال راضي کیدای شي ، نه په کفري نظام ، نو عزت موپه سپیڅلي جهادکې نغښتلی .

حی علی الجهاد

په درنښت ورورمو مولوي انوارالحق (مجاهد)

۱۳۹۵/حمل /۰۹ هـ ش

۲۰۱۶ /  ۳  / ۲۹ م

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*