تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / په اسلامي شریعت کې مهر

په اسلامي شریعت کې مهر

   مهر چې پښتانه یې ولور بولي، دا په اسلامي نظام کې ستر ارزښت او اهمیت لري، په حنفي مذهب کې یې داسې تعریف شوی: (مهر) : دا هغه مال دی چې ښځه یې حقداره جوړیږي، په عقد او یا کوروالي سره پر خاوند باندې یې لازمیږي، همدارنګه په (عنایه) نومي کتاب کې یې داسې تعریفوي: دا هغه مال دی چې په خاوند باندې د نکاح په عقد کې واجبیږي، د ښځې د بضعې په مقابل کې، یا په نومولو سره یا په عقد سره. یعنې چې کله نکاح وتړل شي خاوند به خپلې میرمنې ته هغه ټاکلې اندازه مهر ورکوي. مهر په اسلامي قانون (شریعت)کې لس نومونه لري (مهر، صداق، نحله، اجر، فریضه، حباء، عقر، علائق، طول او نکاح) الله عزوجل وايي: (ومن لم یستطع منکم طولا): او څوک چې له تاسو مالي وس نه لري (نساء/۲۵)

      (ولیستعفف الذین لا یجدون نکاحا) او څوک چې د نکاح (اسباب) نه مومي

      د مهر حکم: مهر پر سړي باندې واجب دی نه په ښځه باندې.

      د مهر د واجبیدو دلایل:

     ۱ـ قرانکریم: الله جل جلاله وايي: (فما استمتعتم به منهن فآتوهن اجورهن فریضة) نو بیا کله چې له هغو څخه د ازدواجي ژوندانه خوند واخلئ د هغه په بدل کې ورته په فرضي ډول مهر ورکړئ. (نساء/۲۴).

     (واحل لکم ما ورآء ذالکم ان تبتغوا باموالکم محصنین غیر مسافحین) له دې پرته چې نورې څومره ښځې دي، تاسو ته د خپلومالونو په وسیله د هغو په لاس راوړل روا کړل شوي دي، په دې شرط چې د نکاح په چوکاټ کې یې راولئ نه دا چې په ازادي شهوت رانۍ لاس پورې کړئ. (نساء/۲۴).

    الله جل جلاله وايي: (وآتوا النساء صدقاتهن نحلة) او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلی) ورکړئ.

     ۲ـ سنت (حدیث): هغه سړی چې د نکاح اراده یې لرله؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: (التمس ولو خاتما من حدید) متفق علیه: لاړ شه څه ولټوه که د اوسپنې ګوته هم وي رایې وړه). او له نبي کریم څخه دا هم ثابته ده چې په نکاح کې به هرو مرو مهر وي.

     د مهر اندازه تعینول او نومول سنت دی، ځکه چې دا لانجه او شخړه ختموي.

    ۳ـ په نکاح کې د مهر په ورکولو د اسلامي امت اجماع ده.

    حکمت یې: د ښځې د احترام، اکرام او اعزاز لپاره دي.

    د یوې نیکمرغه کورنۍ د جوړلو دلیل دی.

    خاوند د خپل ښه نیت څرګندونه کوي.

    مهر ورکولو کې دا راز نغښتی چې دا نکاح به دوام مومي.

    په مهر ورکولو کې دا حکمت هم پټ دی چې سړی (خاوند) به خپلې میرمنې ته جامې او نفقه هم ورکوي.

    مهر ولې په خاوند واجب دی او په میرمن نه دی لازم؟

   دا له شرعي مبدأ سره همغږی دی؛ چې پر ښځه باندې هیڅ شی هم واجب نه دی ټول په سړیو لازم دی، که ښځه مور وي، که لور وي او که میرمن وي. خو جامې، کور او نفقه ( د کور لګښت) ټول په سړی واجب دی، ځکه هغه د دغو په ترلاسه کولو باندې ښه برلاسی دی، د ښځې دنده د کور سمبالول، د اولاد پالنه، د ماشومانو ژوکړه دی. دا کارونه څه اسانه نه دی خو چې مهر ورکړي؛ بیا ښځه دا نوي کارونه په خوښۍ ترسره کوي.

   د اسلام مبارک دین د ښځو او سړیو مالي مسؤلیتونه ویشلي الله جل جلاله وايي: (الرجال قوامون علی النساء بما فضل الله بعضهم علی بعض و بما انفقوا من اموالهم) نارینه پر ښځو مسلط ادارچیان دي، له دې امله چې الله جل جلاله د هغو ځينو (نارینه و) ته پر ځينو نورو (ښځو) لوړتیا وربښلې ده، له دې کبله چې نارینه خپل مالونه لګوي. (نساء/۳۴).

   د مهر اندازه:

   په اسلامي شرع کې د مهر لوړه کچه نه ده معلومه. الله جل جلاله وايي: (وآتیتم احداهن قنطارا فلا تأخذوا منه شیئا) نو که تاسې هغې ته په پنډونو مال هم ورکړی وي له هغه (مال) نه بیرته هیڅ شی مه اخلئ.

    یوه ورځ عمر رضی الله عنه د مهر په هکله خبرې کولې،  ویې وویل: په مهرونو کې زیاتی (زیاتوالی) مه کوئ که دا مهر په دنیا کې نیکمرغي (عزت) او په اخرت کې تقوی وی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به اخیستی او ورکړی و، خو هغه د کورودانو او لوڼو مهر له دولس (اوقیو) څخه نه زیات نه دی اخیستی او ورکړی… نو کله چې امیر المؤمنین له منبره ښکته شو یوې قریشي ښځې ورته وویل دا ستا کار نه دی، الله جل جلاله وايي (وآتیتم احداهن…) نو هغه ورته وویل ښځې سمه خبره وکړه او عمر تیروت…. (ابو داؤد ــ ترمذي)

   په مهر ورکولو او اخیستلو کې اسانتیا لازمه ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: ښه غوره او د ستر برکت والا ښځه هغه ده چې مشکلات یې لږ وي. او په بل روایت کې راځي چې: د ډېر ستر برکت څښتنې هغه ښځې دې چې مهرونه یې لږ وي.

    د مهرونو د کمښت او لږوالي پایله دا ده چې د ځوانانو له پاره ودونه په اسانه

سره وشي، په نبوي لارښوونو او د راشدو خلیفه ګانو په ارشاداتو کې د کم مهر اخیستلو او ورکولو حکم او ترکیز شوی دی. ځکه د همدې مهرونو لوړ والی او زیاتوالی د دې سبب دی چې ډېر زلمیان او پيغلې له نبوي سنت (نکاح کولو) نه بې برخې دي، چې همدا واده نه کول د سترو سترو مشکلاتو لامل جوړیږي/ شوی.

  د مهرونو د زیاتوالي له امله ډېر افغانان بهرنیو هېوادونو ته ځي هلته مزدوري کوي، تر څو ځان ته واده وکړي، هغه مسکین هلته په کلونو کلونو مسافر وي او کومه پيغله یې چې ورته کوزده کړې وي، هغه هم له همزولیو او نورو ښځو ناوړه خبرې اوري، بیا دا بیوزله هم وايي:

       خدایه د قطر بازار وران کړې

                                     په شتو میړو کې جونې کونډې ناستې دینه

    ځوانان هم په مسافرۍ او پردیسۍ کې شپې تیروي؛ چې له ډول ډول کړاونو سره لاس او ګریوان وي. او هغه پيغلې چې پلرونو یې د دوی د مهر پيسو ته سترګې پټې کړې وي، نه سیال ګوري، نه د کفو غم کوي، نه د سړي عمر ته پام کوي بس د جیب ‌ډکولو غم اخیستی وي، چې په هره طریقه وي خو هغه ډک کړي، نو ځکه بیا پيغلې جونه ګیله کوي:

       چې ډوډۍ خورم دادا قاریږي

                                    چې روپۍ شرنګ کړي دادا شین له خندا شینه

   د مهر ډيرښت یو ستر مصیت  دی، په دې اړه که څه لیکې نو ټاپه به درباندې لګیږي، طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال ښه ښه ګامونه واخیستل، خو زما په آند د مهر او ولور په اړه یې د ټاپو او تهمتونو له امله بیخي دا ستونزه ونه څيړله، ولې چې د کمونیزم پلار (تره کي) کله د دوو سوو افغانیو ولور ټاکلو فرمان صادر کړ (سره له دې چې په کمونیزم کې مهر نشته) نو خدایزده ده په کوم نیت دا رباب وغږاو؟ ځوان کمونیستان ورته خوشحاله شول، خو مسلمانانو د ده دا کار بد وګاڼه. بناءً د کمونیست تره کي په څير کړه هم نه دی په کار او د سود خورو پلرونو غوندې خپلې خیټې پړسول هم نه دی لازم.

             سوال د الله په در کې وکړه

                                     پلار مې سودي دی ما مالدار ته ورکوینه

   اسلام د توسط او منځلاریتوب دين دی، نه کمي خوښوي او نه یې زیاتی خوښ دی، نه د تره کي ولور په کار دی او نه د اوسنیو افغانانو مهر اخیستنه او ورکونه ښاييږي، ښاييږي څه حرام دي ولې چې پلرونو له خپلو خیټو دوزخ جوړ کړی او د (هل من مزید) نارې وهي، نو پيغلې به خامخا د خپلو پلرونو په کورونو ویښتان سپينوي او غاښونه به هم غورځوي!!!

   افغانان مهرونه زیات اخلي نو غریبو ځوانانو ته څوک زړه نه ښه کوي او خيښي نه ورسره کوي. همداراز د کوزې پښتونخوا پښتانه د هندي او پنجابي کلتور اغیز راڅملولي، هغوی ودیدونکو پیغلو ته د جهیز او داج په نوم دومره سامانونه اخلي چې هلته د غریب سړي لور څوک نه کوي؛ چې ډيرې پيغلې په کورونو زړې شي. او د محمدي سنت له خونده بې برخې پاتې شي.

   د افغانستان ګډ حکومت ته خو ډېر اړین او لومړني مشکلات مخې ته لا پراته دي، له مهر، مهر اخیستونکو سر ه خو مقابله او مبارزه یا سوله او روغه جوړه وروستۍ خبره ده، خو بیا هم باید د هېواد له سترو علماؤ او پوهانو یوه جرګه، شوری او کمیسون تشکیل کړي، په مهر کې ډېر افراط وڅيړي، بحث پرې وکړي، د اسلامي فقهې په تناظر کې که شونې وي حد ورته وټاکي او که نه نو بیا باید د هېواد علماؤ، خطیبانو، د ښوونځيو مدیرانو، سرښوونکو او استاذانو، د پوهنتونونو استاذانو او قومي مشرانو ته دې دنده ورکړي چې هغوی د مهر د کمښت ( کمولو یا کم مهر اخیستلو) په اړه له هېوادوالو سره خبرې وکړي، ما چې د کومو کسانو نومونه یاد کړل لومړی باید هغوی خپله لږ لږ مهرونه واخلي اوکه بل چاته مهر ورکوي باید هغوی هم پوه کړي. اسلام نمونه ای، مثالي او بیلګه ایز دين دی چې دوی په مهر کې افراط کم کړي، نور ټول افغانان اصلاح کيږي.

   د ډېر مهر له اخیستلو او ورکولو چې کوم مشکلات رازیږیدلي، د هغه له لیکلو عاجز یاستو او د ځيني ستونزو د نوعیت له بیانولو ناتوانه یو، هغه ډېر زیات او د ډېرې بدې نوعې دي، باید ټول افغانان په خپله د مهر د کمولو غم وخوري، دا خو د امنیت مسئله نه ده چې له حکومته پرته یې ولس نشې حل کولی، دا د بریښانه ستونزه نه ده، نه د وچکالي کړاو دی، دا داسې مشکل دی چې په وګړیو پورې اړه لري، باید هغوی یې په خپله حل کړي.

    لېکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*