تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / د کورنۍ د اصلاح لپاره ۲۵ لارښوونې

د کورنۍ د اصلاح لپاره ۲۵ لارښوونې

لیکنه: استاد ابوشامل.

لومړۍ برخه: (مقدمه، لومړۍ برخه، دوهمه برخه، درېیمه برخه)

کورستر نعمت دی، الله تعالی د سورت نحل په ۸۰ آیت کې د کورله نعمت څخه داسې یادونه کړې:{ والله جعل لكم من بيوتكم سكناً } الله تعالی ستاسو لپاره کور سکون او ډاډ ګرځولی.

ابن کثیر رحمة الله علیه  د دغه مبارک آیت د تفسیر په ترڅ کې فرمایي: الله تعالی خپلو بندګانو ته ټول نعمتونه یادوي، د هغو له جملې څخه یو هم کور دی چې دوی هلته راځي خپل ځانونه پټوي او نورې بې شمېره ګټې ترلاسه کوي. تفسير ابن كثير / دار طيبة – (4 / 591)

په رښتیا هم کور زموږ لپاره د خوب، راحت، خلوت او اهل وعیال سره د ګډې ناستې ځای دی.

کور د میرمنې د پت او عزت لپاره خوندي ځای دی، په دې اړه الله تعالی د سورت احزاب په ۳۳ نمبر آیت کې مؤمنانو ښځو ته فرمایي: تاسو په کور کې اوسیږئ او د لومړي جاهلیت په څېر له کور څخه بهر مه وځئ.

که موږ د هغه چا له حالت څخه ځان خبر کړو چې کور نه لري، په پنډ غالواو د سړکونو په غاړو اوسیږي نو په رښتیا به د کور په نعمت پوه شو. که ته د یو بې کوره انسان څخه واورې چې دی وایي: ځای نلرم، کله د هغه او کله د ده په کور کې، کله په هوټل او کله په پارکونو کې ویده کیږم د کاليو بکس مي نن دلته سبا هلته وي… نو په رښتیا به د بې کورۍ څخه راپیدا شوې ستونزې اټکل کړای شې.

کله چې الله تعالی د بني نضیر یهودو څخه غچ واخیست نودوی یي له خپلو کورونو څخه وشړل، او د بې کورۍ په سخت عذاب یي اخته کړل.

د کور د اصلاح هڅوونکي لاملونه:

مخکې له دې چې په اصلي موضوع وغږیږو اړینه بولم د هغه اسبابو څخه یادونه وکړم چې له مخې یي موږ د کوراصلاحي چارو ته هڅول کیږو، هغه اسباب په دې ډول دي:

اول: د کورنۍ مشر مسؤلیت لري چې خپل ځان او د کورنۍ غړي د جهنم له اور څخه وژغوري، الله تعالی د تحریم سورې په ۶ نمبر آیت کې فرمایي: { يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم نارا } ژباړه: اي مؤمنانو خپل ځانونه، اولادونه او د کورنۍ غړي د جهنم له اور څخه وساتئ.

د جهنم له اور څخه د نجات په اړه د ذکرشوي آیت په تفسیر کې د مفسرینو مختلف نظریات لولو:

سفیان ثوري د علي رضی الله څخه نقل کوي چې الله پاک د کورونو له مشرانو څخه غوښتي چې د کورنۍ د غړو تربیه او تعلیم ته توجه وکړي.

علي ابن ابي طلحه د ابن عباس څخه نقلوي چې په دې ایت کې د الله د اوامرو په منلو او له نواهيو څخه په ډ ډه کولو غوښتنه شوې.

مجاهد وایي: تاسو په خپله د الله څخه وویریږئ، او خپل اهل ته هم د الله څخه په ویرې توصیه وکړئ.

ضحاک او مقاتل وایي: پرهر مسلمان لازمه ده چې خپل اهل ته د الله د اوامرو په منلو او نواهیوڅخه د ځان ساتنې په اړه روزنه ورکړي. تفسير ابن كثير / دار طيبة – (۸ / ۱۶۷)

په دې اړه د پېغبر صلی الله علیه وسلم څخه یو حدیث هم نقل شوی: « مُرُوا الصَّبِىَّ بِالصَّلاَةِ إِذَا بَلَغَ سَبْعَ سِنِينَ وَإِذَا بَلَغَ عَشْرَ سِنِينَ فَاضْرِبُوهُ عَلَيْهَا ». سنن أبي داود ـ محقق وبتعليق الألباني – (۱ / ۱۸۵) يعني ماشوم ته تر ۷ کلنۍ پوري په لمانځه امر کوئ، کله چې لس کلن شي نو که یي لمونځ نه کاوه وی وهئ.

دوهم: د قیامت په ورځ د کور د مشر څخه د خپلۍ کورنۍ د غړو په اړه پوښتنه کیږي:

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: “إن الله سائل كل راع عما استرعاه: أحفظ أم ضيع، حتى يسأل الرجل عن أهل بيته” ابن حبان مع حواشي الأرناؤوط كاملة – (۱۰ / ۳۴۵) الله تعالی د هر مسؤل شخص څخه د ده د ماتحت کسانو په اړه پوښتنه کوي، ایا ده د هغه حفاظت او ساتنه کړې او که نه؟ تر دې چې له ده څخه به د ده د کورنۍ دغړو په اړه هم پوښتنه وشي.

درېیم: کور د ځان ساتنې او د فتنو په مهال شرعي ماوی (استوګنځی) دی: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ” طوبي لمن ملك لسانه ووسعه بيته وبكى على خطيئته ”  المعجم الأوسط – (۳ / ۲۱) خوشحالي ده هغه چا لره چې خپله ژبه یي په اختیار کې وي او د ضرورت مطابق کور ولري، چې د کورنۍ غړي پکې ځای شي، او په خپله ګناه باندې پښېمانه شي او وژاړي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم په یو بل حدیث کې فرمایي: “خمس من فعل منهن كان ضامنا على الله من عاد مريضا أو خرج مع جنازة أو خرج غازيا في سبيل الله أو دخل على إمام يريد بذلك تعزيزه وتوقيره أو قعد في بيته فيسلم الناس منه ويسلم “. مسند أحمد بن حنبل – (۵ / ۲۴۱) يعنې پنځه کارونه داسې دي چې کوونکی یې د الله په ضمانت کې وي: هغه څوک چې د ناروغ پوښتنه وکړي، او یا د چا په جنازه کې شریک شي او یا جهاد ته ووځي، او یا د وخت پاچا ته ورشي چې هدف یي د هغه مرسته او احترام وي اویا هم په کور کې کښېني چاته ضرر نه رسوي او خپله هم د خلکو له ضرر څخه په امن وي.

د کور په ګټه هغه وخت یو مسلمان ښه پوهیدای شي چې دی په داسې چاپیریال کې اوسیږي چې هلته هرطرف منکرات وي او دی یې د اصلاح توان نلري، نو دده په وړاندې کور ښه وسیله ده چې هلته راشي او خپل نفس له حرام کار، حرام لید څخه وساتي او همدا راز خپل اهل د مخ لوڅۍ، بې حجابي او اولادونه د بدو ملګرو څخه وژغوري.

څلورم: د خلکو ډیر وخت په کور کې تیریږي په ځانګړې توګه د سختې ګرمۍ، یخنۍ او باران په مهال او همدا راز د ورځې اخرنۍ او اولنۍ برخه کې.

پنځم: تر ټولو مهمه داده چې کور د اسلامي ټولنې په تشکیل کې یوه خښته جوړوي، اسلامي ټولنه د کورنیو څخه جوړه ده، هرکور په دې ټولنه کې د خښتې حیثیت لري، له کورونوڅخه کلی جوړيږي، او د کليو څخه ټولنه تشکیلیږي، که کورنۍ اصلاح وي نو بې له شکه یوه قوي او د الله د حکمونو سره برابره یوه اسلامي ټولنه به ولرو، هغه چې د دښمنانو په مقابل کې لکه غر ولاړه وي، هر ډول خیر ورڅخه خوریږي او هیڅ قسم شر ورته لار نه شي موندلی.

د مسلمانې کورنۍ څخه به اسلامي ټولنې ته مخلص دعوتګران، ریښتیني مجاهدین، د علم او پوهې مینه وال، صالحه میرمنې او روزونکې میندې او نور مصلحین وړاندې کیږي.

د ذکرشوو معلوماتو په رڼا کې داخبره واضحه شوه چې کور ستر نعمت او لومړی ضرورت دی،  نو اوس پوښتنه داده چې د کورونو د اصلاح لپاره کوم وسائل په کار واچول شي؟

په دې اړه ځینې تګلارې دې چې د لوستونکو په وړاندې یي ذکر کوو. هیله من یو چې ګټه ورڅخه پورته کړي او د مسلمانې کورنۍ په جوړولو کې ورڅخه استفاده وکړي.

د کورنۍ اصلاحي تګ لاره به یا د ګټو لاسته راوړل وي، او یا به د فساد او شر له منځه وړل وي، نو اوس په ترتیب سره د هغو تګ لارو په بیانولو پیل کوو چې د کور د اصلاح په برخه کې مهمه ونډه لري:

 لومړۍ لارښوونه:

د ښې میرمنې انتخاب:

د کور خاوند ته په کار ده چې لومړی د ښې میرمنې په لټه کې شي، د ښې میرمنې د انتخاب لپاره  د دیانت شرط په پام کې وساتي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډیرواحادیثو کې د ښځې په دیندارۍ او صالحوالي باندې تاکید کړی، دلته د یو څو احادیثو څخه یادونه کوو:

الف –  عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ لأَرْبَعٍ لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَلِجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ تَرِبَتْ يَدَاكَ ». صحيح مسلم ـ مشكول وموافق للمطبوع – (۴/ ۱۷۵)

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایي په ټولنه کې یوه ښځه د څلورو صفاتو په رڼا کې په نکاح کیږي، د مال په خاطر، د ښه نسب په خاطر، د ښکلا په خاطر او دیانت په خاطر. ته کوښښ وکړه چې دینداري غوره کړې، او د دیانت په خاطر له ښځې سره نکاح وکړې، او که نه نو بیا ستا په لاس کې له یوې لپې خاورې نه پرته بل څه نه دي لوېدلي. یعنې که د ښځې په انتخاب کې دې پر دیانت باندې نورو ځانګړتیاو ته ترجیح ورکړه نو تا ګټه نه بلکه تاوان وکړ، هغه چې د یوې لپې خاورو سره برابر حیثیت لري.

ب –  “الدنيا كلها متاع ، وخير متاع الدنيا المرأة الصالحة ” رواه مسلم ۱۴۶۸ یعنې دنیا د ګټې اخیستو ځای دی، او د دنیا تر ټولو بهترینه ګټه نیکه او صالحه میرمن ده.

ج –  ” ليتخذ أحدكم قلبا شاكرا ، ولسانا ذاكرا ، وزوجة مؤمنة تعينه على أمر الآخرة ” رواه أحمد ( ۵/۲۸۲) والترمذي وابن ماجه عن ثوبان صحيح الجامع (۵۲۳۱ ) هر یو له تاسو باید شکر کوونکی زړه، ذکر کوونکې ژبه، او مؤمنه میرمن ولري هغه چې له ده سره د اخرت په کارونو کې مرسته کوي.

د –  په بل روایت کې داسې راغلي ” وزوجة صالحة تعينك على أمر دنياك ودينك خير ما اكتنز الناس ” رواه البيهقي صحيح الجامع ۴۲۸۵ نیکه اوصالحه میرمن چې د دنیا او دین په چارو کې له تا سره مرسته کوي بهتره ده د خلکو له جمع کړی شوو مالونو څخه.

دوهمه لارښوونه:

خپل کور کې د الله ذکر کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « مَثَلُ الْبَيْتِ الَّذِى يُذْكَرُ اللَّهُ فِيهِ وَالْبَيْتِ الَّذِى لاَ يُذْكَرُ اللَّهُ فِيهِ مَثَلُ الْحَىِّ وَالْمَيِّتِ ». صحيح مسلم ـ مشكول وموافق للمطبوع – (۲ / ۱۸۸)  هغه کور چې د الله تعالی ذکر پکې کيږي، او هغه کور چې د الله تعالی ذکر پکې نه کیږي، د ژوندي او مړي په مثال دي.

د الله د ذکر ډیر ډولونه دي، په زړه کې د الله یادول، په ژبه باندې لمونځ کول، د قرآنکریم تلاوت، د شرعي علومو مذاکره او د اسلامي کتابونو مطالعه کول ټول په ذکر کې حسابیږي.

د مسلمانانو ډیر کورونه د الله د ذکر د نه کولو له کبله نه یواځې دا چې مړه دي، بلکه د موسیقي اوسرود په اوازونو، دغیبت او بهتان په زمزمو بد بویه هم دي.

د هغې مسلمانې کورنۍ به څه حال وي چې په ګناهونو او منکراتو کې سرترپایه پټه وي نامشروعه اختلاط پکې رائج وي د محرم او غیر محرم، خپل او پردي فرق نه وي ټول په یو څېر د کور له ښځو سره یو ځای کښیني او پاڅیږي؟!

څرنګه به ملائکه دغه کور ته د ننوتلو جرأت وکړي؟ نه هیڅکله نه. وروڼو کوښښ وکړئ او خپل کورونه د الله په ذکر ژوندي کړئ.

درېيمه لارښوونه:

په خپل کور کې عبادت کول:

الله تعالی د سوره یونس په ۷۸ نمبر آیت کې امر کړی چې تاسو خپل کورونه قبله وګرځوئ: { وأوحينا إلى موسى وأخيه أن تبوءا لقومكما بمصر بيوتا واجعلوا بيوتكم قبلة } موږ موسی او د ده ورور ته وحي وکړه چې په مصر کې خپل قوم ته استوګنځایونه جوړکړئ، او خپل کورونه قبله وګرځوئ (خپلو کورونو کې لمونځ کوئ).

د پورتني آیت څخه په کورونو کې دعبادت اهمیت معلومیږي، په ځانګړې توګه  د سختۍ او مصیبت په حالت کې، او یا دا سې شرائطو کې چې مسلمانان په ډاګه د کافرانو په وړاندې لمونځ نه شي کولای.

اصحابو کرامو- رضی الله عنهم – به د فرض لمانځه نه پرته نور لمونځونه په کورونو کې کول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي عتبان بن مالک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی پوښتنه یي وکړه: زما سترګې ضعيفه شوي اوزه خپل قوم ته لمونځ هم ورکوم د باران په مهال په هغه خوړ کې چې زما او د مسجد په منځ کې واقع  دی، سیلاب بهیږي، زه نه شم کولای مسجد ته ولاړ شم، او دوی ته په جماعت سره لمونځ ورکړم، اې د الله رسوله زما دا خوښه ده چې ته زما کورته راشې او هلته لمونځ وکړې او زه هغه ځای مصلی (د لمانځه ځای) وټاکم، دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، چې زه به همداسې وکړم، عتبان وایي سبا زما کور ته رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر رضی الله عنه راغلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم زما څخه اجازه وغوښته ما ورته اجازه ورکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته داخل شو او نه کښېناست، بیا یې وویل: ستا په کور کې دي کوم ځای خوښ دی چې زه هلته لمونځ وکړم؟ عتبان بن مالک وایي چې ما ورته د کور یوه ناحیه وښوده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ولاړ شو تکبیر یې ووایه موږ هم ورپسې صف و دریدو او دوه رکعته لمونځ یي وکړ او د سلام په ګرځولویې ختم کړ. (رواه البخاري الفتح ۱/۵۱۹)

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*