تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د تاریخ پاڼه: سدوزي ولې راوپرځيدل او محمدزي څنګه واک ته ورسیدل؟

د تاریخ پاڼه: سدوزي ولې راوپرځيدل او محمدزي څنګه واک ته ورسیدل؟

سدوزي هم د ابدالیو یوه څانګه ده، چې سدو ته منسوب دی، دوی په هرات کې واکمني کړې، د احمدشاه بابا پلرونه د هرات واکمن وو، همدارنګه محمدزي هم د ابدالیانو یو ښاخ دی، د دې کورنۍ مشر محمد د کندهار جنوب ختیز خواته اوسیده او د بارکزیو مشري یې کوله محمد بابا د سدو بابا هممهالی و.
چې نادر افشار د خپلو پلویانو په لاس ووژل شو افغانان هم د هرات له لارې کندهار ته راغلل، د شیر سرخ بابا په زیارت کې سره جرګه شول، د ټولو قومونو استازي په کې وو، د محمدزیو استازی جمال الدین خان او د سدوزیو نماینده احمدشاه بابا هم په غونډه کې موجود وو، چې احمدشاه بابا د پاچا په حیث منتخب شو د ټولو قومونو مشرانو ته یې په درنده سترګه کتل، د هغو د تجربو مطابق یې دندې ورکړې وې، جمال الدین خان هم د بابا سلاکار و، چې په ۱۱۸۴هـ ومړ او د کندهار په ذاکر کلي کې دفن شو. زوی یې سردار پاینده خان د تیمورشاه مشاور او د بارکزیو قبیلې مشر و، چې تیمورشاه ته یې ستر ستر خدمتونه وکړل. خو د تیمور شاه له مړینې وروسته شاه زمان خان هغه (پاینده خان) له خپلې دندې ګوښه، هلمند ته یې تبعید کړ او د هغه پر ځای یې رحمت الله خان سدوزی وزیر وټاکه. په ادې کلي کې په سردار پاینده خان خلک راټولیدل نو شاه زمان خان هغه په کندهار کې ۱۲۱۴هـ وواژه، چې له همدې ځایه د سدوزیو واک پيل شو نوموړي شل تکړه زامن درلودل، مشر یې فتح خان و، هغه له کندهاره ایران ته د شاه زمان خان ورور شاه محمود ته ورغی، شاه زمان سل زریز لښکر د هند له پاره چمتو کړی و، انګریزان له یاد لښکره ویریدل نو د ایراني قاجار پاچا په مرسته او لمسه یې د لښکر د ناکامۍ لپاره فتح خان او شاه محمود خان افغانستان ته راوستل، په جګړه یې لاس پورې کړ او شاه زمان ته یې ماتې ورکړه نو شاه زمان یې ړوند او رحمت الله خان سدوزی یې وواژه، شاه محمود واکمن شو او فتح خان یې د شاه دوست په لقب وزیر وټاکه، هغه خپل وروڼه د افغانستان د ولایاتو په چارو وګومارل، چې له همدې وخته محمدزیو د حکومت ترلاسه کولو ته ملا وتړله. او انګریزان هم خپل هدف ته ورسیدل.
فتح خان افغانستان د خپلو وروڼو ترمنځ وویشه شاه محمود تش په نوم پاچا و، شجاع الملک (شاه شجاع) د شاه زمان سکنی ورور په پيښور کې دې غمژنو پيښو ځوراو، نو لښکر یې جوړ او د شاه محمود په لور یې سوق کړ، خو په اشپان کې یې ماتې وخوړه او د خیبر غرونو ته په شا شو، اما شاه محمود هم له ډېرو جګړو سره مخ شو د غلجیو پاڅون، د شمال لورته د اوزبکو قیام او د قاجاریانو له لوري د مشهد او خراسان نیول، ولسونو بلوا وکړه، د وزیر شاه ولي خان بامیزي زوی مختار الدولة (شیر محمد خان) شاه شجاع ته بلنه ورکړه، کابل ته راغی او په پلاز کیناست، شاه محمود یې وباښه، د شاه محمود زوی کامران او وزیر فتح خان په کندهار کې وو، د هغو د ټکولو له پاره شاه شجاع د شاه زمان خان زوی قیصر ولیږه کامران فراه ته لاړ او فتح خان شاه شجاع ته تسلیم شو، د بارکزیو سیمې ادې کلا ته لاړ، په ښکاره یې ځان ګوښه کړ خو په سیاسي چارو کې یې لاسوهنه کوله.
۱۲۱۹هـ شاه شجاع په پيښور کې دیرش زره لښکر د کشمیر، پنجاب او سند د تصفیې لپاره چمتو کړ، قیصر د شاه شجاع خلاف قیام وکړ خو پاچا غوږونه پرې تاو کړل. او د سند د تالپور یاغي امیران یې هم ایل کړل.
انګریزانو هندوستان تر لودهیاني پورې نیولی و او د ایران په دربار کې د فرانسې له زیاتیدونکي اغیزه ویریدل، نو (الفنستون) یې ۱۸۰۹هـ پيښور ته راولیږه او له شاه شجاع سره یې یو تړون لاسلیک کړ، چې دا په کې کښلي و که ایران او یا فرانسه د افغانستان پر حریم تیری وکړی، د بریتانوي هند دولت به د افغان واکمن مرسته کوي. افغانی پاچا به هیڅ فرانسوی خپلې خاورې ته نه راپریږدی. او دواړه هیوادونه به د یو بل په چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو یاد تړون شاه شجاع لپاره ګټور نه و؛ ځکه چې ولس له انګریزانو بد وړل، له شاه محمود او فتح خان سره له اوږدو جګړو وروسته هغه انګریزانو ته په پناه وروړلو مجبور کړ. او شاه محمود دوهم ځل واکمن شو، د چارو واګي له وزیر فتح خان سره و، هغه بلوچستان، سند او کشمیر په افغانستان پورې وتړل.
هرات د شاه محمود د ورور فیروز الدین په لاس کې و د ایران قاجاري پاچا فتح علی شاه په هرات د برید اراده درلوده، فتح خان هلته لاړ لومړی یې فیروز الدین ونیو کابل ته یې ولیږه بیا یې د کهسان جګړه کې ایرانی لښکر مات کړ او د هرات چارو په سمولو بوخت شو، خو د فتح خان ورور دوست محمد خان د فیروز الدین خان کورته ورننووت د ښځو ګیڼه، پسول، جواهر او نور څيزونه یې لوټ کړل او کشمیر ته وتښتیده. دې پيښې په شاه محمود او شهزاده کامران بده اغیزه وکړه ، هماغه و چې فتح خان د هغه په اشاره ۱۲۳۳هـ لومړی ړوند شو. د وزیر وروڼه په قهر شول، دوست محمد خان له کشمیره راغی، کابل یې ونیو او شاه محمود یې غزني ته وشاړه، کامران له هراته له دولس زریز لښکر سره مخ په کابل روان شو، په غزني کې جګړه ونښته محمود او کامران مات شول نو په همدې وخت کې یې ړوند وزیر فتح خان د وردګو په سیداباد کې په ډېر بد عذاب یې۱۲۳۴ هـ وواژه. کامران خپل پلار او تره فیروز الدین په ۱۲۴۵ هـ ووژل او دی ۱۲۵۸هـ پورې د هرات حاکم و. په ټول افغانستان کې د نفاق اوربل و، قاجاري عباس میرزا د تزاري روسیې په پارونه پر هرات یرغل وکړ خو وفادارو هراتیانو کلک مقاومت وکړ او ایرانیان یې وشړل.
دوست محمد خان او وروڼو کابل ونیو ، ځان یې امیر کړ. شاه شجاع له انګریزانو او سکهانو سره تړون وکړ او مخ په افغانستان راغی، کندهار یې ونیو، مکناټن له غلام پاچا نه ژمنه واخیستله چې انګریزي عسکر به له یو تن سیاسی نماینده سره د تل لپاره په افغانستان کې میشت وي. او انګریزي عسکر کابل ته لاړل په ۱۲۵۵هـ یې شاه شجاع د کابل واکمن کړ. امیر دوست محمد خان او زامن یې بخارا ته لاړل، ولس چې له شاه شجاع سره مکناټن او انګریزان ولېدل نو په جهاد یې لاس پورې کړ، ترڅو د مجاهدینو له خوا د مکناټن په ګډون دیرش زره انګریزان ووژل شول، وروسته یې شاه شجاع هم وواژه. امیر دوست محمد خان انګریزانو له هندوستان څخه راوست او د کابل په پلاز یې کیناو.
د احمدشاه بابا او تیمور شاه دورې ډېرې ښې تیرې شوې، چې د افغانستان د عروج مهال و، خو کله چې شاه زمان خان واکمن شو، هغه سردار پاینده خان وواژه، د هغه زوی فتح خان او د پاچا ورور شاه محمود د افغانستان د بدمرغۍ عوامل و، همدارنګه انګریزانو د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو له پاره تل د افغانستان په چارو کې ښکاره او پټه مداخله کوله. همداراز ایرانیانو څو ځله په افغانستان یرغل وکړ چې افغانانو به په شا وتمباوو او د افغانستان د مرکزي دولت مخالفین به یې په ایران کې ساتل او افغانستان ته به یې د جګړو او بد امنۍ له پاره استول. روسانو هم د خپلو موخو د تحقق له پاره کله ایرانیان او کله نور د افغانستان نیولو ته هڅول او د افغانستان په چارو کې یې لاسوهنه کوله. له دې پرته د افغانانو خپلمنځي نفاق د سدوزیو د پرځيدو او د محمدزیو د راتګ لامل شو؛ چې لوی افغانستان ورو ورو وړوکی شو.
لېکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*