تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د ثور ۷ او ۸ ، درسونه اوعبرتونه

د ثور ۷ او ۸ ، درسونه اوعبرتونه

sawar 7 , 8

د ثور د میاشتې د ۷ او ۸ ترمنځ په حسابي لحاظ د یوې ورځې توپیر دی خو په زماني لحاظ یې پوره ۱۴ کاله فرق دی، پر دغو ۱۴ کلونو چې نور ۲۴ کاله وراضافه شي نو حاصل یې ۳۸کاله کیږي.

معنا داچې د ثور اوومې ۱۴ کلنه غمیزه و زیږوله او اتمې یې ۲۴ کلنه غمیزه ، چې حاصل د جمعې یې  ۳۸ کلنه  تباهي ، ویراني او کور ړنګونه بلل کیږي

د ثور پر اووم  چې کمونیست پلوه ګوند خلقيانو د وخت د مشروع حکومت پرخلاف پوځي کودتا وکړه چې په دې کار سره يي د افغان ولس پر سر د وینو ویالې را خلاصې کړې، که څه هم چې هغوی دا کود تا په ډیرو رنګینو شعارونو کې ونغښتله خو د هغې خونړیتوب تر ټولو پوښونو راووت ، د افغان ولس لمن یې په وینو سره کړه ، او په تدریج سره له دغو وینو سور سیلاب جوړشو چې ټول هیواد یې پر سر واخیست.

څرنګه چې د ولس اعظمي برخي د خلقيانو د دغه نامشروع عمل په مقابل کې قیام وکړ، روسانو د کودتاچيانو په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ او د هغوی د وحشي یرغل په ترڅ کې د ۱۵لکه مظلومو افغانانو وینې وبهيدل شوي.

د افغانستان د مشروع نظام پر خلاف د خلقيانو نامشروع عمل (کودتا) د دې ترڅنګ چې د افغانستان د اولس د مطلق اکثریت په خلاف یو نارواعمل و خو خپله کودتاچيان هم ډير په کښي متضرر شول او  د دوی حامي کمونیزم د یوې مفکورې په لحاظ پکښي بدنامه او په مجموع کې پر منځنۍ آسیا او ختیځې اروپا مقتدره واکمنې يې له ناکامي او فناسره مخ شوه.

او همداډول په اتم د ثور کله چې مجاهدین کابل ته را ورسېدل او د هغه نظام واک چې ۱۴کاله دوی ورسره وجنګېدل خپله د دوي لاس ته ورغی دوی په خپل منځ کې د واک پر سر ډيره بې هدفه او نامشروعه جګړه پیل کړه.

چې دغه د جهادي تنظیمي مشرانو د واک پر سر ناروا جګړه د ټول هیواد په ګوټ ګوټ کې د بې هدفه او ناروا کورنۍ جګړو لامل وګرځیده چې دهغې جګړې د تداوم له امله مو له شوروي اشغال څخه آزاد شوی هیواد بیرته تر امریکايي اشغال لاندې راغی چې تر اوسه مو هم لا په هیواد کې د جګړو اوربل او د افغانانو په وینو د دې هیواد دښتې، ښارونه او راغونه سره دي.

اوس چې د ثور له  اوومې او اتمې ورځو څخه  پوره اته دیرش کاله تیریږي باید نور له تکرار او راتلو څخه د دغو ورځو ټول افغانان دغه درس واخلي چې دا دواړه ورځې د یوه نامشروع عمل په ترسره کولو پیل شوې، په اووم د ثور د ولس د خوښې خلاف کرغیړنه کودتا تر سره شوې او په اتم د ثور هم د اولس د توقع خلاف د قدرت ترلاسه کولو په هدف داخلې جګړه پیل شوې چې هغه لا تر اوسه روانه او درک يي نور هم نه دی معلوم چې لا به ترڅو روانه وي.

له دغې ۳۸ کلنې غمیزې او بې هدفه جګړو څخه نور نو  دا عبرت ټولو افغانانو ته اخیستل په کار دي چې نور له بې هدفه جګړو نه لاس پر سر شي او د نامشروع لارې یو د بل پرخلاف صف ونه نیسي، ځکه ۳۸ کلنې تجربې دا په اثبات ورسوله چې د افغانانو خپلمنځي جنګونه او نامشروع عمل که تر هرنامه لاندې او د هرچا لخوا وي له تباهي او بربادي پرته بله هیڅ نتیجه نه ورکوي.

لکه څرنګه چې زموږ په هيواد کښې دغه ډول بې هدفه جګړې د خلقیانو او پرچمیانو لخوا تجربه شوې، د تنظیمي جهادي رهبرانو لخوا تجربه شوې، د طالبانو لخوا تجربه شوې او اوس مهال هم په داسي يو حالت کښي دغه جګړې په مداوم ډول روانيدي چې د هيڅ يو لوري له پاره پکښې هیڅ د بریالیتوب چانس او څرک نه لیدل کیږي بلکي د تجربو له مخو يې اغيزي داسي ښکاري چې پرته له دې نه چې ګران هيواد به مو د نړيوالو او سيمييزو جهتونو د رقابتي او هدفي جګړو له پاره د جنګونو ډګر وګرځي او زموږ مظلوم او بيچاره ولس به يې په لمبو کښي سوځي .

افغان ولس هم د نړي پرمخ د نورو ولسونو په څیر ترقي خوښوونکی ولس دی ، دوی هم غواړي چې د معاصر تمدن په قافله کښي ورګډ او د نورو ولسونو  په څير د علمي، اقتصادي او تخنیکي پرمختګ مراحل طی کړي.

خو د دوی په هیواد کې روانه جګړه  او د واک پر سر نامشروع سیالي د دې آرمان  په مخ کې ستر خنډ دی.

که موږ افغانان وغواړو چې نور په خپل هیواد کې  د ثور د ۷ او ۸ د منفي اغیزو شاهدان ونه وسو نو باید د قدرت پر سر نامشروع سیالي په علمي او تخنیکي سیالي بدله کړو.

په خپل منځ کې د خشونت تاوتریخوالي او زور آزمایني فرهنګ د ورورولۍ، تفاهم او پوهي په فرهنګ بدل کړو په دې سره به مو هم خپل ځان له تباهي او بربادي خلاص کړی وي، هم به مو خپل هیواد آباد کړی وي او هم به مو خپل ولس د نورو ولسونو سیال ګرځولی وي.

د هرې مقابلې لپاره که هغه فکري وي او که پوځي علم او پوهه اساسي شرط دی ، په بي علمي کې نه د دین خدمت کیدلی شي ، نه دوطن او نه هم دنیايي سوکالي تر لاسه کیدلای شي.

نو راځئ چې نور ټول افغانان وروڼه وروڼه جوړ شو او د ثور د اووم او اتم له تجربو څخه په درس اخیستولو سره د قدرت پر سر نامشروع سیالۍ د علم ، تفاهم او خپل هیواد جوړولو په سیالي بدله کړو .

خپلو مشکلاتو ته د خپل دین ، خپل کلتور او خپلو سوچه افغاني روایاتو په رڼاکې حل ولټوو.

په دا سي توګه چې نه خپل برخلیک نورو ته په لاس ورکړو او نه له هغوي څخه د خپلو مشکلاتو د حل هیله ولرو.

په خپل هیواد او ولس زړه وسوځوو، د سوکالۍ او ابادۍ لپاره یې مټې راونغاړو، په خپل خدای توکل وکړو او په دې لاره کې د خپلو شخصي ګټو په پریښودلو سره صادقانه ګامونه واخلو ان شا‌ء الله چې حتما به مو بری په برخه کیږي .

والسلام علیکم ورحمة الله ………………

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*